بوهمیایي واکمني
کې
České království چېکي پاچايي | ||||
| ||||
نښان | ||||
پلازمینه | پراگ | |||
دین | ||||
دولت | پاچايي | |||
پاچا | اوتاکار ۱ (لومړۍ) | |||
چارلز ۳ (وروستی) | ||||
تاریخ | ||||
- پیل | ۱۱۹۸ زېږديز | |||
- پای | ۱۹۱۸ زېږديز |
چېکي پاچايي (په چېکي: České království) د ۱۱۹۸ کال څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې په منځني اروپا کې د بوهيميا په سیمه کې یو تاريخي هېواد او د بوهیمیا رسمي نوم وو چې په ۱۱۹۸ کال کې د آلماني پاچا فیليپ سواب لخوا په رسميت پېژندل شوه او په ۱۲۱۲ کال کې د پاپ اينوسینټ ۳ او امپراتور اتوي ۴ لخوا په رسمي ډول تاييد شوه. دغه پاچايي تر ۱۸۰۶ کال پورې د مقدس رومي امپراتوري او د ۱۸۰۶ کال څخه تر ۱۸۶۸ کال پورې د اتریش امپراتوري او د ۱۸۶۸ کال څخه تر ۱۹۱۸ پورې د اتریش - مجارستان امپراتوري یوه برخه وه. د چېک پاچايي په رسمي ډول په ۱۹۱۸ کال کې تباه شوه او د چکوسلواک جمهوريت په رسمی ډول اعلان شوه.
تاريخ
سمولپه ۱۱۹۸ کال کې آلماني پاچا فيلیپ سواب د چېکي حکمران پښيميسل اتاکار ۱ د سیاسي ملاتړ په اساس د مقدس رومي امپراتور په توگه وټاکل شو. کله چې فيليب سواب د مقدس پر رومي تخت کښېناست نو د چېکی حکمرانانو لپاره د پاچا ارثي عنوان یی تایید کړ. په ۱۲۱۲ کال کې پاپ ایوسینټ ۳ خاصي ستد چېکی پاچا ته ورکړ چې په بوهیمیا کې په رسمی ډول چېکي پاچايي یی هم تایید کړ.
د پښيميسلانو واکمني
سمولکله چې پښیميسل اوتاکار ۱ رسما چېکي پاچا سو نو په چېکي هېوادونو کې اقتصادي او سیاسی پراختیا پېل شوه. د پږیمیسل اوتاکار زوی واتسلاف ۱ او وروسته لمسی پښيميسل اوتاکار ۲ د سیاست او وسلو په مرسته چېکی پاچایی پراخه وکړه. په دی وخت کې بوهیمیا، آلمان، اتریش، پولنډ او مجارستان د چېکی حکمرانانو په لاس کې وو. کله چې پښيميسل اوتاکار ۲ په ۱۲۷۸ کال کې په اتریش کې د نیدراسترایش په جگړه کې کې ووژل شو نو د پښيميسلانانو حکومت په مرکزي اروپا کې زوال ته ورسېدله او د واتسلاف ۳ تر مړينې وروسته د لوگزامبورگیانو حکمرانان چېکي پاچايي تاج لاس ته راغله.
د لوگزامبورگیانو واکمني
سمولپه ۱۳۱۰ کال کې یان لوگزامبورگ د واتسلاف ۲ د لور سره واده کړه او چېکي پاچا په توگه وټاکل شو. یان لوگزامبورگ پیاوړی حکمران او سالار وو. خو په ۱۳۳۹ کال کې د سترگو رنځ په سبب ړوند شو او په ۱۳۴۶ کال کې د کرسی په جگړه کې مړ شو. په ۱۳۴۶ کال کې د یان لوگزامبورگ تر مړينې وروسته زوی یی کارل ۴ چېکي پاچا شو. کله چې کارل ۴ پر چېکي تحت کښېناست نو د چېکي پاچايي بیا جوړول یی پېل وکړ. په ۱۳۴۴ کال کې په پراگ کې د لوی اسقف مذهبی مرکز او د مقدس ویټوس کلیسا جوړې کړې او د کارل۴ په سپارښتنې نوی پاچایی تاج جوړ شو. په ۱۳۴۷ کال کې په پراگ کې چېکی پوهنتون جوړ شو چې په اوس وخت کې د کارل پوهنتون یا د چارلز پوهنتون په نوم یادېږي. په ۱۳۴۷ کال کې د پراگ ته نژدې د کارلشتین کلا جوړه شوه چې د چېک امپراتوری د تاج د پټولو لپاره کارېده. په ۱۳۵۷ کال کې په پراگ کې یو مشهور پل جوړ شو چې په اوس وخت کې د کارل پل یا د چارلز پل په نوم یادېږي. کله چې کارل ۴ په ۱۳۵۵ کال کې د مقدس رومي امپراتور شو نو پراگ د سیاسي او ثقافتي مرکز شو. په دي وخت کې چېکي پاچايي اوج ته هم ورسېدله. په ۱۳۷۸ کال کې د کارل ۴ زوی واتسلاف ۴ چېکي پاچا شو. خو واتسلاف ۴ د کارل ۴ په مقابله کې ډیر نالایق پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری او پېغلې خوښ کړ. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی یان هوسوو. په پراگ کې په یوه کلیسا کې د کاتولیک د روحانیونو انتقاد وکړ. یان هوس خلکو ته وویل چې د کاتولیک روحانیونه او چېکی اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او دغه روحانونو پر خلکو ظلمنه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت وکړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېدل نو روحانیونو یی ونیول. د یان هوس تر نیولو وروسته د کاتولیک روحانیونو وویل چې یان هوس کافر دی. د يان هوس تر مړینې وروسته په هوهیمیا کې مذهبي سترونزې پېل شول. کله چې واتسلاف ۴ په ۱۴۱۹ کال کې ه دنیا سترگې پټې کړی نو په چېکي پاچايي مذهبي جگړه پېل شوه. د واتسلاف ۴ ورور زيکموند لوگزامبورگ غوښتل چېکي پاچايي تاج لاس ته راغلي او د دي لپاره پر چېکي پاچايي باندي یی بريد وکړ خو پوځ یی ّپه پراگ کې ماته وخورله.
د هوسیانو غورځنگ
سمولد هوسیانو غورځنگ په ۱۵ پېړی کې په چکي پاچايي کې یو مذهبي غورځنگ وو چې د کشیش يان هوس د پلويانو لخوا جوړ شو او دغه غورځنگ د یان هوس تر شهادت وروسته په ۱۴۱۵ کال کې د چک پاچایی بېلا بېلو سیمو ته پراخ شو. د هوسیانو قوماندان یو چېکي پوځي سالار یان ژيژکا وو. پوځ یی یوازې د کشیشانو او غریبو خلکو څخه جوړ شوی وو. هوسیانو غوښتل چې کلتولیکي کلیسا اصلاح کړي او روحیانو او کشیسانو ته چې د خدای د قانونو په مطابق ژوند نه کول، سزا ورکړي. د هوسیانو انقلاب په ۱۹۱۴ کال کې په پراگ کې پېل شو. په ۳۰ جولای ۱۴۱۹ کال کې هوسیانو پرښارولی دفتر باندي یرغل وکړل او څو ماموران یی ووژل. کله چې چکي پاچا واتسلاف ۴ مړ شو نو ورور یی زیکمونډ چکې پاچا په توگه وټاکل شو. خو خلگو او هوسیانو د زیکمونډ انتخاب رد کړل او د زیکمونډ پر ضد یی هم قیام وکړل. په ۱۴۱۹ کال کې د نېکميږ ته نژدې د زیکمونډ پوځ د هوسیانو ځواکونو سره ونښتل او هوسیانو د زیکمونډ پوځ ته ماته ورکړه. په ۱۴۲۰ کال کې پاپ مارتين ۵ د صلیبيانو پوځي عملیات د هوسیانو پر ضد اعلان وکړ. په ۱۴ جولی ۱۴۲۰ د صلیبیانو پوځ پراگ ته ورسېده صلیبیانو غوښتل پرگ محاصره وکړي خو پوځ یی ماته وخورله. د هوسیانو قیام په ۱۴۳۷ کال کې پای ته ورسېده په ۱۳۳۴ کال کې د ليپاني په جگړه کې د هوسیانو افراطي ډله د چېکو اشرافانو لخوا ماته وخوړله. کله جی په ۱۴۳۷ کال کې چېکی او مجارستانی پاچا زیکمونډ له دنیا سترگی پټی کړی نو د کاتوليکو او پروټېﺉټانتو اشرافانو په منځ کې نوي مذهبی جگړه بیا بېل شوه. په ۱۴۴۸ کال کې کاتولیکيانو ماته وخوړله او یرژي پوديېبراد چېکي پاچا شو. یرژي پوديېبراد په بوهیمیا او خارجی هېوادونو کې بریالی، قدرمن او محترم حکمران وو. خو ځینو آلمانو کاتولیکیانو چېکي پاچا ته په بده سترگه کتل او د پاچا په هکله یی وویل چې کافر دی په ۱۹۶۳ کال کې کاتوليکو اشرافانو د پاپ د پوځو مرستو سره د پاچا پر ضد قیام وکړل خو قیام یی ماته وخوړله. چېکي پاچا یرژي پوديېبراد په ۱۴۷۱ کال کې په پراگ کې له دنیا تېر شو.
د ياگېلونیانو حکومت
سمولپه ۱۴۶۹ کال کې د اواوموڅ په ښار کې مجارستانی حکمران د کاتوليکو اشرافانو لخوا د چېکي پاچا په توگه وټاکل شو. خو په بوهیمیا کې اشرافانو انتخاب یی رد کړل او د دی لپاره په ۱۴۷۱ کال کې پولنډي پاچا ولاديسلاف یاگېلون چېکي پاچا شو. ولاديسلاف یاگېلون په بوهيمیا کې د جوړولو کارونه پېل وکړ. په دي وخت کې د پراگ په کلا کې د ولاديسلاف هال او د راکوفنیک ښار ته نژدې کږيوکلاټ کلا جوړه شوه. زوی یی لایوش ۲ یاگېلون په ۱۵۲۶ کال کې چېکي پاچا شو خو په ۱۵۲۶ کال کې د موهاچ (مجارستان) په جگړې کې د عثمانیانو پوځ لخوا ووژل شو. لایوش ۲ یاگېلون تر مړينې وروسته فرديناند ۱ د هابسبورگ چېکي پاچا شو.
د هابسبورگيانو واکمنی
سموللایوش ۲ یاگېلون په ۱۵۲۶ کال کې د موهاچ په جگړه کې مړ شو او تر مړینې یی وروسته چېکي تاج د هابسبورگيانو د حکمرانانو لاس ته ورغلی. فرديناند ۱ د هابسبورگیانو د کورنی څخه لمړنی پاچا وو چې د چک پر شاهی تخت باندي کښېناست. هابسبورگيانو په بوهيميا کې د کاتوليکي کلیسا څخه ملاتړ کول او د چېکي پروټسټانټ مذهبي ډلې لکه د هوسیانو دين، لوتریانیسم او د ورورونو وحدت یی ظلم کول. په ۱۵۷۶ کال کې رودلف ۲ هابسبورگ چېکي پاچا شو. سره له دي چې رودلف ۲ پیاوړي حکمران نه وو خو د هابسبورگيانو په واکمنی کې د هنر او علمونو سره یی ملاتړ وکړ او د دي لپاره هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. ودلف په پراگ کې ښایسته او قیمتی ټولونه هم ټول کړ. په دی وخت کې پراگ بیا د مقدس رومی امپراتوري مرکز شو. په ۱۶۱۷ کال کې فېرديناند ۲ چېکي پاچا شو. د هابسبورگیانو پاچا فردیناند ۲ استبدادی حکمران وو چې پر چېکیانو یی ډېر ظلمونه کاوه او د چکي اشراقو حقوق یی هم اغماض کاوه. د دي لپاره په ۱۶۱۸ کال کې په پراگ کې چکي پروټسټانټي اشرافو د هابسبورگیانو د حکومت پر ضد قیام وکړل. په ۲۳ اپریل کې چېکی اشرافانو پر پاچايي ادارې باندي یرغل وکړل او څو مامورانو د کړکی څخه یی وچاول. د چکي اشرافانو تر قیام وروسته په اروپا کې د دېرش کالو جگړه بېل شوه. د سپين غر تر جگړې وروسته چېکي اشرافان، کشیشان او پوهانان د هابسبورگيانو لخوا ظلم شول او څو چکی اشرافانان هم ووژل شول. په دی وخت کې د هابسبورگيانو حکومت پر غریبو خلکو لوی فشار اچول او نور مذهبونه پرته له کاتوليکي مذهت نه یی منع کول. په ۱۷۸۰ کال کې یوسیف ۲ د هابسبورگيانو حکمران شو. یوسیف ۲ اصلاح کوونکي امپراتور وو چې خلکو ته انجیلی مسیحیت یهوديت د اعتراف كولو یی اجازت ورکړ او اجرا او شکنجې یی منع وکړ. په ۱۸ پېړی کې لمړني چېکي ورځپانې نشر شوې وې. په دي وخت کې د چېک د ژبی ترقی بیا پېل شوه. په ۱۹۱۴ کال لمړني نړیواله جگړه پېل شوه او تر جگړې وروسته په ۱۹۱۸ کال کې د چکوسلواکيا جمهوريت جوړ شو.