سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود

کينډۍ:Use dmy dates

سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود
باروال کارپوه
ملیتسعودي عربستان
زوکړه۲۷ جون ۱۹۵۶(1956-06-27) ‏(عمر: ۶۷ کاله)
Riyadh, Saudi Arabia
نورې دندې
Fighter pilot
رتبېColonel, Royal Saudi Air Force
په تشیال کې وخت
7d 01h 38m
ماموریتSTS-51-G
د ماموریت نښان

سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود (انگلیسي: Sultan Bin Salman Bin Abdulaziz Al Saud) – (زوکړه: ۲۷ جون ۱۹۵۶) د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو یو پخوانی الوتگر (پیلوټ) دی چې په امریکايي تشیال ماکو (Space Shuttle) ایس‌ټي‌ایس-۵۱-جي ماموریت کې یې د باروال کارپوه (payload specialist) په توگه برخه واخیسته. نوموړی د ال سعود د شاهي کورنۍ غړی دی؛ او لومړنی مسلمان، لومړنی عرب او د شاهي کورنۍ لومړنی کس دی چې تشیال ته تللی دی.

مخکینی ژوند سمول

سلطان بن سلمان ال سعود د ۱۹۵۶ د جون پر ۲۷مه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې زېږېدلی او د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبد العزیز ال سعود دوهم زوی دی. مور یې سلطانه بنت ترکي بن احمد السدیري نومېده چې د ۲۰۱۱ په جولايي کې مړه شوه. سلطانه د ترکي بن احمد السدیري، چې د عصیر پخوانی والي وو او د عربستان د پاچا سلمان بن عبد العزیز تره (کاکا) هم کېږي، لور وه. شهزاده سلطان د فهد، احمد، عبد العزیز او فیصل سکه ورور دی.

زده‌کړې سمول

شهزاده سلطان خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې په ریاض کې بشپړې کړې دي. د امریکا له ډنور پوهنتون (University of Denver) څخه یې په ډله‌ییزو اړیکو (mass communication) کې لوړې زده‌کړې ترسره کړې؛ او په ۱۹۹۹ کې یې له سیراکیوز پوهنتون (Syracuse University) څخه په ټولنیزو او سیاسي پوهنو کې ماسټري ترلاسه کړه.

پخوانۍ تجربه سمول

شهزاده سلطان بن سلمان خپل کارژوند په ۱۹۸۲ کې د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت د نړیوالو اړیکو په څانگې کې د څېړونکي په توگه پیل کړ. دې دندې یې تر ۱۹۸۴ پورې دوام وکړ. د سعودي د اتلانو د هغې ډلې د رسنیزې کمیټې مرستیال مشر وو چې د امریکا په لاس انجلس کې یې د ۱۹۸۴ په دوبني اولمپيک کې گډون کاوه.

دندې سمول

غړیتوب سمول

نور ولولئ سمول