د سالنګ تونل
د سالنګ تونل (دری: تونل سالنگ) د افغانستان په پروان ولایت کي د سالنګ په لاره کي موقعیت لري، چي د شاوخوا ۹۰ kم (۳۰۰٬۰۰۰ فوټه) په فاصله کي د هیواد له پلازمیني کابل څخه شمال ته پروت دی، او کار یې د نژدې ۳٬۲۰۰ م (۱۰٬۵۰۰ فوټه) د سمندر له کچي څخه په لوړوالي باندي د شوروي اتحاد لخوا په ۱۹۶۴ز کي بشپړ سو.
د سالنګ تونل په افغانستان کي ډېر ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه ددې لاري منځنۍ آسیا له سویلي آسیا سره نښلي، او یوازینۍ لاره ده چي د افغانستان شمال او جنوب هم له یو بل سره په لنډه فاصله کي نښلوي.[۱][۲][۳]
په ۲۰۲۳ز کال کي د تونل دننه او بهر لوی ساختماني کارونه ترسره سول. [۴][۵][۶]
سرچينې
سمول- ↑ "Salang Tunnel - Afghanistan's lifeline". BBC News. 10 February 2010. خوندي شوی له the original on 2013-03-06. بياځلي په 2023-02-11.
- ↑ Bauer, Wolfgang (2022-04-17). "Salang-Tunnel in Afghanistan: Der Riss". Die Zeit (in الماني). ISSN 0044-2070. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-10-30. بياځلي په 2023-10-30.
- ↑ "High Up In Afghanistan, A 'Ghostly' Ride Through The Salang Tunnel". خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-11-08. بياځلي په 2023-10-30.
- ↑ "80pc reconstruction work of Salang tunnel completed". TOLOnews. 26 October 2023. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-11-13. بياځلي په 2023-11-13.
- ↑ "Mullah Baradar inspects Salang Pass reconstruction project". Ariana News. October 31, 2023. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-11-13. بياځلي په 2023-11-13.
- ↑ "Workers Attempt to Finish Salang Pass Repair Before Winter". TOLOnews. 4 November 2023. بياځلي په 2023-11-13.
شالید
سمولپه ۱۹۵۵ کال کي افغانستان او شوروي اتحاد د سالنګ د لاري د ګډي پراختیا لپاره یو تړون لاسلیک کړ چي باید د سالنګ پر تاریخي کوتل باندي جوړه سوې وای. د سالنګ تونل په ۱۹۶۴ کال کي پرانستل سو او د هیواد له شمالي برخو څخه یې کابل ته یوه لنډه لاره رامنځ ته کړه. دا تونل تر 1973 پوري په نړۍ کي تر ټولو لوړ تونل وو، څو چي متحده ایالاتو د ایزن هاور تونل د راکي غرونو په کولوراډو سیمه کي جوړ او د سالنګ تونل یې شاته پرېښود.
د شوروي – افغان جګړې پر مهال د سالنګ تونل له جنوب سره یوه مهمه پوځي لاره وه، او په دې ترڅ کي د افغان مجاهدینو له خوا ورباندي وخت ناوخته بریدونه کېدل.
په ۱۹۸۹ کال کي له افغانستان څخه د شوروي له وتلو وروسته د تونل د ساتني چاري له ستونزو سره مخ سوې او بالاخره په ۱۹۹۷-۱۹۹۸ کي د شمالي ټلوالې او طالبانو ترمنځ د جګړې په ترڅ کي د تونل د ننوتو لاره او د رڼا او د هوا د لېږد سیستم له منځه یوړل سو، چې له امله یې تونل بشپړ تاریک وګرځېدی. په ۲۰۰۱ کال کي پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د طالبانو په مشرۍ حکومت له نسکورېدو سره سم د افغانستان، فرانسې، روسیې، امریکا او نورو ادارو په ګډو هڅو باندي سالنګ تونل له ماینونو او کثافاتو پاک سو او د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۹ مه بیرته [۱] پرانیستل سو. [۱]
په 2012 کي د متحده ایالاتو نړیوالي پراختیایي ادارې ( USAID ) په سیمه کي د یو نوي تونل لپاره تخنیکي څیړنه وکړه، چي د پروان ولایت د اولنګ سیمي څخه (شاوخوا 6 کیلومتره سویل ته) او د بغلان ولایت د دوشاخ (شاوخوا 10 کیلومتره شمال ته) د غرونو له لاري د هندوکش د اوسني تونل سره تېرېدی.