چېکي ژبه
چېکي ژبه( په چيکی: Český jazyk ) د لوېديځی سلاوی ژبو څخه يوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ويل کېږی. دغه ژبه د چيک د جهوريت رسمی ژبه ده. چيکی ژبه هم په سلواکيا، پولنډ، اوکراين رومانيا ، کاناډا او امريکا کی ويل کېږی. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکلونه ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی استعمالېږی. چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزتوب د | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر | |
د توکمپوهنې ژبې حالت | |
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ |
cs[۶] |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
کورډينېشن |
---|
تاريخ
د چيک په هيواد کی د ۹ پيړی څخه تر ۱۱ پېړی پورې په ادبيات کی پخوانی سلاوی ژبه کارېده. هغو ژبو د خاض ليکنی څخه کار واخيست. هغه ليک په اوس وخت کی د هلاهوليڅې ( Hlaholice) په نوم يادېږی. د کونستانتين ژوند تر ټولو پخوانی کتاب دی چی په پخوانی سلاوی ژبه کی ليکل شوی دی. د ۱۱ پېړی څخه د چيک په هېواد کی مذهبی کتابونه ليکل کېده. په ۱۳ پېړی کی لمړی چېکي کتابونه وليکل شول. د داليميل د پېښو کتاب لمړی کتاب دی چی په چيکی ژبه کی په ۱۳۱۴ کال کی وليکل شو. په ۱۵ پېړی کی د چيکی ژبی د سم ليک د يان هوس لخوا اصلاح شو. یان هوس د پوهنتون استاذ او کشيش وو چې د چيکی ژبې ليکنه يې آسانه کړه . د هوس مذهبی کتابونه په چيکی او لاتيني ژبې کی وليکل شول. په ۱۶ پېړی کی د چيک ادابيات اوج ته ورسېدل. په ۱۶۲۰ کال کی د چيک اشرافو د اطريش د حکمران په خلاف قيام وکړل. د چيک اشرافیان د اطريش د پوځ لخوا ماته وخوړله او د چيک علما مجبور شول چی بهر ته ولاړ شی. په دی وخت کی د اطريش حکمرانانو د چيک پر خلکو ظلمونه کول او د چيک کتابونه يې په اور کی سوخول. مهم کتابونه يوازې په آلمانی او لاتين ليکل کېده. په ۱۹ پېړۍ کی د چېک د ژبی ترقی بیا پېل شوه. د چېک ژبه بوهانو د سلاوی ژبو د الفاظو په مرسته غنی کړه. مثلا : د چېک کلمه (vzduch ) په پښتو هوا د روسی ژبه څخه چېکي ژبه ته راغلی ده. د هغه وخت تر ټولو مشهور ژبه پوه یوسیف یونگمان ( ۱۷۷۳ـ۱۸۴۷ ) وو. یوسیف یونگمان نوی چېکي کلمې جوړې کړې او د سلاوی ژبو د کلمو په مرسته یی چېکي ژبه غنی کړه. د دی په سبب هر چېک په سلواکی، پولندی، سربی او روسی کلمو پوهېدلای سی. چېکي- آلمانی قاموس او د چېک د ادبیات تاریخ د یوسیف یونگمان تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا تر تاسیسولو وروسته چېکي ژبه د عمومی ژوند ټول سیمو ته وغزېده. په اوس وخت کی چېکي ژبه د گلوبالیساتیون (Globalization ) په سبب د انگلیسی کلمو څخه غنی کېږی.
چېکي ژبه
چېک ژبه تل په لمړنی څپه (هجا ) کی اکڅنت لری.د دغه ژبه پنځه د علت توری او ۲۴ بی رغه توری لری. د گرامر په مطابق چېکي ژبه د حال زمانه، راتلونکی زمانه ، تیره زمانه، دری گرامری نسلونه ( مذکر، مونث او منځنی جنس )، ۷ گرامری حالتونه، مفرد او جمع لری. د چېکي ژبه د کلمو ردیف ( مبتدا - فعل ـ خبر ) دی.
د گرامر نسلونه
چېکي ژبه دری گرامر نسلونه لری.
- د مذکر نسل
- د مونث نسل
- منځنی جنس
چېکي ژبه Český jazyk Čeština | |
---|---|
ویل کېږی په | چېک جمهوريت سلواکیا اتریش پولنډ رومانیا سربیا د امريکا متحده ايالات |
ټول وییونکی | ۱۲ میلیونه |
د ژبې کورنی | د هند-اروپایی ژبې سلاوي ژبې د لويديځ سلاوي ژبې چېکي ژبه |
د لیکلو بڼه | د چيک د لاتين الفبا |
د ژبې د پرمختگ اداره | Ústav pro jazyk český |
رسمي ژبه په | چېک جمهوريت اروپايي اتحاديه |
د جمله جوړول
د چېکي ژبه د کلمو ردیف مبتدا - فعل - خبر دی.
- Já jsem student یا Jsem student
- زه یم شاگرد ( مبتدا - فعل - خبر ) یا یم شاگرد ( فعل - خبر ) د چېکي ژبه د کلمو ردیف
- زه شاگرد یم ( مبتدا - خبر - فعل ) د پښتو د کلمو ردیف
- Já jsem studentka یا Jsem studentka
- زه یم شاگرده یا یم شاگرده (د چېکي ژبه د کلمو ردیف)
- زه شاگرده یم
( زه = مبتدا، یم = فعل، شاگرد / شاگرده = خبر ) (د پښتو د کلمو ردیف)
د چېک د لاتین الفبا
Letter Name IPA value A a á /a/ Á á dlouhé á /aː/ B b bé /b/ C c cé /ts/1 Č č čé /tʃ/1 D d dé /d/ Ď ď ďé /ɟ/ E e é /ɛ/ É é dlouhé é /ɛː/ * Ě ě ije,
é s háčkem/ɛ/, /jɛ/ F f ef /f/ G g gé /ɡ/ H h há /ɦ/² Ch ch chá /x/² I i í,
měkké í/ɪ/ Í í dlouhé í,
dlouhé měkké í/iː/ J j jé /j/ K k ká /k/ L l el /l/ M m em /m/ N n en /n/ Ň ň eň /ɲ/ O o ó /o/ Ó ó dlouhé ó /oː/ P p pé /p/ Q q kvé /kv/ R r er /r/ Ř ř eř /r̝/³ S s es /s/ Š š eš /ʃ/ T t té /t/ Ť ť ťé /c/ U u ú /u/ Ú ú dlouhé ú,
ú s čárkou/uː/ * Ů ů ů s kroužkem /uː/ V v vé /v/ W w dvojité vé /v/ X x iks /ks/ Y y ypsilon,
krátké tvrdé í/ɪ/ Ý ý dlouhé ypsilon,
dlouhé tvrdé í/iː/ Z z zet /z/ Ž ž žet /ʒ/
سرچينې
- ↑ سرچينې تړی: https://github.com/unicode-org/cldr/blob/main/common/main/cs.xml.
- ↑ سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/ces.
- ↑ ويل شوي په: Archaeology & Language. Page(s): 69. خپروونکی: Pimlico. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۸.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 4061084-6. اثر ژبه: جرمني ژبه. بياځلي سمون: ۶ جون ۲۰۲۴. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ "اېتنولوګ" (in انګرېزي ژبه). SIL International. بياځلي په ۱۰ مې ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "Language".
- ↑ "ScriptSource - Czechia". بياځلي په ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳.
{{cite web}}
: سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)