دکن د هند سويل، د هند هغو سیمو ته وایي چې د نربداد سيند په سويل کې پرتې دي، خو په اصل کې د دکن تعبير د نربدا د سيند په سويلي او د کريشنا سيند په شمالي ځمکو پورې محدود دی. يو مهال يې د هند د ډيلي د اسلامي ټولواکمنۍ (امپراتورۍ) سويلي برخه جوړوله. دغه تعبير پر ټولې هغې مثلث ډوله لوړې سطحې باندې تطبيقېږي چې د هند لويه برخه تشکيلوي. د دکن حيدراباد هم په دغه سېمه کې پرته ده. د دکن لوړه سطحه (هغه لوړه سطحه ده چې د اسيا په سويل (هند) کې پرته ده) او خورا حاصل خېزه ځمکې او ډېر وگړي لري او بارانونه هم پکې ډېر وریږي. د هندوستان د مهاراشټرا ایالت منځنۍ او سویلي برخې، شمالي او منخنی کرناټک او د شمالي او منځنۍ اندهرا پردیش سیمې هم په دکن کې شاملې دي.

په پخوانیو تاریخونو کې دغه ځای د دکن سلطنت یا واکمنۍ په نامه یاده شوې، چې اورنگ آباد، بیجا پور، حیدر آباد، بیدر، عثمان آباد او گلبرگه د دکن مشهورې سیمې وې.

اخځليک سمول

۱- د ليکوال لطيف یاد فېسبوکپاڼه.