چېکيان

چېکيان (په چېکی ژبې کې:Češi) یو د لویدیځی سلاوی قوم دی چې په ځانگړی ډول په مرکزی اروپا کې ژوند کوی. دغه قوم په چیکی ژبې خبری کوی او ۱۲ میلیونه تنه لری. چېکیان په ځانگړی ډول مسیحیان دي.

د چېک قوم
Češi
د ټولو وګړو شمېر
د ۱۱-۱۲ ميليونه په شاوخوا کې
د يادولو وړ سيمې
چېک جمهوريت چېک جمهوريت 6,732,104[۱]
کينډۍ:United States 1,462,000 [۲]
(including German Bohemians)
Flag of Canada.svg کاناډا 98,090 (2006)[۳]
Flag of Italy.svg ایټاليا 80,000-90,000
Flag of the United Kingdom (1-2).svg انگلستان 30,000–90,000
Flag of Germany.svg جرمني 20,000–50,000
Flag of Slovakia.svg سلواکيا 46,000
Flag of Argentina.svg ارجنټاين 38,000
Flag of Australia.svg آسټراليا 21,196[۴]
Flag of Austria.svg اتريش 20,000
د کينډۍ پته ترلاسه شوه: کينډۍ:CHE 20,000
کينډۍ:اوکراين 11,000
Flag of France.svg فرانسه 10,731 (1990)
کينډۍ:HRV 10,510 (2001)
کينډۍ:ISR 8,000
سويډن سويډن 7,175 (2001)
Flag of Ireland.svg آيرلېنډ 5,278[۵]
Flag of Spain.svg اسپانیا 5,622 (2006)
کينډۍ:Russia 5,000–6,000
Flag of Brazil.svg برازيل 450,000[۶]
کينډۍ:NLD 3,500
کينډۍ:ROU 3,339 (2002)
Polonia پولېنډ 3,000
کينډۍ:ZAF 2,300
کينډۍ:SRB 2,211 (2002)
کينډۍ:MEX 2,000
Flag of Bosnia and Herzegovina.svg بوسنيا او هرزه ګونيا 600–1,000[۷]
بلغاريه بلغاريه 436
ژبې

چیکی ژبه

مذهب

بي مذهب 59%, رومن کاتوليک 26.8%, پروتېستانت 2.1%, چېک اورتودوکس (27,000) نور 3.3%, ناڅرگند 8.8%[۸]

اړونده توکم ډلې

نور سلاويان, په ځانگړې ډول نور لوېديځ سلاويان[۹]
سلاويانو ته تر ډېره اړوند کيږي[۱۰]

تاریخ

د تاریخ پوهانو په نظر چېکیان د لوېدېځ د سلاوی قبایلو څخه دی چې په پنځمه پېړۍ کی د آسیا څخه منځنی اروپا ته راغللې. په لسه پېړۍ کی د پښيميسل حکمرانان چېکی قبایل توحید کړ او د موراوا تر نیولو وروسته یی په مرکزی اروپا کی قوی دولت جوړ کړ. په ۱۳ پېړۍ کې د پښيميسل اوتاکار ۱ د حکومت په وخت کې د چېک حکمراني د چېک په پاچایی تبدیل شو. په دی وخت کی د چېک د پاچایی لوېدېځی سیمې د آلمانیانو لخوا هم آبادې شوې. د دی په سبب تقریپا ۱۰،۰۰۰ چېکیان آلمانی ټبره دي. د پښيميسل اوتاکار ۲ د حکومت په وخت کی د چېک پاچایی اوج ته ورسېده. پښيميسل اوتاکار ۲ د چېک امپراطوری پراخه کړه او په مرکزي اروپا کې یی قوی او لوی دولت جوړ کړ. په ۱۴ پېړۍ کې چېک پاچایی د لوکسنبورگ د حکمرانانو په لاس کې وه. د هغو حکمرانانو څخه پاچا کارل ۴ تر ټولو مشهور حکمران وو. د پاچا کارل ۴ د حکومت په وخت کی د پراگ پایتخت ثقافتی تعلیمی او سیاسی مهم مرکز وو. د ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې د چېک پاچایی د هابسبورگ د حکمرانانو په لاس کې وو. د هابسبورگ حکمرانان پر چېکیانو باندی ډېر ظلمونه کول او په دی وخت کې آلمانی ژبه رسمی ژبه وه. د هابسبورگ حکمرانان کاتولیکیان ول او غوښتل چی د چېک په پاچایی کی د کاتولیک دین پراخه وکړي. په ۱۷ پېړۍ کې په اروپا کې د کاتولیکی حکمرانانو او د پروتستان د حکمرانانو په منځ کې مذهبی جگړې پېل شول. په ۱۶۲۰ کال کی د چېک په پاچایی کې د پروتستان اشرافان د هابسبورگ د حکمرانانو پر ضد قیام وکړ. مگر د بیلا هورا په جگړې کی ( په پښتو کې: د سپین غر جگړه) د پروتستانو اردو ماته وخورله. تر جگړې وروسته د چېک اشرافان ووژل شول او نورو دینی عالمان مجبور شول چی د چېک د پاچایی څخه تېښته وکړي. په ۱۹ پېړۍ کی د چیکی ژبی ترقی بیا پېل شوه. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او توماش گاریگ ماساریک د چکوسلواکیا لمړني ولسمشر شو. دغه هېواد تر څو کلو وروسته صنعتی او بدایی هېواد شو. په ۱۹۳۸ کال کې د چکوسلواکیا د لوېدېځ برخې چې د آلمانیانو لخوا آبادې شوې د چکوسلواکیا څخه بیل شوې او د آلمان سره یوځای شوې. په ۱۹۳۹ کال کې سلواکیا خپلواکی علان کړه او چېک د آلمان د پوځ لخوا ونیول شو. په ۱۹۴۵ کال کې د نړۍ تر دویمې جگړې وروسته د چکوسلواک جمهوریت بیا جوړ شو. په ۱۹۴۸ کال کی چکوسلواکیا سوسیالیستی هېواد شو. په دی وخت کی تقریبًا ۳۰،۰۰۰ چېکیان مجبور شول د چکوسلواکیا څخه نورو غربي هېوادو ته کډه وکړي.

References

  1. Obyvatelstvo podle národnosti podle krajů
  2. 2004 survey
  3. "Statistics Canada". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. 2006 census Data : View by Location
  5. CSO - Statistics: Persons usually resident and present in the State on Census Night, classified by place of birth and age group
  6. Moschella, Alexandre. "Edição 214, Um atalho para a Europa". Editora Globo. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. http://www.bosna.unas.cz/bosnacesko.html
  8. 1-19 Population by denomination and sex: as measured by 1921, 1930, 1950, 1991 and 2001 censuses (PDF), Czech Demographic Handbook 2006.
  9. Slav (people) — Britannica Online Encyclopedia
  10. "Ethnologue - Slavic languages". www.ethnologue.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)