جورج اوروېل

اریک آرتور بلېر (زوکړه د ۱۹۰۳م کال د جون ۲۵مه – مړینه د ۱۹۵۰م کال د جنوري ۲۱مه)، په خپل لقب جورج اوروېل نامتو، انګلیسی رومان لیکونکی، مقاله لیکونکی، خبریال او منتقد وو. د هغه د کارونو ځانګړتیا روښانه نثر، ټولنیز نقد، له توتالیتاریزم سره مخالفت او له ډیموکراټیک سوسیالیزم څخه ملاتړ وه.[۲۶][۲۷]

جورج اوروېل
(انګلیسي: George Orwell)
(انګلیسي: Eric Arthur Blair)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج اوروېل
جورج اوروېل

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Eric Arthur Blair)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۵ جون ۱۹۰۳[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مړینه 21 جنوري 1950 (47 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۲۱][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۲۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ [۱]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لندن
پاريس   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا (۱۹۲۷–۲۱ جنوري ۱۹۵۰)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۲۵ جون ۱۹۰۳–۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل انگریز [۲۳]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۸][۱۹]
شاعر
خبريال [۱۸]
سکرين ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۴][۲۵]
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر چارلېز ډيکېنز   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د هسپانيې کورنۍ جګړه (۳۱ ډيسمبر ۱۹۳۶–۳۰ جون ۱۹۳۷)
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج اوروېل
جورج اوروېل

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اوروېل ادبي نقد او شعر، افسانه او پولي‌میکل خبریالي تولید کړه. هغه د حیواناتو تمثیلې فارم (۱۹۴۵) ناول او د نولس سوه څلور اتیا دیستوپیاني رومان (۱۹۴۹) لیکلو له امله نامتو دی. د هغه غیر داستاني اثرونو کې، ویګان پییر ته سړک (۱۹۳۷)، د شمالي انګلستان صنعتي سیمه کې د کارګرې طبقې ژوند په هکله د هغه د تجربې مستند کول، او کاتالونیا ته درناوی (۱۹۳۸)، د اسپانیا کورنۍ جګړه کې د جمهوري خواه کنډک لپاره د هغه د سرتېري توب تجربو په هکله رپوټ (۱۹۳۶ - ۱۹۳۹) شامل دي، دې ټولو ته د سیاست او ادبیاتو، ژبې او کلتور په هکله د هغه د مقالو په توګه په کلکه درناوی کېږي.

بېلر په هند کې وزېږېد او په انګلستان کې لوی شو او زده کړې یې وکړې. له ښوونځي وروسته، هغه په برما کې یو امپراتوري پولیس شو، د انګلستان سافولک، ته له بېرته راتګ مخکې، چېرته چې هغه د جورج اوروېل په توګه خپل لیکوالۍ مسلک پیل کړ – د هغه نوم د یوه په زړه پوري ځای، د اوروېل سیند څخه الهام اخیستل شوی وو. هغه په ژوند کې کله کله خبریالي‌ کوله او همدارنګه کله چې یې په لندن کې ژوند کاوه د ښوونکي یا کتاب پلورونکي په توګه یې کار کاوه.د ۱۹۲۰مې لسیزې له وروستیو د ۱۹۳۰مې لسیزې تر لومړیو پورې، د یوه لیکوال په توګه د هغه بریالیتوب زیات شو او لومړني کتابونه یې خپاره شول. هغه د اسپانیا په کورنۍ جګړه کې ټپي شو چې انګلستان ته په بېرته راتګ کې د هغه د لومړنۍ دورې ناروغۍ لامل شو. د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د خبریال په توګه یې د بي بي سي لپاره کار کاوه. د څارویو فارم کتاب خپرول د هغه په ژوند کې د شهرت لامل شو. د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې هغه په ۱۹۸۴ باندې کار وکړ او په سکاټلنډ او لندن کې یې د جورا په منځ کې خپل مېشت ځای بدل کړ.

د اوروېل اثرونه لا هم په عامه کلتور او سیاسي کلتور باندې اغیزمن دي او د «اوروېلي» صفت – چې توتالیتر او استبدادي ټولنیز چلندونه توصیفوي – د هغه ډېری نیولوژیزمونو لکه «مشر ورور»، «فکري پولیس»، «۱۰۱ شمېرې کوټه»، «خبرونه»، «د حافظې سوری»، «دوه ګونی فکر»، او «فکري جرم» په څېر د انګلیسې ژبې یوه برخه ده. په ۲۰۰۸م کال کې، ټایمز ورځپاڼې جورج اوروېل «له ۱۹۴۵م کال راهیسې ۵۰ غوره بریټانیایي لیکوالانو» په منځ کې دوهم کس په توګه وټاکه.[۲۸][۲۹][۳۰]

ژوند سمول

لومړني کلونه سمول

اریک آرتور بېلر د ۱۹۰۳م کال د جون په ۲۵مه د برتانوي هند، بنګال په مطهري کې د «لاندنۍ منځنۍ مخ په لوړېدو طبقې» کورنۍ کې وزېږېد. د هغه غور نیکه، چارلز بېلر یو شتمن نجیب زاده کلیوال او له دورست څخه د جامایکا ورکو کروند مالک وو چې له مېرمن ماري فېن، د وسټ مورلنډ اتم آرل لور، سره یې واده وکړ. د هغه نیکه، ټوماس ریچارډ آرټور بېلر، یو انګلیسی روحاني وو او د اوروېل پلار ریچارډ والمزلي بېلر وو چې د هند د ملکي خدمتونو اپینو برخه کې یې د اپینو فرعي مرستیال په توګه کار کاوه او په چین باندې د پلورلو لپاره یې د اپینو په تولید او ساتنې باندې نظارت کاوه. د هغه مور، آیډا مېبل بلېر (کورنی نوم یې لیموزین وو)، د برما په مولمین کې، چېرته چې د هغې پلار په اټکلي پانګه اچونو مصروف وو، لویه شوه. اریک دوه خوندې لرلې: مارجوري، له هغه څخه پنځه کاله مشره؛ او آورېل، له هغه څخه پنځه کاله کشره. کله چې اریک یو کلن وو، مور یې هغه او مارجوري انګلستان ته یوړل. په ۲۰۱۴م کال کې په مطهري کې د اوروېل په پلرني کور او د هغه د زېږون په ځای د بیارغونې کار پیل شو.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

په ۱۹۰۴م کال کې، آیډا بېلر له خپلو اولادونو سره د آکسفورډ شایر په هنلي – آن – ټایمز کې مېشت شوه. اریک د خپلې مور او خوندو په منځ کې لوی شو او د ۱۹۰۷م کال په منځ کې له لنډې لیدنې پرته، تر ۱۹۱۲م کاله یې خپل پلار ونه لید. اریک په پنځه کلنۍ کې د ورځني هلک په توګه په هنلي - ټوماس کې خانقاه ښوونځي ته ولېږل شو، چېرته چې مارجوري هم حاضره وه. دا یوه رومي کاټولیک خانقاه وه چې د فرانسوي اورسولین راهبانو لخوا اداره کېدله. مور یې غوښتل چې هغه دولتي ښوونځي کې زده کړه وکړي، خو کورنۍ یې د فیس ورکولو توان نه درلود. بېلر د آیډا بېلر ورور چارلز لیموزین سره د ټولنیزو اړیکو له لارې، په ختیځ ساسکس، د ایستبورن په سنټ سیپریان ښوونځي کې د زده کړو بورسیه ترلاسه کړه. د ۱۹۱۱م کال سپټمبر رارسېدو سره، هغه د پنځو نورو کلونو لپاره په دې ښوونځي کې پاتې شوه او یوازې په رخصتۍ کې به کور ته تلو. که څه هم هغه د فیس کموالي په هکله په څه نه پوهېده، خو «ډېر ژر یې پام شو چې هغه له یوې غریبې کورنۍ څخه دی». بېلر له ښوونځي څخه کرکه لرله او څو کاله وروسته یې هلته د «خوښۍ همداسې وي» په نوم یوه مقاله ولیکله، چې د هغه له مړینې وروسته هلته خپره شوه. په سنټ سیپریان کې، بېلر د لومړي ځل لپاره له سیریل کانولي سره اشنا شو، څوک چې یو لیکوال شو او چا چې د Horizon مجلې مدیر په توګه، د اوروېل ګڼې مقالې خپرې کړې.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې، کورنۍ د آکسفورډشایر شیپلیک ته کډه وکړه، چېرته چې اریک د بوډیکوم کورنۍ، په ځانګړې توګه د هغوی لور جاسینټا سره ملګری شو. کله چې هغوی د لومړي ځل لپاره لیدنه وکړه، هغه په یوه کرونده کې په خپل سر باندې ولاړ وو. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې داسې وشول، وویل: «له دې نه چې پورته لاړ شئ که په خپل سر ودرېږئ لا ډېر درته پام کېږي.» جاسینټا او اریک شعر لوسته او لیکه او هیله یې لرله چې نامتو لیکوالان شي. هغه وویل چې کېدای شي چې د اچ جي وېلز د مډرن ښارګوټي په بڼه یو کتاب ولیکي. په دې دوره کې، هغه د جاسینټا له خور او ورور سره له ډزو کولو، کب نېونې او د مرغانو تماشا نه خوند اخیست.[۴۵]

کله چې بېلر په سنټ سیپریان کې وو، دوه شعره یې ولیکل چې د هنلي او سوېلي آکسفورډشایر په ولایتونو کې خپاره شول. هغه له کانولي وروسته د هارو تاریخ په ډالۍ کې دوهم ځای خپل کړ، د هغه کار د ښوونځي بهرني ممتحن لخوا وستایل شو او د ویلینګټون او اېټون بورسیه یې ترلاسه کړه. خو د اېټون تحصیلي بورسیې په لړلیک کې د ځای لپاره تضمین نه وو شوی، او هیڅ یو هم ژر د لاسرسۍ وړ نه وو. هغه پرېکړه وکړه چې د ۱۹۱۶م کال تر ډسمبره په سنټ سیپریان کې پاته شي، ترڅو چې په اېټون کې ورته یوځای برابر شي.[۴۶][۴۷]

په جنوري کې، بېلر په ویلینګټون کې، چېرته چې هغه د پسرلي سمسټر تېر کړل، وټاکل شو. د ۱۹۱۷م کال په مې میاشت کې په اېټون کې د پاچا څېړونکي په توګه یو ځای د لاسرسۍ وړ شو. په هغه وخت کې کورنۍ د ناټین هېل دروازې په مال چمبرز کې ژوند کاوه. بېلر د ۱۹۲۱م کال تر ډسمبره په اېټون کې پاتې شو، او ړ ۱۸ کلنۍ او ۱۹ کلنۍ عمر کې په نیمه لار کې یې هغه ځای پرېښود. بېلر جاسینټا ته وویل چې ویلینګټون «وحشیانه» وو، خو هغه وویل چې اېټون کې «علاقه مند او خوښ» وو.  د هغه اصلي ښوونکی اې اس اف ګاو، د کمبریج د ټرینیټي کالج غړی وو چې د خپل کار په وروستیو کې یې هم هغه ته مشوره ورکړه. بېلر په ځانګړې توګه د آلډوس هاکسلي لخوا فرانسوي ژبه زده کړه. اسټیون رانسیمن، چې په اېټون کې له بېلر سره وو، یادونه وکړه چې هغه او د هغه ملګرو د هاکسلي ژبنیز استعداد څخه ستاینه کوي. سیریل کالوني د بېلر پسې ایټون ته لاړ، خو له دې امله چې هغوی په بېلابېلو کلونو کې وو، له یوبل سره یې اړیکه نه لرله.[۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ISBN 978-80-971429-4-0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118590359  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11918228x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ff3rfd — subject named as: George Orwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ http://www.bbc.co.uk/history/historic_figures/orwell_george.shtml
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2186 — subject named as: George Orwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?1377 — subject named as: George Orwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=433 — subject named as: George ORWELL — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/513419 — subject named as: George Orwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/513420 — subject named as: Eric Arthur Blair — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-44801-BD-.html — subject named as: George Orwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/orwell-george — subject named as: George Orwell
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: George Orwell — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF14027
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0047827.xml — subject named as: George Orwell — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=blaire — subject named as: George Orwell
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=eric+arthur;n=blair — subject named as: Eric Arthur Blair
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2192 — subject named as: George Orwell
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/3359/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ https://cs.isabart.org/person/64116 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000010609 — subject named as: George Orwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  21. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/orwell-george — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  22. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118590359 — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  23. George Orwell — د نشر نېټه: ۴ اکتوبر ۲۰۲۲ — دوتنه: George Woodcock — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc. — د خپرولو نیټه: ۲۰ اگسټ ۲۰۲۲
  24. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11918228x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  25. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9293155
  26. "George Orwell". The British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جنوري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Gale, Steven H. (1996). Encyclopedia of British Humorists: Geoffrey Chaucer to John Cleese, Volume 1. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 823. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Robert McCrum, The Observer, 10 May 2009
  29. "Home : Oxford English Dictionary". www.oed.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 5 January 2008 باندې). The 50 greatest British writers since 1945. The Times.
  31. Crick, Bernard (2004). "Eric Arthur Blair [pseud. George Orwell] (1903–1950)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford, England, United Kingdom: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Orwell, George (February 1937). "8". The Road to Wigan Pier. Left Book Club. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Stansky, Peter; Abrahams, William (1994). "From Bengal to St Cyprian's". The Unknown Orwell and Orwell: The Transformation. Stanford, California: Stanford University Press. د کتاب پاڼي 5–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0804723428. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Taylor, D.J. (2003). Orwell: The Life. Henry Holt and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0805074734. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Chowdhury, Amlan (16 December 2018). "George Orwell's Birthplace in Motihari to Turn Museum". www.thecitizen.in (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 11 August 2014 باندې). The Indian Animal Farm where Orwell was born.
  37. "ARENA NEWS WEEK: Frank Maloney, George Orwell Museum and Giant Panda Tian Tian". BBC (په انګلیسي ژبه کي). 14 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Crick (1982), p. 48
  39. "Renovation of British Author George Orwell's house in Motihari begins". IANS. news.biharprabha.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. A Kind of Compulsion 1903–36, xviii
  41. Bowker, Gordon. "George Orwell": 21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  42. Bowker p. 30
  43. Jacob, Alaric (1984). "Sharing Orwell's Joys, but not his Fears". In Norris, Christopher (المحرر). Inside the Myth. Lawrence and Wishart. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. The Oxford Companion to Twentieth-century Literature in English. Oxford University Press. 1996. د کتاب پاڼې 517. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Buddicom, Jacintha (1974). Eric and Us. Frewin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0856320767. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Henley and South Oxfordshire Standard". 2 October 1914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  47. "Henley and South Oxfordshire Standard". 21 July 1916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  48. Jacintha Buddicom, Eric and Us, p. 58
  49. Connolly, Cyril (1973) [1938]. Enemies of Promise. London: Deutsch. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0233964881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Wadhams, Stephen (1984). "Remembering Orwell". Penguin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)