بنګله دېش ملتپال ګوند

د بنګله دېش منځلاری ښي اړخی سياسي ګوند

د بنګله دېش ملتپال ګوند Lua error in Module:Lang at line 1168: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). ملتپال [۱] لنډيز BNP ) [۲] د بنګله دېش يو مهم ګوند دی چې په ۱۹۷۸ کال د سېپټمبر په لومړۍ نېټه د بنګله دېش د پخواني ولسمشر ضیاء الرحمن له خوا د ملتپالو نظرياتو سره د خلکو د یووالي په موخه تاسیس شو، BNP وروسته په بنګله دېش کې د خپل اصلي سیال، عوامي لیګ سره یوځای د دوو واکمنو ګوندونو په توګه راڅرګند شو. په پیل کې د لویې خیمې منځلاری ګوند و، وروسته يې بیا د ښي اړخو پالیسیو په لور حرکت وکړ. [۳]

بنګله دېش ملتپال ګوند
বাংলাদেশ জাতীয়তাবাদী দল-বিএনপি (بنګالي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
هېواد
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه
bnpbd.org (انګليسي ژبه، بنګالي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

بنګله دېش ملتپال ګوند، چې د "د جګړې د ازادۍ د مبارزینو ګوند" په نوم یادیږي، [۴] د ۱۹۷۸ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د ضیاالرحمن له خوا تاسیس شو چې تر ۱۹۸۱ کال، د هغه تر وژنې پورې یې مشر پاتې شو. د رحمان له وژنې وروسته، د هغه کونډې، خالده ضیا ، د ګوند مشري په غاړه واخیسته او په ۲۰۱۸ کې د هغې تر بندي کېدو پورې د دې ګوند مشره وه. له هغه وخت راهیسې طارق الرحمن د ضياالرحمن زوی د دې ګوند د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي او له لندن څخه د ګوند چارې پرمخ وړي. [۵]

د بنګله دې ملتپال ګوند د جوړېدو راهیسې، بنګله دېش ملتپال ګوند د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۱ ولسمشریزې ټولټاکنې او همدارنګه د ۱۹۹۱، [۶] ۱۹۹۶، [۷] او ۲۰۰۱ [۸] عمومي ټولټاکنې ګټلي دي. هغه حکومتونه چې د نيمه ولسمشريزو نظامونو تر ملاتړ لاندې جوړ شوي وو د ضیاء الرحمن په مشرۍ او د پارلماني جمهوریتونو مشري د خالده ضیا په مشرۍ وه چې لومړۍ وزیره وه، رهبري کېدل. [۹] دغه ګوند د ۱۹۹۶ کال د جون په اوومه د ملي ټاکنو په اوومه دوره کې د ۱۱۶ څوکیو په ګټلو سره د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو په تاریخ کې د تر ټولو لوی اپوزېسیون ریکارډ خپل کړ. [۱۰] دا ګوند اوس مهال د ۲۰۱۸ کال له عمومي ټاکنو وروسته په پارلمان کې ۷ استازي لري. [۱۱]

د بنګله دېش ملتپال ګوند زده کونکو څانګه په ۱۹۹۰ زېږديز کال کې د ارشاد د استبدادي حکومت په وړاندې پاڅون کې یو محرک ځواک و، چې د هغه حکومت له ړنګېدو او په بنګله دېش کې د ولسواکۍ بیا رغولو سره پای ته ورسېد. [۱۲] بیګم خالده ضیا ، چې له ۱۹۸۳ کال راهیسې یې د ګوند د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، د بنګله دېش د لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه او د پاکستان له بې نظیر بوټو وروسته د یوه مسلمان اکثریتي هېواد دوهمه ښځینه لومړۍ وزیره وټاکل شوه.

بېګم خالده ضيا د دې ګوند د اداري پلاوي مشره ده، طارق رحمان يې مرستيال او مرزا فخر الاسلام عالمګير يې عمومي منشي دی.

بنګله دېش ملتپال ګوند بنسټګر ولسمشر ضیا الرحمن

ليدلوری

سمول

د بنګله دېش نېشنلېست ګوند د یو لويې کيږدۍ ګوند دی چې د منځلاري ګوند په توګه ګڼل شوی، [۱۳] [۱۴] [۱۵] مرکزي ښي ، [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰] یا ښي اړخي ګوند . [۲۱] [۲۲] د سیاسي جریان څخه، دا په بېلابېلو ډولونو محافظه کار ، [۲۳] ملي محافظه کار ، [۲۴] او له اقتصادي پلوه لېبرال ګوند په توګه تشریح شوی. [۲۵]

د ګوند په رسمي وېب پاڼه کې، د دې بنسټیز اصول دا دي: "په خدای ايمان او بشپړ باور "، بنګله دېشي ملتپالنه، ولسواکي او سوسیالیزماقتصادي او ټولنیز عدالت په مانا". [۲۶] سیاسي کارپوهان لکه پوهاند سراج الاسلام چوهدري، چې د ډاکه پوهنتون پخوانی استاد دی، په دې باور دی چې د بنګله دېش ملتپال ګوند ایډیالوژیک تعریف یوازې د ګوند له تاسیس وروسته راغلی. [۲۷]

د مخلوط مذهب په اړه د BNP دریځ د بحث وړ دی. د BNP بنسټ اېښودونکی منشور ادعا کوي چې د بنګله دېش خلک غواړي "... په خدای تعالی باندې هراړخيزه ايمان او باور، ولسواکي، ملتپالنه" . که څه هم دا ګوند په رسمي ډول ځان اسلامي ګوند نه رامعرفي کوي، خو د ګوند رسمي وېب پاڼه وايي چې د ګوند موخه " د اسلام د لارښوونو له لارې د بنګله دېش د خلکو د لرغونو انساني ارزښتونو او د بنګله دېش د ډېريو خلکو مذهب او نور مذهبونو ساتنه ده ". [۲۸] د واک تر لاسه کولو وروسته، ضیاء الرحمن د دولت په مرسته د اسلام خپرولو پروسه پیل کړه چې د بنګله دېش په ټولنه او کلتور یې د پام وړ اغېز درلوده. [۲۹]

په ورته وخت کې، ګوند د بنګله دېش ملتپالنې د یوې برخې په توګه مذهبي خپلواکۍ او زغم ته وده ورکړه. د دې ګوند ډېری بنسټ اېښودونکي غیر مسلم وګړي وو. ضیاءالرحمن د بنګله دېش د حکومتی نظام په توګه تیوکراسي رد کړه. سربېره پردې [۳۰] ، په ۲۰۲۳ کې، د BNP مشر اقبال حسن محمود تکو ادعا وکړه چې ګوند سیکولر دی. [۳۱] د مالک په وینا، بنګله دېش ملتپال ګوند په دودیز مفهوم مذهبي ګوند نه دی او د مذهب په اړه منځلاری دریځ لري. [۳۲] د محافظه کارۍ په اړه د بنګله دېش ملتپال ګوند دریځ "د بنګالي دودونو او منځلاري اسلام ترکیب" استازیتوب کوي. [۳۳] خو بیا هم، له اسلام سره د دغه ګوند د خواخوږۍ له امله، د جماعت اسلامي په څېر اسلامي ګوندونه دې ته د خپل عوامي لیګ سیال په پرتله د یوه اسانه اېتلاف په سترګه ګوري.

د ډاکه ټریبیون د یو راپور له مخې، لکه څنګه چې غبرګو مشرانو په بنګله دېش ملتپال ګوند باندې تسلط پیل کړی، ګوند د خپل دودیز مرکزي - لیبرال دریځ څخه د ښي اړخي دریځ په لور روان دی. [۴] د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ ترمنځ د جماعت اسلامي سره د بنګله دېش ملتپال ګوند د حکومت د اتحاد په وخت کې، ګوند د دې پر ځای چې د ښي اړخو پالیسیو سره سم ځان ته وده ورکړي " ترهګرۍ او بنسټپالنې ته تسلیم شو". [۳۴]

تګلارې

سمول

بهرنۍ تګلار

سمول

د BNP د بهرنۍ تګلارې اصلي موخه د لویدیځې نړۍ ، اسلامي نړۍ او درېیمې نړۍ سره د ښو اړیکو ساتل دي [۳۵] او همدارنګه د هند سره د متوازنو اړیکو ساتل دي. بنګله دېش په مکرر ډول د هند د شکمن په توګه ګڼل شوی. [۳۶] [۳۷] وروسته له هغه چې ضیا الرحمن ولسمشر شو، د هغه حکومت له هند څخه ځان لرې کول پیل کړل. ځینې سرچینې وايي چې د رحمان د ولسمشرۍ پرمهال د هند او بنګله دېش اړیکې تر ټولو خرابې وې. ۹۳ هند ضدې شوراګانې پيل شوې: ۹۴ د ۱۹۹۱ د ډېسمبر په ۱۱مه ، د هغه وخت لومړۍ وزیرې خالده ضیا د هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: "موږ په دې سیمه کې د کوم لوی ځواک ظهور نه غواړو، ځکه چې دا به په دې سیمه کې سوله، ثبات او توازن ګډوډ کړي.» دلته له لوی ځواک نه د خالده ضيا هند موخه وه: ۱۱۷ په ۲۰۲۴ کې، د بنګله دېش ملتپال ګوند ځینې مشران، د روح کبیر رضوي په ګډون، د "هند پرېکون" کمپاین سره یوځای شول. [۳۸] [۳۹]

سرچينې

سمول
  1. "The Name of Party". Bangladesh Nationalist Party.
  2. "The Name of Party". Bangladesh Nationalist Party.
  3. Bangla Tribune (په بنګالي). 18 February 2016 https://www.banglatribune.com/politics/79221/রাজনৈতিক-চরিত্র-হারাচ্ছে-বিএনপি. نه اخيستل شوی 21 March 2024. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |trans_title= ignored (|trans-title= suggested) (help)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ https://www.banglatribune.com/politics/79221/রাজনৈতিক-চরিত্র-হারাচ্ছে-বিএনপি. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help) Invalid <ref> tag; name "dhakatribune" defined multiple times with different content
  5. https://www.tbsnews.net/bangladesh/bnp-hold-protest-movement-today-condemning-nayapaltan-clash-arrest-its-leaders-547426. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  6. "BANGLADESH: parliamentary elections Jatiya Sangsad, 1991". Inter-Parliamentary Union. Archived from the original on 6 August 2018. نه اخيستل شوی 2 January 2019.
  7. "Opposition primed to win Bangladesh poll". UPI (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2023-01-05.
  8. "Bangladesh parliamentary Elections 1 October 2001: Final Report" (PDF). EU Election Observation Mission. Archived from the original (PDF) on 8 October 2022. نه اخيستل شوی 2018-12-27.
  9. "Begum Khaleda Zia -". Archives of Women's Political Communication (په انګليسي). Archived from the original on 5 January 2023. نه اخيستل شوی 2023-01-05.
  10. "www.ecs.gov.bd" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2013-07-29. نه اخيستل شوی 2012-12-13.
  11. http://www.thedailystar.net/politics/news/4-bnp-mps-elect-enter-js-oath-1736482%3famp. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  12. Siddiqui او نور 2010.
  13. "YouTube". YouTube (په بنګالي). Bobby Hajjaj. 23 October 2019. نه اخيستل شوی 21 March 2024.
  14. Prakash, Pierre (10 January 2024). "Bangladesh's Flawed Election Increases Polarization, Risk of Violence". The Diplomat. نه اخيستل شوی 20 March 2024. Banning the party would only accelerate this trend, uniting leftists, the centrist BNP, and some Islamist forces. ...
  15. Nazneen, Sohela (March 2009). "Bangladesh: Political Party Discourses and Women's Empowerment". South Asian Journal (24): 44–52. ISSN 1729-6242.
  16. Rahman, Tahmina (6 September 2022). "From Revolutionaries to Visionless Parties: Leftist Politics in Bangladesh". موقوفه کارنگی برای صلح بین‌المللی. نه اخيستل شوی 27 October 2023. The center-right Bangladesh Nationalist Party (BNP)...
  17. Bhardwaj, Sanjay K (4 April 2024). "India Out campaign in Bangladesh: Can Dhaka afford to sever trade ties with Delhi?". The Indian Express. نه اخيستل شوی 6 April 2024.
  18. Ahasan, Nazmul (14 October 2018). "In Bangladesh, a Secular Icon and the Centre-Right Opposition Join Hands". The Wire. نه اخيستل شوی 18 June 2024. But, defying all odds, Bangladesh’s centre-right opposition party, Bangladesh Nationalist Party (BNP), has just...
  19. "পরস্পর বিরোধী আদর্শের রাজনীতি সহঅবস্থানের কৌশল ও নীতি দরকার". Ittefaq. 13 January 2013.
  20. Rumeen Farhana (22 January 2020). "উদারবাদ থেকে সংরক্ষণবাদিতার পথে বিশ্ব রাজনীতি?". Bangla Tribune.
  21. https://www.indiatoday.in/news-analysis/story/why-us-congressmen-letter-has-come-shock-minority-community-leaders-bangladesh-hindu-muslim-2393279-2023-06-15. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  22. https://www.jaijaidinbd.com/todays-paper/editorial/34467/বাংলাদেশের-ডানপন্থি-রাজনীতি. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help)
  23. "Religion and Bangladesh's Political Parties". The Diplomat. 16 November 2023. نه اخيستل شوی 18 June 2024.
  24. "The Violent Politics of Bangladesh's 2024 Elections". acleddata.com. 4 January 2024.
  25. Rizve, Saqlain (22 January 2024). "The BNP's Islamist Dilemma". The Diplomat. نه اخيستل شوی 18 June 2024.
  26. "Principles". Bangladesh Nationalist Party.
  27. BBC News Bangla. 6 September 2013 https://www.bbc.com/bengali/news/2013/09/130906_mh_bnp_35th-anniversary.amp. نه اخيستل شوی 6 September 2013. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  28. "Objectives and Goals". Bangladesh Nationalist Party.
  29. Wohab, Abdul (2021). ""Secularism" or "no-secularism"? A complex case of Bangladesh". Cogent Social Sciences. 7. doi:10.1080/23311886.2021.1928979.
  30. Hasan 2020.
  31. "As in 1971, India should support democracy in Bangladesh: senior Bangladesh National Party leader". The Hindu. 9 November 2023. نه اخيستل شوی 18 June 2024.
  32. Mallick, Maruf (1 September 2023). "৪৫ বছরের পথ পরিক্রমায় বিএনপির অর্জন কী?". Prothom Alo.
  33. Wohab, Abdul (2021). ""Secularism" or "no-secularism"? A complex case of Bangladesh". Cogent Social Sciences. 7. doi:10.1080/23311886.2021.1928979.
  34. "পরস্পর বিরোধী আদর্শের রাজনীতি সহঅবস্থানের কৌশল ও নীতি দরকার". Ittefaq. 13 January 2013.
  35. "Objectives and Goals". Bangladesh Nationalist Party.
  36. Wohab, Abdul (2021). ""Secularism" or "no-secularism"? A complex case of Bangladesh". Cogent Social Sciences. 7. doi:10.1080/23311886.2021.1928979.
  37. https://www.dhakatribune.com/amp/opinion/op-ed/145090/bnp-raises-its-anti-india-card-again. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  38. https://indianexpress.com/article/opinion/columns/india-out-campaign-bangladesh-9250607/lite/. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  39. "Another 'India Out' campaign, this time in Bangladesh". Frontline. 4 April 2024. نه اخيستل شوی 6 April 2024.

کتابتون

سمول