جېمز جي. بلېن

جېمز ګیلېسپي بلېن (زوکړه د ۱۸۳۰ز کال د جنوري ۳۱مه ـــ مړینه د ۱۸۹۳ز کال د جنوري ۲۷مه) یو امریکایی د دولتي چارو ماهر او جمهوري غوښتونکی سیاستوال و چې امریکا د استازو په مجلس کې یې له ۱۸۶۳ز کال څخه تر ۱۸۷۶ز کال پورې د مېن (Maine ) ایالت استازولي وکړه، له ۱۸۶۹ز کال څخه یې تر ۱۸۷۵ز کال پورې د د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د ویاند په توګه ، او له ۱۸۷۶ز کال څخه تر ۱۸۸۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو په سنا کې خدمت وکړ.

جېمز جي. بلېن
(انګلیسي: James G. Blaine د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز جي. بلېن
جېمز جي. بلېن

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۱ جنوري ۱۸۳۰[۱][۲][۳][۴]
مړینه 27 جنوري 1893 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۵]
ډیپلوماټ
خبريال
ليکوال [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جېمز جي. بلېن
جېمز جي. بلېن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بلېن دوه ځله د باندنیو چارو د وزیر په توګه (په ۱۸۸۱ز کال کې، بیا له ۱۸۸۹ز څخه تر ۱۸۹۲ز کال پورې) خدمت وکړ، چې په دې سره له یوازې دوو هغو کسانو څخه ګڼل کېږي چې دغه مقام یې د دریو جلا ولسمشرانو تر ادارې لاندې لرلی دی (چې دویم کس دانیال وېبستر دی)، او په ۱۸۸۴ز کال کې له نوماندېدو مخکې یې په ۱۸۷۶ او ۱۸۸۰ز کال کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو په استازیتوب د نوماندۍ دوه ناکامې هڅې تر سره کړې. په عمومي ټاکنو کې هغه په لږ توپير سره د دېموکرات ګرور کلېولنډ له خوا ماتې وخوړه. بلېن د ۱۹مې پېړۍ د وروستیو یو مخکښ جمهوري غوښتونکی او په ګوند کې د ننه د منځلارې اصلاح غوښتونکې ډلې اتل و، چې د یادې ډلې لارویانو، وروسته په "دوه رګه" (Half-Breeds) شهرت وموند.

بلېن د لوېدیځې پېنسلوانیا په وېسټ برونسوېل ښارګوټي کې زیږېدلی دی او له کالج څخه وروسته یې مېن ته نقل مکان کړی دی، چېرته چې هغه د یوې ورځپاڼې چلوونکی شو. هغه ته چې د مقناطیسي سړي تخلص ورکړل شوی و، په یوه داسې دوره کې چې وینا والي پکې له لوړ ازښت څخه برخمنه وه، یو جذباتي وینا وال و. هغه خپله سیاسي حرفه د جمهوري غوښتونکي ابراهام لېنکن او د امریکا په داخلي جګړه کې د اتحاد د جګړې د هلو ځلو د یو لومړني ملاتړي په توګه پیل کړه. په بیا رغونه کې، بلېن د تور پوستو د رایې د حق ملاتړی و، اما د راډيکالو جمهوري غوښتونکو د ځینو غوسه پاروونکو اقداماتو مخالف و. هغه په لومړیو کې د لوړو تعرفو پلوي و، خو وروسته یې د تعرفې د راټیټولو او د نړیوالې سوداګري د پراختیا لپاره کار وکړ. د رېل د پټلي پراختیا او جوړول د هغه د دورې له مهمو موضوعاتو څخه وو، او د بلېن د ملاتړ او لېوالتیا د پایلې په توګه، هغه په پراخه کچه د رېل د پټلي د منشورونو په اعطا کولو کې، په ځانګړې توګه د مولیګان د مکتوبونو له رابرسېره کېدو سره په فساد تورن شو. دغو ادعاوو د نوموړي د ۱۸۸۴ز کال د ولسمشرۍ کاندیداتوري زیانمنه کړه.

کله چې بلېن د بهرنیو چارو وزیر و، یوه بدلېدونکې څېره وه، چې بهرنۍ پالیسۍ د ګوښه توب دورې ته یې د پام ټکي د اېښودو او د هغې امریکایي پېړۍ ظهور یې تر خپل سیوري لاندې ونیو، کومه چې د هسپانیا-امریکا تر منځ له جګړې سره پیل شوه. د متحده ایالاتو سوداګرۍ او نفوذ په پراخولو کې د هغه هڅو، د یوې ډېرې فعالي امریکايي بهرنۍ پالیسۍ ته په اوښتنه پیل وکړ. بلېن د متقابلې تعرفې یو مخکښ و او د لاتینې امریکا په چارو کې یې د لوړې کچې ښکېلتیا لپاره استدلال کاوه. بلېن چې یو توسعه غوښتونکی و، پالیسیو یې له یوې لسیزې په لږه موده کې، د ارام سمندر د مستعمرو د مستقرېدو او په کارابین باندې واکمنۍ ته لاره خلاصه کړه.

د ژوند لومړني وختونه سمول

کورنۍ او د ماشومتوب دوره سمول

جېمز ګیلېسپي بلېن د ۱۸۳۰ز کال د جنوري په ۳۱مه نېټه د پېنسلوانیا په وېسټ برونسویل کې د افریام لیون بلېن او د هغه د مېرمنې (ګیلېسپي) بلېن د دریم ماشوم په توګه زیږېدلی دی. هغه د هاریټ او مارګرېټ په نومونو سره دوه مشرې خویندې لرلې. د بلېن پلار د غربي پېنسلوانیا یو سوداګر او د ځمکې څښتن و، او یادې کورنۍ په نسبي هوساینه کې ژوند کاوه. بلېن د هغه د پلار له پلوه، د هغو سکاټلنډي-ایرلنډي مېشتو شوو مهاجرینو له اولادونو څخه و، چا چې لومړی په ۱۷۴۵ز کال کې پېنسلوانیا ته مهاجرت کړی و. د هغه غور نیکه افراین بلېن د امریکا د انقلاب په جګړه کې د جورج واشنګټن تر امر لاندې د یوې کمیسارۍ جنرال و. د بلېن مور او د هغې نیکونه هغه ایرلنډي کاتولیکان وو چې پېنسلوانیا ته په ۱۷۸۰یمه زېږدیزه لسیزه کې مهاجر شوي وو. د بلېن مور او پلار په ۱۸۲۰ز کال کې د یو شمېر کاتولیکو مراسمو په ترڅ کې واده کړی دی، که څه هم چې د بلېن پلار یو فرقه یي پروتستانت (Presbyterian) پاتې شوی دی.[۷][۸][۹][۱۰]

په هغه وخت کې ښاغلی او اغلې بلېن د یو دوه اړخیز جوړجاړي په ترڅ کې په دې توافق وکړ چې لورګانې یې د مور په کاتولیکه عقیده وروزل شي په داسې حال کې چې زامن یې د پلار په مذهب وروزل شي. د جېمز بلېن ترله، انګېلا ګیلېپسي، یوه راهبه وه او د سپېڅلي صلیب د خویندو امریکایي څانګه یې تاسیس کړه. د بلېن پلار په سیاست کې، د ښي اړخي وېګ ګوند ملاتړی و. [۱۱]

د بلېن د ژوند لیک لیکونکي د هغه ماشومتوب د "سمون لرونکي" په توګه تشرېح کړی دی او یادونه یې کړې ده چې یاد هلک په لومړیو کې په تاریخ او ادبیاتو کې لېوالتیا وښوده. په ۱۳ کلنۍ کې، بلېن په پنسلوانیا کې د ورڅېرمه واشنګټن د خپل پلار په پوهنتون، واشنګټن کالج کې (چې اوس د واشنګټن او جېفرسون کالج بلل کېږي)،  نوم لیکنه وکړه. هلته، دی د واشنګټن ادبي ټولنې، چې د کالج د مناظرو یوه ټولنه وه، یو غړی و. بلېن په اکادمیکه توګه بریالی و، چې د خپل ټولګي د مخکښ زده کوونکي په توګه فارغ شو او د فراغت بیانیه یې د ۱۸۴۷ز کال په جون کې وړاندې کړه. بلېن له فراغت څخه وروسته، د یالا د قانون په ښوونځي کې د زده کړو په اړه فکر وکړ، خو بالاخره یې د هغه مخالفه پرېکړه وکړه، او پر ځای یې لوېدیځ ته ولاړ تر څو دنده ومومي.  [۱۲]

ښوونکی او خپرندوی سمول

بلېن په ۱۸۴۸ز کال کې،  د کېنتاکي د جورج ټاون په لوېدیځ پوځي ښوونیز مرکز (Western Military Institute) کې د ریاضي او د لرغونو ژبو د یو پروفیسور په توګه په دنده وګمارل شو. سره له دې چې بلېن یوازې ۱۸ کلن و او له خپلو زیات شمېر زده کوونکو څخه کشر و، له خپل نوي مسلک سره یې په ښه توګه اړخ ولګاوه. هغه په خپل نوي انتخاب کړي ایالت کې له ژوند څخه خوند واخیست او د کېنتاکي د سناتور هِنري کلې مینه وال شو. هغه همداراز له هارېټ سټانووډ سره چې په نږدې ګاونډ مېلزبورګ کې د ښځینه وو د کالج ښوونکې او د مېن له اصلي اوسېدونکو څخه وه، اشنا شو. د ۱۸۵۰ز کال د جون په ۳۰مه نېټه دوی دواړو واده وکړ. جېمز یو ځل بیا د قانون د لوستلو تابیا ونیوله، اما پر ځای یې له خپلې نوې ناوې سره یو ځای پېنسلوانیا ته د هغې د کورنۍ لېدو ته ولاړ. دوی له هغې وروسته د څو میاشتو لپاره د هارېټ بلېن له کورنۍ سره د مېن په اګستا کې  واوسېدل، چېرته چې د هغوی لومړنی ماشوم سټانووډ بلېن په ۱۸۵۱ز کال کې وزیږېد. دغه ځوانه کورنۍ ډېر ژر بیا بې ځایه شوه، چې دا ځل فلادلفیا ته و، چېرته چې بلېن په ۱۸۵۲ز کال کې د پېنسلوانیا د ړندو د روزنې په اداره کې (چې اوس د اووربروک د ړندو د ښوونځي په نامه یادېږي ) دنده واخیسته او د ساینس او ادبیاتو په تدریس بوخت شو.  [۱۳]

د فلادلفیا د قانون کتابتونونو بلېن ته دا چانس ورکړ تر څو بالاخره د قانون زده کړه پیل کړي، اما په ۱۸۵۳ز کال کې هغه یو لا ډېر وسوسه کوونکی وړاندیز تر لاسه کړ: چه هغه وړاندیز د کېنېبېک ژورنال ورځپاڼې چلوونکی او ونډه وال کېدل وو. بلېن خپلې څو رخصتۍ د خپلې ښځې په ټاټوبي ایالت مېن کې تېرې کړې وې، او د ژورنال له چلوونکو سره یې پېژندګلوي پیدا کړې وه. کله چې د یادې ورځپاڼې موسس، لوتر سېوېرانس تقاعد وکړ، له بلېن څخه وغوښتل شول تر څو دغه خپرونه د هغې له مرستیال چلوونکي جوزف بېکر سره یو ځای وپېري. هغه په چټکۍ سره ومنله، چې د پېرنې بیه یې د خپلې مېرمنې له وروڼو څخه په قرض اخیستنې سره پرې کړه په ۱۸۵۴ز کال کې، بېکر خپله ونډه جان سټېفنز ته چې یو سیمه ییز وزیر و، وروپلورله. ژورنال یوه په کلکه توګه وېګ  ورځپاڼه وه، چې د بلېن او سټیفن له سیاسي نظریو سره یې اړخ لګاوه. په یو ورځپاڼه چلوونکي د بلېن د بدلېدو پرېکړې، که څه هم چې غیر منتظره وه، نوموړی د خپل ټول حرفه یي ژوند لپاره په سیاست کې ښکېل کړ. د بلېن له لوري د ژورنال ورځپاڼې پېرنه د وېګ ګوند له سقوط او د جمهوري غوښتونکي ګوند له زېږون سره هممهاله وه، او بلېن او سټیفن په خپله ورځپاڼه کې په فعاله بڼه دغه نوي ګوند ته تبلیغات وکړل. ورځپاڼه له مالي پلوه بریالۍ وه، او بلېن ژر وکولی شول تر څو د خپلو ګټو له لارې په پېنسلوانیا او وېرجینیا کې د ډبرو د سکرو په کانونو کې پانګه اچونه وکړي، او په دې سره د خپلې راتلونکې شتمنۍ بنسټ کېږدي.[۱۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67w6mwb — subject named as: James G. Blaine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/98 — subject named as: James Gillespie Blaine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/blaine-james-gillespie — subject named as: James Gillespie Blaine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=blainej — subject named as: James G. Blaine
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://maineanencyclopedia.com/blaine-james-g/ — د نشر نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۹
  6. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  7. Muzzey، ص. 1.
  8. Crapol، ص. 1.
  9. James, Edward T.; James, Janet Wilson; Boyer, Paul S. (1971). Notable American Women, 1607-1950: A Biographical Dictionary. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674627345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rolde، ص. 28.
  11. Muzzey، صص. 2–3.
  12. McClelland، ص. 127.
  13. Rolde، ص. 47.
  14. Rolde، ص. 49.