جان ټایلر (مارچ ۲۹، ۱۷۹۰ – جنوری ۱۸، ۱۸۶۲ ز ) د امریکا لسم ولسمشر و، چې له ۱۸۴۱ ز نه تر ۱۸۴۵ ز کال پورې يې خدمت کړی دی. دی په ۱۸۴۱ز کال کې د لنډ مهال لپاره د امریکا د ولسمشر مرستیال و او بیا ورپسې ولسمشر شو. هغه د مرستیال ولسمشر په توګه په ۱۸۴۰زکال کې د ولسمشر ویلیام هېنري هاریسن سره یوځای د وېګ انتخاباتي ټکټ کاندید و، چې د هاریسن د مړینې نه وروسته په خپله ولسمشر شو. هاریسن یوازې ۳۱ ورځې ولسمشري وکړه او بیا مړ شو. ټایلر د خپل ګوند سخت ملاتړی و او د ایالتونو د حقونو لپاره يې غږ اوچت کړی و، چې په هغې د غلامۍ مسئله هم راتله. هغه داسې ملتپاله سیاستونه غوره کړل، چې له امله يې د ایالتونو په واکونو يې تېری نه کاوه. ولسشمرۍ ته د هغه ناڅاپي رسېدنه د وېګ ګوند د ولسشمرۍ د لېوال هېنري کلې او نورو سیاستوالو لپاره ګواښ شوه، نو ځکه ټایلر په هغه مهال د هېواد له دوو سترو ګوندونو نه سخت ځورېده.

جان ټایلر
(انګلیسي: John Tyler د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ټایلر
جان ټایلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ مارچ ۱۷۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 18 جنوري 1862 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 6 فوټ   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند (۱۸۲۸–۱۸۳۴)[۱۱][۱۲]
ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند (۱۸۱۱–۱۸۲۸)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د متحده ایالاتو ولسمشر [۱۳] (10  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۴ اپرېل ۱۸۴۱  – ۴ مارچ ۱۸۴۵ 
ویلیام هېنري هارېسن  
جېمز کې پالک  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي [۱۱]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]
لاتين ژبه
يوناني لهجه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د ۱۸۱۲م کال جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان ټایلر
جان ټایلر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټایلر د ویرجینا ایالت په یوه نومیالۍ کورنۍ کې وزېږېد او د هغه مهال د ټولو جنوبي ایالتونو د نومتو کورنیو په څېر، دوی هم غلامان ساتل. هغه د سیاسي ګډوډیو پر مهال یوه ملي څېره شوه. په ۱۸۲۰مو ز کلونو کې، په امریکا کې د دموګراتیک-جمهوري غوښتونکي په نامه یوازې یو سیاسي ګوند و او هغه هم په څو ډلو وېشل شوی و. ټایلر په اصل کې دموکراټ و، خو د ایالتونو له خوا په بشپړ ډول د قانون نه منلو د کړکېچ (Nullification Crisis) پر مهال یې د ولسمشر انډریو جکسن مخالفت وکړ، ځکه د ولسشمر جکسن کړنې يې د ایالتونو پر حقونو تېری باله – او د بانک جګړې (Bank War) پر مهال يې د جکسن له لوري د اجرائيوي واکونو په پراخولو نیوکه وکړه. دا چاره د دې سبب شوه چې ټایلر د وېګ ګوند متحد شي. هغه د ویرجنیا ایالت د قانون جوړوونکي او والي، د امریکا د استازي او د امریکا د سناتور په توګه خدمت کړی دی. هغه د ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د وېګ ګوند له خوا د ولسمشرمرستیال لپاره یو له دوو سیمه ییزو نوماندانو نه و. هغه یو ځل بیا د ۱۸۴۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ویلیام هېنري هاریسن د وېګ ګوند په ټکټ د ولسمشرۍ مرستیال چوکۍ ته نوماند شو. د "ټیپېکانو او ټایلر" تر شعار لاندې، د هارېسن-ټایلر ټکټ برحاله ولسشمر مارټین وان بورېن ته ماتې ورکړه.

ولسمشر هارېسن ولسمشرۍ ته له رسېدو یوازې یوه میاشت وروسته وفات شو او په دې توګه ټایلر د امریکا لومړنی مرستیال ولسمشر شو، چې پرته له ټاکنو ولسمشري ورته وررسېده. که څه هم دا نامعلومه وه چې مرستیال ولسمشر دې د وفات شوي ولسشمر ځایناستی شي او که یوازې خپلې دندې ته دوام ورکړي، ټایلر سمدلاسه د ولسمشرۍ لوړه وکړه او د ولسشمر ځایناستی شو؛ په داسې حال کې چې ځينو یې د ولسمشر کېدل نه منل. ټایلر د وېګ له خوا کنټرولېدونکي کانګرس یو څو لایحې لاسلیک کړې، خو هغه د شته قانوني سندونو (په ځانګړې توګه د اساسي قانون) د ځانګړي تفسیر د شونتیا ټینګ پلوی (constructionist) و، نو ځکه يې د ملي بانک او د تعرفو د نرخونو د لوړېدو په اړه د خپل ګوند لوایح وېټو (veto) کړل. هغه په دې باور و چې د کانګرس پر ځای باید ولسمشر پالیسي وټاکي او هغه په دې لټه کې و چې، د سناتور هېنري کلې په مشرۍ د وېګ ګوند په کیسه کې نه شي. په غبرګون کې د ټایلر د کابینې ډېرو غړو ډېر ژر د هغه په دوره کې استعفا ورکړه او وېګ ګوند دی له خپل ګوند نه ویوست او پر هغه يې د "ښاغلي بخت ګل (His Accidency)" نوم اېښي و [ځکه هغه ته ولسمشري په تصادفي توګه رسېدلې او بخت يې ښه و]. ټایلر لومړنی ولسمشر و، چې کانګرس یې د قوانینو په برخه کې ویټو ته ارزښت ورنه کړ [په امریکا کې قانون داسې دی چې، که ولسمشر یو قانوني سند ویټو کړي، نو کانګرس کولای شي، همدغه سند له دوه پر درې برخو سره بیاځلي تصویب کړي او په دې توګه ویټو له منځه ځي او قانوني سند نافذېږي]. هغه په کورنیو پالیسیو کې له خنډ سره مخامخ شو، په داسې حال کې چې په بهرنۍ پالیسۍ کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې، لکه له بریتانیې سره د وبسټر-اشبرټن تړون (Webster–Ashburton Treaty) او له کوېنګ چین سره د وانګهیا تړون (Treaty of Wanghia with Qing China). ټایلر پر جوت برخلیک (manifest destiny) ټینګ باور درلود او د تګزاس یوځای کېدل يې، د امریکا د اقتصاد په ګټه ګڼل او د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو لږ وړاندې یې داسې یوه لایحه لاسلیک کړه چې، تګزاس ته یې د ایالت کېدو وړاندیز کړی و او بیا ورپسې خپلو ځمکو ته ورستون او پاتې ژوند يې هملته تېر کړ.

کله چې په ۱۸۶۱ز کال کې د امریکا کورنۍ جګړه پیل شوه، ټایلر د کنفډرانسي (Confederacy) پلوي وکړه او د خپل مرګ نه لږ وړاندې يې د کانفډرېټ د استازو جرګې ټاکنې وګټلې. ځینې پوهان د ټایلر سیاسي هوډ ستایي، خو تاریخپوهان په عمومي ډول د ده ولسمشري د ټیټې درجې هغه ګوري. نن ورځ، هغه د نورو ولسمشرانو په پرتله ډېر لږ یادېږي او د امریکا په فرهنګي حافظه کې ډېر محدود ځای لري.

ماشومتوب او زده کړې سمول

ټایلر په مارچ ۲۹، ۱۷۹۰ ز نېټه، د ویرجینا ایالت په داسې کورنۍ کې زېږېدلی دی چې غلامان يې ساتل. د خپل راتلونکي سیاسي مل، ویلیام هېنري هارېسن په څېر دی هم د ویرجنیا ایالت په چارلس سیټي کاونټۍ کې راستر شوی و او د ویرجنیا د لومړنیو کورنیو له اولادې نه و. د ټایلر د کورنۍ اصل او نسب په ۱۷مه پېړۍ کې په استعماري ویلیامسبرګ کې انګلیسي کډوالو ته رسېږي. د هغه پلار، مشر جان ټایلر نومېده، چې خلکو به قاضي ټایلر باله او د توماس جیفرسن ملګری او د کوټې انډیوال و او همدارنګه يې د ویلیام له پلار، څلورم بنجامین هاریسن سره یوځای د ویرجنیا د استازو په جرګه کې خدمت کړی دی. مشر ټایلر څلور کاله د ویرجنیا د استازو د جرګې د مشر په توګه خدمت کړی دی او وروسته د ایالتي محکمې قاضي، بیا د ویرجنیا والي او له هغه وروسته په ریچموند کې د ویرجنیا د ختیځې ولسوالۍ د امرکیا د ولسوالۍ محکمې قاضي شو. د هغه ښځه ماري ماروت (ارمیستېد)، د د نیوکېنټ کونټۍ د نمونوي ځمکوال او یوه دوره جرګې د استازي رابرټ بوت ارمیستېد لور وه. هغه په ۱۹۷۹ ز کال کې د زړه درېدو له امله هغه مهال مړه شوه، چې یوازنی جان زوی یې اووه کلن و. [۱۴][۱۵][۱۶]

ټایلر له خپلو دوو وروڼو او پنځو خویندو سره یوځای په ګرینوې ځمکو کې راستر شو. هلته په یوه پنځه کیلومتره مربع ماڼۍ ته ورته کور کې اوسېدل، چې شپږ کوټې يې درلودې او پلار يې جوړ کړی و. غلامانو په ځمکو کې غنم، غلې دانې او تنباکو کرل. د ټایلر روغتیا ډېره ښه نه وه، ډنګر نری و او تل به اسهال و. په دولس کلنۍ کې ټایلر د خپلې کورنۍ له دود دستور سره سم د ویلیام او ماري د کالج په آمادګۍ څانګه کې شامل شو. ټایلر په ۱۸۰۷ ز کال کې د ۱۷ کلونو په عمر د یاد ښوونځي د کالج  برخې نه فارغ شو. ټایلر دآډم سمېټ د ملتونو شتمني کتاب ولوست چې د هغه په اقتصادي لیدلوري يې اغېز درلود. د ټایلر ټول عمر د ویلیام شکسپیر سره جوړه وه. پادري جېمز ماډېسون د کالج مشر چې د امریکا د راتلونکي ولسمشر همنومی و، د ټایلر معنوي پلار او روزونکی و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

له فراغت نه وروسته، ټایلر له خپل پلار نه حقوق ولوستل، بیا ایالتي قاضي شو او وروسته د امریکا د پخواني لوی څارنوال اېډمونډ رانډولف سره قاضي شو.[۲۱]

ځمکوال او حقوقپوه سمول

ټایلر په ۱۹ کلنۍ کې د ویرجنیا د حقوقپوهانو او مدافع وکیلانو ټولنې ته ننوت (حال دا چې د مناسبو شرایطو د لرلو لپاره ډېر ځوان و، خو بیا هم قاضي د هغه عمر په پام کې ونه نیو). هغه مهال د ده پلار د ویرجنیا والي و (۱۸۰۸-۱۸۱۱ ز) او ځوان ټایلر د همدې ایالت په مرکزرېچمونډ کې خپل حقوقي کاروبار پیل کړ. د ۱۸۱۰ ز فډرال سرشمېرنې ښيي چې: یو "جان ټایلر" (په احتمالي توګه د هغه پلار) په رېچمونډ کې اته تنه، په ګاونډ هېنریکو کاونټۍ کې پنځه کسه او په چارلس سیټي کاونټۍ کې ۲۶ تنه غلامان لرل. [۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۸۱۳ زکې چې په همدې کال د هغه پلار هم مړ شو، ځوان ټایلر د ووډبارن ځمکې وپېرلې او تر ۱۸۲۱ ز پورې په کې واوسېد. [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118803034  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121844877 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Tyler — subject named as: John Tyler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6833rjr — subject named as: John Tyler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1331 — subject named as: John Tyler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32308.htm#i323075 — subject named as: John Tyler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/tyler-john — subject named as: John Tyler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0068093.xml — subject named as: John Tyler — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=tylerj — subject named as: John Tyler, Jr.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=tyler;oc=1 — subject named as: John Tyler
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ https://www.whitehouse.gov/about-the-white-house/presidents/john-tyler/
  12. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Tyler — سرليک: Encyclopædia Britannica
  13. John Tyler — د نشر نېټه: ۹ مې ۲۰۱۸
  14. Affairs of State: The Untold History of Presidential Love, Sex, and Scandal, 1789–1900 by Robert P. Watson, Lynn University, 2012. Pg. 203
  15. The World Almanac & Book of Facts. Newspaper Enterprise Association. 1949. د کتاب پاڼې 110. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Chitwood, pp. 4–7, 12; Crapol, pp. 30–31.
  17. Chitwood, pp. 10–11; Crapol, p. 30.
  18. Leahy, pp. 325–26.
  19. Seager, p. 48.
  20. Chitwood, pp. 14–18; Crapol, pp. 31–34; Seager, p. 50.
  21. Chitwood, pp. 20–21; Crapol, pp. 35–36.
  22. 1810 U.S. Federal Census for Richmond (independent city), Virginia p. 70 of 71, though header missing, and p. 63 appears "Jno. Taylor"
  23. 1810 U.S. Federal Census for Henrico County, Virginia, name on p. 23 of 44 appears nonresident on ancestry.com
  24. 1810 U.S. Federal Census for Charles City County, Virginia, name does not appear on damaged p. 1 of 24 linked on ancestry.com
  25. Virginia Historic Landmarks Commission Staff (April 1977). "National Register of Historic Places Inventory/Nomination: Woodburn" (PDF). د کتاب پاڼې 3. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 12, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The Enslaved Households of President John Tyler". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. 1820 U.S. Federal Census for Charles City County p. 5 of 13 at ancestry.com