طاهر کلاچوي
طاهر کلاچوي (زوکړه ۱۹۱۸ زېږدي کال، ډېره اسماعيل خان، کلاچي) د لوی افغانستان د پښتو ژبې يو نامتو شاعر، پوه او څېړونکی دی.
مخينه
سمولد طاهر کلاچوي صېب خپل آر نوم غلام سرور دی، په ادبي نړۍ کې په طاهر کلاچوي اوڅار دی. طاهر کلاچوي پر ۱۹۱۸ زېږدي کال د ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ (ضلع) د تحصيل کلاچي کې د حضرت فقير نور محمد سروري قادري کره زېږېدلی دی۔ هغه له آره پښتون او له گنډاپور ټبر (فبيلې) څخه دی. د گنډاپور ټبر لړۍ آر د مشهور بزرگ حضرت سيد گېسو دراز شاه رحمهَ الله عليه ته رسي، چې آرامځای يې د حيدرآباد په دکن کې دی۔
د طاهر کلاچوي پلار يو لوی عالم او صوفي تېر شوی، چې د خپل علم په ذريعه يې په زرگونو زړونه منور کړي دي. طاهر هم ديني زده کړې له خپل پلاره وکړې. د هغه اردو، پاړسي او پښتو ژبې پوره زده وې. د طاهر کلاچوي نظم او نثر دواړه د اردو او پښتو په ډېری معياري رسالو او اخبارونو کې وخت پر وخت چاپ شوي دي.
شاعر طاهر کلاچوي ته «د مين غېږ» نومې کتاب باندې د رائيټر گولډ لاهور له خوا لومړۍ پوړۍ (درجه) جايزه هم ورکړ شوې ده. دا کتاب يې په "اېم،اے"او د "بي،اے" په کورسونو کې هم شامل دی.
د طاهر کلاچوي د ژوند لومړۍ برخه په پنجاب کې تېره شوې ده. پر ۱۹۳۷ ز کال کې بنو ته ولاړ او د بنو سيمه يې له معياري ادب سره اشنا کړه. له هغه نه مخکې که څه هم نه په بنو کې مېداني او ولسي شاعري ډېره وه، چې د معاش يوه ذريعه جوړه شوې وه. خو لوی الله ته دغه بې مقصده شاعري منظوره نه وه او د طاهر کلاچوي غوندې عالم او پياوړی ليکوال يې راولېږلو چې د بنو سيمه اوس هم پرې ناز کوي۔ د کلاچوي صېب د بنو په شعري ادب ډېر زيات اثرات دي او دا د هغه د احساناتو يو ښکاره زباد دی.
د شعر بېلگې يې
سمولمدني اکر
سمولچاپ شوي نښيرونه يې
سمول۱- د مين غېږ (شعري ټولگه).
۲- مضراب (شعري ټولگه).
۳- د حسن لمن (شعري ټولگه).
۴- خنده گل (شعري ټولگه په اردو ژبه کې).
شاعر عمر دراز مروت د هغه ټول کلام راغونډ کړی او د «د طاهر کليات» په نوم يې په يو ځای چاپ کړی دی.