یرژي پوديېبراد

Jiří z Poděbrad
دحکومت وخت ۱۴۵۸ - ۱۴۷۱
زېږېدنه ۱۴۲۰
مړينه ۱۴۷۱
کوړنی Páni z Kunštátu a Poděbrad
پلار Viktorín z Poděbrad
پیرو Vladislav Jagellonský

یرژي پوديېبراد یا جورج پودیېبراد (په چېکي: Jiří z Poděbrad) د چېکی اشرافو څخه وروستي چېکي پاچا وو چی د ۱۴۵۸ کال څخه تر ۱۴۷۱ پورې په بوهیمیا کی یی حکومت کاوه.

مجارستانی ځواکونه چی د چېکي پوځ لخوا محاصره شوي دي

ژوند

سمول

یرژي پوديېبراد په ۱۴ اپرېل ۱۴۲۰ کی د پودې برادي په ښار کی زېږېدلی وو پلار یی ویکټورين بوچک وو چی د کاتولیکانو د مخالفینو یو مشهور سالار او پلوی وو. کله چی یرژی پودې براد ځوان وو نو د کاتولیکانو د اعتدالخوښوونكى مخالفینو پلوی هم وو. په دی وخت کی د چیک په پاچایی کی لویه مذهبي جگړه پای ته ورسیدله. چیکی اشرافو غوښتل چی په بوهیمیا (چیکی پاچایی) کی دغه جگړه خلاصه کړي او د دی لپاره د کاتوليکی پوځ سره یو ځای شول او په ۱۴۳۴ کال کی د ليپانی په جگړه کی یی د کاتولیک افراطي مخالفینو ته ماته ورکړه. خو په ۱۴۳۷ کال کی چیکی او مجارستانی پاچا زیکمونډ له دنیا سترگی پټی کړی او مذهبی جگړه بیا بېل شوه. یرژي پودي براد چی د ملاډا بولسلاف د سیمو حکمران وو لوی پوځ ټول کړ او پر پراگ یی چی د کاتولیکي پوځونو په لاس کی وو برید وکړ او په ۱۴۴۸ کال کی یی کاتولیکی پوځونو ته ماته ورکړه. تر جگړې وروسته یی مذهبی ستونزی حل کړی او مذهبی افراطي ډلو ته یی هم ماته ورکړه.یرژي پودي براد په ۱۴۵۲ کال کی د پاچا نایب شو او د شاهزاده ولادیسلاف تر وفات وروسته په ۱۴۵۸ کال کی د چیکی پاچا په توکه وټاکل شو.

اروپایی اﺉتلاف

سمول

کله چی یرژي پوديېبراد د شاهي پر تخت کښېناست نو د بالکان څو برخو د عثمانانو په لاس کی وو. اروپایی مسيحی هېوادونو د محمد فاتح برید څخه لویه بېره درلودله. د دی په سبب پاچا یرژي پودېبراد پاپ او اروپایی حکمرانانو ته پېشنهاد وکړ چی مذهبي سترونزونه حل وکړي او د عثمانانو پر ضد لوی ائتلاف جوړ کړي. په دی ایتلاف کی آلمان، فرانسه او نورو مهمو هېوادونو شامل ول. څرنگه چی کاتولیکي کلیسا پر دغی ائتلاف هېڅ آغېزه نه لرله نو ځکه پاپ د ائتلاف جوړولو انتقاد او رد وکړ.

چېکي پاچا

سمول

یرژي پوديېبراد په بوهیمیا او خارجی هېوادونو کی بریالی، قدرمن او محترم حکمران وو. خو ځینی آلماني کاتولیکیانو چېکي پاچا ته په بده سترگه کتل او د پاچا په هکله یی وویل چی کافر دی. په دی وخت کی د پاپ او چېکي پاچا په منځ کی یوه اختلاف منځ ته راغله. چېکي پاچا غوښتل چی پاپ چېکي خلکو ته د اوټراکويسموس دین د اعتراف کولو اجازت ورکړي خو پاپ د دغی غوښتنو څخه رد کړ او صلیبي پوځ یی ټول کړ. په ۱۹۶۳ کال کی چېکي کاتوليکي اشرافانو د پاچا پر ضد قیام وکړل او په ۱۴۶۶ کال کی صلیبیانو د چېک پر پاچایی باندي برید وکړ. د صلیبیانو قوماندان مجارستانی پاچا ماتهیاس کوروین وو. په ۱۴۶۸ کال کی مجارستاني پوځ موراویا (د چېک پاچایی شرقی سیمه) ته ورسېده او د تژېبيچ ښار یی ونیو او شپيلبېرک قلعه یی محاصره کړه. خو په ۱۴۶۸ کال کی د زولې ښار ته نژدې مجارستاني پوځ د چېکي پوځ سره ونښتل او په دي جگړه کی مجارستانی پوځ ماته وخورله او د ماتهياس کوروين اعلی قوماندان تیپیان شو. په ۱۴۶۹ کال کی ماتهياس کوروین د چېک پر پاچايی بیا برید وکړ خو پوځ یی د ويلېموف ته نژدې محاصره شوه. که چی هم ماتهياس کوروین ژبه وکړ چی به د چېک پر پاچایی باندی بیا برید و نه کړي خو مجارستابی پوځ تر آزاد وروسته د اولوموڅ ښار ته ولار او په دی ښار کی چېکي پاچايي تاج د کاتولیکی اشرافو د لاسونو څخه قابول کړ. چېکي پاچا یرژي پوديېبراد په ۱۴۷۱ کال کی په پراگ کی له دنیا تېر شو. مقبره یی د مقدس ویټوس په کلیسا کې پرته ده.