واتسلاف ۱
چېکی پاچا
کورنۍد پښیمیسل کورنی
پلارپښیمیسل اوتاکار۱
مذهبي ګروهېمسیحی

واتسلاف ۱ (په چیکی:Václav I) دپښیمیسل د کورنی څخه یو مشهور چېکی حکمران وو چی د ۱۲۳۰ کال څخه تر ۱۲۵۳ کال پورې په چېکی پاچایی کی یی حکومت کاوه. پلار یی پښیمیسل اوتاکار۱ او زوی یی پښیمیسل اوتاکار ۲ وو.

د واتسلاف ۱ ژوند سمول

واسبلاف ۱ په ۱۲۰۵ کال کی په پراگ کی زیږیدلی وو. هغه د کوچنوالی څخه په روانی رنځ (ایدیوسنکرازی) اخته شوه. په دی وخت کی چېکی پاچا یوازې د چېکی اشرافو لخوا انتخاب کېدلای سی. د دی لپاره پاچا پښیمیسل اتاکار ۱ پر چېکی اشرافو باندی سیاسی فشار وچاوه او واتسلاف ۱ په ۱۲۱۶ کال کی د چېکی اشرافو په ټولنې کی په چېکی پاچا وتاکل شو. رومی امپراطور فریدریش ۲ چی د دی کاره خبر شو، پر دغی تاکنې یی اعتراف وکړ. کله چی واتسلاف ۱ د پښیمیسل اتاکار ۱ تر وفات وروسته په ۱۲۳۰ کال کی پر شاهی تخت کښیناست نو هغه د خپل مور په تاثیر کی وو. پاچا واتسلاف په چېکی پاچایی کی د شعر، ثقافت او هنر څخه ملاتړ کاوه. واتسلاف ۱ د ښکار سره هم ډیر مینه درلود خو د یوې پښې په سبب یی سترگه له لاسه ورکړی. په ۱۲۳۱ کال کی اتریشی ځواکمن فریدریش بانبرک پر چېکی پاچایی باندی یرغل وکړ او یوه مهمه کلا (بیتوف) یی ونیو. خو په دی وخت کی فریدریش بانبرک رنځور شو او فریدریش مجبور شو چی اتریش ته ولار سی. په ۱۲۳۶ کال کی واتسلاف ۱ پر اتریش باندی برید وکړ او وین او شمالی اتریش یی ونیو. تر جگړې وروسته فریدریش بانبرک د واتسلاف ۱ سره سوله وکړه او د واتسلاف ۱ زوی ولادیسلاف د فریدریش د خورزې سره واده وکړه. په ۱۲۴۱ کال کی تاتاری ځواکونو پر مرکزی اروپا برید وکړل او چو حصو یی ویچاړ وکړل. واتسلاف ۱ د جرمنی اشرافو سره تاتاری برید توقف وکړ. په دی وخت کی اگتایی خان مړ شو او تاتاری قوماندان باتو خان مجبور شو د اروپا څخه قراقورم (تاتاری پایتخت) ته ولار سی. واتسلاف ۱ په ۱۲۵۶ کال کی د پوچاپلی په ښار کی له دنیا تېر شو. مقبره یی په پراگ کی د آگنېس په صومعه کی پرته ده.