ټولنیز عدالت

ټولنیز عدالت عبارت دی له هغه عدالت څخه چې په یوه ټولنه کې د شتمنۍ، فرصتونو او امتیازاتو د ویشلو عدالت په پام کې ونیسي. په لوېدیځو او آسیایي کلتورونو کې، د ټولنیز عدالت مفهوم ډېری د خپل ټولنیز رول ترسره کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو پروسې او همدارنګه له ټولنې څخه د خپل حق ترلاسه کولو ته اشاره لري. په اوسني خوځښتونو کې د ټولنیز عدالت لپاره، د ټولنیز حرکت خنډونو ماتولو، د خوندي شبکو جوړولو او اقتصادي عدالت باندې ټینګار شوی دی. ټولنیز عدالت د ټولنې په نهادونو کې حقونه او دندې تعینوي چې خلک په دې برلاسي کوي ترڅو له اساسي ګټو او د همکارۍ له بارونو څخه برخمن شي. اړوند نهادونو کې ډېری مالیات، ټولنیزه بیمه، عامه روغتیا، دولتي ښوونځي، عامه خدمتونه، د کار قانون او د بازارنو تنظيم شامل دي ترڅو د شتمنۍ او برابرو فرصتونو وېش څخه ډاډ ترلاسه کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

هغه تفسیرونه چې عدالت له ټولنې سره د متقابلې اړیکې پورې تړي، د کلتوري دودونو د توپیرونو په منځګړيتوب ترسره کېږي چې ځینې یې د ټولنې پر وړاندې د فردي مسؤلیت او ځینې نور یې واک ته د لاسرسي او له هغه څخه په مسؤلانه توګه کار اخیستو ترمنځ پر تعادل ټینګار کوي. له همدې کبله، ټولنیز عدالت نن ورځ د انسانانو په منځ کې د توپیرونو په هکله په فلسفي بحثونو کې د بارتولومه ډې لاس کاساس په توګه تاریخي شخصیتونو بیاځلې تفسیر سره، د جنسیتي، قومي او ټولنیزې برابرۍ راوستلو هڅو په توګه منل کېږي چې د مهاجرینو، زندانیانو، چاپېریال او جسمي او رشدي معلولینو لپاره عدالت پلوي وکړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په داسې حال کې چې کولی شو د ټولنیز عدالت مفهوم په کلاسیکو او مسیحي فلسفي سرچینو کې پیدا کړو، له افلاطون او ارسطو رانېولې تر اګوسټین هیپو او ټوماس اکویناس پورې، د ټولنیز عدالت ویی د لومړي ځل لپاره د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې وکارول شو، البته د نظري یا عملي ناڅرګندو معناګانو سره. د دې اصطلاح کارونه په لومړیو کې د بې ځایه او د بیانیې وده ورکولو له تورونو سره مخ وه، شاید خو د توزیعي عدالت له یوه لیدلوري پراخولو سره یې لازمي اړیکه نده لرلې. د ۱۸۴۰مې لسیزې په لومړیو کې، د لویجي تاپارلي د طبیعي حقونو ټولنیزې علمي مقاله کې د دې اصطلاح په رامنځته کېدو او تعریف کې، تاپارلي د طبیعي قانون اصل رامنځته کړ چې د انجیل د ورورولۍ مینې اصل سره یې همغږي درلودله - یانې ټولنیز عدالت هغه دنده ده چې یو کس یې په ټولنه کې د انسان د متقابل مطلق اتحاد کې یې د بل کس په وړاندې لري. د ۱۸۴۸ کال انقلابونو وروسته، دا اصطلاح په ټولیز ډول د آنټونیو روزمیني – سرباټي لیکنو له لارې نامتو شوه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د صنعنتي انقلاب په وروستیو کې، د پرمختللي پړاو امریکایي حقوقي څېړونکو، په ځانګړې توګه لوئیس برانډیس او روسکو پاونډ، له دې ویي څخه ډېره ګټه واخیسته. د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه په قوانینو او نړیوالو نهادونو کې هم ځای ورکړل شو. د کار نړیوال سازمان تاسیس په سرلیک کې یادونه کېږي چې «نړیواله او دوامداره سوله یوازې هغه وخت برقراره کېدای شي چې د ټولنیز عدالت پر بنسټ رامنځته شي». د شلمې پېړۍ په وروستیو کې، ټولنیز عدالت د ټولنیز تړون به فلسفه کې، په عمده ډول د جان لارز لخوا د عدالت په نظریه (۱۹۷۱) کې محوریت وموند. په ۱۹۹۳م کال کې، د ویانا د قانون خپرونې او اعلامیې، ټولنیز عدالت د بشري حقونو زده‌کړې یوې موخې به توګه په پام کې ونیوه.[۲۳][۲۴]

تاریخ

سمول

د عدالت بېلابېل مفهومونه، لکه څنګه چې د لرغوني لوېدیځې فلسفې کې پرې بحث شوی، په معمول ډول پر ټولنه متمرکز وو.

  • افلاطون په «جمهوریت» کې ولیکل چې دا یو مناسب حالت دی چې «د ټولنې هر غړی باید یوې طبقې پورې ځانګړی شي چې ځان د هغې لپاره مناسب ګڼي». د J.N.V پوهنتون لپاره په یوه مقاله کې لیکونکی ډي آر بنډري وایي: «عدالت د افلاطون له نظره په عین حال کې د انساني فضیلت او اړیکو یوه برخه ده چې انسان په ټولنه کې یوبل سره تړي. دا یو شان کیفیت دی چې ښه او‌ ټولنیز کس جوړوي. عدالت د اروا د برخو دنده او امر دی، لکه څنګه چې روغتیا د بدن لپاره مهم ده، عدالت د اروا لپاره مهم دی. افلاطون وایي چې عدالت یوازې ځواک ندی، بلکې یو همغږی ځواک دی. عدالت یو لا پیاوړی حق ندی بلکې په ټوله کې یوه اغېزناکه همغږي ده. ټول اخلاقي تصورات په ټوله کې د فردي او ټولنیزې صلاح پر اصل څرخي».[۲۵][۲۶]
  • افلاطون باور درلود چې د آزادو کسانو په منځ کې حقونه شتون لري او قانون باید «په لومړۍ درجه کې د نابرابرۍ اړیکې په پام کې ونیسي چې په هغو کې له خلکو سره د هغوی د ارزښت په نسبت چلند کېږي او په دوهمه درجه کې یوازې د برابرۍ اړیکې په پام کې نیسي». د هغه وخت په منعکس کولو سره چې غلامي د ښځو محکومیت معمول وو، د لرغوني عدالت لیدلورو د کلکو او سختو طبقاتي سیسټمونو منعکس کوونکو ته تمایل درلود چې لا هم حاکم دي. له بلې خوا، د ممتازو ډلو لپاره، د انصاف او ټولنې پیاوړو مفهومونو شتون درلود. ارسطو وایي توزیعی عدالت اړتیا لري چې خلکو ته باید مواد او شتمنۍ د هغوی د شایستګۍ په اساس ووېشل شي.[۲۷]
  • سقراط (د افلاطون د کریټو خبرواترو له لارې) د ټولنیز تړون یوې نظریې ودې پورې تړل کېږي چې په هغه کې خلک باید د ټولنې له قوانینو پیروي وکړي او د هغې بار ومني ځکه چې د هغې ګټې یې منلې دي. د منځنیو پېړیو په اوږدو کې، په ځانګړې توګه دیني علماوو، لکه توماس آکویناس، د عدالت بحث ته په بېلابېلو لارو دوام ورکړ، خو په پایله کې یې د ټولنې ښه وګړيتوب خدای ته د خدمت موخې پورې وتړه.[۲۸]

له رینسانس او اصلاحاتو وروسته، د ټولنیز عدالت عصري مفهوم، د لیکوالانو یوې ټولنې د کار له لارې د انساني پوټانشل وده ورکوونکي په توګه په څرګندېدو پیل وکړ. باروخ اسپینوزا د درک ودې په هکله کتاب (۱۶۷۷) کې ادعا وکړه چې د ژوند یوازنۍ رښتینې موخه باید د «د یو چا خپل شخصیت څخه لا ډېر پایداره انساني شخصیت» لاسته راوړنه وي او «د بشپړتیا دې میزان ته د رسېدو لپاره... اصلي حسن دا دی چې د امکان په صورت کې له نورو کسانو سره دې یاد شوي شخصیت ته ورسېږي». ټوماس پین د روښانتیا په دوره کې او په (۱۷۹۲) کې په بشري حقونو کې د فرانسې او آمریکا انقلابونو په ځواب کې یوشان ولیکل: ټولنه باید یوه «نابغه ته عادلانه او نړیوال چانس ورکړي» او له همدې کبله «د دولت جوړښت باید په هغه ډول وي چې مخته راوړي... ټول هغه ظرفیتونه چې هیڅکله هم په انقلابونو کې نه را څرګندېږي».[۲۹][۳۰]

سرچينې

سمول
  1. "social justice". Oxford languages. نه اخيستل شوی 26 August 2021.
  2. Aristotle, The Politics (ca 350 BC)
  3. Clark, Mary T. (2015). "Augustine on Justice," a Chapter in Augustine and Social Justice. Lexington Books. pp. 3–10. ISBN 978-1-4985-0918-3.
  4. Banai, Ayelet; Ronzoni, Miriam; Schemmel, Christian (2011). Social Justice, Global Dynamics : Theoretical and Empirical Perspectives. Florence: Taylor and Francis. ISBN 978-0-203-81929-6.
  5. Kitching, G. N. (2001). Seeking Social Justice Through Globalization Escaping a Nationalist Perspective. University Park, Pa: Pennsylvania State University Press. pp. 3–10. ISBN 978-0-271-02377-9.
  6. Hillman, Arye L. (2008). "Globalization and Social Justice". The Singapore Economic Review. 53 (2): 173–189. doi:10.1142/s0217590808002896.
  7. Lawrence, Cecile & Natalie Churn (2012). Movements in Time Revolution, Social Justice, and Times of Change. Newcastle upon Tyne, UK: Cambridge Scholars Pub. pp. xi–xv. ISBN 978-1-4438-4552-6.
  8. Agartan, Kaan (2014). "Globalization and the Question of Social Justice". Sociology Compass. 8 (6): 903–915. doi:10.1111/soc4.12162.
  9. El Khoury, Ann (2015). Globalization Development and Social Justice : A propositional political approach. Florence: Taylor and Francis. pp. 1–20. ISBN 978-1-317-50480-1.
  10. John Rawls, A Theory of Justice (1971) 4, "the principles of social justice: they provide a way of assigning rights and duties in the basic institutions of society and they define the appropriate distribution of benefits and burdens of social co-operation."
  11. Aiqing Zhang; Feifei Xia; Chengwei Li (2007). "The Antecedents of Help Giving in Chinese Culture: Attribution, Judgment of Responsibility, Expectation Change and the Reaction of Affect". Social Behavior and Personality. 35 (1): 135–142. doi:10.2224/sbp.2007.35.1.135.
  12. Smith, Justin E. H. (2015). Nature, Human Nature, and Human Difference : Race in Early Modern Philosophy. Princeton University Press. p. 17. ISBN 978-1-4008-6631-1.
  13. Trương, Thanh-Đạm (2013). Migration, Gender and Social Justice: Perspectives on Human Insecurity. Springer. pp. 3–26. ISBN 978-3-642-28012-2.
  14. Teklu, Abebe Abay (2010). "We Cannot Clap with One Hand: Global Socio–Political Differences in Social Support for People with Visual Impairment". International Journal of Ethiopian Studies. 5 (1): 93–105.
  15. J. Zajda, S. Majhanovich, V. Rust, Education and Social Justice, 2006, ISBN 1-4020-4721-5
  16. Clark, Mary T. (2015). "Augustine on Justice," a Chapter in Augustine and Social Justice. Lexington Books. pp. 3–10. ISBN 978-1-4985-0918-3.
  17. Paine, Thomas. Agrarian Justice. Printed by R. Folwell, for Benjamin Franklin Bache.
  18. Behr, Thomas. Social Justice and Subsidiarity: Luigi Taparelli and the Origins of Modern Catholic Social Thought (Washington DC: Catholic University of American Press, December 2019).
  19. Luigi Taparelli, SJ, Saggio teoretico di dritto naturale appogiato sul fatto (Palermo: Antonio Muratori, 1840-43), Sections 341-364.
  20. Behr, Thomas. Social Justice and Subsidiarity: Luigi Taparelli and the Origins of Modern Catholic Social Thought(Washington DC: Catholic University of American Press, December 2019), pp. 149-154.
  21. Rosmini-Serbati, The Constitution under Social Justice. trans. A. Mingardi (Lanham: Lexington Books, 2007).
  22. Pérez-Garzón, Carlos Andrés (14 January 2018). "Unveiling the Meaning of Social Justice in Colombia". Mexican Law Review. 10 (2): 27–66. ISSN 2448-5306. Archived from the original on 29 March 2018. Retrieved 28 March 2018.
  23. The Preamble of ILO Constitution
  24. Vienna Declaration and Programme of Action, Part II, D.
  25. Plato, The Republic (ca 380BC)
  26. "20th WCP: Plato's Concept of Justice: An Analysis". Archived from the original on 5 October 2016.
  27. Nicomachean Ethics V.3
  28. Plato, Crito (ca 380 BC)
  29. B Spinoza, On the Improvement of the Understanding (1677) para 13
  30. T Paine, Rights of Man (1792) 197