جان ون نايمن

جان ون نايمن (۲۸ دسمبر ۱۹۰۳ز – ۸ فبروري ۱۹۵۷ ز) يو هنګري توکمی امریکايي رياضي پوه، فزيک پوه، کمپيوټر ساينس پوه، انجنير او ټولنپوه و. ون نايمن د خپل وخت تر ټولو مخکښ رياضي پوه په توګه پېژندل شوی او ويل کېدل چې هغه د سترو رياضي پوهانو وروستی استازی د ی. هغه سوچه او تطبیقي علوم سره يوځای کړل.[۲۱][۲۲]

جان ون نايمن
(مجارستانی: margittai Neumann János Lajos د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ون نايمن
جان ون نايمن

د شخص معلومات
زیږون نوم (مجارستانی: Neumann János Lajos د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۸ ډيسمبر ۱۹۰۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
بوډاپسټ [۱۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 8 فبروري 1957 (54 کاله)[۱][۱۴][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هنګري
د امریکا متحده ایالات (۱۹۳۷–)[۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فزيک پوه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هنګري ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هنګري ژبه [۱۷]
فرانسوي
آلماني ژبه [۱۷]
لاتين ژبه
يوناني لهجه
انگليسي [۱۸][۱۹][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شمېرپوهنه [۲۰]
پنځپوهنه [۲۰]
د لوبی نظریه [۲۰]
د سيټ نظريه [۲۰]
سولګرپوهنه [۲۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ون نايمن د رياضياتو (د رياضياتو بنسټونه، عملي شننې، ايرګوډيک نظريه، د استازولۍ نظريه، تطبيقيي الجبر، هندسه، ځای پېژندنه او شمېريزې شننې)، فزيک (کوانتمي ميکانيک، د اوبو د ځواک علم «هايډرو ډايناميک» او د کوانتم حسابي ميکانيک)، اقتصاد (د لوبې نظريه، محاسبه (ون نايمن معماري، خطي پروګرام جوړول، خپله تکرارېدونکي ماشينونه، تصادفي حساب) او شمېرو په ګډون، په ډېرو برخو کې سترې مرستې وکړې. د تطبيقي شننې د پرمختګ په برخه کې د کوانتم ميکانکس لپاره د عملياتي نظريې د عملي کېدو په برخه کې، هغه د دې ډګر له مخکښانو څخه یو و، د لوبې په نظريه او د حجروي خپلچاري ماشينونو د نظرياتو په برخه کې يو مهم شخص و، نړيوال جوړوونکی (يو پېچلی ماشين دی) او برېښنايي کمپيوټر.

ون نايمن په خپل ژوند کې له يو سل او پنځوسو زياتې لیکنې خپرې کړې، نيمايي يې د اسانه رياضياتو په اړه، شپېته یې د تطبيقي رياضياتو په اړه، شل يې په فزيک کې او پاتې يې د ځانګړو رياضياتي معادلو يا نا رياضي موضوعاتو په اړه دي. د هغه وروستی کار، يو نيمګړی په لاس ليکل شوی اثر و، کله چې هغه په روغتون کې و، وروسته همدا لیکنه، په کتابي  بڼه د «کمپيوټر او دماغ» په نوم خپره شوه.[۲۳]

د خپل ځان په څېر د بل شي د جوړولو د جوړښت په اړه د هغه شننه، د ډي اين ای د جوړښت له کشف وړاندې وه. د هغه د ژوند د حقيقت په اړه يو لنډ ليکلړ کې چې هغه خپله د ساينس ملي اکاډمۍ ته سپارلی و، نوموړی ليکي: «زما هغه کار چې زه يې تر ټولو مهم بولم، د کوانټم ميکانيزم په اړه و، کوم ته چې په ۱۹۲۶ ز کال کې په ګوټينګم کې او ورپسې نور کارونه دا دي: په ۱۹۲۷-۱۹۲۹ ز کلونو کې په برلين کې وده ورکړل شوه. همدا راز د کړنلارې د نظريې په بېلا بېلو ډولونو زما کار، په ۱۹۳۰ز برلين او بيا په پرينسټن ۱۹۳۵۰ز او ۱۹۳۹ زکې، همدا راز د ايرګوډيک پر نظريه پرنيسټن   ۱۰۳۱-    ۱۹۳۲ ز».

د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال، ون نايمن د مينهاتن په پروژه له نظري فزيکپوه اډوارډ تيلر، رياضي پوه ستانيسلاو اولام او نورو سره يو ځای کار وکړ، په هستوي فزيک کې د هستوي تودوخې د غبرګونونو او هايډروجيني بمونو په برخه کې يې ټینګ اقدامات وکړل. په هستوي چاودېدونکو وسلو کې کارېدونکو چاودېدونکو لينزونو ته يې پراختيا ورکړه او د چاوديونکو توکو د ځواک د اندازې لپاره د « کيلو ټن» (ټي اين ټي) اصطلاح رامنځته شوه. له جګړې وروسته، هغه د متحده ايالاتو د اتومي انرژۍ په کميسيون کې د عمومي سلاکارۍ په کمېټه کې دنده تر سره کړه، د متحده ايالاتو د هوايي ځواک د پوځ د بالاسټيک څېړنيز لابراتوار، د وسله وال پوځ د ځانګړړو وسلو پروژې او د لانس ليورمورلابراتوار په څېر ادارو په برخه کې يې مشورې وکړې. د هنګري د يوه کډوال په توګه هغه اندېښنه درلودله، چې شوروي به هستوي فوقيت تر لاسه کړي، هغه د دوه اړخيزې ويجاړۍ د ضمانت تګلارې ته وده ورکړه، تر څو د وسلو سيالي محدوده کړي.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه سمول

کورنۍ مخینه(شالید) سمول

ون نايمن په يوه شتمنه، با کلتوره او غیر مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی و، اصلي نوم يې « Neumann János Lajos» دی. په هنګري ژبه کې د کورنۍ نوم لومړی ليکل کېږي او دهغه اصلي نوم په انګليسي ژبه کې د جان لويس سره برابر دی.

ون نايمن د هنګري سلطنت په بوداپست کې زېږدلی و، چې هغه مهال د اتريشي-هنګري سترواکۍ برخه وه. د خپلو درې وروڼو مشر و، دوه کشران  وروڼه يې هر يو ميهلي (په انګليسي کې ميشل ون نايمن: ۱۹۰۷-   ۱۹۸۹ ز) او ميکلاو (ميکولاس ون نايمن ۱۹۱۱-۲۰۱۱) وو. پلار يې نايمن ميکسا (ماکس ون نايمن ۱۸۷۳۰۱۹۲۸) د بانک کار کوونکی و او په قانون کې يې  د دوکتورا سند درلود. هغه له بوداپست څخه د ۱۸۸۰ ز کلونو په پای کې «پکس» ته کډه شو. د ماکس پلار او نیکه دواړه په «اونډ» کې زېږېدلی وو(اوس د سيرنکس يو ښار دی)، د هنګري شمال «زمپلين» ولسوالۍ. د جان د مور نوم کين مارګيټ (انګليسي کې: مارګريټ کين) و، د هغې پلار جان کين او مور يې د مايسليز د کورنۍ څخه کاتالين مايسليز وه. د کين د کورنۍ درې نسلونه په بوداپست کې د «کين هلر» د دفترونو د پاسه سترو اپارتمانونو کې اوسېدل، د ون نايمن کورنۍ په تر ټولو لوړ پوړ کې د اتلس خونو يو اپارتمان نيولی و. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ۱۹۱۳ ز کال د فبرورۍ په شلمه نېټه، سترواک فرينز جوزف، د اتريشي-هنګري سترواکۍ لپاره د خدمتونو په پاس، د جان پلار د هنګري د اشرافو طبقې ته لوړ کړ. په همدې اساس نايمن کورنۍ د مارګيټي ميراثي نوم تر لاسه کړ، (اوس د رومانيې مارګيتا). دې کورنۍ له ياد ښار سره هېڅ اړيکې نه درلودلې، دا نوم مارګيټ ته په اشارې سره غوره شو، لکه څنګه چې د هغوی انتخابي نښې درې داودي ګلان درلودل. د نايمن جينس نوم، په مارګيټيا نايمن جينس واوښت (جان نايمن دی مارګيټي)، وروسته هغه دا نوم په الماني ژبه بدل کړ چې «جان ون نايمن» لوستل کېږي. [۳۰]

نابغه ماشوم سمول

ون نايمن په کوچنيتوب کې نابغه و. په شپږ کلنۍ کې هغه کولای شول، دوه اته شمېريز عددونه په خپل سر کې ووېشي او په لرغونې يوناني ژبه يې خبرې کولای شوی. کله چې شپږ کلن و، نايمن وليدل چې مور يې بې موخې يو ځای ته ځير ده، له هغې يې وپوښتل «څه شی شمېرې؟ ».[۳۱][۳۲][۳۳]

کله چې دوی ځوانان و، روزونکو به نايمن، د هغه وروڼو او د اکا زامنو ته روزنه ورکوله. د نايمن پلار باور درلود چې د دوی له اصلي هنګري ژبې پرته د نورو ژبو زده کړه هم اړينه ده، په همدې اساس کوچنيانو ته په انګليسي، فرانسوي، الماني او ايټالوي ژبه کې زده کړې ورکول کېدې. په اته کلنۍ کې، ون نايمن له تفاضلي او بې کسره حسابونو سره بلد و، خو هغه په ځانګړي ډول په تاريخ کې لېوالتيا درلودله. هغه د ويلهلم اونکن د شپږ څلويښت جلدي د نړۍ تاريخ Allgemeine Geschichte in Einzeldarstellungen (يعنې په مونوګراف کې عمومي تاريخ) له لارې ولوسته. په کتابتون کې د دې کتاب يوه نسخه وه چې ماکس رانيولی وه. د اپارتمان له يوې خونې کتابتون او د لوست کوټه جوړه شوې وه، چې له چت څخه تر غولي پورې پکې د کتابونو المارۍ اېښودل شوې وې.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

ون نايمن په ۱۹۱۴ ز کال کې په Lutheran Fasori Evangélikus Gimnázium ښوونځي کې داخل شو. يوګين وينګر له ون نايمن څخه په لوتيرين ښوونځي کې يو کال مخکې و او ډېر ژر د دواړو ملګرتيا شوه. دا په بوداپست کې يو له غوره ښوونځيو څخه و او د اشرافو لپاره د جوړ شوي ځلانده ښوونيز نظام یوه برخه وه. په هنګري نظام کې، ماشومانو ټولې زده کړې په يوه ښوونځي کې تر لاسه کولې. د هنګري ښوونځيو نظام داسې نسل وروزلو، چې د فکري لاسته راوړنو لپاره پېژندل کېده، په کومو کې چې تيودور ون کارمان (په ۱۸۸۱ کې  زېږېدلی و. جورج دو هوسي (په ۱۸۸۵ ز کې زېږيدلی)، مايکل پولاني (په ۱۸۹۱ کې زېږېدلی)، ليو زيلارد (په ۱۸۹۸ کې زېږېدلی)، ډينيس ګابور (په ۱۹۰۸ کې زېږېدلی)، يوجين ويګنر (په ۱۹۰۲ کې زېږېدلی)، ايډوارډ ټيلر (په ۱۹۰۸ کې زېږېدلی) او پال اردوس (په ۱۹۱۳ کې زېږېدلی) شامل وو. ځینې وخت دوی ټول د (ماريټن) په نوم پېژندل کېدل.[۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118770314  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11917576c — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11917576c — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Biografisch Portaal van Nederland ID: http://www.biografischportaal.nl/persoon/99135541 — subject named as: John von Neumann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v69kqh — subject named as: John von Neumann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7333144 — subject named as: John von Neumann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3632 — subject named as: John Von Neumann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00002055 — subject named as: John von Neumann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/neumann-john — subject named as: John Neumann
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0045864.xml — subject named as: Johannes von Neumann — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=von+neumann — subject named as: John von Neumann
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://imstat.org/scientific-legacy-database/ — د نشر نېټه: ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۲ — خپرونکی: Institute of Mathematical Statistics
  13. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Нейман Джон фон — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  14. پیوستون : 118770314  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Нейман Джон фон — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20030402008 — د نشر نېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳
  16. John von Neumann — خپرونکی: National Academy of Sciences
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/60932707
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917576c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20030402008 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  20. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20030402008 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  21. Dieudonné 2008، ص. 90.
  22. Rèdei 1999، ص. 3.
  23. Doran او نور 2004، ص. 8.
  24. Doran او نور 2004، ص. 1.
  25. Macrae 1992، صص. 44–45.
  26. Macrae 1992، ص. 39.
  27. Macrae 1992، صص. 38–42.
  28. Macrae 1992، صص. 37–38.
  29. Dyson 1998، ص. xxi.
  30. Macrae 1992، صص. 57–58.
  31. Mitchell 2009، ص. 124.
  32. Schneider، Gersting او Brinkman 2015، ص. 28.
  33. Henderson 2007، ص. 30.
  34. Halmos, P. R. (1973). "The Legend of von Neumann". The American Mathematical Monthly. 80 (4): 382–394. doi:10.2307/2319080. JSTOR 2319080. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Blair 1957، ص. 90.
  36. Macrae 1992، ص. 52.
  37. Macrae 1992، صص. 46–47.
  38. Doran او نور 2004، ص. 3.
  39. Macrae 1992، صص. 32–33.
  40. Macrae 1992، صص. 70–71.