اډولف ایچمان
اډولف ایچمان[۱] ( 1906 _ 1962 ) د نازي جرمني یو فوځي افسر او د هولوکاسټ مشهوره څېره وه چي د دویمي نړیوالي جګړې پر مهال یې لوی شمېر یهوادن ووژل. په نازي جرمني کي د هټلر د حکومت اړوند د SS- Obergruppenführer Reinhard Heydrich لخوا دنده وسپارل سوه تر څو د جرمني تر اشغال لاندي اروپا کي د ملیونونو یهودانو په ډله ایزو شړلو کي د نازي میشت ځایونو او د نازیانو د ویجاړولو کمپونو ته د لوژستیک اسانتیا برابره او اداره کړي.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
غړی د |
مهمې پېښې |
|
---|---|
جګړه |
جایزې |
|
---|
تر دویمي نړیوالي جګړې وروسته ایچمان په 1945 کي د متحدینو لخوا پیدا او ژوندئ ونیول سو، خو تر لږ وخت تېرولو وروسته یې ځان په تیښته ارجنتاین هیواد ته ورساوه. د 1960 په مئ کي هغه د اسراییلو د موساد استخباراتي ادارې لخوا تعقیب او په ارجنټاین کي تر نیولو وروسته د اسراییلو سترې محکمې ته بوتلل سو. د اسراییل دولت په 1962 کي تر یوې محکمې وروسته ایچمان ته د اعدام حکم واوراوه او هغه یې د بیت المقدس په ښار کي دار ته وخېژاوه.
د معلوماتو له مخي ایچمان په کوچنیوالي کي تر زدکړو وروسته په اتریش کي د خپل پلار د کان کیندني په شرکت کي کار کاوه، چیري چي یې کورنۍ هم اوسېدل. نوموړي په 1927 کي د تیلو پلورونکي په توګه کار کاوه، او په 1932 کي د نازي ګوند او SS دواړو سره یوځای سو. ایچمان په ۱۹۳۳ کي د یهوادنو د جبري شړلو د یوه چارواکي په توګه دنده ترسره کړه او د ۱۹۳۹ کال د سپتمبر په میاشت کي د دویمې نړیوالې جګړې له پیلیدو وروسته هغه او د هغه کارکوونکو د یهودانو لپاره په لویو ښارونو کي په یهودي میشت ځایونو کي د دې تمه پیدا کړه چي دوی به ختیځ یا بهر ته ولیږدول سي.
تر دې پیښي وروسته نازیانو د ۱۹۴۱ کال د جون په ۲۲ مه پر شوروي اتحاد یرغل پیل کړ او د دوی یهودي محوره پالیسي له بند یا جبري هجرت څخه په ویجاړۍ بدله سوه. اېچمان او د هغه کارمندانو د یهودانو د ایستلو لپاره د ویجاړۍ کمپونو ته د استولو مسولیت په غاړه درلود، چیري چي به قربانیان په ګازو مسموم او وژل کېدل. د ایچمان د جرمونو په لړۍ کي په 1944 کي د یوه کاروان د درولو پر مهال د هنګري له 725,000 یهودانو څخه 437,000 وژل سوي وه.
ایچمان تر دویمي نړیوالي جګړې وروسته د لوئر ساکسوني په یوه کوچني کلي کي اوسېدی، او په 1950 کي د جعلي کاغذونو په کارولو سره ارجنټاین ته ولاړ. د اسرایلو د استخباراتو ادارې موساد لخوا راټول سويو معلوماتو په 1960 کي د هغه ځای په نښه کړ، او تر نښه کولو وروسته هغه له ارجنټاین څخه اسراییل ته انتقال او په ټولو تورونو مجرم وپیژندل سو، چي پر بنست یې د 1962 د جون پر 1 نېټه اعدام سو.
- ↑ "Eichmann". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118529447. ذکر کېدنه: Catalog of the German National Library. Retrieved: ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://diepresse.com/home/zeitgeschichte/711960/Wie-Eichmann-vom-Oesterreicher-zum-Deutschen-wurde.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6pz5j3j. Subject named as: Adolf Eichmann. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 5351. Subject named as: Otto Adolf Eichmann. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.dhm.de/lemo/biografie/adolf-eichmann.
- ↑ سرچينې تړی: https://babel.hathitrust.org/cgi/pt?id=mdp.39015065795596&view=1up&seq=178. Page(s): 160-178.
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ذکر کېدنه: Great Norwegian Encyclopedia. Store norske leksikon ID: Adolf_Eichmann. اثر ژبه: بوکمول ژبه. ISSN: 2464-1480.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.spiegel.de/politik/absolute-gerechtigkeit-a-fe5d2817-0002-0001-0000-000013517583.
- ↑ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11974316g. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn20000700473. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
- ↑ ذکر کېدنه: SS : Roll of Infamy. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۷.
- ↑ ذکر کېدنه: BnF authorities. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ليکوال: Bibliothèque nationale de France.
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ ۱۷٫۴ ذکر کېدنه: TracesOfWar. TracesOfWar person ID: 78241. Retrieved: ۱۵ نومبر ۲۰۲۴.