ايوبي کورنۍ (عربي: الايوبيون al-Ayyubiyun؛ کردي: نه يووبيه کان Eyubiyan) د مصر د منځنيو پېړيو د سلطنت “Sultanate of Egypt” بنسټ ايښودونکې کورنۍ وه، چې په ۱۱۷۱ ز کال کې د صلاح الدين له لورې د مصر د فاطمي خلافت “Fatimid Caliphate of Egypt” له ړنګولو وروسته رامنځته شوه. د کردي اصل يو سني مسلمان صلاح الدين په اصل کې د سوريې د نورالدين په توګه خدمت کړی و، چې په فاطمي مصر کې يې د صليبيانو پر وړاندې جګړه کې د نورالدين د لښکر مشري کوله؛ نوموړی په همدې ځای يعنې فاطمي مصر کې وزير شوی و. د نورالدين له مړينې څخه وروسته صلاح الدين د مصر د لومړي سلطان په توګه اعلان شو او د حجاز، يمن، شمالي نبيا، طرابلس، سیرينيکا، سويلي اناتوليا او شمالي عراق تر څنګ چې د نوموړي د کردي کورنۍ ټاټوبی و، (د نورالدين د پخوانيو سيمو په ګډون) يې نوی سلطنت په چټکۍ سره د ختيځ يا مشرق د ډېری برخو د نيولو يا رانغاړلو په موخه د مصر د پولو تر شا پراخه کړ. د حجاز او د مکې او مدينې د سپېڅلو اسلامي ښارونو د درک په ګډون د نوموړي د سلطنت د غوره والي له امله هغه لومړنی واکمن و، چې د دوه سپېڅلو جوماعتونو د ساتونکي “Custodian of the Two Holy Mosques” په توګه يې هرکلی کېږي او دا هغه وړ نوم و، چې د ۱۵۱۷ ز کال تر عثماني بريا يا فتحې پورې د مصر د ټولو راتلونکو سلطانانو له لورې په پام کې نيول کېده. د صلاح الدين د واکمنۍ په لومړه لسيزه کې يې د فوځ مبارزو د صليبيانو پر وړاندې په بېلابېلو عربي او اسلامي دولتونو کې د مسلماناتو يو ځای (متحد) کول په نښه کړل او د خپل شتون له نږدې درې نيمو پېړيو لپاره يې د مصر د سلطنت عمومي پولې او د اغېز سيمې وټاکلې. د اورشليم پاچاهۍ په ګډون زياتره صليبي دولتونه په ۱۱۸۷ز کال د حطين جګړه “Battle of Hattin” کې د صلاح الدين له بريا څخه وروسته د نوموړي پر وړاندې مات شول. که څه هم صليبيانو په ۱۱۹۰ زلسيزه کې د فلسطين ساحل يو ځل بيا ونيو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په ۱۱۹۳ ز کال کې د صلاح الدين له مړينې څخه وروسته يې زامنو د واک تر لاسه کولو کې سيالي وکړه، مګر په ۱۲۰۰ ز کال کې د صلاح الدين ورور العادل په ناڅاپي ډول سلطان شو. د مصر نور ټول وروستي ايوبي پاچاهان د نوموړي له نسل څخه وو. په ۱۲۳۰ ز لسيزه کې د سوريې امير له مصر څخه د خپلې خپلواکۍ تر لاسه کولو هڅه وکړه او ايوبي پاچاهي تر هغې وخته پورې وېشلې پاتې شوه، چې سلطان الصالح ايوب په ۱۲۴۷ ز کال کې له اليپو “Aleppo” يا حلب څخه پرته د سوريې د ډېری برخې نيولو سره بېرته خپل يووالی ورغوه. له هغې څخه وروسته ځايي مسلمان کورنيو له يمن، حجاز او د بين النهرين له ځينو برخو څخه ايوبيان وېستلي وو. په ۱۲۴۹ز کال کې د الصالح ايوب له مړينې څخه وروسته يې مصر کې زوی المعظم تورانشاه ځايناستی شو. که څه هم وروستی سلطنت ډېر ژر د هغه مملوک جنرالانو له لورې ړنګ شو، چې د نيل دلتا “Nile Delta” د يو صليبي بريد مخه يې نيولې وه. دې حالت په اغېزناک ډول مصر کې ايوبي واک پای ته ورساوه. د سوريې د اميرانو له لورې د مصر د بېرته نيولو هغه هڅې بې پايلې شوې، چې مشري يې د حلب الناصر يوسف کوله. په ۱۲۶۰ ز کال کې مغلو د حلب ښار لوټ کړ او ډېر ژر يې د ايوبيانو پاتې سيمې فتحه کړې. مملوکيان چې مغل يې له سيمې څخه شړلي وو، په ۱۳۴۱ ز کال کې د خپل وروستي واکمن له واکه لرې کېدلو پورې د حما ايوبي سلطنت وساته.

د دوی د يو څه لنډمهاله دورې سره سره ايوبي کورنۍ په سيمه او په ځانګړي ډول مصر باندې د بدلون اغېز درلود. د ايوبي پاچاهانو تر واکمنۍ لاندې مصر چې وار له مخه په رسمي ډول شيعه خلافت و، د واکمن سني سياسي او فوځي ځواک او د سيمې اقتصادي او کلتوري مرکز شو او دا دريځ يې د ۱۵۱۷ ز کال تر هغې مودې پورې وساته، چې د عثمانيانو له لورې فتحه يا ونيول شو. ايوبي واکمنۍ د سلطنت په ټوله موده کې د اقتصادي سوکالۍ دوره کې پرمخ ولاړه او د ايوبيانو له لورې چمتو شوې اسانتياوې او ملاتړ اسلامي نړۍ کې د فکري فعاليت د بيا راپورته کېدنې لامل شول. دا دوره د دوی په سترو ښارونو کې د ګڼ شمېر مدرسو د جوړولو له مخې سيمه کې په سختۍ سره د سني مسلمانانو د پياوړي کېدونکې واکمنۍ د ايوبي بهير په واسطه هم په نښه کېږي. ان د مملوکيانو له لورې له نسکورېدلو څخه وروسته هم د صلاح الدين او ايوبيانو له لورې جوړ شوي سلطنت د نورو ۲۶۷ کالونو لپاره په مصر، مشرق او حجاز کې دوام وکړ.

پر صليبيانو باندې د نوموړي د وياړلې بريا له امله چې د هغه تاج لاسته راوړونه وه، چې ۹۹ کالونه وروسته له هغې د بين النهرين بېرته نيونکی و، چې صليبيانو په خپله ياد ښار له فاطمي مصر څخه ونيو، صلاح الدين نن ورځ په بېلابېلو هغو هېوادونو کې د يو ملي اتل په توګه ستايل کېږي، چې د نوموړي د سلطنت برخه وو، چې په ځانګړي ډول مصر، سوريه، فلسطين او عراق کې د نوموړي د زېږېدنې ځای، چې له هر هېوتد سره د سوريې لپاره خوندي دي، د دوی د فوځيانو د ملي کورتۍ په توګه د صلاح الدين د نسب نامې عقاب لري.

تاريخچهسمول

اصليتسمول

د ايوبي کورنۍ غور نيکه نجم الدين ايوب ابن شدهي چې د کردي راواديا ټبر پورې يې اړه درلوده، چې ياد ټبر په خپله د هادهاباني قبيلې يوه څانګه وه. د ايوب نيکونه د شمالي ارمنستان په ډوين “Dvin” ښارګوټي کې استوګن شول. راواديان په ډوين سيةه کې واکمنه کردي ډله وه، چې د ښارګوټي د سياسي او فوځي ممتازې پرګنې برخه يې جوړوله. [۷][۸]

ډوين کې حالتونه هغه وخت خراب شول، چې ترکي جنرالانو له کردي شهزاده څخه ياد ښارګوټی ونيو. شدهي د ايوب او اسد الدين شېرکوه په نوم دوه ززامن درلودل. د نوموړي ملګری مجاهد الدين بهروز چې د سلجوقيانو د واکمنۍ پر مهال د شمالي بين النهرين فوځي والي و، نوموړي ته هرکلی وکړ او هغه يې د تکريت “Tikrit” د والي په توګه وټاکه. د شدهي له مړينې څخه وروسته ايوب د خپل ورور شېرکوه په مرسته نوموړی د ښار په اداره کې بریالی کړ. دوی په ګډه د ښار چارې په ښه ډول اداره کړې، چې د ځايي اوسېدونکو له لورې يې نوم يا شهرت ور په برخه کړ. په ورته وخت کې د موصل واکمن عمادالدين زنګي د خليفه المسترشيد او بهروز په مشرۍ د عباسيانو له لورې ماتې وخوړه. د تکرت سیمې له لارې موصل ته د جګړې له ډګر څخه د نوموړي د تېښتې په هڅه کې زنګي له ايوب سره پناه واخېستله او په دې دنده کې يې د نوموړي د مرستې غوښتنه وکړه. ايوب له تګرس سيند څخه د تېرېدنې او په خوندي ډول موصل ته د رسېدلو په موخه زنګي او د هغه پلويانو ته کښتۍ ومنل او چمتو کړې. [۹][۱۰][۱۱]

زنګي سره د مرستې په پايله کې عباسي چارواکو د ايوب پر وړاندې د جزايي معيارونو غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې په يوه بېله پېښه کې شېرکوه د بهروز يو نږدې ملګری په دې تور وواژه، چې تکريت کې يې يوې ښځې باندې جنسي تېری کړی و. عباسي محکمې د ايوب او شېرکوه دواړو د نيولو فرمانونه ورکړل، مګر مخکې له دې چې ياد ورونه ونيول شي، ۱۱۳۸ز کال کې يې تکريت پرېښود او موصل ته لاړل. کله چې موصل ته ورسېدل، زنګي ورته ټولې اړينې اسانتياوې چمتو کړې او دواړه ورونه يې په خپل خدمت کې وګومارل. ايوب د بالبيک قوماندان کړای شو او شېرکوه د زنګي د زوی نورالدين په خدمت کې وګومارل شو. د تاريخپوه عبدالعلي له نظره د ايوبي کورنۍ نومياليتوب يا لوړوالي ته رسېدنه د رنګي تر څار او ملاتړ لاندې وه. [۱۲]

سرچينېسمول

  1. Jackson 1996، ص. 36.
  2. Humphreys 1987
  3. Özoğlu 2004, p. 46
  4. Bosworth 1996, p. 73
  5. Fakkar, Galal (27 January 2015). "Story behind the king's title". Arab News. Jeddah. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Eiselen 1907, p. 89
  7. The biographer Ibn Khallikan wrote, "Historians agree in stating that [Saladin's] father and family belonged to Duwin. ... They were Kurds and belonged to the Rawādiya [sic], which is a branch of the great tribe al-Hadāniya": Minorsky (1953), p. 124.
  8. Humphreys 1987
  9. Humphreys 1987
  10. Ali 1996, p. 28
  11. Ali 1996, p. 27
  12. Ali 1996, p. 28