د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل

د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل
(اطالوی: Vittorio Emanuele Ferdinando Maria Gennaro di Savoia د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل
د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ نومبر ۱۸۶۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
ناپل[۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 28 ډيسمبر 1947 (78 کاله)[۱][۲][۳][۴][۱۰][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکزنډريا[۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اېټاليا (۱۸ جون ۱۹۴۶–۲۸ ډيسمبر ۱۹۴۷)
د اېټاليا سلطنت (۱۱ نومبر ۱۸۶۹–۱۸ جون ۱۹۴۶)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب بی دیني[۱۱][۱۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د ایټالیا دویم اومبرتو  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د ایټالیا لومړی اومبرتو  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه ایټالیایي ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه[۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل
د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دریم ویکټور امانوئل (زوکړه: د ۱۸۶۹ زکال د نومبر ۱۱ مه – مړینه: د ۱۹۴۷ زکال د ډسمبر ۲۸ مه) د ۱۹۰۰ زکال د جولای له ۲۹ مې نیټې څخه د ۱۹۴۶ زکال د مۍ تر ۹مې پورې هغه مهال چې له واکه ګوښه کړای شو، د ایټالیا پاچا و. نوموړي همدارنګه د ایتوپیا د سترواک (۱۹۳۶-۱۹۴۱ زکال) او د البانیا د پاچا (۱۹۳۹-۱۹۴۳ زکال) په توګه واکمني وکړه. نوموړی د خپل پلار لومړي اومبرتو له ترورو وروسته واک ته ورسېد او د ۴۶ کلنې واکمنۍ پر مهال یې د ایټالیا پاچاهي په دوه نړیوالو جګړو کې ښکېل شوه. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال ایټالوي فاشېزم وزېږېد، وده یې وکړه او سقوط یې وکړ.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال دریم ویکټور امانوئل د لومړي وزیر پائولو بوسلي استعفا ومنله او پر ځای یې ویتوریو امانوئل اورلاندو (د بریا مخکښ) لومړی وزیر وټاکه. ایټالیا له دې سره چې د لومړۍ نړیوالې جګړې بریالي اړخ ته اړونده وه، خو ټولې هغه سیمې چې د ۱۹۱۵ زکال د لندن په هوکړه کې یې ورسره اړوند ژمنه شوې وه؛ ترلاسه نه کړې. د وارسا تړون چې جګړې ته یې پای ټکی کېښود وه یې نشو کولای د فیومه (کرواسیا ته اړوند ری یکا ښار) او دالماسیا اړوند د ایټالیا غوښتنې پوره کړي. دغه خواشینونکې بریا د اورلاندو د استعفا لامل وګرځېده. له کورني اړخه، د دغو سیمو له لاسه ورکول د اورلاندو د لنډ مهاله څو ځای ناستو لپاره سیاسي فاجعه له ځان سره لرله. په پایله کې آن د ټولو د درناوي وړ جوواني جولیتي چې په بې مخینې توګه د پنځم ځل لپاره یې د لومړي وزیر په توګه خدمت کاوه؛ وه یې نشو کولای د مخ پر ودې فاشیستي خوځښت پر وړاندې هېواد یو موټی کړي. فاشیستان چې د هېواد د مخ پر ودې اقتصادي ستونزو له امله پیاوړي شوي و، د روم پر لور یې لاریون رهبري کړ او پاچا هم بنیټو موسولیني لومړی وزیر وټاکه.

ویکټور امانوئل د فاشیستي رژیم د داخلي سیاسي ناوړه ګټنو اړوند په داسې حال کې چوپتیا غوره کړه چې د ایتوپیا د سترواکۍ او د البانیا د پاچاهۍ تاجونه چې د موسولیني د استعماري استثمار پایله وه؛ وه یې منل. هغه مهال چې په ۱۹۳۹ زکال کې موسولیني هڅه وکړه ایټالیا په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېله کړي، ویکټور امانوئل ورسره مخالفت وکړ او د ۱۹۴۰ زکال تر جون میاشتې پورې یې په جګړې کې د ایټالیا له ښکېل کېدو مخه ونیوله، خو بالاخره پاچا اړ کړای شو موسولیني ته په جګړې کې د ګډون او د جګړې د قوماندانۍ په برخه کې پراخ واکونه ورکړي. دغه جګړه د ایټالیا لپاره فاجعه له ځان سره لرله، ځکه په اروپا او د افریقا په شمال کې یې ډیری تهاجمي عملیات له ماتې سره مخ شول. په ۱۹۴۳ زکال کې په ایټالیا باندې د متفقینو د برید د احتمال په زیاتوالي سره پاچا، موسولیني له واکه ګوښه کړ او د ۱۹۴۳ زکال په سپټمبر میاشت کې یې له متفقینو سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. د جرمني له غچ اخیستو سره په مخ کېدلو، هغه او دولت یې بریندیزي ته وتښتېد او جرمني هم د ایټالیا په شمال کې یو لاس پوڅی حکومت تاسیس کړ. هغه زړه نا زړه خپل لوری بدل کړ او د اکتوبر په میاشت کې یې له جرمني سره د جګړې اعلان وکړ، په داسې حال کې چې نوموړی تل د متفقینو له مشرانو سره ښکېل و خو د متفقینو د فشار له امله هغه د ۱۹۴۴ زکال په جون میاشت کې ډېری خپل واکونه خپل زوی اومبرتو ته تفویض کړل او په عملي بڼه یې په جګړه او د ایټالیا په دولت کې خپلې ونډې ته پای ټکی کېښود.

ویکټور امانوئل په ۱۹۴۶زکال کې له خپل تاج او تخت څخه د خپل زوی پاچا دویم اومبرتو په ګټه په دې هیله تېر شو چې وه به کولای شي د سلطنت څخه ولسي ملاتړ زیات کړي خو بالاخره د یوې بریالۍ ټول پوښتنې وروسته سلطنت لغو شو. له دې وروسته نوموړی د مصر الکسندریې ښار ته تبعید شو او یو کال وروسته همالته ومړ چې بیا د الکساندریې په سنټ کاترین کلیسا کې خښ کړای شو. په ۲۰۱۷ زکال کې د ایټالیا د ولسمشر سرجیو ماتارلا او د مصر د ولمسشر عبدالفتاح السیسي له هوکړې وروسته د نوموړي د جسد پاتې شوني ایټالیا ته راوړل شول.

په ایټالیا کې یو شمېر ایټالویان د هغه د ۱.۵۳ متره (۵ فوټه) قد لرلو له امله نوموړی کوچنۍ توره/شمشېر («Sciaboletta») او یو شمېر نور یې بیا د دواړو نړیوالو جګړو پر مهال د هېواد د رهبري کولو له امله سرتېری پاچا (il Re soldato) بولي. [۱۴]

بیوګرافي سمول

لومړني کلونه سمول

دریم ویکټور امانوئل د ایټالیا د پاچاهۍ اړوند ناپل سیمه کې د ایټالوي پاچا لومړي اومبرتو او ملکې ساووی مارګاریتا په کورنۍ کې وزېږېد. په نوموړي باندې د خپل نیکه دویم ویکټور امانوئل نوم کېښودل شو چې د ساردینیا او وروسته د ایټالیا پاچا و. [۱۵]

د ۱۸۹۶ زکال د اکتوبر په ۲۴ مه ویکتور امانوئل د مونته نګرو له شاهزداګۍ الینا سره واده وکړ.

واک ته رسېدل سمول

ویکټور امانوئل د ۱۹۰۰ زکال د جولای په ۲۹ مه د دیرش کلونو په عمر د خپل پلار له ترور وروسته واک ته ورسېد. یوازنی هغه لارښونه چې پلار یې نوموړي ته د خپل وارث په توګه کړې وه دا وه چې: «په یاد ولره: د پاچاهۍ کولو لپاره باید وپوهېږې څه ډول خپل نوم لاسلیک کړې، اخبار ولولې او په آس سپور شې». د هغه د واکمنۍ د لومړنیو کلونو د شواهدو له مخې، نوموړی د ساووي سلطنت د معیارونو له مخې مشروطه حکومت ته ژمن و. په داسې حال کې چې پلار یې د یو انارشیست له خوا ووژل شو، خو له دې سره هغه د اساسي قانون ازادیو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

په داسې حال کې چې پارلماني حاکمیت په پیاوړې توګه په ایټالیا کې خپل ځای درلود خو اساسي قانون یا Statuto Albertino پاچا ته پام وړ واک ورکاوه. د بېلګې په توګه هغه حق درلود هر څوک چې وغواړي لومړی وزیر وټاکي، آن که چېری هغه په پارلمان کې اکثریت ملاتړ هم له ځان سره نه درلود. پاچا چې شرمېدونکی او تر ډېره ګوښه خوښونکی خوی درلود د ایټالیا د سیاستونو له ورځنیو ننګونو څخه یې کرکه لرله، خو بیا هم د دغه هېواد دوامداره سیاسي بې ثباتیو هغه اړ کړ څو له ۱۹۰۰ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې نږدې ۱۰ ځله په پارلماني کړکېچونو کې مداخله وکړي.

د ایتوپیا سترواک سمول

په ایتوپیا باندې د هغه د دولت له برید وړاندې، ویکټور امانوئل په ۱۹۳۴ زکال کې د ایټالیا سومالي لنډ ته سفر وکړ، چېرې چې نوموړي د نومبر په ۱۱ مه د خپل زیږون ۶۵مه کالیزه ولمانځله. په ۱۹۳۶ زکال کې ویکټور امانوئل د ایتوپیا د سترواکۍ د تاج مسئولیت په داسې حال کې پر غاړه واخیست چې د هغه دغه پرېکړه د نړیوالو د منلو وړ وه نه ګرځېده. ویکټور امانوئل یوازنی هغه وړ کس و چې په ایتوپیا (حبشې) باندې د ایټالوي ځواکونو له برید او همدارنګه د ایټالیا او حبشې د دویمې جګړې وروسته د هایله سلاسي سترواک له ګوښه کولو وروسته دغه تاج پر سر کېږدي. [۱۶][۱۷]

ایتوپیا له ایټالیا سره یوځای کړای شوه. د ملتونو ټولنې په دغه جګړه کې د ایټالیا ګډون وغانده او د ایټالیا له خوا د ایتوپیا د فتح حق د یو شمېر مخکښو قدرتونو لکه متحده ایالاتو او شوروي اتحاد له خوا رد شو، خو په ۱۹۳۲ کې د لویې بریتانیا او فرانسې له خوا ومنل شو. له دې سره په ۱۹۴۳ زکال کې په ایتوپیا د ایټالیا واکمني پای ته ورسېده.

د اریتره او ایټالوي سومالي لنډ په ګډون د ختیځې افریقا د ایټالوي وایسرا واکمني د ۱۹۴۱ زکال د نومبر په ۲۷ مه متحدینو ته له تسلیم کېدو وروسته پای ته ورسېده. د ۱۹۴۳ زکال په نومبر میاشت کې ویکټور امانوئل د ایتوپیا د سترواک او البانیا د پاچاهۍ پر عنوان سترګې پټې کړې او د دغو ځایګیو پخواني واکمنان یې مشروع وبلل. [۱۸]

د البانیا پاچا سمول

د البانیا د پاچاهۍ تاج په ۱۹۳۹ زکال کې هغه مهال ویکټور امانوئل ته په لاس ورغی چې ایټالوي ځواکونو د ادریاتیک سیند په شاوخوا کې په تقریبا بې دفاع پاچاهۍ برید وکړ او له امله یې پاچا لومړی زوګ تېښتې ته اړ شو. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118804545  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Victor-Emmanuel-III — subject named as: Victor Emmanuel III — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8699053 — subject named as: Victor Emmanuel Savoy-Carignan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10406.htm#i104055 — subject named as: Vittorio Emanuele III di Savoia-Carignano, Re d'Italia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=64618 — subject named as: Viktor Emanuel III. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/1700 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1796/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://cs.isabart.org/person/108920 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=107467 — subject named as: EMMANUEL III d'ITALIE Victor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  10. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0070383.xml — subject named as: Víctor Manuel III d’Itàlia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. سرليک: Il ministro della buona vita: Giovanni Giolitti e i suoi tempiISBN 8871665856
  12. سرليک: Il re borghese. Costume società nell'Italia di Vittorio Emanuele III — خپرونکی: Gruppo Mondadori
  13. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  14. D'Orsi, Angelo (18 December 2017). "Vittorio Emanuele III, se questo è un re vittorioso…". Il Manifesto. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Biography for King Victor Emmanuel III". IMDb.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Unreliable?
  16. American Philatelic Association (1996). The American Philatelist, Volume 110, Issues 7-12. د کتاب پاڼې 618. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Oba, Gufu (11 July 2013). Nomads in the Shadows of Empires: Contests, Conflicts and Legacies on the Southern Ethiopian-Northern Kenyan Frontier. د کتاب پاڼې 160. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-25522-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Indro Montanelli, Mario Cervi, Storia d'italia. L'Italia della guerra civile, RCS, 2003.
  19. Owen Pearson, Albania in Occupation and War: From Fascism to Communism 1940–1945, 2006, p.153, کينډۍ:ISBN