دارالعلوم عربي کلمه ده چي د علم کور ته وايي. دا کلمه عموما د اسلامي زده کړو مرکز لپاره کارول کېږي. مدرسې ته ورته معنی لري، که څه هم دارالعلوم د زده کړو پرمختللي مرکز ته ويل کېږي. د دارالعلوم زده کوونکي ته طالب وايي. د دارالعلوم کلمې له سوېلي اسيا څخه سرچينه اخستي، چېرته چي لومړی دارالعلوم د هندي اسلامي عالمانو لخوا جوړ شو. په دارالعلوم کي د درس نظامي نصاب تدريسېږي. چي د سلجوقیانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وو. مګر په سوېلي اسيا کي د اسلامي علماوو لکه شاه ولي الله دهلوي په واسطه خپور شو.

د دارالعلومونو ليست سمول

  • دارالعلوم پوهنتون، د سعودي عربستان پوهنتون.
  • دارالعلوم کراچۍ، د پاکستان په کراچۍ ښار کي اسلامي مدرسه.
  • دارالعلوم ديوبند، د هند په ديوبند کي اسلامي مدرسه چېرته چي ديوبندي اسلامي مسلک پيل شو.
  • د قاهرې پوهنتون دارالعلوم پوهنځی.
  • دارالعلوم ندوة العلماء لکنوه،
  • دارالعلوم زکريا، لينازيا، سویلي افریقا.
  • دارالعلوم بيرمنګاهم، بيرمنګاهم، انګلينډ.
  • دارالعلوم لندن، لندن، بريتانيا.
  • جامعه العلوم اسلاميه، کراچۍ، پاکستان.
  • دارالعلوم حقانيه، اکوړه خټک، خيبر پښتونخوا، پاکستان.
  • دارالعلوم المدنيه، بوپالو، نيو يارک.
  • جامعه عربيه احسان العلوم، کراچۍ، پاکستان.
  • جامعه دارالعلوم زاهدان، زاهدان، ايران.
  • الجامعة الاهليه دارالعلوم موينول اسلام، هثذري، بنګلديش.
  • دارالعلوم بولتان، بولتان، بريتانيا.