سعود الفیصل

امیر سعود د پاچا فیصل بن عبدالعزیز ال السعود زوی پر سعود الفیصل مشهور شوی و، د۱۹۴۰ دجنورۍ پر دوېمه نېټه دسعودي عربستان په طایف ښار کې زیږیدلی دی. له ۱۹۷۵ ز څخه نیولی تر ۲۰۱۵ ز پورې دسعودي عربستان د څلورو پاچاهانو هر یو خالد، فهد ، عبدالله او سلمان دسلطنت پرمهال دسعودي عربستان دبهرنیو چارو وزیر تېر شوې دی، کله چې په خپله خوښه روان کال په کور کېناست، نوموړی په گرده نړۍ کې دهغه کس په توگه مشهور شوی دی،چې څلویښت کاله یې دبهرنیو چارو وزارت ورتر غاړې وو. سعود دالفیصل زوی او عبدالعزیز لمسی دی نېکه یې ددرېیم سعودي دولت له بنسټگرو څخه شمېرل کیږي مور یې عفت الثنیان ال سعود نومیږي.

سعود الفیصل
(اراگونېسي: سعود الفيصل د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سعود الفیصل
سعود الفیصل

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ جنوري ۱۹۴۰[۱][۲]
مړینه 9 جولای 2015 (75 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاس انجلس  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پارکېنسون ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سعودي عربستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د سعودي عربستان فیصل  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عربي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي
انگليسي
فرانسوي
ایټالیایي ژبه
آلماني ژبه
هسپاني
عبراني  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سعود الفيصل

لومړنی ژوند سمول

سعود الفیصل د ۱۹۴۰ ز دجنورۍ پر دویمه په طایف کې زیږیدلی دی او دپاچا فیصل دویم زوی دی،په هون وبرینسټون ښوونځي کې یې زده کړې کړې دي او له ۱۹۶۴ ز کې له پرنسټون امريکايي پوهنتون څخه فارغ شوی دی او په اقتصاد کې یې لېسانس تر لاسه کړې دی، سعود دوه سکه ورورنه محمد الفیصل او ترکي الفیصل او درې سکه خویندې لولوة الفیصل،سارة الفیصل او هیفاء الفیصل لري.

عملي او علمي ژوند سمول

په ۱۹۶۴ ز کې یې د امریکا له پرنسټون پوهنتون څخه په اقتصاد کې لېسانس سند تر لاسه کړ او د کان او پټرولیم په وزارت سره یې دستر سلاکار په توگه دنده پیل کړه او د وزارت د رهبري شورا غړ ی و، وروسته بیا د پټرولو او کانونو عمومي ادارې ته ولاړ او د پټرولو دبرخې مسوول وټاکل شو. په ۱۹۷۰ ز کې دپټرومین موسسې مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۷۱ ز کې دپټرولو وزارت مرستیال وزیر شو. په ۱۹۷۵ ز کې دسلطنتي فرمان له مخې دسعودي عربستان دبهرنیو چارو وزیر وټاکل شو، دیادونې ده، چې دنوموړي پلار فیصل بن عبدالعزیز د سعودي دټولواک و او په ورته وخت کې یې دبهرنیو چارو وزارت هم په خپله اداره کاوه. دالملک فیصل دخیریه موسسې دلارښودې شورا غړی او دالملک فیصل دښوونځيو دادارې رئیس هم تېر شوې دی. سعود الفیصل له عربي سربېره انگلیسي، فرانسوي، ایټالوي ، الماني ، هسپانوي او عبري ژبې یادې وې. سعود الفیصل دسعودي عربستان په معاصر تاریخ کې دبهرنیو چارو درېیم وزیر دی،چې دې مهم وزارت ته رسیږي، دسعودي لومړنی دبهرنیو چارو وزیر دسعود الفیصل پلار او بیا ورپسې ابراهیم السویل،چې له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۸۲ پورې وزیر و او درېیم یې بیا سعود الفیصل و،چې څلویښت کاله ددې حساس وزارت وزیر و. کورنۍ سعود الفیصل دشاهي کورنۍ دمشرانو بر عکس یوه مېرمن درلوده او امیرة الجوهرة بنت فیصل بن عبدالله نومیږي.

زامن سمول

محمد بن سعود بن فيصل آل سعود خالد بن سعود بن فيصل آل سعود فهد بن سعود بن فيصل آل سعود هيفاء بنت سعود بن فيصل آل سعود دسلطان بن سلمان بن عبدالعزیز مېرمن ده لما بنت سعود بن فيصل آل سعود له کویټي انجینرفهد بن عبد العنزي سره یې واده کړې دی ريم بنت سعود بن فيصل آل سعود.

مړینه سمول

سعود الفیصل تېره پنچشنبه له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۱۵ دجولای پر نهمه نېټه په امریکا کې ومړ،دعراق له پخوانی ولسمشر شهید صدام حسین څخه وپوښتل شول: له چا ډاریږئ ؟ نوموړی موسک شو ، الله عزوجل پرته له هیچا نه ډاریږم، خو یو سړی راته ډېر خطرناک او زیرکه ښکاري، دا لومړنی سړی دی،چې دومره زیرکه او پوه دی ، کله،چې له ایران سره په جگړه کې ښکیل وم سعود گرده نړۍ دېته راماته کړه،چې له ما سره ودریږي، خو کله چې مې پر کویټ برید وکړي نوموړي په یوه کنفرانس کې گرده نړۍ زما پر وړاندې ودرلوه. دپخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخائیل گورباچوف د سعود الفیصل په اړه وايي : که د سعود الفیصل په څېر دبهرنیو چارو وزیر راسره و ، نو شوروي اتحاد به نه و ړنگ شوی .

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Saud-al-Faysal — subject named as: Saud al-Faysal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014612 — subject named as: Prinz Saud bin Faisal bin Abdulasis Al Saud — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷