سهیل خټک (زوکړه ۱۹۵۹ زېږدي کال، پښتونخوا ) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.

مخينه سمول

د ښاغلي سهیل خټک اصلي نوم سهیل بادشاه او د پلار نوم یې امیر خان دی، چې پر ۱۹۵۹ زیږدي کال د پښتونخوا د خټکو د کرک په سیمه کې یې دې نړۍ ته سترگې پرانیستې دي. ښوونځی او پوهنځی یې له ۱۹۷۶ ز کاله تر ۱۹۷۹ زیږدي کاله پورې د پښتونخوا د کرک په کالج کې تر ۱۴ ټولگي پورې لوستی او په قانون او پښتو ادبیاتو کې یې د ایم ای (ماستري) بری ليک یې پر ۱۹۸۴ زیږدي کال له پېښور پوهنتونه ترلاسه کړې ده.

سهیل خټک وایي چې د ۱۹۷۶ نه یې تر ۱۹۷۹ کاله پورې د ستر صوفي شاعر ارواښاد طاهر کلاچوي نه د تصوف په برخه کې زده کړه کړې او په پېښور کې د شعر او شاعرۍ په برخه کې یې د غزل د بابا ارواښاد امیر حمزه شینواري نه زده کړه کړې ده. ښاغلی سهیل خټک پر ۱۹۸۵ ز کال په پيښور ریډیو کې د پروډیوسر په توگه دنده ترلاسه کړه چې تر اوسه دغه دنده پرمخ بیا یي او د دې تر څنگ یو ناول لیکي او په تصوف کې یې د څیړنو اراده شته.

ښاغلي سهیل خټک یو مهذب او پر پښتو او پښتونوالې مین انسان دی.

د شعر بېلگې یې سمول

غزل

شهزاده چې تر بدها اورسېدلو - د خپل ځان تر انتها اورسېدلو

چې قيصه يې تر اخېره ولوستله - شک يې بيا تر ابتدا اورسېدلو

چې تدبير يې د هنر شو لاځوابه - عقيدت يې تر دعا اورسېدلو

يره هیله په هر زړه کې شوه راپورته - غږ د يرې تر بلا اورسېدلو

د تيارې په پټ رازونو چې پوه نه شو - پتنگ هله تر رڼا اورسېدلو

کوم دلال چې د هر چا خوله وتړله - بيا په چېغو تر باچا اورسېدلو

دا بې وسه د حساب نه دي سهېله! - چې تر گوره په سودا اورسېدلو

     *  *  *  

غزل د نس غم ته ماښامونه خرڅوي - يو وجود خپل اندامونه خرڅوي

چې له تېرو گناهونو توبه گير شو - اوس لگيا دي ثوابونه خرڅوي

د نړۍ په سياست کې سودا لوړه - ځېنې، ځېنې جنتونه خرڅوي

د شتمنو په مرگونه کوي شکر - اديرو کې چې گلونه خرڅوي

په شېبو کې گټه، گټه ورته ښکاري - وخت کې اوسي خو وختونه خرڅوي

څو ذهنونو د لالچ په بنسټ جوړ کړو - کوم قانون چې هېوادونه خرڅوي

غټ پېغور دي پښتنو ته دا سهېله! - خپل وطن کې خپل ځانونه خرڅوي

         *  *  *  

ليونتوب !

په جهان کې يو جمال شته - چې زما ورسره خيال شته

چې ورياد شم نو حېرت وي - په حېرت کې عقيدت وي

په دعا کې مې تل غواړي - چې زه نه يم ژاړي، ژاړي

په جهان کې يو جانان شته - په زمان کې يې مکان شته

په سندرو کې مې ياد کړي - په خبرو کې مې ياد کړي

د خپل حسن په رڼا کې - لټوي مې په دنيا کې

په جهان کې يو حسين شته - د سپوږمۍ رنگه جبين شته

لټوي مې لور په لوري - داسې تږي، تږي گوري

په خوبونو کې مې ياد کړي - منظرونو کې مې ياد کړي

په جهان کې يو دلبر شته - زما فکر کې هنر شته

زه يې هم يم په لټون کې - يادوم يې په ژوندون کې

چې په کوم وطن کې اوسي - خو د ځان خوا ته مې يوسي

کله وايم چې دا خوب دی ! - دا د مينې ليونتوب دی !

      *  *  * 

غزل سيند مستېدلو، ما څپې شمېرلې - ژوند ډوبېدلو، ما شېبې شمېرلې

عبادت شاته پاتې شوي و ډېر - نيت هېرېدلو، ما سجدې شمېرلې

ګناه اوده شوله په لوڅ وجود کې - ثواب راتللو، ما توبې شمېرلې

چا مرتبه د مجذوب هم راکړله - تسپې شلېدلې، ما دانې شمېرلې

د شطرنج لوبې کې وزير اوده و - چې ويښېدلو، ما مهرې شمېرلې

هنر مې تاو ته پېمانه جوړه کړه - اور بلېدلو، ما لمبې شمېرلې

سهېله! ځکه خو مستي شوه نېستي - هوش تښتېدلو، ما پيالې شمېرلې

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- ټپه ایز (د شاعرۍ لومړۍ ټولگه)، د ۱۹۸۴ زېږدي کال چاپ.

۲- خاموشۍ وکړې خبرې (د شاعرۍ دویمه ټولگه)، د ۲۰۱۲ ز کال چاپ.

۳- کړچ (نثر)، د ۲۰۱۸ ز کال چاپ.

ښاغلی سهیل خټک وایي چې ما په خپل شعري ټولگې ( ټپه ایز) کې په لومړي ځل دپښتو لنډیو ( ټپو) اود آزاد نظم تړون او اړیکي ثابت کړل او دلنډیو روح مې په آزاد نظم کې بیا ن کړی دی.

اخځليک سمول

۱- د ليکوال لطيف یاد فېسبوک پاڼه.