محمد گلاب منگل
محمد گلاب منگل يو افغان سياستپوه دی چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يې د والي دنده ترسره کړې. دم مهال نوموړی د هلمند ولايت والي دی. محمد گلاب (منگل) دیارالدين زوى د شانك لمسى او منگلو قبيلى د جانى خيلو د يوه نامتو او ميړنى شخصيت او غازى نامك خان كړوسى دى. په ۱۳۳۶ هجرى شمسى كال د پكتيا ولايت د لجى منگلو ولسوالى د شاتو كلى په يوه متوسطه كورنى كې زيږيدلى دى. لمړنى او منځنى زده كړى يې د پكتيا ولايت په مركز د عبدالحى گرديزى عالى ليسه كې (له ۱۳۴۳ كال څخه تر ۱۳۵۴ كاله پورى) په لوړه درجه پاى ته رسولى دى، او په ۱۳۵۵ كال د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشرى علومو د پوهنځى په پښتو څانگه شامل او په په ۱۳۵۸ كال د ليسانس په درجه فارغ شو. له پوهنتون څخه له فراغت وروسته د وطن او هيوادوالو د خدمت په موخه د وخت د وسله وال پوځ په ليكو كې د يوه درى مياشتنى لنډ مهال كورس څخه د فراغت نه وروسته دنده پيل كړه. محمد گلاب منگل د افغانستان د ملى اردو په ليكو كې له دوهم بريدمنى څخه تر ډگروالى رتبې پورې په بيلابيلو څانگو په تيره بيا زياته برخه ئې د ملى اردو د نشراتو او راديو په برخه كې تيره او د يوه زيات شمير مډالونو، دولتى نشانونو، تقدير نامو او ستاينليكو د گټلو افتخار ئې ترلاسه كړىدى. په ۱۳۶۷ هجرى شمسى كال كې د وخت د سياسى نظام سره د څرگند او ښكاره اختلاف په وجه له دندې گوښه او تقاعد ته سوق شو او له هغه وخت څخه بيا د طالبانو د حكومت د راپرزيدو تر وخته يې غير رسمى بيلابيل مصروفيتونه درلودل. د شهيد استاد ربانى تر مشرى لاندې د مجاهدينو د حكومتدارى په مهال يې يوه موده د افغانستان د معلولينو او معيوبينو د انجمن د معلولينو لپاره د كاريابى د پروژى مشر ؤ او بيا د ازاده گانو د غير رسمى شورا مرستيال شو چي څه نا څه يو كال يې دغه دنده په ښه توگه سرته ورسوله. په كابل كې د خپل منځى جگړو له امله چې د كابل اكثراً ښوونځى تړل شوى او يا ويجاړ شوى ؤ او زيات شمير ماشومان د زده كړى له نعمت څخه بى برخې وو په ۱۳۷۳ كال كې محمد گلاب منگل د يوى غير دولتى موسسى لخوا د معيوبو او يتمو او بى بضاعته ماشومان لپاره د زده كړى د يوه ښوونځى سرپرستى كوله چې په سل گونه زده كوونكى نجونى او هلكان پكى په زده كړه بوخت وو. پوره يو نيم كال يې ددغه ښوونځى چارى په ښه توگه رهبرى كړې او كله چي په كابل كې خپل منځى جگړو زور واخيست گلاب منگل له خپلى كورنى څخه ؤ پكتيا ولايت كې خپل كلى ته كډه شواو له هغه وروسته يې آزاد كار او بار او د بيلابيلو توكو تجارت ته مخه كړه او تر ۱۳۸۰ كال كې د طالبانو د رژيم له نسكوريدو نه وروسته يو ځل بيا د سياست ډگر ته ودانگل او بيړنى لويه جرگه كې د پكتيا ولايت بحى منگلو ولسوالى د خلكو لخوا د منتخب استازى په توگه وټاكل شو. په ۱۳۸۱ كال كې د جنوب ختيځ ولايتونو (پكتيا، پكتيكا، خوست او غزنى) لپاره د اساسى قانون د دفتر د مشر په توگه او بيا په همدى كال كې د نوموړى زون لپاره د اساسى قانون د پولې جرگې د انتخاباتو د ساحوى دفتر د رئيس په توگه وگمارل شو چې په دواړو مرحلو كې يې خپل مسوؤليت په بشپړى ملى روحي سره د ټول هيواد په كچه په ښه توگه ترسره كړ چې په افغانستان د ملگرو ملتونو د ادارى (يوناما)ځانگړى ستاينليك ترلاسه كړ. د اساسى قانون په لويه جرگه كې چي په ۱۳۸۲ كال جوړه شوه محمد گلاب منگل په نه ستړې كيدونكى توگه د هيواد د بيلابيلو قومونو ترمينځ ملى يوالى د تامين او ددغې ستري ملي وثيقى د تصويب لپاره له هيڅ ډول هڅو او هاند څخه ډډه ونكړه د لويې جرگى په پاى كې د وخت د موقتى ادارى مشر ښاغلى حامد كرزى لخوا د ځانگړى مډال په وركولو ونازول شو. د اساسى قانون د لويې جرگې څخه لا څو ورځى نه دې تيرى شوى چى د انتقالى دورى رئيس ښاغلى حامد كرزى له خوا ارگ ته وغوښتل شو او د پكتيكا ولايت د والى په توگه د دندى اخيستلو بلنه وركړل شوه. محمد گلاب منگل ددغه ستر تاريخى مسوؤليت ته د غاړې ايښودلو په اړه زړه نا زړه ؤ، نه پوهيده چي څنگه به د ملت او تاريخ دغه دروند بار پخپلو اوږو واخلى او څنگه به د برياوو او پرمختگونو په لور نزل پيل كړى. د هغه وخت د كورنيو چارو وزير ښاغلى علي احمد جلالى لمړنى شخص ؤ چي گلاب منگل ته يې ډاډ وركړ او هغه يې پدى باندى باورى كړ چى پدغه ستر مسوؤليت كې هغوى دده ملاتړ كوى هغه ؤ چې د ۱۳۸۳ كال د دلوى په مياشت كې د انتقالى دورى د رئيس ښاغلى حامد كرزى د فرمان له مخى د پكتيكا د والى په حيث و ټاكل شو او د ذكر شوى مياشتي په شلمه نيټه يې خپله نده پيل كړه. هغه مهال پكتيكا ولايت مركز ښرنه او دوه ويشت گونو لسواليو كې خو دولتى ادارې موجودى نه وى او يا هم دومره كمزورى ادارى وې چې نه يوازى ولس ته يې هيڅ ډول خدمات نه شواى وړاندې بلكې خلكو او ولس د ځورونى، كړونى او ازار سبب به گرځيدلى او يا هم كټ مټ د طالبانو ادارى وى چي د طالبانو د رژيم له نړيدو وروسته يې بدلون نه ؤ موندلى. د ادارو اصلاح، له خلكو سره د اړيكو ټينگښت او اولس باور ترلاسه كول، په بيلابيلو سكتورونو (معارف، صحت، زيربنا، كرنه او اوبه لگولو او نورو) كې مضبوط او گړندى گامونه اخيستل او بهرنيو ايساف ځواكونو سره د مرستى د ترلاسه كولو په منظور اړيكى هغه لمړيتوبونه وو چې بايد محمد گلاب منگل په كلك تدبير سره هغه ترلاسه كړى واى په پكتيكا كى د ماموريت په لمړنيو مياشتو كې يې خپل سفرونه د ځمكى لارى اړونده ولسواليو ته پيل كړل. تر څو د خپلو خلكو حالات له نژدى ووينى او ستونځو ته يې د حل لارى چارى وموندل شى. ددغو سفرونو په ترڅ كې د خونو د نشتوالى له كبله گلاب پخپل موټر كې ويده كيده، پدغو سفرونو كې به يې معمولاً څو څو ورځى او شپې به تيريدلى د بيلابيلو ولسواليو له اولسونو سره يې له مټا خان څخه نيولى تر يوسف خيلو، يحيى خيلو، خيركوټ، جانى خيلو، شخيل آباد، اومنې، خوشامند، ډيلې، وازى خوا، ووړمامۍ، تروه، گومل، برمل، سروبى، ارسون، نكې، كيان، زيړوك، چارباران او سروخې پورې په لس گونو او سل گونو غونډى او جرگې جوړې كړى، د اسلام دولت اهداف يې خلكو ته رسولې او د خپلو سيمو د آبادى دپاره يې د هغوى ملاتړ ترلاسه كړ. د ۱۳۸۲ كال د دلوې د مياشتى څخه تر ۱۳۸۵ كال د حمل تر مياشتى پورى په پكتيكا كې د محمد گلاب منگل د ماموريت دوره د پكتيكا په تاريخ كې د يوه ځلانده دوره وه. پدغه څه د پاسه دوه كلنه دوره كې په د پكتيكا په مختلفو برخو كې ډير مهم پرمختگونه رامينځته شول د خلكو او اسلامى نظام او همدارنگه ولايتى ادارې اړيكى ډير مضبوطى او محكمې شوى. زيات شمير اساسى پخى ودانى، سړكونه، ښوونځى او نورى د خلكو د خدمت لپاره مهمى پروژى عملى شوى چې هيڅكله يې د پكتيكا خلك نه شى هيرولى. د ۱۳۸۵ كال د حمل په مياشت كې د افغانستان د اسلامى جمهوريت جمهور رئيس د حكم په اساس محمد گلاب منگل د لغمان د والى په توگه وټاكل شو. دا وخت لغمان دومره خراب ؤ چې د ولايت ودانى او دروازى به خلكو په ډبرو ويشتلى د خلكو دوامداره مظاهرو په لغمان كې ټولى چارى او دولتى امورات په ټپه درولى ؤ او د ولايتى ادارى او اولس ترمينځ د بشپړ بى باورى او عدم اعتماد فضا خوره وه. پداسى حالاتو كې د لغمان د ولايت مسووليت ته غاړه اښودل بيا هم د گلاب منگل په وړاندى يو بل گواښ ؤ چې بايد مقابله ورسره شوى واى او دغه كړكيچن حالات ته د پاى ټكى ايښودل سوى واى. لغمان ته د تللو په لمړنى ورځ كله چى خلكو د سرخكان له دوه لارى څخه تر مهترلام پورى د ښه راغلاست لپاره ليكى جوړې كړى وى يوه كوچنى اوه كلن ماشوم د ماشومتوب په نيمه ژبه مكرب نقل وائى: والي صاحب! كه چيرى د سرخكان او مهترلام ترمينځ د سړك د پخولو كار ترسره كولاى شى نو درته هركلى وايو او كه يې نشى كولاى نو هم دا نن دې په مخه ښه شه!! بيرته لاړشه!!! د كوچنى ماشوم دغى خبرى محمد گلاب منگل ته يو ټكان وركړ او فكر يې وكړ چې دا ځل له داسى يوه حساس او هوښيار قوم سره مخامخ شوم چى په لمړنى ورځ يې د يوه ماشوم په ژبه خپل پيام او غوښتنه راورسوله. په هرصورت محمد گلاب منگل په پوره اخلاص او د ولايت له دوه كلنى تجربى سره سره په احتياط گامونه اخيستل په ډيره كمه موده كې يې د هغه ماشوم غوښتنه چى په حقيقت كې د لغمان د ټول اولس غوښتنه وه ترسره كړه او د سرخكان د سړك د پخولو چارى پيل شوى. د خلكو سره د جرگو، مركو او شوراگانو په ترڅ كې له هرى ورځى نه بلى ته د ولايتى ادارى او اولس اړيكى سره نږدى كيدلى، اعتماد او باور زياتيده، د مينى او دوستى وزرونه پراخيدل او ورسره يوځاى د ولايت د مركز مهترلام او الينگار او همدارنگه د مهترلام او عليشنگ او دولت شاه د ولسواليو ترمينځ د سړكونو پخول پيل شول، د ښوونځيو، روغتيائي مركزونو او د بريښنا د توليد د كوچينو دستگاوو جوړولو او د كرنى د اصلاح او د اوبو لگولو د سيستم د جوړلو لپاره ډير مهمى پروژى تر كار لاندى ونيول شوى، د مهترلام ښار پراختيا ومونده د څښلو د اوبو سيستمونه جوړ شول، تفريحى پاركونه او د هغه د جملى څخه د باغ سراج پارك په اساسى ډول سره ورغول شوه، ښار او دولتى تاسيساتو ته لمريز انرژى تهيه شوه او په لس گونو لويې او كوچنى پروژى عملى شوى. له دوو كلونو وروسته د ۱۳۸۷ كال د حمل په مياشت كې كله چي محمد گلاب منگل د ولسمشر د حكم په اساس د هلمند د والى په توگه وگمارل شو په لغمان كې د اولسونو پراخى مظاهرى وشوى او له دولت څخه يې وغوښتل چې تر يوې مودې پورې دې محمدگلاب منگل په لغمان كې پاتى شى ترڅو ترلاس لاندى مهيمى پروژى تكميل او د لغمان د آبادى لپاره مهم او اساسى پروگرامونه عملى شى. په هغه لويه او پراخه غونډه كې چې د محمد گلاب منگل د خداى پامانى په موخه جوړه شوى وه قومى مشرانو او دينى علماوو د گلاب منگل د شخصيت، ښه كاركولو، خدمت او له خلكو سره د ښو اړيكو د ايجاد په برخه كې نوموړى يو كامياب والى وباله او هغه ته يې د دويم حسن خان ((گرديزى)) لقب وركړ. د محمد گلاب منگل د خداى پامانى مراسم د خلكو په اوښكو سره بدرگه شول او لكه څرنگه چې د راتگ او هركلى په وخت كې د سرخكانو له دوه لارى. څخه تر مهترلام پورى د خلكو ليكى جوړى وى او د خوشحال فضا خوره وه د خداى پامانى په وخت كې د سرخكانو په دوه لارى كې بيا هم د مشرانو، دينى علماوو او دولتى مامورينو ليكى جوړى وى خو داځل د خوشحالى فضا ژړه غونو څيرو او له اوښكو ډكو سترگو غمجنه كړه وه او هر يوه په ډيره مينه خپل رښتنى خدمتگار په غيږ كې ونيوه او په دعا سره يې رخصت وركاوه.
|