د بارباروسا عملیات

د بارباروسا عملیات چې په جرمني ژبه کې ورته (یونټرنیهمان بارباروسا ) وايي، د نازي جرمني او د هغه د محور متحدینو له خوا د شوروي اتحاد د یرغل لپاره د کوډ نوم و، کوم چې د ۱۹۴۱ز کال د جون په دوه وېشتمه د یکشنبې په ورځ د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې پیل شو. دا عملیات د فریډریک بارباروسا ( سور ږیري ) په نوم ونومول شول ،څوک چې د دولسمې پېړۍ د روم مقدس سترواک او د جرمني پاچا و. دغه عملیات د نازي جرمني ایډیالوژیکي موخه په عمل کې راوسته، چې د لويديځ شوروي اتحاد نیول او د جرمنیانو سره یوځای کول و. د جرمني د جنرال پلان اوسټ موخه دا وه چې ځینې نیول شوي وګړي په زور د محوري جګړو لپاره کار ته اړ کړي، په داسې حال کې چې د قفقاز د تېلو زېرمو او د شوروي اتحاد د بېلابېل کرنیزو سرچینو ترلاسه کول یې د موخي یوه برخه وه. د دوی وروستۍ موخه دا وه چې د جرمني لپاره لا ډیر لیبینزرم ( د اوسېدو ځای ) رامنځته کړي او په پای کې یې دا غوښتل چې سابیریا ته د ډله ييزو وګړو شړلو، غلامي او نسل وژنې له لارې د اصلي سلاویک وګړيله منځه یوسي. [۱][۲]

د یرغل په دوو کلونو کې، جرمني او شوروي اتحاد سیاسي او اقتصادي تړونونه د سټراتیژیکو موخو لپاره لاسلیک کړل. د شوروي اتحاد له خوا د بیساربیا او شمالي بوکووینا د نیولو وروسته د جرمني لوړې قوماندې د شوروي اتحاد د یرغل پلانول د ۱۹۴۰ ز کال په جولای کې د ( د اوټو عملیات د کوډ نوم لاندې ) پیل کړل. د عملیاتو په جریان کې، د محور د متحدینو پرسونل  د ۳.۸ میلیونو څخه ډېر و چې دا د جګړې په تاریخ کې د یرغل تر ټولو لوی پوځ دی، چې د ۲۹۰۰ کیلومتره ( ۱۸۰۰ میله ) محاذ په اوږدو کې د ۶۰۰۰۰۰ موټرو او ۶۰۰۰۰۰ څخه زیاتو آسونو سره یې په لویدیځ شوروي اتحاد یرغل وکړ، د غیر جنګي عملیاتو لپاره، دا برید د جغرافيي او د متحدینو د ائتلاف د جوړښت له نظره،  د شوروي اتحاد په ګډون د دویمي نړیوالې جګړې د پراخېدو نښه وه.

دغو عملیاتو ختیځه جبهه پرانیسته، په کوم کې چې د تاریخ په اوږدو کې د بل هر جګړیز تیاتر په پرتله ډېر ځواکونه سره ژمن و. دې سیمي د دنیا ځینې لویې جګړې، خورا وحشتناک ظلمونه او ډېر زیات تلفات لیدلي ( د شوروی ځواکونو او د محور د ځواکونو لپاره )، چې د دویمي نړیوالي جګړې په جریان یې او ورپسې د شلمې پېړۍ په تاریخ اغېزه وکړه. د جرمني ځواکونو په پای کې کابو پنځه میلیونه شووري سره پوځونه ونیول. نازیانو په قصدي ډول کابو ۳.۳ میلیونه د جګړي شوروي زندانیان د لوږي له امله او یا یې په کوم بل ډول ووژل کړل او همدارنګه میلیونونه ملکي وګړي یې ووژل، لکه څنګه چې د جرمني د ( لوږي پلان ) د جرمني د خوراکي توکو د کمښت د حل کولو او د سلاویک نفوس د  لوږي له امله د مړه کېدو لپاره کاراوه. د ډله ييزو ډزو وژلو او د ګاز نیولو عملیات د نازیانو او یا د دوی د خوښي همکارانو له خوا د هولوکاسټ د برخې په توګه له یو میلیون څخه زیات یهودیان ووژل.    [۳][۴][۵]

د بارباروسا ماتې د جرمني د نازي برخلیک سرچپه کړ. په عملیاتي توګه، د جرمني ځواکونو ډېري مهمي بریاوي ترلاسه کړي او همدارنګه د شوروي اتحاد مهمي اقتصادي سیمي یې ونیولي ( په ځانګړې توګه په اوکرین کې ) او درانه زیانونه یې ولیدل. په دې بریاوو سربیره ، د ۱۹۴۱ ز کال په پای کې د مسکو په جګړه کې د جرمني یرغل ودرېد ، ورپسې د شوروي د ژمي ضد یرغل جرمني شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره ( ۱۶۰ میله )  شاته کړه. جرمنیانو په ډاډه زړه دې ته تمه درلوده چې شوروي اتحاد به د پولنډ په شان په چټکۍ سره سقوط شي، خو سرو پوځونو د جرمني د ورماچټ قوي ګوزارونه ولیدل او هغه یې په یو ناببره حمله کې له منځه یو وړل چې جرمنیان دې ته چمتو نه و. د ورماچټ کم شويو ځواکونه نور د دې توان نه درلود چې د ختیځي جبهې په اوږدو کې یرغل وکړي، ورپسې عملیاتو باید نوښتونه بېرته ونیسي او د شوروي سیمي ته ښه ژور ننوځي، لکه د ۱۹۴۲ ز کال کې آبي قضیه او په ۱۹۴۳ ز کال کې د سیټدل عملیات چې په پای کې ناکام شول او په پایله کې د ورماچټ د شاتګ او سقوط لامل شو. [۶]

مخینه سمول

د نازي جرمني توکمیزه پالیسي سمول

د  ۱۹۲۵ ز کال په پیل کې، اډولف هټلر په مبهم ډول په خپله سیاسي تګلاره او خپله بیوګرافي ( میان کمپ )  کې اعلان وکړ چې:  هغه به په شوروي اتحاد یرغل وکړي او ټینګار یې وکړ چې د جرمني وګړي اړتیا لري چې د خپل لیبینزرم ( اوسېدو ځای ) خوندي وساتي، تر څو د جرمني د وګړو د راتلونکو نسلونه بقا ډاډمنه شي. د ۱۹۳۹ز کال د فبرورۍ په لسمه هټلر خپلو پوځي قومندانانو ته وویل چې: راتلونکې جګړه به په پوره توګه د ویلتانشونګین ( نړیوالو محتویاتو )  جګړه وي، په بشپړ ډول د خلکو جګړه، همدارنګه یوه توکمیزه جګړه به وي. د نومبر په ۲۳ مه، هغه وخت چې دویمه نړیواله جګړه مخکې پیل شوي وه، هټلر اعلان وکړ چې توکمیزه جګړه پیل شوې ده او دا جګړه به دا وښيي چې څوک به په اروپا او ورسره په نړۍ حکومت کوي. د نازي جرمني توکمیزه پالیسي شوروي اتحاد ( او ټوله ختیځه اروپا ) د غير اریایي  ( فرعي انسانانو ) نفوس په توګه ښيي چې د یهودي بالشویک دسیسه جوړوونکو له خوا اداره کېدل. هټلر په خپله بیوګرافی ( میان کمپ ) کې ادعا کوي چې د جرمني برخلیک دادی چې ختیځ ته وګرځي، لکه څنګه چې یې دا کار شپـږ زره کاله پخوا کړی و. په دې اساس دا د نازي یوه پټه پالیسي وه، خو مستند شوې وه چې د روسيې او سلاویک نفوس ډېری برخه ووژني، وشړي او یا یې غلامان کړي، همدارنګه د اوسټ د عمومي پلان لاندې د یورال لوېدیځه ځمکه د جرمني خلکو سره بېرته آباده کړي. د نازیانو باور په قومي برتري  کې په رسمي اسنادو او د جرمني په علمي مقالو کې راغلي، لکه د بهرنۍ نفوس سره څنګه چلند وکړو.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په داسې حال کې چې پخوانیو تاریخونو د ( پاک ورماچټ ) په افسانه ټینګار کاوه او د هټلر د توکمپالني په مقابل کې یې خپل ویاړ ساتلی، جورجین فورسټر یادونه کوي چې په اصل کې پوځي قومندانان د جګړې په ايډیالوژیکي ځانګړتیا کې ښکيل وو او د خوښي ګډونوالو په توګه د هغه په پلي کولو کې ښکېل و. د شوروي اتحاد له یرغل مخکې او وروسته د جرمني پوځونو ته د راډیو ګانو، فلمونو، لکچرو، کتابونو او نشراتو له لارې د بالشویک، سامی او سلاویک پر ضد ایډیالوژیانو په پراخه کچه تایید شوی دی. د شورويانو تشبیه کول د چنګیز خان د ځواکونو سره ، هټلر د کورشیا پوځي مشر سلاوکو کواترنیک ته وویل چې د منګولیا توکم اروپا ته ګواښ دی. [۹][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د برید په درشل کې، د ورماچټ ډېري قومندانانو خپلو سرتېرو ته ویلي و چې: هغه کسان چې د یهودي بالشویک فرعی انسانانو، د منګولیا لښکر، اسیايي سیلاب او سور ځناور په نوم تشرېح شوي‎، په نښه کړي. د نازيانو تبلیغات د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه د جرمني د ملي سوسیالیزم او یهودي بالشویزم تر منځ د یوې ایډیالوژیکي جګړې په توګه یاده کړه او همدارنګه د ډیسپلین شویو جرمنیانو، یهودایانو، رومانیانو او سلاویک انټرمینش تر منځ دا جګړه د توکمیزي جګړې په توګه یاده کړه . د فرار له خوا په يو امر کې ویل شوي چې د نازي ګوند د عملیاتو د ځانګړي پولیسو ملیشي چې د ویرماچ پرمختګ یې له نږدې څاره ،داسې پلان درلود چې ټول یهودي کارکوونکي چې ( کم ارزښته اسیایان، یهودان او غریبان ) دي اعدام کړي. د شوروي اتحاد د یرغل څخه شپـږ میاشتې وروسته، د عملیاتو ډلې لا دمخه د پنځه سوه زرو څخه ډېر شوروي یهودان وژلي و، چې دا شمېره په هغه وخت کې د سور پوځ د وژل شويو سرتېرو د شمېر څخه ډېره وه. د جرمني د پوځ قومندانانو، یهودیان د ګوندي مبارزو اصلي لامل ګڼل.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې سمول

  1. Snyder 2010، ص. 416.
  2. Rich 1973، صص. 204–221.
  3. Snyder 2010، صص. 175–186.
  4. United States Holocaust Memorial Museum 1996، صص. 50–51.
  5. Chapoutot 2018، ص. 272.
  6. Rees 2010.
  7. Guettel, Jens-Uwe (9 December 2013). "The US frontier as rationale for the Nazi east? Settler colonialism and genocide in Nazi-occupied Eastern Europe and the American West". Journal of Genocide Research. 15 (4): 401–419. doi:10.1080/14623528.2013.856084. S2CID 71884207. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Shirer 1990، ص. 716.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Förster 1988، ص. 21.
  10. Hillgruber 1972، ص. 140.
  11. Stackelberg 2007، ص. 271.
  12. Fahlbusch 1999، صص. 241–264.
  13. Stackelberg 2002، ص. 188.
  14. Förster 2005، ص. 127.
  15. Förster 1988، ص. 28.
  16. Kershaw 2001، ص. 467.
  17. Kershaw 2001، ص. 466.
  18. Lewy 2017، ص. 24.
  19. Burleigh او Wippermann 1991، ص. 100.
  20. Burleigh 2000، ص. 512.
  21. Evans 1989، صص. 59–60.
  22. Breitman 1990، صص. 340–341.
  23. Evans 1989، ص. 59.
  24. Mazower 2009، ص. 181.
  25. Himmler 1940، صص. 147–150.
  26. Gellately 1990، ص. 224.
  27. Majer 2003، ص. 180.