بېلجیم

(له بلجیم نه مخ گرځېدلی)

بلجیم په فرانسوي:Belgique، رسمي نوم (Belxiye) د بلجیم بادشاهي د اروپا لودیځ کې پروت هېواد دی. چې د شمال ته له هالنډ ختیځ ته له المان او لوکزامبورک، سویل کې له فرانسې او لویدیځ لورته له شمال سمندر سره ګډه پوله لري. ددې هېواد ټول پراخوالې ۳۰٬۵۲۸ کیلو متره مربع او پلازمینه یې بروکسل دی.

د بلجیم هیواد پاچاهي
Royaume de Belgique) په فرانسوي
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
بروکسل
 -  پادشاه د بلجیم فیلیپ  

د بلجيم سلطنتي هېواد د لودیځې اروپا له هېوادونو څخه دى چې د اروپايي ټولنه له بنسټګرانو هم شمېرل كيږي او همدا راز د شمالي اتلانتيك يا ناټو له بنسټگرانو هم دى. په دې سیمه کې چې نن بلجیم بلل کېږي له ميلاد نه ۵۰ كاله وړاندې د سلت قوم ژوند كاوه.

ایداري وېش سمول

بیرغ سمول

 
 

پلازمېنه سمول

ددغه هېواد پلازمينه برسل یا بروکسل د اروپايي اتحاديې اصلي مقر دى .

معتدل ، مرطوب باراني اقليم لري او د ټيټې ارتفاع لرونکی ټاټوبى دى چې څه له پاسه نيمايي برخه يې جلگو پوښلې ده .

خپلواکي سمول

 
"په ۱۸۳۰ کال بلجیم کې پېښ شوی انقلاب، چارلز گوستاو واپرز (۱۸۳۴) لرغوني هنرونو موزیم – بروکسل

بلجيم د اوږدې مودې لپاره د فرانسې، هالنډ او هسپانيې د ښکېلاک برخه گڼل كېده . بالاخره په ۱۸۳۰ ميلادي كال د لومړي ځل لپاره خپلواك شو .

د نولسمې پېړۍ په دویمه نيمايي پيړۍ كې د بلجيم صنايعو زيات پرمختگ وكړ او د بليجم د هغه وخت پاچا دویم لیوپولډ له خوا د لومړي ځل لپاره د ښکېلاک په فکرکې شو او كانگو، روانډا او برونای يې په پرله پسې توگه د بلجيم تر ښکېلاکي توغ لاندې راوستی .

كانگو تر ۱۹۶۰ ميلادي كاله د بلجيم مستعمره وه، د روانډا او برونای هېوادونه هم تر ۱۹۶۲ ميلادي كاله د بلجيم مستعمرې وی .

په ۱۹۹۴ كال كې ددغه هېواد په اساسي قانون كې له يو لړ بدلونونو وروسته دغه هېواد د فډرالي حكومت خاوند شو. ددغه هېواد په اساسي قانون كې بلجيم يو فډرالي هېواد بلل شوى چې له درېو، فلاندرز ژبو، جرمن ژبو او فرانسوي ژبو له ټولنو څخه تشكيل شوى دى .

دغه هېواد په درېو سيمو وېشل شوى: په شمال كې فلندر چې خلك يې په هالنډي ژبه خبرې كوي، په جنوب كې والونيا چې فرانسوي ژبي په كې ژوند كوي او بروكسل. هالنډي او فرانسوي ژبې يې رسمي ژبې دي . د والونيا په برخه كې ۷۰۰۰۰ جرمني ژبي خلك ژوند كوي .

سياست سمول

 
د بلجیم پخوانی لومړی وزیر گای ورهوفستات

د بلجيم پاچا دویم آلبرت دى خو محدود سياسي ځواک لري. د بلجيم په غونډال كې لومړى وزير د حكومت مشر دى. دغه هېواد پارلمان له دوو جرگو یعنې مشرانو او ولسي جرگې جوړ دی .

د بلجيم هره يوه برخه د خپل آره او حقوقي وضعيت په بنسټ د قانون جوړونې او د قانون په اجرا كې خپلواك عمل كوي. له همدې كبله د سيمو او ټولنو له قانوني مشرانو څخه جوړه شورا شته چې د ټول هېواد لپاره يو ډولقانونوه مني .

د بلجيم له درې واړو برخو څخه هره يوه يې د خپلې سيمې د كلتوري، ښونيزو، ژبنيزو مسائلو او انساني چارو مسئوليت په خپله غاړه لري. درې واړه سيمې د وټه، انرژۍ، ليږد راليږد او حكومتي چوپړونه مسئوليتونه هم لري .

 
اووه گوني ایالتونه (نارنجي ناحیې، نصواري رنگ او ژیړ رنگه) او د اسقف تر واکمنۍ لاندې سیمې Liège (شنه سیمه)

هغه كار چې فډرال حكومت يې ترسره كوي د بهرنيو اړيكو تنظيمول، حقوقي او دفاعي چارې سمبالول دي. فډرال حكومت همدغه راز مسئوليت لري چې كلي قانونوه ښکاره كړي او د هېواد اوټيز، کولتوري او ټولنیز تگلوري هم وټاكي .

 
د آردنس یو لید Hautes Fagnes

ژبې سمول

 
  • په تصویر کې شین رنګه هالنډي ژبې سیمې دي.
  • آسماني رنګ فرانسوي ژبې.
  • ژیړ رنګ الماني ژبې دي.

د بي بي سي د راپور له مخې د دوه ژبو فرانسوي او هالنډي د وگړو ترمنځ تاوتريخوالى كله ناکله راپورته کېږي، او هالنډي يا ښي لاسي د فلندر د سيمې د خپلواكۍ غوښتنه كوي، په ورته وخت كې رايه ورکونې ددې ښودنه كوي چې زياتره بلجيميان د فډرال حكومت پلويان دي.

وټه : سمول

 
لی یژ ښار، بروخس (بروخ) او نامور ښار، د بلجیم له اوو سترو ښارونو گنل کېږي، چې هر یې له سل زرو ډېر وگړي استوگن لري.

بلجيم په يوه ډېره صنعتي سيمه كې پروت هېواد دى. ددغه هېواد وټې په خصوصي برخه څرخيږي. په ۲۰۰۶ ميلادي كال ددغه هېواد كورنى ناخالص پيداوار ۳۴۲.۵ ميليارده ډالره وو. په دغه هېواد كې د بيو تورم هم ۱.۸ سلنې ده .

صنعت او کاري ځواک سمول

كابو ۴.۹ ميليونه كسان كاري ځواك لري چې يوه سلنه يې په كروندگرۍ ، ۲۴.۵ سلنه يې په صنعت او ۷۴ سلنه يې د خدماتو په برخه كې په كار بوخت دی. په دغه هېواد د بېكارۍ كچه ۸.۱ سلنه ده او څلور سلنه خلك يې د فقر له كرښې لاندې ژوند كوي .

 
د میوس په سیند جوړه فولاد جوړونې فابریکه،

ماشين آلات، كيمياوي مواد، الماس، وسپنه او خوراكي توكي د دغه هېواد مهم صادرات جوړوي چې د آلمان (19.7 سلنه)، فرانسې (16.9 سلنه)، هالنډ (12 سلنه)، انگلستان (7.9 سلنه)، آمريكا (6.2 سلنه) او ايټاليا (5.2 سلنه) هېوادونو ته صادريږي .

ددغه هېواد واردات ماشين‌آلات، كيمياوي مواد، الماس (ناتراش شوي)، خوراكي مواد تيلي محصولات او د ليږد راليږد وسايل دي چې له هالند (18.3 سلنه)، آلمان (17.3 سلنه)، فرانسې (11.2 سلنه)، انگلستان (6.6 سلنه)، ايرلند (5.7 سلنه) و آمريكا (5.4 سلنه) څخه وارديږي .

خلک سمول

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې ددغه هېواد نفوس ۱۰۳۹۲۲۲۶ تنه وو چې منځنى عمر په كې ۴۱.۱ كاله دى او ژوند ته په كې تر ۷۸.۹۲ كلونو پورې هيله شته .

ګوندونه او سیاست سمول

د بلجيم بنسټيز قانون له سياسته د گروهه په بېلوالي او له كليسا څخه د حكومت په لېرې والي ټينگار لري. په همدې دليل په بلجيم كې رسمي دين نشته خو كاتوليك كليسا بيا د هېواد په ډېرو سيمو كې استازولۍ لري .

ایډز سمول

د ۲۰۰۳ ميلادي كال د رسمي احصائيو له مخې د دغه هېواد ۰.۲ سلنې خلك د ايډز په ويروس ككړ وو .

اړيكتيايي چارې : سمول

په بلجيم كې ۴.۷۱۹ ميليونه ثابتې ټېلفوني كرښې فعاليت لري او او ۹.۶۶ موبايلونه هم پكې شته دي . ۲۵ ټلويزیوني چينلونه په كې خپرونې کوي. بلجيم د نورو اروپايي هېوادونو په بډ يوه حكومتي رسنۍ نلري بلكه حكومتي رسنۍ يې په دوه برخو ويشل شوې دي چې هره يوه يې يوه راډيو او ټلويزیون لري .


كابو ۹۵ سلنې بلجيميان له كبلي ټلويزیونونو گټه پورته كوي چې له دې پلوه په نړۍ كې لومړی هېواد گڼل کېږي. ټاكل شوې ده چې د بلجيم ټلويزیوني سيسټم تر ۲۰۱۱ كاله پورې ډيجيټلي شي .

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې يې ۳.۱۹۵ انټرنيټي كوربانه درلودل او ۴.۸ ميليونه تنه پكې له انټرنيټه اگټه پورته كوي .