د سالنګ کوتل (لویه لاره)
د سالنګ کوتل یا لویه لاره ( دری : کوتل- سالنګ ) یوه غرنۍ لاره ده چي شمالي افغانستان له پلازمیني کابل، سویلي افغانستان او د اوسني پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت سره نښلوي. [۱] دا کوتل د پروان ولایت او بغلان ولایت په پوله کي موقعیت لري، او د کوشان درې ختیځ ته پروت دی. د سالنګ کوتل سیمي په پخوانیو زمانو کي د افغانستان شمال یا تخارستان د کابل سره نښلاوه.
د هندوکوش په غرونو کي پر دغه کوتل باندي دیو تونل په ۱۹۵۸ – ۱۹۶۴ کلونو کي د شوروي اتحاد د انجینرانو او ساختماني کارکوونکو لخوا د 3400 متره په لوړوالي سره جوړ سو، چي اوس هم شتون لري. د سالنګ تونل د افغان کورنۍ جګړې پر مهال په ۱۹۹۷ کال کي د احمد شاه مسعود د ځواکونو له خوا ځکه په بمونو والوزول سو، ترڅو له دې لاري د طالب جنګیالیو د راتګ مخه ونیسي. تر یادي پیښي وروسته په 2002 کۍ د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت (RMES) د تونل د بیارغوني کار تنظیم کړ او ترمیم یې په یوه میاشت کي بشپړ سو. [۲]
سالنګ تونل دا مهال په سوېل کي چاریکار او کابل له مزارشریف او کندز سره نښلوي. د یادوني وړ ده چي د سالنګ تونل او لاري جوړولو مخکي د کابل او شمالي افغانستان تر منځ لویه لاره د شیبر له لارې وه، چي ډېره اوږده او درې ورځي وخت یې نیوی. [۱]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Library of Congress Country Study: Afghanistan Chapter 2: Mountains
- ↑ Newsru. Jan 19 2002. Salang Pass reopened again