بوسنیا او هیرزیګووینا

بوسنیا او هرزیګوینا (Bosna i Hercegovina / Босна и Херцеговина، تلفظ یې [bôsna i xěrtseɡoʋina] )، مخفف یې BiH یا B&H، چې ځینې وختونه بوسنیا-هیرزیګوینا هم بلل کېږي او زیاتره په غیر رسمي ډول بوسنیا بلل کېږي د سوېلي او ختیځې اروپا په څلورلاره کې یو هېواد دی چې په بالکان کې موقعیت لري. پلازمینه او لوی ښار یې سراییوو دی. بوسنیا او هرزیګوینا په ختیځ کې له سربیا، په سوېل ختیځ کې له مونتینیګرو او په شمال او سوېل لوېديځ کې له کرواسي سره پوله لري. دا هېواد په سویل کې د مدیترانې په اوږدو د اریاتیک سمندرګي سره تنګ ساحل لري چې نږدې ۲۰ کیلومتره (۱۲ مایله) اوږدوالی لري او د نیوم ښار یې چاپیر کړی دی. بوسنیا، چې د دې هېواد دننه سیمه ده، معتدل براعظمي اقلیم لري چې ګرم اوړی او سوړ او واورین ژمی لري. جغرافيه يې په مرکزي او ختيځو سيمو کې غرنۍ ده، په شمال لوېديځ کې نسبتاً غونډۍ لري او په شمال ختيځ کې په پراخه کچه غونډۍ دي. هرزیګوینا چې د دې هېواد کوچنۍ سویلي سیمه ده، مدیترانه یې اقلیم لري او زیاتره غرنۍ سیمه ده.  

دا سیمه چې اوس د بوسنیا او هرزیګوینا بلل کېږي لږترلږه د دریمي ډبریزې دورې راهیسې د انسانانو تر استوګنې لاندې ده، خو شواهد ښیي چې د نوې ډبریزې دورې په اوږدو کې، دایمي انساني استوګنځایونه، لکه هغه ځایونه چې د بټمیر، کاکنج، او ووکیډول له دودونو سره تړاو لري، رامنځ ته شوي دي. د هندي – اروپایانو له لومړي راتګ وروسته، دا سیمه د څو الیریایي او سیلتي تمدنونو تر استوګنې لاندې وه. له فرهنګي، سیاسي او ټولنیز اړخه، دا هېواد بډایه او پیچلي تاریخ لري. د سویلي سلاوي وګړو نیکونه چې نن ورځ په سیمه کې نفوس لري، له  ۶ مې تر ۹ مې پېړۍ پورې دې سیمي ته راغلل. په ۱۲مه پېړۍ کې، د بوسنیا بانت دولت را منځ ته شو؛ په ۱۴مه پېړۍ کې، دا دولت د بوسنیا سلطنت ته پراخ شو. د ۱۵مې پېړۍ په نیمایي کې د عثماني سترواکۍ تر واک لاندې شو چې تر ۱۹مې پېړۍ تر وروستیو پورې د هغې تر واک لاندې پاتې شو. عثمانیانو نوموړې سیمې ته اسلام راوړ او د دې هېواد زیاتره کلتوري او ټولنیز لید یې بدل کړ.

د نولسمې پېړۍ له پای څخه تر لومړۍ نړیوالې جګړې پورې، دا هېواد د اتریش - هنګري پاچاهۍ ضمیمه شو. د جګړې په اوږدو کې د یوګوسلاویا د سلطنت برخه وه. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د یوګوسلاویا په نوي جوړ شوي سوسیالیستي فدرالي جمهوریت کې د بشپړ جمهوریت حیثیت ورکړل شو. په ۱۹۹۲ کال کې، د یوګوسلاویا له جلا کېدو وروسته یې خپلواکي اعلان کړه. وروسته د بوسنیا جګړه را منځ ته شوه چې د ۱۹۹۵ کال تر وروستیو پورې یې دوام وکړ او د ډیتون د تړون له لاسلیک سره سم پای ته ورسېده.

نوموړی هېواد نن ورځ د دریو اصلي توکمیزو ډلو ټاټوبی دی، چې د دې هېواد په اساسي قانون کې د "اصلي وګړو یا ټاکونکو وګړو" په نوم یادېږي. بوسنیایان د دې دریو لویه ډله ده، سربیان دوهمه لویه ډله او کروات دریم ځای لري. په انګلیسي ژبه کې، د بوسنیا او هرزیګوینا ټول اصلي اوسېدونکي، پرته له دې چې توکم یې په پام کې ونیول شي، بوسنیان بلل کېږي. اقلیتونه، چې د اساسي قانون پر بنسټ د "نورو" په توګه ډلبندي شوي، یهودیان، رومانیایان، البانیان، مونټینیګرویان، اوکراینیان او ترکان په کې ګډون لري.  

بوسنیا او هرزیګوینا دوه مجلسه مقننه سیستم او دری-غړی ولسمشریزه سیستم لري چې د دریو لویو توکمونو له غړي څخه را منځ ته شوی دی. خو د مرکزي حکومت واک خورا محدود دی، ځکه چې دا هېواد په لویه کچه غیر متمرکز نظام دی. دا هېواد دوه خپلواکه ادارې لري - د بوسنیا او هرزیګوینا فدراسیون او بل د بوسنیا د صربانو جمهوریت دی - او دریم واحد، د برچکو سیمه ده چې د خپل سیمه ایز حکومت له لوري اداره کېږي. د دې تر څنګ، بوسنیا او هرزیګوینا فدراسیون لس کانتونونه (اداري تقسیمات) لري.

بوسنیا او هرزیګوینا د پرمختګ په لور هېواد دی او د بشري پراختیا په شاخص کې ۷۳م ځای لري. اقتصاد یې په صنعت او کرنه ولاړ دی، ورپسې ګرځندوی او د خدماتو سکتور راځي. په وروستیو کلونو کې یې ګرځندوی د پام وړ وده کړې ده. دا هېواد د ټولنیز خوندیتوب او د روغتیایي پاملرنې عمومي سیسټم لري، ابتدایه او ثانوي زده کړې په کې وړیا دي. دا هېواد د ملګرو ملتونو، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان، د اروپا شورا، د سولې لپاره د مشارکت، او د مرکزي اروپا د ازادې سوداګرۍ د تړون غړیتوب لري. همدارنګه، د مدیترانې د اتحاد، چې د ۲۰۰۸ کال په جولای کې تاسیس شو، بنسټ ایښودونکی غړی هم دی. دا هېواد د اروپایی ټولنې د غړیتوب غوښتونکی هم دی او د ۲۰۱۰ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې چې د غړیتوب د عمل پلان یې ترلاسه کړ، د ناټو غړیتوب ته هم نوماند دی. [۱][۲][۳][۴]

ريښه پوهنهسمول

د "بوسنیا" د نوم د یوې بڼې په اړه لومړۍ منل شوې مستند یادونه په (De Administrando Imperio) اثر کې ده چي لفظي معنی یې (د سترواکۍ د حکومتوالی په اړه) ده. دا یو سیاسي - جغرافیایي کتاب دی چې د لسمې پېړۍ په نیمایي کې (د ۱۹۴۸ او ۹۵۲ کلونو تر منځ) د بیزانس سترواک اوم قسطنطین په لاس لیکل شوی او د "بوسنا" (Βοσώνα) "کوچنۍ ځمکه" (په یوناي کې χωρίον ) تشریح کوي، چې په کې سربیان اوسېدل. [۵]

انګېرنه داسې ده چې د نوم د بوسنا د سیند له نوم څخه اخیستل شوی چې د بوسنیا له منځنۍ ځمکې څخه تېرېږي. د لغتپوه انتون مایر له قوله، د بوسنا نوم ښایي د الیریایي "Bass-an-as" څخه اخیستل شوی وي، چې په خپل وار سره د پروتو-هندو-اروپایي ریښې "bos" یا "bogh" څخه اخیستل شوی وي او معنی یې "روانې اوبه" دي. د منځنیو پېړیو پوه انګلیس ویلیم میلر په وینا، په بوسنیا کې د استوګنو سلاویکانو "د Basante د لاتیني نوم بڼه Bosna ته واړوله او ځانونه یې Bosniaks وګڼل." [۶][۷]

د هرزګووینا نوم د " herzog[ځمکه]" معنی لري، او "herzog" د "duke" لپاره د جرمني کلمې څخه اخیستل شوی دی. دا کلمه د ۱۵مې پېړۍ د بوسنیایي متنفذ، Stjepan Vukčić Kosača له لقب څخه ریښه اخلي، چې په ۱۴۴۸ کال کې "د هوم او کاست سیمېHerceg [Herzog] " و. هوم (چې پخوا د Zachlumia یا زاهومیا په نوم یادېده) د منځنۍ پېړۍ پخوانی د شهزاده تر واک لاندې سلطنت و چې د ۱۴مې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د بوسنیا بانت فتح کړ. کله چې عثمانیانو د سیمې اداره په غاړه واخیسته، دوی ورته د هرزیګوینا د سنجیک (هرسیک) نوم ورکړ. په ۱۸۳۰ کلونو کې د لنډمهاله هیرزیګوینا ایالت تر رامنځ ته کېدو پورې د بوسنیا په ایالت کې شامل و، چې په ۱۸۵۰ کلونو کې بېرته را څرګند شو. وروسته له هغې دا اداري سیمه په عام ډول د بوسنیا او هرزیګوینا په نوم وپېژندل شوه.  [۸][۹]

په ۱۹۹۲ کال کې د خپلواکۍ د اعلان په پیل کې، د دې هېواد رسمي نوم د بوسنیا او هرزیګوینا جمهوریت و، خو د ۱۹۹۵ کال د دیټون له تړون او ورسره د اساسي قانون وروسته، رسمي نوم یې بوسنیا او هرزیګوینا ته بدل شو. [۱۰]

سرچينېسمول

  1. "Human Development Indices and Indicators: 2018 Statistical Update" (PDF). UNDP. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "International tourism, number of arrivals - Bosnia and Herzegovina". World Bank. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "List of Member States of the Union for the Mediterranean - UfM". مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Membership Action Plan (MAP)". nato.int. NATO. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۵. In April 2010, when the foreign ministers of NATO member countries met in Tallinn, after reviewing the progress that Bosnia and Herzegovina had made in its reform efforts, they invited the country to join the Membership Action Plan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Constantine VIIPorphyrogenitus (1993). De Administrando Imperio (الطبعة Moravcsik, Gyula). Washington D.C.: Dumbarton Oaks Center for Byzantine Studies. د کتاب پاڼي 153–55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. William Miller (1921). Essays on the Latin Orient. Cambridge. د کتاب پاڼې 464. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107455535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Malcolm 2002.
  8. "Facts, Geography, History, & Maps". Encyclopedia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fine 1994، ص. 578.
  10. The World Factbook (Washington DC: National Foreign Assessment Center, Central Intelligence Agency, 2013), 90-93. کينډۍ:ISBN