پر افغانستان د متحده ايالاتو بريد
په ۲۰۰۱ز کال کې، متحده ايالاتو چې نږدې ایتلافي هېوادونو يې ملاتړ کاوه، پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو حکومت يې رانسکور کړ. د بريد عامې موخې دا وې چې القاعده وپاشي، چا چې د سپتمبر د يولسمې نېټې بريدونه کړي وو او د طالبانو په لرې کولو سره، د القاعده لپاره د عملياتو په موخه په افغانستان کې د خوندي ځای پيدا کېدو مخه ونيسي. انګلستان د متحده ايالاتو يو مهم ايتلافي هېواد و، د بريد لپاره د پيل راهيسې يې د پوځي فعاليتونو لپاره ملاتړ وړاندې کاوه. دا بريد د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ز کلونو د افغانستان کورنيو جګړو څخه وروسته تر سره شو، کومې کورنۍ جګړې چې د طالبانو او شمالي ټلوالې د ډلو ترمنځ شوې وې، د يادو جګړو په پای کې تر ۲۰۰۱ز کال پورې طالبانو د هېواد نوي سلنه برخه په خپل واک کې لرله. دا بريد په هېواد کې د شل کلنې جګړې لومړۍ برخه او د ترهګرۍ په وړاندې د متحده ايالاتو د جګړې پيل وګرځېد.[۱]
د متحده ايالاتو ولسمشر جورج ډبليو بوش غوښتنه کړې وه چې اسامه بن لادن دې وروسپارل شي او القاعده دې و ايستل شي؛ بن لادن له ۱۹۹۸ز کال څخه د امريکا د استخباراتو فدرالي ادارې ته مطلوب کس و. طالبانو تر هغه وخته د اسامه شړل رد کړل، تر څو چې د دوی په وينا داسې شواهد ورکړل شي چې ښيي هغه د ۹/۱۱ په بريدونو کې ښکېل دی، همدا راز هغه غوښتنې يې هم رد کړې چې د ترهګرو مرکزونه بند کړي او له بن لادن پرته نور شکمن ترهګر وسپاري. متحده ايالاتو د طالبانو غوښتنه د ځنډولو د بې معنا طريقې په بللو سره رد کړه او متحده ايالاتو د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اومه نېټه له انګلستان سره په ګډه د دايمي خپلواکۍ عمليات پر لار واچول. له دې دوو ځواکونو سره وروسته نور هم يو ځای شول، په داسې حال کې چې د شمالي ټلوالې ځواکونو يې په ځمکه مرسته کوله. متحده ايالاتو او متحدينو په چټکۍ سره د ۲۰۰۱ز کال د ډيسمبر په اولسمه نېټه طالبان له واکه وغورځول او په ټول هېواد کې يې له سترو ښارونو سره پوځي مرکزونه جوړ کړل. د القاعده او طالبانو ډېری غړي ونه نيول شول، ګاونډي پاکستان ته وتښتېدل يا هم کلیوالو سيمو يا د تورې بوړې په جګړ کې غرنیو سيمو ته په شا شول. [۲][۳][۴]
د ۲۰۰۱ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا نړيوال امنيت مرستندويه ځواکونه (ايساف) جوړ کړل، تر څو په هېواد کې د پوځي عملياتو څارنه وکړي او افغان ملي امنيتي ځواکونه وروزي. د ۲۰۰۱ز کال د ديسمبر په مياشت کې د بون په کنفرانس کې، حامد کرزی د افغانستان د لنډمهالې ادارې مشر وټاکل شو، دا اداره په ۲۰۰۲ز کال کې په کابل کې د لويې جرګې څخه وروسته د افغانستان په انتقالي ادارې واوښته. د ۲۰۰۴ز کال په مشهورو ټولټاکنو کې حامد کرزی د هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو چې اوس د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم پېژندل کېږي. د ۲۰۰۳ز کال د اګست په مياشت کې ناټو سازمان هم دې جګړه کې د يو متحد په توګه ښکېل شو او د ايساف مسئوليت يې په لاس کې واخيست. د متحده ايالاتو د ځواکونو يوې برخې د ناټو تر ماموريت لاندې کار کاوه؛ نور ځواکونه نېغ په نېغه د متحده ايالاتو تر امر لاندې وو. د طالبانو مشر ملا عمر دا خوځښت بيا منظم کړ او د ۲۰۰۲ز کال کې يې د حکومت او ايساف په وړاندې بغاوت اعلان کړ، هغوی وکولای شول چې په ۲۰۲۱ز کال کې د افغانستان حکومت ړنګ کړي او يو ځل بيا په ټول افغانستان کې د طالبانو واکمني رامنځ ته کړي.[۵][۶][۷][۸]
د افغانستان د کورنيو جګړو پيل
سمولد يوې سپينې کودتا په پايله کې په ۱۹۷۳ز کال کې د خپل اکا د زوی داود خان له خوا د پاچا ظاهر شاه له ګوښه کېدو وروسته په افغانستان کې د سياسي نظم ماتیدل پيل شو. داود خان له ۱۹۵۳ز کال راهيسې د لومړي وزیر په توګه کار کړی و، اقتصادي نويتابه، د ښځو خپلواکۍ او پښتون ملتپالنې ته يې وده ورکړې وه. د افغانستان دا وضعيت د ګاونډي پاکستان لپاره ګواښ و او پاکستان خپله د نا امنه پښتون نفوس سره مخ و. د ۱۹۷۰ز کلونو په منځ کې د پاکستان لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو افغان اسلامي رهبران لکه برهان الدين رباني او ګلبدين حکمتيار وهڅول چې د حکومت پر ضد وجنګېږي. په ۱۹۷۸ز کال کې داود خان د افغان کمونیست ګوند له خوا د يوې کودتا په ترڅ کې ووژل شو، د کمونیستانو دا ګوند په حکومت کې له داود سره شريک و او د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند (PDPA) په نوم پېژندل کېدو. خلق ګوند سوسيال لور ته بدلون لپاره هڅې وکړې، د کورنۍ په خوښه ودونه يې ختم کړل، د عامه زده کړې پلوي يې کوله او د ځمکو د ملکيت وضعيت کې يې سمونونه راوستل. دې وضعيت دوديز قبيلوي نظم څنډې ته کړ او په ټولو کلیوالو سيمو کې يې د اسلامي مشرانو له خوا مخالفتونه راوپارول، په دې مخالفتونو کې په هرات کې د اسماعيل خان پاڅون هم شامل و. (PDPA) د داخلي مشرتابه له اختلافاتو څخه ډک و او د ۱۹۷۹ز کال د سپتمبر په مياشت کې د يوې داخلي کودتا له لارې نور هم کمزوری شو، کله چې حفيظ الله امين نور محمد ترکی ګوښه کړ. شوروي اتحاد د (PDPA) کمزوري ولیده، درې مياشتې وروسته يې د امين د لرې کولو لپاره پوځي مداخله وکړه او د (PDPA) د يوې بلې څانګې مشر ببرک کارمل يې په څوکۍ وګوماره.
په ۱۹۷۹ز کال کې افغانستان کې د شوروي اتحاد مداخلې د دې اتحاد د سړې جګړې سيالان متحده ايالات، انګلستان، پاکستان، سعودي عربستان او چين وهڅول تر څو د شوروي اتحاد له ملاتړ څخه برخمن د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت پر ضد د باغيانو د جګړې ملاتړ وکړي. په داسې حال کې چې بې دينه او سوسيال حکومت د ښارونو واکمني په لاس کې درلودله، له ديني اړخه هڅول شوو مجاهدينو ډېرې کليوالې سيمې په واک کې لرلې. د رباني، حکمتيار او اسمعیل خان تر څنګ د مجاهدينو په نورو قوماندانانو کې جلال ا لدين حقاني هم شامل و. د امريکا څارګرې ادارې «سي آی اې» د پاکستان له څارګې ادارې «آی ايس ای» سره نژدې کار کاوه، تر څو د مجاهدينو لپاره بهرنی ملاتړ راجلب کړي. عرب داوطلبانو هم دې جګړه کې لېوالتيا پيدا کړه، دوی د «افغان عرب» په نوم پېژندل کېدل، اسامه بن لادن په دوی کې شامل و.
د ۱۹۸۹ز کال د مۍ په مياشت کې له افغانستان نه د ټولو شوروي پوځونو له شاتګ وروسته، د نجيب الله تر مشرۍ لاندې د (PDPA) حکومت تر ۱۹۹۲ز کال پورې تر هغه وخته وپاییدو کله چې د شوروي اتحاد ړنګېدو د نجيب الله حکومت له مرستې محروم کړ او د ازبک جنرال عبدالرشيد دوستم جلا کېدو کابل ته رسېدل روښانه کړل. په داسې حال کې چې سياسي صحنه له افغان سوسياليستانو څخه خالي وه، پاتې اسلامي جنګسالارانو د ځواک لپاره سيالي پيل کړه. هغه مهال بن لادن هېواد پرېښی و. په افغانستان کې د متحده ايالاتو ګټې هم کمې شوې وې.
د جنګسالارانو واکمني (۱۹۹۲-۱۹۹۶)
سمولپه ۱۹۹۲ز کال کې، رباني په رسمي ډول د افغانستان اسلامي دولت ولسمشر وټاکل شو، خو بايد د کابل د نيولو لپاره يې له نورو جنګسالارانو سره جګړه کړې وای. د ۱۹۹۴ز کال په پای کې د رباني د دفاع وزير احمد شاه مسعود په کابل کې حکمتيار ته ماتې ورکړه او د پلازمېنې روانه بمباري يې پای ته ورسوله. مسعود هڅه وکړه چې په ټول هېواد کې د ملي پخلاينې په موخه يو سياسي بهير پيل کړي. نورو جنګسالارانو لکه په لوېدېځ کې اسماعیل خان او په شمال کې دوستم خپله ملوک الطوايفي ساتلې وه.[۹][۱۰][۱۱]
په ۱۹۹۶ز کال کې ملا عمر، د افغان مجاهدينو پو پښتون جنګيالی چې په پاکستاني مدرسو کې يې زده کړې او استادي کړې وه، کندهار ته راستون شو او د طالبانو د خوځښت بنسټ يې کېښود. د هغه پلويان مذهبي محصلين وو، چې د طالب په نوم پېژندل کېدل او دوی هڅه وکړه چې اسلامي قانون ته په سختې غاړې اېښودو سره د جنګسالارانو حکومت ختم کړي. دوی د حکومت هغه وړانديز رد کړ چې په يو ايتلافي حکومت کې برخه واخلي او په ۱۹۹۵ز کال کې يې د کابل پر لور حرکت وکړ.[۱۲][۱۳]
د طالبانو امارت د شمالي ټلوالې په وړاندې
سمولپه ۱۹۹۴ز کال کې د طالبانو لومړيو برياوو په تعقيب يو لړ درنې ماتې رامنځ ته شوې. پاکستان له طالبانو کلک ملاتړ وکړ. د امین صيقل په څېر شنونکي د دې ډلې په اړه وايي چې د پاکستان د سيمه یيزو ګټو لپاره په نيابتي ځواک د بدلېدو په لور روانه وه، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي. طالبانو د ۱۹۹۵ز کال په لومړيو کې په کابل بريدونه پيل کړل، خو مسعود بېرته په شا وتمبول.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
سرچینې
سمول- ↑ Darlene Superville and Steven R. Hurst. "Updated: Obama speech balances Afghanistan troop buildup with exit pledge they killed over 4000 americans". cleveland.com. Associated Press. and Arkedis, Jim (October 23, 2009). "Why Al Qaeda Wants a Safe Haven". Foreign Policy. خوندي شوی له the original on July 14, 2014. بياځلي په June 13, 2014.
- ↑ "Bush rejects Taliban offer to hand Bin Laden over". The Guardian. بياځلي په January 24, 2015.
- ↑ Vulliamy, Ed; Wintour, Patrick; Traynor, Ian; Ahmed, Kamal (October 7, 2001). "After the September Eleventh Terrorist attacks on America, "It's time for war, Bush and Blair tell Taliban – We're ready to go in – PM|Planes shot at over Kabul"". The Guardian. London. بياځلي په August 2, 2011.
- ↑ "Canada in Afghanistan: 2001". National Post. خوندي شوی له the original on June 15, 2013. بياځلي په June 7, 2013.
- ↑ Felbab-Brown, Vanda (2012). "Slip-Sliding on a Yellow Brick Road: Stabilization Efforts in Afghanistan". Stability: International Journal of Security and Development. 1 (1): 4–19. doi:10.5334/sta.af.
- ↑ Rubin, Alyssa J. (December 22, 2009). "NATO Chief Promises to Stand by Afghanistan". The New York Times. بياځلي په January 29, 2014.
- ↑ "The Taliban Resurgence in Afghanistan". خوندي شوی له the original on September 27, 2006.
- ↑ Rothstein, Hy S (August 15, 2006). Afghanistan: and the troubled future of unconventional warfare By Hy S. Rothstein. ISBN 978-81-7049-306-8.
- ↑ "Casting Shadows: War Crimes and Crimes against Humanity: 1978–2001" (PDF). Afghanistan Justice Project. 2005. خوندي شوی له the original (PDF) on October 4, 2013.
- ↑ "Afghanistan: Further Information on Fear for Safety and New Concern: Deliberate and Arbitrary Killings: Civilians in Kabul". Amnesty International. November 16, 1995. بياځلي په November 19, 2012.
- ↑ "Afghanistan: escalation of indiscriminate shelling in Kabul". International Committee of the Red Cross. 1995. بياځلي په 2021-12-20.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Hussain, Tom. "Mullah Omar worked as potato vendor to escape detection in Pakistan". McClatchy DC BUREAU. McClatchy DC BUREAU.
- ↑ Marcela Grad (March 1, 2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. p. 310.
- ↑ "II. BACKGROUND". Human Rights Watch. خوندي شوی له the original on November 2, 2008.
- ↑ Amin Saikal (November 13, 2004). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival (2006 1st ed.). I.B. Tauris & Co Ltd., London New York. p. 352. ISBN 1-85043-437-9.
- ↑ "Documents Detail Years of Pakistani Support for Taliban, Extremists". National Security Archive. 2007. بياځلي په November 19, 2012.
- ↑ ویډیو په یوټیوب کې