د ایټالیا دویم اومبرتو

د ایټالیا دویم اومبرتو
(اطالوی: Umberto Nicola Tommaso Giovanni Maria di Savoia د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ایټالیا دویم اومبرتو
د ایټالیا دویم اومبرتو

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ سپټمبر ۱۹۰۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 18 مارچ 1983 (79 کاله)[۱][۲][۳][۵][۶][۹][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژینو[۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د اېټاليا سلطنت (۱۵ سپټمبر ۱۹۰۴–۱۸ جون ۱۹۴۶)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پوځي ځواک
پاچا
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه ایټالیایي ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه
په فرانسې باندې د ایټالیا برید  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
د ایټالیا دویم اومبرتو
د ایټالیا دویم اومبرتو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دویم اومبرتو (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د سپټمبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۹۸۳ زکال د مارچ ۱۸ مه) چې بشپړ نوم یې اومبرتو نیکولا توماسو جووانی ماریا دي ساووا و؛ د ایټالیا وروستی پاچا و. هغه د ۳۴ ورځو لپاره د ۱۹۴۶ زکال د مۍ له ۹مې څخه د ۱۹۴۶ زکال د جون تر ۱۲ مې نیټې پورې واکمني وکړه؛ په داسې حال کې چې نوموړی له ۱۹۴۴ زکال راهیسې د مۍ پاچا (په ایټالوي ژبه: Re di Maggio) په نوم په عملي توګه واک چلاوه.[۱۰]

اومبرتو د پاچا دریم ویکټور امانوئل او ملکې النا له پنځو ماشومانو څخه د دوی یوازنی زوی و. ویکټور امانوئل د بنیټو موسولیني د حکومت له سقوط وروسته د پاچاهۍ د ځایګي ساتلو په موخه په ۱۹۴۴ زکال کې خپل ډېری واکونه اومبرتو ته تفویض کړل. په داسې حال کې چې د سلطنت د لغو کېدو په موخه ټول پوښتنې ته چمتووالي روان و، خو ویکتور امانوئل خپل تاج او تخت د خپل زوی اومبرتو په ګټه په دې هیله پرېښود چې کېدای شي بېرته به د پاچاهۍ ملاتړ تقویت کړي. له دې سره ټول پوښتنه ترسره شوه او ایټالوي دولت په جمهوریت واوښت او اومبرتو هم خپل ټول ژوند د پرتګالي ریویرا ساحلي سیمې په کشکایش ښارګوټي کې په تبعید کې تیر کړ.

د پیډموڼت د شاهزاده په توګه چارې سمول

سویلي امریکا ته رسمي سفر، ۱۹۲۴ زکال سمول

اومبرتو د پیډمونټ د شاهزاده په توګه د ۱۹۲۴ زکال د جولای میاشت څخه تر سپټمبر میاشتې پورې سویلي امریکا ته سفر وکړ. نوموړی له خپل لارښود بونالډي سره برازیل، یوروګوای، ارجنټاین او چلي ته ولاړ. دغه سفر له مورني هېواد او رژیمي ګټو سره له ایټالیا بهر ایټالوي وګړو د اړیکې رامنځته کولو په موخه د فاشېزم د سیاسي طرحې یو برخه وه. په برازیل کې دوی د برازیل پلازمېنې ریو ډي جینرو او سائوپائولو ایالت ته د تلو ترتیبات درلودل، چېرې چې په زیاته کچه ایټالویان هلته استوګن و. له دې سره د ۱۹۲۴ زکال د جولای په ۵ مه لوی بغاوت هغه مهال پیل شو چې اومبرتو لا له مخکې له اروپا وتلی و او هغه یې اړ کړ څو په خپل سلطنتي سفر کې یو لړ تغیرات رامنځته کړي. شاهزاده د باهیا په پلازمینه سلواډور کې د خپلو بېړیو لپاره د اړتیا وړ توکو د تامین په موخه تمه شو، چېرې چې له دې ځایه نوموړی په مستقیم ډول سویلي امریکا ته ولاړ.[۱۱]

پوځي دندې او د هغه د ترور هڅې سمول

اومبرتو په پوځي برخه کې زده کړې وکړې او د وخت په تېرېدو سره د ټولو شمالي ځواکونو او بیا د سویلي ځواکونو عمومي قوماندان شو. دا یوازې یو رسمي رول و او اصلي قومنداني د هغه د پلار پاچا دریم ویکټور امانوئل په واک کې وه چې په دې توګه یې په کلکه توګه د فاشیست رهبر بنیټو موسولیني پر وړاندې خپل عالي ځواک ساته. اومبرتو او موسیلیني د دوه اړخیزو هوکړو په کولو سره تل په خپل منځ کې فاصله ساتله. په ۱۹۲۶ زکال موسولیني هغه قانون تصویب کړ چې لویې فاشیستي شورا ته یې اجازه ورکوله چې د پاچاهۍ د ځای ناستي ټاکلو په برخه کې پرېکړه وکړي، په داسې حال کې چې ده خپله په عملي بڼه اعتراف کړی و چې شاهزاده د خپل پلار ځای ناستی کېږي. [۱۲]

د ۱۹۲۹ زکال د اکتوبر په ۲۴ مه هغه مهال چې نوموړي له شاهزادګۍ ماري خوزې سره خپله کوژده اعلان کړه د ترور هڅه یې وشوه. اومبرتو هوډ درلود چې په Colonne du Congrès هدیره کې د فرناندو دو روزا په نامه هغه ګمنامه بلجیمي سرتېری په قبر باندې د ګلو ګېډۍ کېږي چې د «مرګ پر موسیلیني» شعار ویلو سره یې د یوې مرمۍ په فیر کولو سره د اومبرتو د ترور نا بریالۍ هڅه وکړه.

دو روزا ونیول شو او د څېړنو پر مهال یې څرګنده کړه چې هغه د دویم انټرنشنال له غړو څخه دی چې ایټالیا ته راتښتېدلی څو د خپلو سیاسي عقایدو له امله وه نه نیول شي. د هغه محاکمې لویه سیاسي پېښه وه؛ په داسې حال کې چې نوموړی د ترور په تور مجرم وپېژندل شو خو د پنځه کاله بند جزا ورته وټاکل شوه. دغه حکم په ایټالیا کې سیاسي غوغا او د ایټالیا او بلجیم په اړیکو کې یې لنډ مهالی درز رامنځته کړ، خو له دې سره هم اومبرتو د ۱۹۳۲ زکال د مارچ په میاشت کې دو روزا ته د بخښنې غوښتنه وکړه او د خپلې محکومیت د نیمايي دورې له بشپړو وړاندې خوشی شو چې بیا د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې ووژل شو.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ایټالیا پراختیا سمول

اومبرتو د خپل پلار په دغه ویره کې شریک و چې له نازي جرمني سره د موسولیني اتحاد کول بې پروایي او ګواښ رامنځته کوونکی دی، خو هغه د محور ځواکونو د غړي هېواد په توګه د ایټالیا د یو ځای کېدو اړوند هېڅ جدي ګام اوچت نه کړ. هغه مهال چې د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت کې موسولیني پرېکړه وکړه چې په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل شي، اومبرتو خپل پلار ته په نغوتې کولو سره څرګنده کړه چې له بریتانیا او فرانسې سره د جګړې څخه د مخنیوي په موخه له خپل ویټو حق کار واخلي، خو دغې غوښتنې ته یې پام وه نه شو. له جګړې وروسته اومبرتو په جګړه کې د ښکېل کېدو د پرېکړې اړوند نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې ویکټور امانوئل د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت د موسولیني د جادو تر اغېز لاندې و او نه یې شو کولای له هغه سره مخالفت وکړي. د جګړې په پیل کې اومبرتو د لویدیځ پوځ قومانداني پر غاړه لرله چې د پوځ له ریزرف لومړۍ، څلورمې او اوومې لوا څخه جوړ و او په ایټالیا باندې یې د فرانسې د برید پر مهال له فرانسوي ځواکونو سره جګړه کوله. اومبرتو د خپل پلار له خوا له دې امله په دغه دنده وګمارل شو چې هغه غوښتل د ایټالیا په بریا کې د ساووي کورنۍ هم ونډه ولري، ځکه هغه د موسولیني له ځان غوښتنې وېرېده. د ۱۹۴۰ زکال د جون په ۲۱ مه د فرانسې او جرمني ترمنځ د اوربند له هوکړې یوازې څو ساعته وروسته ایټالویانو په فرانسې برید وکړ. د ایټالویانو دغه برید په بشپړه توګه ایټالویانو ته د ماتې په معنی و او د یو جنرال په توګه د اومبرتو شهرت یوازې په دې واقعیت سره وساتل شو چې لا له وړاندې ځپل شوو فرانسویانو سره یې د جون په ۲۴ مه اوربند لاسلیک کړ. په دې توګه هغه وکولای شول خپل برید بریالی اعلان کړي. د ایټالیا د سلطنتي ځواک موخه دا وه چې د رون سیند درې ته ځان ورسوي خو دوی یوازې څو کیلومتره د فرانسې په خاوره کې وړاندې تللي و او هغو ته د رسېدو په لار کې ورته لا ډېر مزل پاتې و.  [۱۳][۱۴][۱۵]

د فرانسې له تسلیم کېدو وروسته موسولیني اومبرتو د پوځ د قوماندان په توګه غیرفعال وساته. د ۱۹۴۰ زکال په اوړي کې اومبرتو پلان درلود څو د یوګوسلاویا په پاچاهۍ د طرح شوي برید د پیل قومانده پر غاړه واخلي، خو موسولیني د یونان په پاچاهۍ باندې د برید په ګټه په یوګوسلاویا برید لغو کړ. د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې اومبرتو د خپل پلار په ملاتړ هڅه وکړه څو شوروي اتحاد ته د لېږل شوي پوځ قومانده ده ته ورکړل شي او څرګندوله یې چې د یوکاتولیک په توګه له بارباورسا عملیاتو ملاتړ کوي او غواړي له «ملحدو کمونېستانو» سره جګړه وکړي. موسولیني یې دغه غوښته رد کړه او هغه ته یې د هغو ایټالوي ځواکونو د روزنې مسئولیت ور تر غاړې کړ چې په پام کې و په مالتا باندې د محور ځواکونو د برید په هرکلوس عملیاتو کې برخه واخلي. نوموړي ته د ۱۹۴۲ زکال د اکتوبر په ۲۹ مه د ایټالیا د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه. د ۱۹۴۲ زکال له اکتوبر څخه تر نومبر میاشتې پورې په العلمین جګړه کې ایټالوي- جرمني ځواکونو د بریتانیا د پوځ له اتمې ډلګۍ ماته وخوړه او په دې سره د مصر د نیولو اړوند د محور ځواکونو هیله له منځه ولاړه او محور ځواکونه لیبیا ته پر شا شول. د ۱۹۴۲ زکال په نومبر میاشت کې د ستالینګارد د جګړې د برخې په توګه، سره پوځ اورانوس عملیات پیل کړل چې په دغه عملیاتو کې شورویانو ډېری ایټالوي سرتېري ووژل او د جرمني شپږمه ډلګۍ یې کلابنده کړه. په ستالینګراد او العلمین کې د ایټالیا درنو ماتو اومبرتو د جګړې پر وړاندې راوپاروه او پرېکړه یې وکړه چې وړاندې له دې چې لا ډېر ناوخته شي باید اوربند لاسلیک کړي. د ۱۹۴۲ زکال په وروستیو کې او مبرتو خپل د تره زوی چې د ائوستا څلورم دوک و سویس ته ولېږه څو هلته په جینوا کې د بریتانیا له قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسي او دا پیغام په لندن کې پاچا ته ورسوي چې ایټالوي پاچا چمتو دی په دې وعدې سره چې د ده تاج او تخت به خوندي وي له متفقینو سره اوربند لاسلیک کړي.[۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1375491/ — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10177.htm#i101765 — subject named as: Umberto II di Savoia-Carignano, Re d'Italia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/umberto-umberto-ii — subject named as: Umberto II. (Umberto) — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0033211.xml — subject named as: Humbert II d’Itàlia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=183305 — subject named as: Umberto II.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=63139 — subject named as: Umberto II. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1804/ — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۲۱
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000142 — subject named as: Umberto II. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/1699 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  10. Ian Locke (1999). Magnificent Monarchs. MacMillan. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0330-374965. Fact Attack series الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. BRITO, Jonas. "História da Passagem do Príncipe Umberto di Savoia por Salvador (Bahia, 1924)" (PDF). Repositorio.ufba.br. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Denis Mack Smith, Italy and Its Monarchy, New Haven: Yale University Press p. 265
  13. Denis Mack Smith, Italy and Its Monarchy, New Haven: Yale University Press p. 287
  14. Denis Mack Smith, Italy and Its Monarchy, New Haven: Yale University Press p. 291
  15. Denis Mack Smith, Italy and Its Monarchy, New Haven: Yale University Press p. 292
  16. Denis Mack Smith, Italy and Its Monarchy, New Haven: Yale University Press p. 293
  17. Denis Mack Smith, Italy and Its Monarchy, New Haven: Yale University Press p. 298