د افغانستان کابينه

د افغانستان کابينې څخه موخه د افغانستان د ټولو وزارتونو مشران يعني وزيران وي. حقيقت دا هغه خلک وي کوم چې ټول هېواد چلوي لکه مثال په توگه که يو کس د اوبو او برېښنا وزير دی نو په ټول هېواد کې د برېښنا او اوبو په اړه فېصلې هغه کوي هغه وزير په اختيار کې د اوبو او برېښنا ټولې چارې وي لکه چې څومره برېښنا په کار ده څومره لگښت راځي، هېواد ته د څومره اوبو ضرورت دی او هېواد کې اوس څومره اوبه دي او د خلکو د ضرورت پوره کولو لپاره نورې څومره اوبه په کار دي او د هغو انتظام به څنگه وکړای شي، دا صرف د اوبو او برېښنا د وزارت کار دی هم دا رنگه د ماليات وزارت د مالياتو ټولي چارو اختيار وي، د کورنیو چارو وزارت سره په هېواد کې دننه څيزونه لکه د قانون نفاذ وغيره اختيارات وي همدا رنگه د بېلابېلو وزارتو بېل بېل کارونه وي او دا ټول هېواد هم په دغه وزارتونو چلول کېږي.

د افغانستان کابينه سمول

د حکومت وحدت ملي کابينه (اوسنۍ) سمول

افغانستان کې دا وخت د اشرف غني په مشرۍ کې د حکومتِ وحدتِ ملي د کابينې ځني وزيران دا دي:

وزير/وزارت نوم کال سټېټس
هېوادمشر محمد اشرف غني 2014-تر دې دمه ولس ټاکلی دی
لومړی مرستیال عبدالرشيد دوستم 2014-تر دې دمه ولس ټاکلی دی
دوېم نايب ولسمشر سرور دانش 2014-تر دې دمه ولس ټاکلی دی
د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني 2015-تر دې دمه پارلمان منظور کړی دی
ملي دفاع وزير محمد معصوم ستانکزی 2015-تر دې دمه سرپرست وزير، پالمان د باور رایه نه ده ورکړې
کورنیو چارو وزير نور الحق علومي 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
مالیې وزير اکليل احمد حکيمي 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د اقتصاد وزير عبدالستار مراد 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
عدلیې وزارت عبدالباصر انور 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د اطلاعاتو او کولتور وزير عبدالباري جهاني 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د پوهنط وزير اسدالله حنيف بلخي 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د لوړو زده کړو وزارت فريدا مومند 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې.
د سوداگرۍ او صنایعو وزير همايون رساو 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د لېږد رالېږد او هوايي چلن وزير محمدالله بتش 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې.
د ټولگټو (فوائد عامې) وزير محمود بالغ 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د ښځو د چارو وزير دلبر نظري 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د عامې روغتیا وزير فيروز الدين فيروز 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د کرنې وزارت اسدالله زمير 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د کانونو وزير داود شاه صبا 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د کلیو د جوړونې او پراختیا وزیر ناصر احمد دراني 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د کار، ټولنیز چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت نسرين اورياخيل 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د سرحدي او قبايلو چارو وزیر محمد گلاب منگل 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د ښار او کور جوړونې وزارت سيد منصور نادري 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر سلامت عظيمي 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د کډوالو د چارو وزير سيد حسين عليمي بلخي 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
د ملي امنیت لوی ریاست رییس رحمت الله نبيل 2015-تر دې دمه پارلمان رایه ورکړې
ملي امنيت مرستيال/سلاکار محمد حنيف اتمر 2015-تر دې دمه اشرف غني له خوا ټاکل شوی دی

حامد کرزي کابينه 2009–2014 (پخوان) سمول

تړلې لیکنې سمول

سرچینې سمول