رسمي علوم، د علومو هغه څانګه ده چې په رسمي سیستمونو پورې تړلیو رسمي ژبو رشتې مطالعه کوي، لکه:  منطق، ریاضیات، احصایه، نظري کمپیوټري علوم، مصنوعي ځیرکتیا، د معلوماتو نظریه، د لوبې نظریه، د سیسټمونو نظریه، د پریکړې نظریه او نظري ژبپوهنه. په داسې حال کې چې طبیعي علوم او ټولنیز علوم له تجربوي لاروچارو نه په ګټنې سره په ترتیب سره د فزیکي سیستمونو او ټولنیزو سیستمونو د توصیف په لټه کې دي، رسمي علوم هغه ژبنۍ وسیلې دي چې د سمبولیکو سیستمونو په وسیله د بیان شویو ذهني جوړښتونو له توصیف سره تړاو لري. رسمي علوم د طبیعي علومو، ټولنیزو علومو او احصایوي علومو سره د هغو جوړښتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو له لارې مرسته کوي، چې د فزیکي او نننۍ نړۍ د توصیف لپاره او دا چې د دوی په اړه کومې پایلې ښايي ترلاسه شي، کارول کېږي.[۱]

رېښه سمول

په انګلیسي ادبیاتو کې د رسمي علومو( formal sciences) د اصطلاح نننۍ کارونه لږترلږه ۱۸۶۰ز کال ته ورګرځي، [نالومړنۍ سرچینې ته اړتیا شته] سرویلیام هیملټون، د فلسفې په اړه په خپلو هغو لکچرونو کې چې د ده له مړینې وروسته خپاره شول، منطق او ریاضیات د رسمي علومو په توګه ذکر کړي دي. له هغه نه هم که وړاندې ۱۸۱۹ز کال ته ولاړ شو، د ویلهیلم ایسېر له خوا په جرمني ژبه خپور شوي د منطق درسي کتاب د رسمي علومو (Formalwissenschaft) د نومولو پر اهمیت رڼا اچوي، د دې د انګلیسي ژبې ژباړه د ویلیام همیلټون په لکچر کې داسې وړاندې شوې ده:[۲][۳]

له همدې امله، منطق په عامه اصطلاح د رسمي علومو د نومونې لامل دی، نه په دې معنا چې منطق یوازې یو شکل لري او نه یوه موضوع، بلکې یوازې په دې دلیل چې د انسان د فکر شکل د منطق موضوع ده، نو ځکه د رسمي علومو عنوان په سم ډول یوازې یو لنډ عبارت دی. [۴]

تاریخچه سمول

اصلي مقاله: د ریاضیاتو تاریخ، د منطق تاریخ، د ژبو تاریخ او د کمپیوټري علومو تاریخ

رسمي علوم، د علمي مېتودونو له رامنځته کېدو نه وړاندې پيل شول او د ریاضي تر ټولو لرغوني متنونه ۱۸۰۰ قبل المیلاد (بابلي ریاضي)، ۱۶۰۰ قبل المیلاد (مصري ریاضي) او ۱۰۰۰ قبل المیلاد (هندي ریاضي) ته ورګرځي. له هغه راوروسته د یونان، عربو او فارس په څېر کلتورونو په ریاضي کې ستره ونډه درلوده، په داسې حال کې چې چینایانو او جاپانیانو، له لرې کلتورونو نه جلا، خپل ریاضيکي دوددستور رامنځته کړ.

د ریاضي ترڅنګ، منطق د رسمي علومو څانګې د ترټولو پخوانیو مضمونونو یوه بله بېلګه ده. د استدلال د مېتودونو د یوې څرګندې شننې په توګه، منطق په لومړي سر کې په دغو درېیو ځایونو کې پراختیا درلودلې ده: هند له ۶مې قبل المیلاد پېړۍ نه، چین له ۵مې قبل المیلاد پېړۍ نه او یونان د ۴مې قبل المیلاد پېړۍ او لومړۍ قبل المیلاد پېړۍ تر منځ. له عصري منطق سره رسمي/رسمي پرمختللی چلند د یوناني دوددستور نه سرچینه اخلي چې د ارستويي منطق د لېږد نه الهام اخلي او وروسته د اسلامي منطق پوهانو په وسیله لاپراختیا وموندله [سرچینې ته اړتیا لري]. هندی دوددستور هم تر لومړني عصري دوران پورې دوام درلود. وطني چینايی دوددستور د لرغوني تاریخ ورهاخوا ژوندی پاتې نه شو، که څه هم هندی منطق ،بیا وروسته د منځنیو پېړیو په چین کې ومنل شو.[۵]

لکه څرنګه چې د رسمي علومو نورې څانګې، په کلکه سره په ریاضیاتو پورې تړلې دي، دوی تر هغه پورې شتون نه درلود چې ریاضي نسبتاً تر پرمختللې کچې وده نه وه کړې. پییر دو فېرماټ او بلېز پاسکال (۱۶۵۴ز) او کرېسټین هوجېنز (۱۶۵۷ز) د احتمالي نظریې لومړنۍ مطالعه پیل کړه. د ۱۸۰۰مې لسیزې په لومړیو کې، ګاوس او لاپلېس د احصایې  ریاضیاتي نظریه رامنځته کړه، کومې چې همدا ډول په بیمه او دولتي محاسبه کې د احصایې کارول تشرېح کړل. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې  ریاضیاتي احصایه د ریاضیاتو د یوې څانګې په توګه وپېژندل شوه.

د ۲۰مې پېړۍ په نیمايي کې، ریاضیات د عملیاتو څېړنې او سیستمونو انجنیرۍ په څېر نویو ریاضیاتي علومو او انجنیري څانګو په راټوکېدو سره لاپراخ او بډای شول. دغو علومو په الکټریکي انجنیرۍ کې د بنسټیزو څېړنو او بیا وروسته په الکټریکي محاسباتو کې د پراختیا نه ګټه ترلاسه کړه او همدا ډول يې د معلوماتو نظریه، عددي شننه (علمي محاسبات) او نظري کمپیوټري علوم وهڅول. نظري کمپیوټري علوم هم د ریاضیاتي منطق څانګې چې د محاسباتو نظریه په کې شاملېږي، ګټه اخلي.

څانګې سمول

د دې مضمون د موضوعي لارښود لپاره، وګورئ د رسمي علومو عمومي طرحه (Outline)

د رسمي علومو په څانګو کې دغه برخې شاملې دي: کمپيوټري علوم، ریاضیات، احصایه، معلوماتي علوم او د سیستمونو علوم.

له نورو علومو سره توپیرونه سمول

دا چې ولې ریاضیات د نورو ټولو علومو په پرتله له ځانګړي درناوي نه برخمن دي، یو علت يې دا دی چې د ریاضیاتو قوانین بشپړ قطعي او ډاډمن دي، خو د نورو علومو قوانین بیا تر یوه حده د بحث وړ دي او د نویو حقایقو په کشف سره د له منځه تللو له دایمي خطر سره مخامخ دي. -      البرټ انشټاین[۶]

د تجربوي (طبیعي او ټولنیزو) علومو برعکس، په رسمي علومو کې تجربوي کړنلارې شاملې نه دي. دوی همدا ډول د احتمالي حقایقو پوهه له مخې نه انګېري او نه هم واقعي نړۍ تشرېح کوي. په دې معنا، رسمي علوم هم د منطق له اړخه او هم د مېتودولوژۍ له اړخه قیاسي دي، ځکه د دوی منځپانګه او اعتبار د هرې بلې تجربوي کړنلارې نه ناپېیلی دی.

نو ځکه که نېغه خبره وکړو، رسمي علوم یو تجربوي علم نه دی. دا یو رسمي منطقي سیستم دی چې منځنپانګه يې د تجربوي واقعیت اجزاوې، لکه: معلومات او اندونه، په نښه کوي. لکه څرنګه چې فرانسیس بیکن په ۱۷مه پېړۍ کې ویلي دي: د قضیو تجربوي اثبات باید په ډېر دقت سره ترسره شي او نه شي کېدای چې په خپله منطق په طبیعت کې د پایلې ترلاسه کولو د لارې په توګه په پام کې ونیول شي. رسمي ساینس، یو مېتود دی چې د تجربوي علومو لپاره ګټور دی، خو د تجربوي علومو ځای نیولای نه شي.

که څه هم رسمي علوم مفهومي سیستمونه دي او تجربوي منځپانګه نه لري، خو دا په دې معنا نه ده، چې دوی له رښتونې نړۍ سره هېڅ اړیکه نه لري، خو دا اړیکه په داسې ډول ده چې رسمي څرګندونۍ په ټولو ممکنه جهانونو کې د تصور وړ دي – په داسې حال چې د تجربوي نظریو پر بنسټ څرګندونۍ، لکه: د بېلګې په توګه عام نسبیت یا تکاملي بیالوژي، په ټولو ممکنه جهانونو کې د تصور وړ نه دي او په پای کې ان ښايي په دې جهان کې هم صدق ونه کړي. همدا لامل دی چې رسمي علوم په ټولو برخو کې د پلي کېدو وړ او د ټولو تجربوي علومو لپاره ګټور دي.

د غیرتجربوي ماهیت درلودلو له امله، رسمي علوم د هغو موضوعه اصولو او تعریفونو د ټولګې د نچوړ په وسیله قیاس کېږي چې د نورو څرګندنیو (قضیو) نه استنتاج کېږي. په همدې دلیل، د ردولف کارنپ د علم د پوهنپوهنې په منطقي-پوزیټویسټی مفهوم کې، په رسمي علومو پورې تړلې نظریې ترکیبي څرګندونۍ نه لري، ځکه پر ځای يې دا ټولې څرګندونۍ تلویحي دي. [۷][۸]

سرچینې سمول

  1. American Mathematical Society. "MSC2010 database". mathscinet.ams.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hamilton, William. Lectures on metaphysics and logic. 1860. Ed. Henry Longueville Mansel & John Veitch, pub. Gould and Lincoln. Vol. 4, pp. 64–65. "Formal truth will, therefore, be of two kinds,—Logical and Mathematical. […] The case is the same with the other formal science, the science of Quantity, or Mathematics."
  3. Esser, Wilhelm. Logik, § 3, pp. 5–6. Cf. et seq. 2d edit. 1819.—Ed. Krug, Denklehre oder Logik, § 8, p. 17
  4. Hamilton, William. Lectures on metaphysics and logic. 1860. Ed. Henry Longueville Mansel & John Veitch, pub. Gould and Lincoln. Vol. 3, p. 17
  5. edited by Karine Chemla (2012). The History of Mathematical Proof in Ancient Traditions. Cambridge. OCLC 804038758. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-01221-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  6. Albert Einstein (1923). "Geometry and Experience". Sidelights on relativity. Courier Dover Publications. د کتاب پاڼې 27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Reprinted by Dover (2010), کينډۍ:ISBN.
  7. Carnap, Rudolf (1938). "Logical Foundations of the Unity of Science". International Encyclopaedia of Unified Science I. Chicago: University of Chicago Press. 
  8. Bill, Thompson (2007), "2.4 Formal Science and Applied Mathematics", The Nature of Statistical Evidence, 189 (الطبعة 1st), Springer, د کتاب پاڼې 15 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)