د چابهار ازاد سوداگریز-صنعتي زون

چابهار بندر د ایران هيواد په بلوچستان ایالات کې موقعیت لري ، چابهار بندر ۱۴ زره هکتار مساحت لري چې په شمال کې منځنۍ اسیا او افغانستان ، ختیز کې پاکستان او جنوب کې د هند سمندرګي سره تړلی دی. په لویه پیمانه د لويو بیړیو چلونې قابلیت لري اوسمهال په دې بندر کې ډيره پانګونه تر سره کيږي چې په دې بندر کې به د بیړیو چلولو لپاره ځایونه، هوايي ډګر ، منځنۍ اسیا پورې د ریل لیکه جوړه شي . دا بندر د منځنۍ اسیا هيوادونه (افغانستان، ترکمنستان، اوزبکستان، تاجیکستان، قرغزستان او قزاقستان ) چې وچې پورې تړلي دي ډير ارزښت لري او دا هیوادونه به تر ټول لنډه لار ازادو اوبو ته پيدا کړي.

د چابهار بندر

پیژندنه سمول

چابهار یو سمندري بندر دی چې د ایران په سوېلي سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعيت لري. د ایران دولت دا ساحه ازاد سوداګریز او صنعتي زون ټاکلی چې ۱۴۰ کلومتره مربع ساحه تر پوښښ لاندې نیسي او د افغانستان پولې ته نږدې له میلاک ښاره شاوخوا ۹۵۰ کلومیتره لرې دی. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې هندوستان او ایران یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر بنسټ يې هندوستان ژمنه وکړه چې د بندر د زېربناوو د جوړولو او پراختیا په برخه کې به درنه پانګونه کوي، خو پر ایران باندې د امریکا له خوا د لګېدلو بندیزونو له کبله د کار پرمختګ ډېر ورو و. سره له دغو بندیزونو هندوستان خپل کار ته دوام ورکړ او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ۱۳۵ میليونه ډالرو په لګښت یې د زرنج- دلارام لویه لاره چې د کابل- هرات لویه لاره له زرنج او له هغه ځایه له چابهار سره نښلوي بشپړ کړ.

شرقی بلوچستان کې د چین پانګونه سمول

بلخوا چین له مرکزي اسیا سره د خپلې پراخې سوداګرۍ د ځای پر ځای کولو لپاره پر ګوادر بندر باندې چې په ختیځ بلوچستان کې موقیعت لری، تکیه کوي. په ۲۰۰۲ کال کې چین د ګوادر بندر د جوړولو لپاره د مالي او تخنیکي زېرمو کارول پیل کړل. د پاکستان بلوچستان په خاوره او عربي خلیج کې یې د بندر جوړولو لپاره د ټولټال ۲۴۸ میليونه ډالرو د لګښت ۸۰ سلنه برخه یې پر غاړه واخيست. د یو بل په مقابل کې جوړ شوي چابهار او ګوادر بندرونه به دواړو یادو هېوادونو ته دا امکان برابر کړي تر څو له مرکزي اسیا نه طبيعي زېرمې وارد کړي او هم دغو بازارونو او اروپايي بازارونو ته خپل تولیدات صادر کړي.


افغانستان لپاره یې ګټي سمول

افغانستان له طبيعي زېرمو ‌ډک هېواد دی، خو دا طبيعي زېرمې را ایستل او بیا نورو هېوادونو ته لېږدول یوې باوري لارې ته اړتیا لري. چابهار بندر به د افغانستان لپاره لارې پرانیزي تر څو خپل معدني توکي استخراج او صادر کړي او هم د دغه کار لپاره د اړینو ترانسپورټي زېربناوو د جوړولو امکانات برابر کړي. په بامیان ولایت کې د حاجیګک کان له زر ميلیارده ډالرو زیات ارزښت لرونکي اوسپنه او نور معدن لري. یو هندوستاني کنسرسیوم (د څو کمپنیو نه جوړه شوې کمپني) چې په راس کې يې د هندوستان سټېل اتهارټي اف انډیا لیمیټید کمپنۍ ده، د دغو معدنونو حقوق ترلاسه کړي دي. له دې سره یو ځای هندوستان پلان لري چې ۹۰۰ کیلومتره اوږده د رېل پټلۍ جوړه کړي چې حاجيګک کان به د چابهار له بندر سره ونښلوي، دا د رېل پټلۍ به د ۱.۸ ميلیارده ډالرو د اوسپنې/ پولادو پروژه فعاله کړي.

د چابهار بندري پروژې کامیابه پلې کېدل او فعاله کېدل به د افغانستان اقتصادي پرمختګ او له سیمې سره یو ځای کېدلو پر لور یو مهم ګام وي. د زېربنا دغه لویه پروژه ډېر پوټانسیال لري تر څو په سیمه کې د لوبې بدلولو او سوکالۍ لامل وګرځي. خو د افغانستان او سیمې سیاسي او امنیتي وضیعت کولی شي د کار د پرمختګ مخه ونیسي؛ ځکه اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په ګډه کار وکړي تر څو د پروژو پلان شوې ګټې په عمل کې ولیدلی شي.

سرچینې سمول