چارلېز جان هوفام ډيکېنز (۷ د فبروري، ۱۸۱۲ – ۹ د جون ۱۸۷۰) يو انگرېز ناول ليکونکی و چې د ملکه وېکټوريا د واکمنۍ په وخت کې يې ډېر شهرت ترلاسه کړی و.

چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي

برېتانيا [۱]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه ادبيات [۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
چارلېز ډيکېنز

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

چارلز جان هفام ډېکنز، د هنرونو د شاهي ټولنې غړی؛ (د ۱۸۱۲ کال د فبروري له ۷ څخه د ۱۸۷۹ کال د جون تر ۹ پورې) یو انګلیسي لیکوال او ټولنیز نیوکه کوونکی (نقاد) و. نوموړي د نړۍ ځینې غوره افسانوي څېرې یا لوبغاړي رامنځ ته کړل او د زیاتو کسانو له خوا د وېکټوریا دورې ترټولو لوی ناول لیکونکي ګڼل کېږي. د نوموړی اثارو د هغه د ژوند په اوږدو کې بې ساری شهرت ترلاسه کړ او په شلمه پېړۍ کې، نقادانو او پوهانو هغه د یو ادبي نابغه په توګه یاد کړ. د نوموړي ناولونه او لنډې کیسې نن ورځ په پراخه کچه لوستل کېږي. [۳][۴][۵]

نوموړي چې په پورټسموت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۲ کلنۍ کې ښوونځۍ پرېښوده ترڅو د بوټانو د تورلو په فابریکه کې کار وکړي چې په دې وخت کې یې پلار د پور ورکونکو په زندان کې بندي و. هغه له دریو کلونو وروسته ښوونځي ته راستون شو، چې ورپسې یې د ژورنالیست په توګه ادبي دنده پیل کړه. ډېکنز شل کاله یوه اونیزه مجله ایډیټ کړه، ۱۵ ناولونه، پنځه حکایتونه، سلګونه لنډې کیسې او غیر افسانوي مقالې یې ولیکلي، لیکچرونه یې ورکړل او په پراخه کچه یې لوستل وکړل، یو نه ستړی کېدونکی لیکونکی و او د ماشومانو د حقونو، ښوونې او روزنې او نورو ټولنیزو اصلاحاتو لپاره یې په کلکه مبارزه کوله.

د ډېکنز ادبي بریا په ۱۸۳۶ کال کې د Pickwick Papers (د پېکوېک یادښتونه) په سریالي (پرلپسې) خپرونو پیل شوه، د چې یوه خپرندویه پدیده وه - په څلورمه برخه کې د سیم ویلر د کرکټر (څېرې) له معرفي کولو څخه لویه مننه - چې د پېکوېک سوداګریز ارزښت او پایله یې ځلانده کړه. په څو کلونو کې ډېکنز یوه نړیواله ادبی څېره شو، چې د خپل خلق، طنز او د شخصیت او د ټولنې د ژور لید له امله مشهور شو. د هغه ناولونه، چې زیاتره یې په میاشتنیو یا اوونیزو برخو کې خپرېدل، د داستاني افسانو په سریالي خپرونو کې، چې د ناول خپرولو وېکتوریایي برلاسې بڼه شوه، مخکښ شو. په خپلو سریالي خپرونو کې د ځوړنده (نا معلوم) پای پر مټ یې لوستونکي ځوړند (بې پایلې) ساتل. د برخو تګلارې ډېکنز ته اجازه ورکړه چې د خپلو مخاطبینو غبرګون و ارزوي او هغه ډېری وختونه د ورته فیډبیک پر بنسټ خپل داستان او د لوبغاړي پرمختګ ته بدلون ورکاوه. د بېلګې په توګه، کله چې د هغه د مېرمنې د پښو ډاکتر په هغه تګلاره خواشیني څرګنده کړه په ډیویډ کاپرفیلډ کې آغلې ماوچر د خپلې ناتوانۍ په ښودلو کې وکاروله، ډېکنز په مثبتو ځانګړتیاو کرکټر ته وده ورکړه. د هغه داستانونه په کره توګه جوړېدل او هغه زیاتره د موضوعي پیښو عناصر په خپلو داستانونو کې ځای پر ځای کول. د بې سواده بې وزلو خلکو لویو ډلو به په انفرادي ډول پیسې ورکولې ترڅو دوی ته هره نوې میاشتنۍ برخه ولوستل شي، چې د لوستونکو ډلو لپاره هڅې او هیلې پرانیستې وي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د نوموړي د ۱۸۴۳ کال حکایت، چې د کرسمس کرول تر نوم لاندې و، په ځانګړي ډول مشهور پاتې دی او په هر هنري نسل کې خپل تطابق ته دوام ورکوي. د اولیور ټویسټ او لویې تمې هم په مکرر ډول خپل تطابق پیدا کوي او د نوموړي د زیاتره ناولونو په څېر، د ویکتوریایې لندن پخواني انځورونه راپورته کوي. د هغه د ۱۸۵۹ کال ناول، A Tale of Two Cities یا د دوو ښارونو کېسه، (چې په لندن او پاریس کې تنظیم شوې) د تاریخي افسانې ترټولو مشهور کار دی. نوموړی چې د خپلې دورې تر ټولو مشهور شخصیت و، دعامه خلکو د غوښتنې په ځواب کې، د خپل مسلک په وروستیو برخو کې د عامه لوستلو یوه لړۍ پیل کړه. د ډېکنسیان اصطلاح د هغه څه د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي چې د ډېکنز او د هغه د لیکنو، لکه ضعیف ټولنیز یا کاري شرایط، یا په شوخه بڼه ځورونکي څېرې، یادونه کوي.  [۱۲][۱۳]

سرچينې

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118525239 — د نشر نېټه: ۲۳ مارچ ۲۰۲۴
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001747 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  3. Black 2007, p. 735.
  4. Mazzeno 2008, p. 76.
  5. Chesterton 2005, pp. 100–126.
  6. Grossman 2012, p. 54
  7. Lodge 2002, p. 118.
  8. "Tune in next week". The New Yorker. 2 December 2017. Archived from the original on 1 December 2017. نه اخيستل شوی 2 December 2017.
  9. Ziegler 2007, pp. 46–47.
  10. Stone 1987, pp. 267–268.
  11. Hauser 1999, p. 116.
  12. "Oxford Dictionaries – Dickensian" Archived 26 January 2014 at the Wayback Machine.. Oxford University Press.
  13. "Dickensian | meaning in the Cambridge English Dictionary". Cambridge University Press. Archived from the original on 14 July 2018. نه اخيستل شوی 19 February 2021.