د پښتو ادب زرين دور
پښتو او پښتون قام که هر څومره زوړ دى، خو د ادب تاريخ يې دومره په تحقيق نه دى ليکل شوى. د زر دولسو سوو کالو دا تاريخ له هغه ځايه پيلېږي، کله چې د اسلام د راتلو نه وروسته په څه نا څه رنگ کې د ادبي تاريخ د اثارو د ساتلو هڅې پيل شوې دي. د دغو اثارو له مخې د پښتو ادب تاريخ د امير کروړ سوري ځينې پيل کېږي چې د پټې خزانې په روايت پر ١٣٩ سپوږميز کال ژوندى د پښتو شاعر وو. هغه د پښتنو سالار او مشر وو. له امير کروړه تر ستر خوشال خان خټک پورې په اته سوه، نهه سوه کاله کې د ژبې او ادب لوړتيا څه منظم صورت، حوصله افزايي موندلې نه ښکاري. نه درباري سرپرستي، نه ولسي شعور، نه تهذيبي پوهه په ټولنيز ډول د ادبي تحريکونو ملگرې شوې ده. که هر څو سياسي تحريکونو، مذهبي جوماتونو او ديني قوتونو پښتو ژبه د خپل خپل مقصد د نظرياتو د خورولو لپاره د وسيلې په توگه کارولې ده، خو تر څو چې د ژبې او ادب خالص قامي جمالياتي شعور دى هغه په هر دور کې په يو څو افرادو يا يو څو ټولگېو کې ښکاري، خو د عام ولس د ليک لوست سره ډېر کار او غرض نو دى پاتې شوى.
کله چې په ژبه کې د ليک لوست، د تعليم او تعلم کار نه وي، نو هر غورځنگ په منظم ډول کې د نورو ژبو لاره نه شي نيولى. يوازينى غورڅنگ د پير روښان دى چې د روښاني تحريک د پرمختگ لپاره يې پښتو ژبه وسيله کړې ده. د ادب د يو ځانگړي نوعيت د پنځونې کار پکې په اوډلي ډول شوى دى.
په دغه غورځنگ کې شعر يو ځانگړی رنگ او معيار ترلاسه کړى، خو هغه همه گيري پکې په دې نه ښکاري چې دا د تصوف د يو ځانگړي اندازِ فکر د فروغ په پار پنځونه شوې ده. د زمانې ناکړدې په خپل ځاى، خو روښاني ادب د شعر يو پيکر تراشلى دى. په خپل نوعيت کې که هرڅو يوه ځانگړې فلسفه ده، خو د جمال او رومان د غوښتنو د تسکين مالگه او خوند هم لري. په ډېره اوږده زمانه کې يو څو نابغه شاعرانو پښتو ژبه د دې جوگه کړې ده چې د ذات اظهار پکې د شعر په ژبه وکړاى شي.
د اخوند دروېزه مکتب هم د يو غورځنگ جوله لري؛ نثر او نظم د خپل مسلک د خورولو لپاره ليکل شوى دى. پښتنو سره نه يوازې په پښتو خبره شوې، بلکې د ديني تعليم بندوبست هم په پښتو کې شوى دى. که يو څرگند مقصديت لري او تر يوې ځانگړې موخې پورې ژبه ليک لوست ته محدوده ښکاري، خو دا به د وخت غوښتنه وه.
بيا چې فطرت يو انقلابي غورځنگ وهلى دى، ملي احساس بيدار شوى، تهذيبي شعور ځلا کړې، پښتانه د قبيلو په ځاى د يو قام يو ولس (ملت) په توگه د ځان پېژندنې په لور گام پورته کړى دى. نو د ژبې اهميت او افاديت هم په شعوري ډول څرگند شوى دى. قام په دې رسېدلى دى چې ژبه د ملت د ملا تير دى. د قاميت بنياد دى او د شناخت تر ټولو لويه وسيله ده.
د ژبې او ادب د تاريخ دغه مقام د پښتانه د تاريخ هغه باب دى، چرته نه چې يو نوی فکر، يو نوي شعور او يو تازه احساس پيلامه اخستى ده. ښايي چې د بې غورۍ اوږده خوب اه د ځان ځانۍ فطري مزاج په دغه وخت کې هم د بيدارۍ اړتيا نه وي محسوس کړې، خو زمانې چې د جبر پنجې د دې ولس په سترگو کې نېغې ورښخې کړې نو دا ولس يې په سترگو غړولو مجبور کړى دى. د مزاحمت د يو نوي دور اغاز په پښتو ادب کې د زور او قوت هاغه زورور روح بيدار کړى، چې اخر يې اهميت په ۲۰ او ۲۱ پېړۍ کې نړۍ محسوس کړ.
دغه باب د ستر خوشال خان زرين دور دى. د پښتو ادب په تاريخ کې زرين دور دې دور ته ويلى شي او دا په دې وجه چې د دې نه وړاندې او د دې نه وروسته ژبې د کمال هغه درجه تر لاسه نه کړاى شوه، چې په دغه دور کې يې تر لاسه کړه.
د خوشال خان په شخصيت، قامي کردار اږ عبقري ذهن که خبره نه هم کوو، خو له دې انکار ناشونی دی چې که څښتن تعالی خوشال خان په دغه دور کې د خپلو نابغه يي ښېگڼو سره نه وای پيدا کړى، نو ښايي چې د قام په توگه د دې ولس تهذيبي مړينه يوه سلۍ نيمه وړاندې واقع شوې وای. څښتن تعالی ته چې د دې ولس د تهذيب او هڅوب (فرهنگ) د ژوندي ساتلو او د يو قام په توگه د قامي شتون پايښت (بقا) منظور وو، نو ستر خوشال يې پکې پيدا کړ.
خوشال خان خټک د خپل ژوند له هغو پړاوونو له تېرېدو نه وروسته د خپل شعور او ځان پېژندنې (خودشناسۍ) تر مقام راورسېد، کوم پړاو چې د ذهن او نفسياتو د ځلولو لپاره د هر نابغه د ژوند ملگرتيا کوي. د ژوند د حالاتو، د زمانې د سياستونو او د قامونو د استبداد تر څېړنې وروسته خوشال خان خټک ته چې د خپل پښتون ولس د پايښت، شتون او د مرام احساس شوى دى، نو د يو نوي غوځنگ په رنگ کې يې د سره د ادب د پنځونې کار پيل کړى دى. که هر څو هغه پيل لا تر ننه پورې هم هغه پيل ښکاري او د پای کوم مقصد چې هلته ټاکلى شوى وو، هغه هم لرې ښکاري او وخت تر وخته له هغې ځنې لرې وتل هم ډېر شوي دي، خو ژبه توره، ټوپک، پوهنه، هنر، کمال، جمال هر څه د يوه مقصد لپاره په يوه ژبه کې، بيا د ژبې په مټ کله جهاد، کله غورځنگ، کله تخليقي معيار، کله تهذيبي شعور او د ملي استحکام لپاره کارول شوې ده.
زما ژبه نه ده اور ده
گوزارونه د ټوپــک کا
دا غږ چې:
په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو
ولې هيڅ نه شو له يو بل خبردار
له يو بله د خبرېدو او په يوه ژبه د ويلو دغه غورځنگ تر شلمې سلۍ پورې جاري وو. کله چې د نشاة ثانيه په دور کې د دغه مقصد لپاره حالاتو ستر حمزه شينوارى په دې وينا مجبوره کړو چې:
څو چې راغونډ په يو مرکز يې نه کړم
هرې تپې ته د جرگو سره ځم
وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
نو ښکاره خبره ده چې د اغاز هغه انگازه چې د خوشال خان خټک له غږه پورته شوې وه، درې څلور سوه کاله وروسته هم د حمزه شينواري په غږ کې اورېداى شي. په دغه حساب که د زرين دور د عصر د تعين خبره کېږي، نو تر شلمې سلۍ راغزېږي، خو شلمه سلۍ ځان ته د هغه زرين دور يو سيورى دى او يو نوى پيل کېدى شي. خو زرين دور د خپل معيار او ادبي کمال په سبب له خوشال خان نه تر احمد شاه بابا ابدالي خورېږي. يا په نورو معنو کې کلاسيک دور بايد زرين دور وگڼل شي. په دې چې د کلاسيک مقام پخپله هغه مقام دى چې د زرين دور په سبب موندل شوى دى. پښتانه تر خوشال خان خټک نه وړاندې هم او وروستو هم د خپل مزاج، فطرت او تر ساپوهنې بهر ونه وتل، خو ژبه يې د کمال تر يو بريده ورسول شوه او د ژوندي پاتې کېدلو يو قومي جواز يې وموند. د ژوند په دغه جواز کې يوازې ادب يا پنځيز (تخليقي) کمال نه دى، د ولس شعور و احساس هم دى. په دې چې خوشحال خان خټک ژبه يوازې وسيله کړې نه ده، يوازې د اظهار د احساس جامه نه ده. هغه په پښتو ژبه کې د پښتونولۍ د پېژندنې يو روح گډ کړى دى. يو گرځند، ژوندى او فعال ادب يې تخليق کړى دى. داسې يې پښتو ژبه، پښتو اخلاقي نظام، پښتني ساپوهنه او مزاج يې د پښتو د ادب د معيار مضمون کړی دی. د ښايست پښتني معيار د انسانيت او سړيتوب پښتني تصور د ښو او بدو پښتني تناسب يې د ادب داسې غايت گرځولى دى، لکه دا هر څه چې مقامي، مخصوص، تناسب نه وي، يو افاقي جوهر لري. د ايډيال پښتون تصور چې بېخي حقيقي او عملي هم کېدى شي، هغه يې د ادب موخه او کردار گرځولى دى. د تعصب چشمې په سترگو نقادان به دا هر څه د يو مقاميت هنگامي ښکارندويي گڼي، خو خبره په دليل تر سره رسي. که څوک پوخ دليل پيدا کړي چې د پښتو ښايست معياري ښايست نه دى، پښتني اخلاقيات د انسانيت جوهر نه لري او د پښتو فلسفه د سړيتوب د کردار خصمانه نه شي کولى، نو بيا به د پښتنو ادب ځان ته څه نور افاقي قدرونه گوري. د دې خبرې نه هم انکار نه شي کېداى چې جمالياتي اقدار په هره ټولنه کې توپيرونه لري. ولې د جمال د ذوق معيارونه هم شته او د جمال د پښتني ذوق د ارفعيت نه به څوک انکار وکړاى شي. هله که سترگې او ذهن د خيرو نه صفا وي.
دا نادره عقيده لکه زما ده
لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي
د دې ټولو جمالياتي قدرونو سره سره د دانش اؤ پوهې خبره هم ده. د دانايۍ کوم رازونه چې خوشحال خان اؤ پسته نورو پښتنو مشرانو ښکاره کړي دي هغه کۀ د درواغو، ډپلوميسي، مصلحتونو نه پاکه د نرتوب اؤ د مرديت د دانايۍ راز دى. نو د کمزورو ارادو، ضعيفو عقيدو اؤ د مکرو فريب عادي چلگر دانايان خو به يې ناپوهي اؤ کم عقلتوب گڼي. خو بايد دغه خلک د ازاد فکر، ازادې ارادې، د توکل د مړانې لۀ خونده اؤ لۀ خوبۍ څخه خو خبر وى:
چې د بل تر لاسو ورغى د بل شو
مرد به خپل لري د خپل فکر زمام
اؤ ريښتيني پښتانۀ مدام ازاده اراده اؤ د خپل فکر واگې په خپلو لاسو کښې ساتل غواړي. هغه څوک چې د پښتانۀ د ازاد روح واگي په خپلو لاسو کښې کول غواړي اؤ نۀ يې شي کولى نو هغوئ سره سېوا د دا قسم تبصرو نه نور څۀ پاتې کېږي؟. هر کله چې د ستر خوشحال خان خټک د فکروفلسفې په رڼا کښې ژبې اؤ ادب خپل پښتني نوعيت ترلاسه کړو نو په دغه يؤ بنياد هم دغې دور ته د پښتانۀ د تاريخ اؤ د ادب زرين دور ويلى کېداى شي. کۀ د شعر د معيار د نوي نثر د ابتداء اؤ د يؤ مضبوط ادبي کلچر د رغولو خبره نۀ هم کوو. لۀ دغه معيار پس ته يؤ اوږد کلاسيکي دور په ادب خصوصاً شعر کښې ډېرې نوې فکري تجربې وکړې. د فن نوي پيکرونه اؤ نوي صورتونه يې روغ کړل. خو د ملي اؤ قامي غرور سرمايه يې لۀ لاسه ورنکړه. د پښتني فکر د پښتني احساس د فن يؤ نوى معيار يې قايم کړو.
په شلمه پېړۍ کښې د تحريک سره سم د ادب د نشاة ثانيه دور راغى. د ژوند د تقاضو تر مخه په ادب کښې فکري اؤ فني تجربې هم ډېرې وشوې. کۀ په عمل کښې څۀ ترلاسه نۀ شول خو د فکر اؤ فن سرمايې ډېرې وگټلاى شوې. خو افرين په شلمه پېړۍ هم دى چې د دنيا د انقلابونو، سياسي بدلونونو اؤ د نوؤ حالاتو رامينځته کېدو هم د ادب نوعي مزاج بدلېدو ته پرې نۀ ښودو. دا د مزاحمت اؤ د مړانې د مزاحمت يؤ نادر تحريک دى. پښتو د سيالۍ جوگه کړاى شوه. اؤ کله چې په يوويشتمه پېړۍ کښې حالات تر دې راورسېدل چې د بقا وېره پيدا شوه نو هم هغه د زرين دور فلسفې، فکر اؤ نادرې عقيدې دا ولس د فنا گړنگ ته غورځولو ته پرې نۀ ښوده. نۀ ټينکونو پښتو ورکه کړه، نۀ بمونو د پښتو څېره ورانه کړى شوه. اؤ دنيا په عالمي توگه دا ومنله چې پښتون يؤ قام دى، چې د پښتو ژبې په بنياد يؤ ژوندى اؤ محرک وجود لري، خپله خاوره خپل شناخت لري اؤ د دې هر څۀ سره به دا وجود تسليمول اؤ منل وي. سياستونو، فرېبونو، رشوتونو ډېر ورانى وکړو خو د پښتو نقش يې وران نۀ کړاى شو. ځکه چې دغه انځور په اوبو جوړ شوى يا په هوا کښې جوړ شوى نۀ ؤ. د يؤ ولس د ژوند اؤ ايمان په سينه جوړ ؤ. د غه نقش د پير روښان د دعا اؤ اخلاص برکت، د ستر خوشحال خان د مټو د وجود د فکر اؤ عقيدې زور ؤ. د هجري عبدالقادر خان خټک اؤ صدرخان خټک رومان و ارمان ؤ. د کاظم خان شيدا د فکر د افتاب د چشمې نور ؤ. د رحمان بابا د اخلاص کرامت ؤ. د حميد بابا، کامگار خټک اؤ د علي خان د فن د رېښمو د مزي کلکوالى ؤ. د محمدي صاحبزاده علمي خصمانه وه. اؤ بيا د راحت زاخيلي، مخفي، ادريس، خليق، فدا اؤ د نورو لويو مشرانو نۀ ستړى کېدونکى د مرام سفر ؤ. د خان عبدالغني خان روماني لېونتوب ؤ، د ستر حمزه شينواري د پښتونيت نادر فني احساس ؤ، د کامل اؤ قلندر اؤ د اجمل د فکر پړق اؤ د غيرت انداز ؤ. د حبيبي، خادم، بېنوا، الفت، رښتين اؤ د رشاد علميت ؤ. د هر پښتون اؤ هرې پښتنې د ټپې اهنگ ؤ. داسې چې کۀ دنيا ورانېږي نو انگازه به يې خېژي اؤ کۀ ابادېږي نو اهنگ به يې اورېدى شي. اؤ بيا په تېره تېره د هغو ټولو پښتنو شاعرانو، اديبانو، ليکوالو اؤ دانشورانو د پښتونيت هغه شديد رد عمل اؤ عمل ؤ چې دا د پښتو نقش يې هم په وينه او هم په مينه تازه ساتلى دى خو:
ليلا د ارتقاء چې ستا څړۍ کومه ده
سندور د کومې وينې دى دړۍ کومه ده
زنځير چې د انسان د اخوت جوړېدو
ما غږ کړو د پښتون پکښې کړۍ کومه ده
د انسان د اخوت په عالمي زنځير کښې د پښتون کړۍ لا تر ننه پورې ځاى شوې نۀ ده. اؤ ځکه نۀ ده چې يې د ژبې ځاى نشته. داسې ژبه چې د مليت ځاى اؤ حقيقي تعليم هم په دې کښې دى. د دې ژبې سندره، د دې ژبې متل، د دې ژبې مقولې اؤ محاورې نۀ يواځې د پښتون ملي کردار سازوي، د پښتونيت توانا احساس هم ورکوي. کله چې دا ژبه د اعلى ذهنونو د فکر اؤ احساس د اظهار وسيله وه نو فن، ادب، فلسفه، حکمت هر څۀ په پښتانۀ کښې وو. کله چې ستر ذهنونه اؤ د اعلى خصوصياتو خاوندانو ژبه بدله کړاى شوه نو ولس خپل تشخص په فولکلور کښې ځاى کړو. د زمانې زوړ ثقافت په خپل شناخت غاوره په ساده ژوندون کښې گزران خپل کړو. خو دغه گزران يؤ پښتون گزران ؤ چې بې لۀ پښتانۀ د بل چا يا د بل رنگ دپاره گران ؤ. نو هغه اعلى ذهنونه چې ژبه يې بدله کړاى شوې وه، هغوئ د خپلې اسانۍ دپاره نورو هغو ثقافتونو ته لاره ورکړه چې د هغوئ خبرې، جامه بودوباش پکښې ځايدى شو. اؤ دا شان د پښتو په ازاد روح اؤ وجود د غلامۍ د نفسياتو غلبه شروع شوه. کمزورو ارادو اؤ ناسمو کردارونو د پښتو معنى د بدلولو کوشش وکړو، د انگرېز مراعات يافته طبقې د خپلې ذهني غلامۍ ردعمل د پښتو ازاد فکر ته د بندېزونو، حرصونو اؤ د طاقت اؤ سياست نوي زنځيرونه جوړ کړل. دا تهذيبي زنځيرونه د ثقافتي دامونو په رنگ کښې هر چرته خوارۀ کړاى شول. د پښتونيت څېره په نوې اؤ پردۍ غازه بدرنگول شروع شول اؤ دا عمل لا روان دى. خو د پښتو کاڼى چې په اوبو کښې نۀ ورستېږي، تر څو چې دا ژبه ژوندۍ ده نو دا هر څۀ د حالاتو يوه څپېړه خو ده ولې د پښتو گُونه پرې نۀ شي ورانېدى. شلمې پېړۍ ادب ته ډېر څۀ ورکړل. نوى فکر، د وجود ازادي خو شلمې پېړۍ د ذهني غلامۍ اثرات هم لۀ ځان سره ډېر راوړل. ډېر ثقافتي اقدار لۀ منځه يوړى شول اؤ په ډېرو کوششونو روان دى. خو قدرت چې پښتو ته په خپل فطرت کښې د ژوندۍ پاتې کېدلو صفت ورکړى دى نو يا به پښتو وي اؤ يا به بيا نۀ وي. نيمه نيمچۍ پښتو نۀ شي کېدلاى. پښتو چې يوه عقيده هم ده، پښتو چې د ايمان برخه هم ده، پښتو چې د ژوند مقصد هم دى، پښتو ننگ و ناموس هم دى، د يؤ ځانگړي ملت احساس هم دى، نو د يؤ قام د يؤ ملت په حېث پښتون ته تر اوسه په شعوري توگه دا احساس خو نۀ دى شوى چې د زمانې د دومره لويو طاقتونو، انقلابونو اؤ سېلابونو نه دا ملت يواځې هم پښتو تر اوسه ساتلى دى. ولې په لاشعوري ډول په اجتماعي حيثيت دا احساس ژوندى خو دى. ځکه نو په يوويشتمه پېړۍ کښې چې د انسان د نړۍ د ځمکې په مخ د قامونو د وجود کوم زنځير جوړېږي، د پښتو د ملت د کړۍ ځاى پکښې په خپل ځاى پروت دى. اؤ کۀ دا پېړۍ د پښتو د ځنکدن پېړۍ نۀ وي نو د يؤ نوي صحت نوي ژوند دپاره به پښتو يؤ ځلې بيا د زرين دور هغه اراده هغه عزم تازه کړي چې:
د افغان په ننگ مې وتړله توره
ننگيالى د زمانې خوشحال خټک يم