علم هغه منظمه دستګاه ده چې د نړۍ په اړه د ازموېنې وړ څرګندونو او وړاندوېنو په بڼه پوهه رامنځته کوي او تنظيموي. [۲][۳][۴][۵]

د علم تر ټولو لومړۍ ريښې له ميلاد شاوخوا ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ کلونو مخکې په پخواني مصر او بين النهرين کې موندل شوي دي. د رياضياتو، ستورپېژندنې او طب په برخه کې د دوی کار د يونان د لرغونې زمانې په طبيعي فلسفه کې داخل او هغې ته يې بڼه ورکړه. چې په کايناتو کې د طبيعي لاملونو له مخې یې د پېښو په اړه د توضحياتو په ورکولو سره رسمي هڅې پیل شوې. د لويديځې رومي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، د منځني عصر د لومړيو پېړيو (۴۰۰ تر ۱۰۰۰)  په اوږدو کې په لويديځه اروپا کې د نړۍ په اړه د يوناني تصور پوهه له منځه لاړه؛ خو د اسلامي زرين عصر پر مهال په اسلامي نړۍ کې وساتل شوه. له لسمې پېړۍ تر ديارلسمې پېړۍ پورې په لوېديځه اروپا کې د يوناني کارونو او اسلامي څېړنو تر لاسه کېدو او جذب کېدو سره "طبيعي فلسفه" راژوندۍ کړه، چې وروسته په پوهنيز انقلاب سره بدله شوه او په شپاړسمه پېړۍ کې د پخواني يوناني تصور او رواياتو څخه په جلا کېدو د نويو نظرياتو او کشفياتو په ډول پیل شو. پوهنيزې طريقې ډېر ژر د پوهې د رامنځ ته کولو  په برخه کې ستر نقش اداء کړ او تر نولسمې پېړۍ پورې "طبيعي فلسفه" په "طبيعي پوهه" بدله شوه، تر څنګ يې د پوهې ډېرې مسلکي ځانګړتیاووې رامنځته شوي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

نوې پوهه په معمول ډول په درې سترو څانګو وېشل شوې چې هغه دا دي: طبيعي علوم (لکه بيالوژي، کيميا او فزيک)، چې طبيعيت په پراخ درک سره مطالعه کوي؛ ټولنيز علوم (لکه اقتصاد، روان پیژندنه او ټولنپوهنه)، چې وګړي او ټولنې تر مطالعې لاندې نيسي او رسمي علوم (لکه منطق، رياضيات او نظري کمپيوټري علوم)، هغه چې سروکار یې له نښو سره دی او په قوانينو اداره کيږي. ځينې مخالفتونه هم شته، چې ايا رسمي علوم په رښتیا هم يو علم دی؛ ځکه چې دا علوم د تجربوي شواهدو له مخې نه دي رامنځته شوي. هغه انتظامي لارې چارې چې علمي پوهه يې د عملي موخو له پاره کاروي، لکه انجنيري او طب، د تطبيقي علومو په توګه پېژندل شوي دي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په علم کې نوې پوهه د ساينس پوهانو د څېړنو په مټ پرمختیا موندلې کوم چې د نړۍ په اړه د پلټنې او د ستونزو د هواري لپاره انګیزه لري. اوسنی علمي تحقيق تر ډېره بريده د ګډ کار له لارې کېدونکی دی او په عمومي توګه په اکاډميکو او څېړنيزو مرکزونو، حکومتي ادارو او شرکتونو کې د يوې ډلې له خوا تر سره کيږي. د دوی  د کار عملي اغېز د پوهنيزو تګلارو رامنځ ته کېدو ته لاره هواره کړه، کومې چې هڅه کوي د سوداګريزو توليداتو، وسلو، روغتيايي وسايلو، عامه زېربناوو او چاپېريال ساتنې پرمختګونو ته په لومړيتوب ورکولو سره په پوهنيزه دستګاه کې نفوذ وکړي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

تاريخچه

په پراخ مفهوم کې پوهه له اوسني عصر څخه مخکې او په ډېرو تاريخي تمدنونو کې موجوده وه. اوسنی علم په خپل مفهوم کې بدل او پايلو ته په کتنې سره بريالی دی، اوس د کلیمې په دقيقه معنی د علم تعريف کوي. په اصل مفهوم کې علم کلمه د پوهې يو ډول ته کارېده، نه د پوهې د يو مسلک لپاره د ځانګړي شوي لفظ په توګه. په مشخص ډول، لرغونې پوهه يو ډول پوهه وه چې خلکو کولای شول له يو بل سره پرې بحث وکړي او شريکه يې کړي. د بېلګې په ډول، د طبيعي شيانو د فعاليت په اړه پوهه له تاريخ څخه ډېر مخکې وخت کې ثبت شوې ده چې له همدې څخه پېچلي استنباطي فکر وده وکړه. دا پوهه د پېچلو تقويمونو، د خوراک لهپاره د زهري وښو د برابرولو طريقو، په ملي کچه عمومي کارونو، لکه هغه کارونه چې يانګتسه سيلابي دښتې يې د اوبو د زېرمې لپاره برابرې کړې، د اوبو بندونو او ډنډونو او لکه د اهرامونو د جوړولو په څېر کارونو په تر سره کولو ښودل شوې ده. خو بیا هم، د دا ډول شیانو د پوهو تر منځ کوم ثابت توپیر نه و، کوم چې په هره ټولنه کې رښتیا دي او لکه د ډله ییزې پوهې نور ډولونه لکه اسطورې او حقوقي نظامونه. د فلزاتو علم له تاريخ څخه وړاندې معلوم و او د وينکا کلتور لومړی هغه و چې ژېړو ته ورته مخلوط فلز به يې توليداوه. داسې فکر کيږي چې د مادو د ګرمولو او ګډولو لومړۍ تجربه د وخت په تېرېدو سره د کيميا په علم بدله شوه.   [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

لومړۍ رېښې

د پوهې تر ټولو لومړۍ رېښې له میلاد څخه شا خوا ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ کلونو وړاندې په پخواني مصر او بين النهرين کې موندل کېدای شي. که څه هم هغه مهال د «علم» او «طبيعيت» الفاظ او مفاهيم د خيالي ليد برخه نه وه، پخوانيو مصريانو او د بين النهرين خلکو په دې لړ کې کار وکړ چې وروسته يې بيا په يونان او د منځنيو پېړيو په علومو کې ځای پيدا کړ لکه رياضيات، ستورپېژندنه او طب. له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې، لرغونو مصريانو د شمېر يو نظام رامنځته کړ چې په خاصيت کې اشارې وې او د دوی د هندسې د پوهې لاره يې پيدا کړه تر څو خپلې عملي ستونزې پرې هوارې کړي لکه د ناپ کوونکو او معمارانو ستونزې. ان دوی يوه رسمي جنتري هم رامنځته کړه چې دولس مياشتې، په هره مياشت کې دېرش ورځې او د کال په اخر کې يې پنځه ورځې درلودي. د طبي پاپيروس (يو ډول کاغذ دی) چې له میلاد څخه په ۲۵۰۰ -۱۲۰۰ مخکې کلونو کې ليکل شوي دي، لرغونو مصريانو باور درلود چې د ناروغيو اصلي لامل په بدن کې د شيطاني ځواک يا روحونو ننوتل دي. په همدې اساس، پر طبي درملنه سربېره، د روغولو په درملنه کې به دعاوې، جادو او مذهبي لارې چارې شاملې وې.[۴۴]

د بين النهرين لرغونو خلکو د بېلا بېلو طبيعي کيمياوي موادو د ځانګړتياو په اړه پوهه وکاروله تر څو خاورين لوښي، حلبي لوښي، ښېښه، صابون، فلزات، څرېښناک پلاستر او د اوبو ضد څيزونه جوړ کړي؛ دوی همدا راز د څارويو بدن پېژندنه، د بدن جوړښت او چلند د وړاندوينې د موخو لپاره مطالعه کړل. دوی همدا راز د ستورپېژندنې د مطالعې لپاره  د اسماني شيانو د خوځښت يو ډېر پراخ اسناد جوړ کړل. د بين النهرين اوسېدونکو په درملو کې ژوره لېوالتيا درلودله او د درملو لومړۍ نسخه د يور د درېيمې سلسلې پاچاهۍ پر مهال (۲۱۱۲ – ۲۰۰۴) په سومريانو کې راڅرګنده شوه. سربېره پر دې، داسې ښکاري چې د بين النهرين خلکو د طبيعي نړۍ په اړه په معلوماتو راټولولو کې لږه لېوالتيا درلودله او عمدتاً يې علمي موضوعات مطالعه کول کوم به چې د دوی په مذهبي نظام کې د عملي کېدو وړ و يا به يې ورسره مستقيمه اړيکه درلودله. [۴۵][۴۶][۴۷]

پخوانۍ لرغونې زمانه

په پخوانۍ لرغونې زمانه کې، د اوسنيو عالمانو کوم حقيقي لرغونی سيال نه شته. د دې پر ځای، لوستي، عموماً د لوړې طبقې او په نړيواله کچه نارينه افرادو چې کله هم وخت موندلی په طبيعيت کې يې بېلا بېلې څېړنې کړي. له سقراط څخه د مخکېنيو فيلسوفانو له خوا د «طبيعيت» (لرغونې يوناني طبيعيت) د تصور د اختراع يا ايجاد څخه مخکې همدا الفاظ  د هغې طبيعي طريقې د تشریح له پاره کارول کېدل په کومه کې چې نباتات لوييږي، يا د مثال په ډول د هغې طرېقې لپاره په کومه چې يوه قبيله د خپل ځانګړي خدای عبادت کوي. له همدې امله، ادعا کيږي چې په دقيق مفهوم کې دا خلک لومړي فيلسوفان وو او همدا راز هغه لومړني خلک وو چا چې د طبيعيت او دود تر منځ څرګند توپير وکړ. له طبيعي پوهې څخه مخکې رامنځ ته شوې د طبيعيت فلسفه د طبيعت او شيانو د پوهې په توګه وپېژندل شوه، چې د هرې ټولنې له پاره سم دي. د دا ډول پوهې د ځانګړي مسلک نوم فلسفه و – د لومړي فيلسوف حوزه – فزيک پوهان. اصلاً دوی اټکل کوونکي او اند ورکوونکي و چې په ځانګړي ډول يې په علم نجوم کې ليوالتيا درلودله. په مقابل کې، لرغونو پوهانو، د طبعيت د تقليد لپاره په طبيعت د پوهېدو څخه د ګټې اخیستلو هڅه (مصنوعي يا تيکنالوژيکي) د ټيتې ټولنيزې طبقې د صنعتکارانو لپاره  زياته مناسبه بلله.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Наука
  1. ذکر کېدنه: Directory of Open Access Journals. Quotation: Science.
  2. کينډۍ:OEtymD
  3. Wilson, E.O. (1999). "The natural sciences". Consilience: The Unity of Knowledge (Reprint ed.). New York, New York: Vintage. pp. 49–71. ISBN 978-0-679-76867-8.
  4. "... modern science is a discovery as well as an invention. It was a discovery that nature generally acts regularly enough to be described by laws and even by mathematics; and required invention to devise the techniques, abstractions, apparatus, and organization for exhibiting the regularities and securing their law-like descriptions."— p.vii Heilbron, J.L. (editor-in-chief) (2003). "Preface". The Oxford Companion to the History of Modern Science. New York: Oxford University Press. pp. vii–X. ISBN 978-0-19-511229-0. {{cite book}}: |first= has generic name (help)
  5. "... modern science is a discovery as well as an invention. It was a discovery that nature generally acts regularly enough to be described by laws and even by mathematics; and required invention to devise the techniques, abstractions, apparatus, and organization for exhibiting the regularities and securing their law-like descriptions."— p.vii Heilbron, J.L. (editor-in-chief) (2003). "Preface". The Oxford Companion to the History of Modern Science. New York: Oxford University Press. pp. vii–X. ISBN 978-0-19-511229-0. {{cite book}}: |first= has generic name (help)
  6. "The historian ... requires a very broad definition of "science" – one that ... will help us to understand the modern scientific enterprise. We need to be broad and inclusive, rather than narrow and exclusive ... and we should expect that the farther back we go [in time] the broader we will need to be."  p.3—Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (Second ed.). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. pp. 1–20. ISBN 978-0-226-48205-7.
  7. Grant, Edward (2007). "Ancient Egypt to Plato". A History of Natural Philosophy: From the Ancient World to the Nineteenth Century (First ed.). New York, New York: Cambridge University Press. pp. 1–26. ISBN 978-052-1-68957-1.
  8. Lindberg, David C. (2007). "The revival of learning in the West". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (Second ed.). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. pp. 193–224. ISBN 978-0-226-48205-7.
  9. Lindberg, David C. (2007). "Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (Second ed.). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. pp. 163–92. ISBN 978-0-226-48205-7.
  10. Lindberg, David C. (2007). "The recovery and assimilation of Greek and Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (2nd ed.). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. pp. 225–53. ISBN 978-0-226-48205-7.
  11. Principe, Lawrence M. (2011). "Introduction". Scientific Revolution: A Very Short Introduction (First ed.). New York, New York: Oxford University Press. pp. 1–3. ISBN 978-0-199-56741-6.
  12. Lindberg, David C. (1990). "Conceptions of the Scientific Revolution from Baker to Butterfield: A preliminary sketch". In Lindberg, David C.; Westman, Robert S. (eds.). Reappraisals of the Scientific Revolution (First ed.). Chicago, Illinois: Cambridge University Press. pp. 1–26. ISBN 978-0-521-34262-9.
  13. Lindberg, David C. (2007). "The legacy of ancient and medieval science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (2nd ed.). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. pp. 357–368. ISBN 978-0-226-48205-7.
  14. Del Soldato, Eva (2016). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2016 ed.). Metaphysics Research Lab, Stanford University. Archived from the original on December 11, 2019. نه اخيستل شوی June 1, 2018.
  15. Grant, Edward (2007). "Transformation of medieval natural philosophy from the early period modern period to the end of the nineteenth century". A History of Natural Philosophy: From the Ancient World to the Nineteenth Century (First ed.). New York, New York: Cambridge University Press. pp. 274–322. ISBN 978-052-1-68957-1.
  16. The Oxford English Dictionary dates the origin of the word "scientist" to 1834.
  17. Cahan, David, ed. (2003). From Natural Philosophy to the Sciences: Writing the History of Nineteenth-Century Science. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. ISBN 978-0-226-08928-7.
  18. Lightman, Bernard (2011). "13. Science and the Public". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (eds.). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. p. 367. ISBN 978-0-226-31783-0.
  19. Harrison, Peter (2015). The Territories of Science and Religion. Chicago: University of Chicago Press. pp. 164–165. ISBN 978-0-226-18451-7. The changing character of those engaged in scientific endeavors was matched by a new nomenclature for their endeavors. The most conspicuous marker of this change was the replacement of "natural philosophy" by "natural science". In 1800 few had spoken of the "natural sciences" but by 1880, this expression had overtaken the traditional label "natural philosophy". The persistence of "natural philosophy" in the twentieth century is owing largely to historical references to a past practice (see figure 11). As should now be apparent, this was not simply the substitution of one term by another, but involved the jettisoning of a range of personal qualities relating to the conduct of philosophy and the living of the philosophical life.
  20. Cohen, Eliel (2021). "The boundary lens: theorising academic actitity". The University and its Boundaries: Thriving or Surviving in the 21st Century 1st Edition. New York, New York: Routledge. pp. 14–41. ISBN 978-0367562984.
  21. Colander, David C.; Hunt, Elgin F. (2019). "Social science and its methods". Social Science: An Introduction to the Study of Society (17th ed.). New York, NY: Routledge. pp. 1–22.
  22. "Social Science". Encyclopedia Britannica. (16 October 2020). Encyclopædia Britannica, Inc.. 
  23. Löwe, Benedikt (2002). "The formal sciences: their scope, their foundations, and their unity". Synthese. 133 (1/2): 5–11. doi:10.1023/A:1020887832028. S2CID 9272212.
  24. Rucker, Rudy (2019). "Robots and souls". Infinity and the Mind: The Science and Philosophy of the Infinite (Reprint ed.). Princeton, New Jersey: Princeton University Press. pp. 157–188. ISBN 978-0691191386.
  25. Bishop, Alan (1991). "Environmental activities and mathematical culture". Mathematical Enculturation: A Cultural Perspective on Mathematics Education. Norwell, Massachusetts: Kluwer Academic Publishers. pp. 20–59. ISBN 978-0-792-31270-3. Archived from the original on December 25, 2020. نه اخيستل شوی March 24, 2018.
  26. Nickles, Thomas (2013). "The Problem of Demarcation". Philosophy of Pseudoscience: Reconsidering the Demarcation Problem. Chicago: The University of Chicago Press. p. 104.
  27. Bunge, Mario (1998). "The Scientific Approach". Philosophy of Science: Volume 1, From Problem to Theory. Vol. 1 (revised ed.). New York, New York: Routledge. pp. 3–50. ISBN 978-0-765-80413-6.
  28. Fetzer, James H. (2013). "Computer reliability and public policy: Limits of knowledge of computer-based systems". Computers and Cognition: Why Minds are not Machines (1st ed.). Newcastle, United Kingdom: Kluwer Academic Publishers. pp. 271–308. ISBN 978-1-443-81946-6.
  29. Fischer, M.R.; Fabry, G (2014). "Thinking and acting scientifically: Indispensable basis of medical education". GMS Zeitschrift für Medizinische Ausbildung. 31 (2): Doc24. doi:10.3205/zma000916. PMC 4027809. PMID 24872859.
  30. Abraham, Reem Rachel (2004). "Clinically oriented physiology teaching: strategy for developing critical-thinking skills in undergraduate medical students". Advances in Physiology Education. 28 (3): 102–04. doi:10.1152/advan.00001.2004. PMID 15319191. S2CID 21610124. Archived from the original on January 22, 2020. نه اخيستل شوی December 4, 2019.
  31. Sinclair, Marius (1993). "On the Differences between the Engineering and Scientific Methods". The International Journal of Engineering Education. Archived from the original on November 15, 2017. نه اخيستل شوی September 7, 2018.
  32. "About Engineering Technology". Purdue School of Engineering & Technology. Archived from the original on May 22, 2019. نه اخيستل شوی September 7, 2018.
  33. Bunge, M (1966). "Technology as applied science". In Rapp, F. (ed.). Contributions to a Philosophy of Technology. Theory and Decision Library (An International Series in the Philosophy and Methodology of the Social and Behavioral Sciences). Dordrecht, Netherlands: Springer. pp. 19–39. doi:10.1007/978-94-010-2182-1_2. ISBN 978-94-010-2184-5. Archived from the original on March 31, 2021. نه اخيستل شوی March 25, 2021.
  34. MacRitchie, Finlay (2011). "Introduction". Scientific Research as a Career (1st ed.). New York, New York: Routledge. pp. 1–6. ISBN 9781439869659.
  35. de Ridder, Jeroen (2020). "How many scientists does it take to have knowledge?". In McCain, Kevin; Kampourakis, Kostas (eds.). What is Scientific Knowledge? An Introduction to Contemporary Epistemology of Science (1st ed.). New York, New York: Routledge. pp. 3–17. ISBN 9781138570160.
  36. Lindberg, David C. (2007). "Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (Second ed.). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. pp. 163–192. ISBN 978-0-226-48205-7.
  37. Szycher, Michael (2016). "Establishing your dream team". Commercialization Secrets for Scientists and Engineers (1st ed.). New York, New York: Routledge. pp. 159–176. ISBN 978-1138407411.
  38. Marder, Michael P. (2011). "Curiosity and research". Research Methods for Science (1st ed.). New York, New York: Cambridge University Press. pp. 1–17. ISBN 978-0521145848.
  39. Grant, Edward (1 January 1997). "History of Science: When Did Modern Science Begin?". The American Scholar. 66 (1): 105–113. JSTOR 41212592.
  40. "... modern science is a discovery as well as an invention. It was a discovery that nature generally acts regularly enough to be described by laws and even by mathematics; and required invention to devise the techniques, abstractions, apparatus, and organization for exhibiting the regularities and securing their law-like descriptions."— p.vii Heilbron, J.L. (editor-in-chief) (2003). "Preface". The Oxford Companion to the History of Modern Science. New York: Oxford University Press. pp. vii–X. ISBN 978-0-19-511229-0. {{cite book}}: |first= has generic name (help)
  41. "The historian ... requires a very broad definition of "science" – one that ... will help us to understand the modern scientific enterprise. We need to be broad and inclusive, rather than narrow and exclusive ... and we should expect that the farther back we go [in time] the broader we will need to be."  p.3—Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (Second ed.). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. pp. 1–20. ISBN 978-0-226-48205-7.
  42. Pingree, David (December 1992). "Hellenophilia versus the History of Science". Isis. 83 (4): 554–63. Bibcode:1992Isis...83..554P. doi:10.1086/356288. JSTOR 234257. S2CID 68570164.
  43. Sima Qian (司馬遷, d. 86 BCE) in his Records of the Grand Historian (太史公書) covering some 2500 years of Chinese history, records Sunshu Ao (孫叔敖, fl. c. 630–595 BCE – Zhou dynasty), the first known hydraulic engineer of China, cited in (Joseph Needham et al. (1971) Science and Civilisation in China 4.3 p. 271) as having built a reservoir which has lasted to this day.
  44. Rochberg, Francesca (2011). "Ch.1 Natural Knowledge in Ancient Mesopotamia". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (eds.). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. p. 9. ISBN 978-0-226-31783-0.
  45. McIntosh, Jane R. (2005). Ancient Mesopotamia: New Perspectives. Santa Barbara, California, Denver, Colorado, and Oxford, England: ABC-CLIO. pp. 273–76. ISBN 978-1-57607-966-9. Archived from the original on February 5, 2021. نه اخيستل شوی October 20, 2020.
  46. A. Aaboe (2 May 1974). "Scientific Astronomy in Antiquity". Philosophical Transactions of the Royal Society. 276 (1257): 21–42. Bibcode:1974RSPTA.276...21A. doi:10.1098/rsta.1974.0007. JSTOR 74272. S2CID 122508567.
  47. Biggs, R D. (2005). "Medicine, Surgery, and Public Health in Ancient Mesopotamia". Journal of Assyrian Academic Studies. 19 (1): 7–18.
  48. Lehoux, Daryn (2011). "2. Natural Knowledge in the Classical World". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (eds.). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. p. 39. ISBN 978-0-226-31783-0.
  49. See the quotation in Homer (8th century BCE) Odyssey 10.302–03
  50. "Progress or Return" in An Introduction to Political Philosophy: Ten Essays by Leo Strauss (Expanded version of Political Philosophy: Six Essays by Leo Strauss, 1975.) Ed. Hilail Gilden. Detroit: Wayne State UP, 1989.
  51. Cropsey; Strauss (eds.). History of Political Philosophy (3rd ed.). p. 209.