محافظه کاري

محافظه کاري یوه جمالیاتي، فرهنګي، ټولنیزه او سیاسي فلسفه ده چې د دودیزو ټولنیز نهادونو د ودې او ساتنې په هڅه کې ده. لکه څنګه چې ښکاري، د محافظه کارۍ مرکزي اصول کېدای شي، تمدني او کلتوري اوسني وضعیت ته په کتو سره توپیر ولري. په لوېدیځ کلتور کې، محافظه کاران د سازمانونو د لړۍ لکه، د منظم شوي دین، پارلماني دولت او د ملکیت حق، د ساتلو په هڅه کې دي. د محافظه کارۍ پلویان ډېری د پرمختګپالنې مخالف دي او دودیزو ارزښتونو ته د بېرته ستنېدو په هڅه کې دي.[۱][۲][۳][۴]

په سیاسي شرایطو کې له دې اصطلاح څخه لومړنۍ ثابته شوې ګټه اخیستنه په ۱۸۱۸ز کال کې له فرانسوا رنه دوشاتوبریان سره د بوربون د بیارغونې په لړ کې، چې د فرانسې د انقلاب د سیاستونو بېرته ګرځولو په هڅه کې وو، پیل شوه. له تاریخي پلوه له ښي اړخه سیاست سره اړیکه لري، له هغه وخت راهیسې دا اصطلاح د لیدلورو د پراخې لړۍ د بیانولو لپاره کارول کېږي. د پالیسي ګانو هیڅ یوه لړۍ شتون نه لري چې محافظه کاره وګڼل شي، ځکه چې د محافظه کارۍ معنا هغه څه پورې تړلې ده چې په یوه ځانګړي وخت او ځای کې دودیزه ګڼل کېږي. د محافظه کارۍ فکر د پام وړ بدلون کړی دی ځکه چې ځان ته یې له شته دودونو او کلتورونو سره تطابق ورکړی. د بېلګې په ډول، ځینې محافظه کاران په اقتصاد کې د دولت له ډېرې مداخلې څخه ملاتړ کوي په داسې حال کې چې ځینې نور بیا د لایزز فیره آزاد بازار له اقتصادي سیسټم څخه ملاتړ کوي. له همدې کبله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه محافظه کاران – چې هر یو یې له خپلو دودونو څخه ملاتړ کوي – کېدای شي د مسایلو پراخې لړۍ په هکله د نظر اختلاف ولري. ادموند بورک، د اته لسمې پېړۍ سیاستوال چې د فرانسې انقلاب مخالف وو خو د امریکا له انقلاب څخه یې ملاتړ وکړ، په ۱۷۹۰مه ز لسیزه کې د محافظه کارۍ یو له اصلي تیوریستانو او نظر ورکوونکو په توګه پېژندل کېږي.[۵][۶][۷][۸][۹]

موضوعګانې سمول

ځینې سیاسي عالمان، لکه: ساموئل پي هانټینګټون محافظه کاري، حالتي ګڼي. د دې تعریف پر اساس، محافظه کاران د خپل وخت د تاسیس شوو نهادونو پلویانو په توګه پېژندل کېږي. په ۱۹۵۹ز کال کې د برېټانیا د محافظه کارانو د ګوند رئیس کوینټین هاګ په وینا: «محافظه کاري هومره فلسفه نده څومره چې یو چلند ده، یو ثابت ځواک دی چې د یوې آزادې ټولنې د ودې لپاره دوامداره فعالیت کوي او په خپله د انساني طبیعت ژورې او دایمي اړتیا پورې تړاو لري». د نړیوال تعریف د نه شتون سربېره، کولی شو ځانګړي موضوعات د محافظه کارۍ ګډ تفکر تر سیوري لاندې راولو.[۱۰][۱۱]

دود سمول

د مایکال اوکشاټ په وینا، «محافظه کار اوسېدل یانې ... آشنا له نا آشنا څخه، هڅه کوونکی له نه هڅه کوونکي څخه، حقیقت ته رمز ورکول، ریښتینی له ممکن څخه، محدود له نامحدود څخه، نږدې له لرې څخه، کافي له ډېر زیات څخه، مناسب له بشپړ څخه غوره کول او یوټوپیان سعادت ته خندا راوړل». داسې دودیزتوب کېدای شي د وخت لخوا د ټولنیزو سازمانونو آزمېښت شوې طریقه وي، چې مړو ته رایه ورکوي. دودنه هم کېدای شي د هویت حس کې ډوب وي.[۱۲][۱۳]

سلسله مراتب سمول

د محافظه کارۍ د دودیز تعریف په خلاف، ځینې سیاسي شنونکي لکه کوري رابین، محافظه کاري د اقتصادي او ټولنیزو نابرابریو په وړاندې د ټولیزې دفاع په توګه تعریفوي. په دې توګه، ښي اړخی سیاست له دې لیدلوري چې، ټولنیز ځانګړي سلسله مراتب او نظمونه ناګزیر، طبیعي، عادي یا مطلوب دي، څخه ملاتړ کوي. له دې اړخه، محافظه کاري د زاړو بنسټونو د ملاتړ لپاره لږ هڅه کوي او د «د نظر وړاندې کولو د مراقبت په هکله – د ځواک لرلو د احساسي تجربې لرل، د ګواښ لیدل او د هغه د لاس ته راوړلو لپاره هڅه کول دي». برعکس، ځینې محافظه کاران کېدای شي داسې استدلال وکړي چې هغوی ډېر لږ د خپل ځواک د ساتلو په هڅه کې دي او ډېر د «د نه منلو وړ حقونو» او د هغو نورمونو او قوانینو د پلي کېدو او ملاتړ په لټه کې دي چې باور لري تلپاتي او ابدي دي او د تل لپاره په یوه وګړي لپاره عملي کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶]

ریالیزم یا واقعیت پالنه سمول

نوئل اوسالیوان محافظه کاري د انسان د نیمګړتیا فلسفه نومولې ده چې د هغه د پلویانو په منځ کې یو منفي لیدلوري ته چې د انساني طبیعت او ناامیدۍ پوټانشیل ته د «یوټوپیان» طرحې له لارې وده ورکوي. توماس هابز، «د واقعیت پالنې حق فکري پلار»، استدلال کاوه چې د طبیعت حالت د انسانانو لپاره «غریب، ناخوښه، بې رحمه او لنډ دی» چې متمرکزه اقتدار ته اړتیا لري.[۱۷][۱۸][۱۹]

بڼې سمول

لېبراله محافظه کاري سمول

لېبراله محافظه کاري هم د کلاسیک لېبرال لیدلوری په ځان کې شاملوي چې دولت باید په اقتصاد کې ترټولو لږ مداخله ولري. وګړي باید په بازار کې د ګډون او د شتمني د تولید لپاره د دولت له مداخلې څخه آزاد وي. په همدې حال کې، وګړي نشي کولی چې په ټولیز ډول د ژوند په نورو برخو کې مسئولانه عمل پورې تړلي وي، له همدې کبله لېبرال محافظه کاران باور لري چې د ملت پر وړاندې د نظم، قانون او د وظیفوي احساس او مسئولیت د ودې او د ټولنیزو بنسټونو د اطمینان لپاره یو پیاوړي دولت ته اړتیا شته. لېبراله محافظه کاري هغه ډول محافظه کاري ده چې د لېبرال دریځونو څخه په کلکه اغیزمنه شوې.[۲۰][۲۱]

له هغه ځایه چې دې دوو وروستیو اصطلاح ګانو د وخت په لړ او د بېلابېلو هېوادونو په منځ کې بېلابېلې معنا ګانې لرلې دي، لېبرالي محافظه کاري هم د ډول ډول معنا ګانو لرونکې ده. له تاریخي پلوه، دا اصطلاح ډېری له اقتصادي لېبرالیزم څخه ملاتړ کوي، چې د آزادو بازارونو ملاتړی دی. په داسې حال کې چې کلاسیکه محافظه کاري بیا د تاسیس شوي دود، مذهبي ارزښتونو ته د احترام او اقتدار پلوې ده. هغه خپل ځان د کلاسیک لیبرالیزم په وړاندې ودراوه، چې په دواړو اقتصادي او‌ ټولنیزو ساحو کې یې د وګړو له آزادي ملاتړ کاوه.

د وخت په تېرېدو سره، د محافظه کاري عمومي آیډیولوژي په ډېری هېوادونو کې مالي محافظه کاره استدلالونه ومنل او د لېبرالي محافظه کاري اصطلاح ځای محافظه کاري ونیوه. په هغو هېوادونو کې چې د لېبرالي اقتصاد نظرونه دود وو، لکه متحده ایالتونه، نو ځکه دا هېوادونه په ټوله کې محافظه کاره ګڼل کېدل. په نورو هېوادونو کې چې لېبرالي محافظه کاره خوځښتونه اصلي سیاسي لړۍ ته د ننه شوي لکه ایټالیا او اسپانیا، د لېبرال او محافظه کار اصطلاح ګانې کېدای شي مترادفې وي. په متحده ایالاتو کې د لېبرال محافظه کاري دود، د کلاسیکو لېبرالانو اقتصادي انفرادیت له یو ډول بورکي محافظه کارۍ (چې د آمریکایي محافظه کاري دود یوه برخه شوې، لکه د راسل کرک لیکنې) سره یوځای کوي.

د لېبرال محافظه کاري دوهمه معنا چې په اروپا کې یې پراختیا موندلې، د عصري محافظه کارو (لږ دودیزپاله) لیدلورو او ټولنیز لیبرالیزم لیدلورو یو ترکیب دی. دې اصطلاح د سوسیالیزم د اجتماعیت پلوي لیدلوري د مخالف په توګه وده کړې ده. دې امر ډېری د آزاد بازار په اقتصادي محافظه کارو لیدلورو، د فردي مسئولیت په باور، د مدني حقونو څخه د دفاع په ټولیز لیدلوري، چاپېریال ساتنې او د یوه هوسا دولت په ملاتړ ټینګار کړی. د اروپا په قاره کې، کله کله په انګلیسي کې د ټولنیزې محافظه کارۍ په توګه هم ژباړل کېږي.

سرچينې سمول

  1. Hamilton, Andrew (2019). "Conservatism". Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Conservatism". Encyclopædia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Conservatism (political philosophy)". Britannica.com. 
  4. Heywood 2012، ص. 69.
  5. Jerry Z. Muller, المحرر (1997). Conservatism: An Anthology of Social and Political Thought from David Hume to the Present. Princeton U.P. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-03711-0. Terms related to 'conservative' first found their way into political discourse in the title of the French weekly journal, Le Conservateur, founded in 1818 by François-René de Chateaubriand with the aid of Louis de Bonald. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Frank O'Gorman (2003). Edmund Burke: His Political Philosophy. Routledge. د کتاب پاڼې 171. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-32684-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vincent 2009، ص. 78.
  8. Vincent 2009، ص. 79.
  9. Heywood 2012، ص. 66.
  10. Winthrop and Lovell, pp. 163–166
  11. Quintin Hogg Baron Hailsham of St. Marylebone (1959). The Conservative Case. Penguin Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Oakeshott, Michael (1962). Rationalism in Politics and Other Essays. London: Methuen. د کتاب پاڼي 168–196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Heywood 2017، ص. 66.
  14. (په July 15, 2012 باندې). What does conservatism stand for?.
  15. Henning Finseraas, "What if Robin Hood is a social conservative? How the political response to increasing inequality depends on party polarization." Socio-Economic Review 8.2 (2010): 283-306.
  16. (په January 8, 2012 باندې). The Conservative Mind.
  17. Fawcett, Edmund (October 20, 2020). Conservatism: The Fight for a Tradition (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-17410-5. To Hobbes, the intellectual godfather of the “realist” right for whom security was the highest social value, authorities were needed as sovereign arbiters to stop people’s inborn competitiveness from running out of control. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Chapter XIII.: Of the Natural Condition of Mankind As Concerning Their Felicity, and Misery.". Leviathan. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Heywood 2017، ص. 67.
  20. Grigsby, Ellen (2008). Analyzing Politics. Cengage Learning. د کتاب پاڼي 108–109, 112, 347. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-50112-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. McAnulla 2006، ص. 71.