د عین جالوت جګړه

د عین جالوت جګړه ( 25 رمضان 658 هجري سپوږمیز کال / سپتمبر 3 1260 زیږدیز ) د اسلامي تاریخ یو له مهمو او پرېکنده جګړو څخه وه، چي په ترڅ کي یې د سیف الدین قطز په مشري مملوک لښکر د مغولو لښکر ته سخته ماته ورکړه. دا جګړه په اسلامي نړۍ کي د مغولو په لاس د افغانستان، ختیځي اسلامي نړۍ او په بغداد کي د عباسي خلافت تر ویجاړي وروسته هله رامنځ ته سول کله چي مغولي ځواکونه د کتبغا په نوم یو قومندان تر مشرۍ لاندي د شام او مصر د لاندي کولو لپاره مخ په وړاندي ولاړه، او د فلسطین په عین جالوت سیمه کي یې د مصر له مملوک لښکر سره ټکر راغی.

د عین جالوت جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۳ سپټمبر ۱۲۶۰ (۱۲۶۰) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
Nazareth (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
ګډونوال
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۳۰′شمال ۳۵°۲۴′ختیځ / 32.5°شمال 35.4°ختيځ / 32.5; 35.4 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د مصر مملوک ځواکونه په یاده جګړه کي د سیف الدین قطز په مشرۍ وتوانېدل، ترڅو د مغولو ستر لښکر چي تر دا مهاله یې په اسلامي نړۍ کي چا مخه نه وه نیولې په بشپړه توګه ویجاړ او مشر کتبغا یې د جګړې په دګر کي ووژني.

نښته

سمول

د مسلمانانو لښکر د جمعې په ورځ د ۶۵۸ هجري سپوږمیز د رمضان د میاشتې په ۲۵ نیټه چي د ۱۲۶۰ د سپتمبر د میاشتې له دریمي نیټې سره سمون خوري د سهار لمونځ ادا، او له لمانځه وروسته یې خپلي لیکي منظمي او چمتو کړې. ددوی د چمتووالي سره سم د مغولو لښکر هم د عین جالوت ډګر ته راورسېدی، او خپلي صفونه یې جګړې ته را وړاندي کړه.

څرنګه چي د مملوکانو لښکر د شمېر او ځوک له پلوه د مغولو په پرتله کم وو، مملوک واکمن (سیف الدین قطز) پرېکړه وکړ ترڅو له فوځي چل څخه کار واخلي او په دې توګه یې د لښکر لیکي داسي ترتیب کړې چي کتبغا ته د شمېر له اړخه نور هم لږ معلومي سي او خپل ټول مغولان په یوځل ډګر ته راوړاندي کړي.

د سیف الدین قطز یادي پریکړي ډېره ښه پایله ورکړه او کتبغا چي فکر یې کاوه مملوکان لږ دي د خپل ټول ځواک په استعمال سره یې غوښتل ترڅو په یوه برید باندي هرڅه لمنځه یوسي او مملوک لښکر ته د ځوابي برید چانس ورنکړي. د نوموړي د امر سره سم مغول لښکر چي څنګه ډګر ته داخل سو، بېله دې چي د ساحې ستراتیژیک موقعیت په پام کي ونیسي، له خپل مشر کتبغا سره دومره مخ ته ولاړی چي د مملوکانو منځ ته یې ځان ورساوه او هغوی چي ځان یې مات ښکاره کاوه، په لمړئ ځل تیت او پرک او وروسته پر مغولو باندي له هر لوري راتاو سول. کتبغا چي ددوی چل ولیدل غوښتل یې خپل لښکر بیرته وژغوري، خو هڅي یې پایله ورنکړه او د خونړي نښتي په ترڅ کي د کتبغا په ګډون لوی شمېر مغولان د اجل په خوب ویده سول. د کتبغا د وژني په پایله کي د مغولو پاته سرتیري په ډېر بد حال کي تیت او پرک او لږ شمېر یې په تیښته بریالي سول.