نازي ګوند
د نازي ګوند په رسمي ډول د المان د کارګرانو ملي سوسيالېست ګوند دی (الماني: Nationalsozialistische Deutsche Arbeiterpartei يا NSDAP) دی، چې د ۱۹۲۰ او ۱۹۴۵ ز کالونو تر منځ په المان کې فعال خورا ښي اړخی سياسي ګوند و، چې د نازيزم نظریه يې رامنځته او ورڅخه ملاتړ وکړ. د ياد ګوند مخکېنی ګوند د المان د کارګرانو ګوند ( يا DAP) و، چې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۰ ز کال پورې و. نازي ګوند د المان د له خورا ملتپال، توکمپال او پاپيولېسټ [يوازې د ژمنو او امپرياليستي ضد شعارونو له لارې د خلکو د ملاتړ تر لاسه کوونکی] “Freikorps” پوځي وزمه کلتور څخه رامنځته شو، چې په المان کې يې له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته د کمونيستي پاڅونونو پر وړاندې جګړه وکړه. د ګوند موخه له کمونيزم څځه د کارکوونکو لرې کول او völkisch ملتپالنې لور ته يې رابلل وه. نازي سياسي تګلارې په لومړيو کې د سترو سوداګریو ضد، د لوړ پوړو يا بورژوا ضد او د پانګوالۍ ضد موضوعګانو باندې تمرکز وکړ. د يادې موخې په اړه فعاليت وروسته کمرنګه شو او د سوداګريزو مشرانو د ملاتړ تر لاسه کولو په هڅه کې شو، چې په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې د ګوند اصلي تمرکز د سامي [توکم/ژبې] ضد او د مارکسيست ضد مسائلو ته واوښت. [۱][۲][۳][۴][۵]
عمومي مالومات | |
---|---|
وېبرنګ کوډ | |
هېواد | |
ځایناستی د |
د ړنګېدو وخت |
---|
برخه د |
---|
بنسټګر |
---|
د برسېرنې يا ظاهري علمي توکم پالنې نظريات نازي اصالت (نازيزم) لپاره مرکزي وې، چې د (Volksgemeinschaft) په نوم د خلق ټولنې په نظريه کې څرګندې شوې. ياد ګوند په توکميز ډول د غوښتنې وړ المانيانو د ملي ملګرو په توګه يو ځای کول په نښه کړل، په داسې حال کې چې هغه خلک يې له ګوند څخه ويستل چې په سياسي ډول ناسم ورته برېښېدل، په فزيکي يا ذهني ډول ټيټ يا دا چې له يو باندني توکم (Fremdvölkische) څخه وو. د جرمنيک يا الماني وګړو (د ارين “Aryan” اصلي توکم) د پياوړتيا په موخه د نازي ګوند غوښتنې د توکميز پاکوالي او د انسان د نسل د سموونکې پوهې له لارې ټولنيزې مرستندويه خپرونې او د انفرادي حقونو يو ډله یيز تابعيت پراخه کړ، چې د خلکو په استازولۍ د دولت د غوره والي لپاره سرښندونکی (قرباني) کېدلی شي. د ارين توکم د انګېرل شوي پاکوالي او پياوړتيا د خونديتوب په موخه نازي غړو په فزيکي او ذهني ډول د معلول وګړو سره سره وغوښتل، چې يهودي، روماني، پولېنډي او نور زيات غلامان له منځه يوسي. دوی همجنسپالان، تور پوستي، د جيهووا شاهدان او سياسي مخالفين ناخپلواک کړل او له توپيري چلند څخه يې ورسره کار واخيست. ځورونه هغه مهال تر ټولو لوړ ټکي ته ورسېده، چې د ګوند تر واک لاندې الماني دولت وروستی ځواب (Final Solution) په حرکت راوړ. وروستی ځواب د ټول وژنې يو صنعتي نظام و، چې په هغه څه کې يې د نږدې ۶ ميليون يهوديانو او په ميليونونو نورو په نښه شويو قربانيانو وژل تر لاسه کړل، چې د سترې خونړۍ وژنې يا اوروژنې (Holocaust) په توګه پېژندل کېږي. [۶][۷][۸][۹]
له ۱۹۲۱ ز کال راهيسې د ګوند مشر اډولف هټلر (Adolf Hitler) د ۱۹۳۳ کال د جنوري پر ۳۰ د ولسمشر پاول اون هېندينبرګ (Paul von Hindenburg) له لورې د المان لومړی وزير وټاکل شو. هټلر په چټکۍ سره يو ټولواک نظام رامنځته کړ، چې د درېيم رايش (Third Reich) په نوم پېژندل کېږي. اروپا کې د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې د هټلر د درېيم رايش له ماتې څخه وروسته نازي ګوند د متحدينو له لورې ناقانونه اعلان شو، چې په المان او د نازي ځواکونو له لورې نيول شويو سيمو کې يې له جګړې څخه وروسته کالونو کې يې د نازيتوب له منځه وړل تر سره کړل. اوسمهال د ګوند اړوند د هر ډول نښو کارونه د المان او اتريش په ګډون زياتو اروپايي هېوادونو کې ناقانونه ده. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
نوم
سمولنازي (Nazi) چې د ګوند د يو غړي لپاره نارسمي او په اصل کې زيان رسوونکې اصطلاح ده، د ګوند نوم د (Nationalsozialist) له مخفف کولو څخه تر لاسه کوي او له سوزي (Sozi) سره په ورته کې رامنځته شوه، چې د”Sozialdemokrat” )د المان د سوسيال ديموکراتيک ګوند غړی) لنډون دی. د ګوند غړي خپل ځانونه “Nationalsozialisten” (ملي سوسيالېستان) ګڼي، مګر ځينو يې کله ناکله په عاميانه ژبه نازي په پام کې ونه نيوه (ليوپولډ اون مېلډينسټين “Leoplod von Mildenstein” د “Ein Nazi fahrt nach Palastina” تر سرليک لاندې د خپلو مقالو په لړۍ کې په ۱۹۳۴ ز کال په “Der Angriff” کې همدومره [معلومات؟] خپاره کړل). د “Parteigenosse” اصطلاح (د ګوند غړی) په عام ډول د هغه د ورته ښځينه “Parteigenossin” بڼې سره، د نازيانو په منځ کې کارول کېده. [۱۵][۱۶]
ياده اصطلاح د ګوند له راڅرګندېدلو څخه مخکې د يو عاميانه او سپکونکي ويي په توګه د وروسته پاتې بزګر، ساده او نا وړ (نالايقه) شخص لپاره کارېدله. نوموړې اصطلاح له “Ignaz” څخه تر لاسه کېږي، چې د ايګناتيوس (Ignatius) لنډه کړای شوې بڼه ده او د نازيانو د باوريا کورنۍ سيمه کې يو عام نوم و. مخالفانو پر دې او د اوږدې مودې لپاره شته “Sozi” اصطلاح باندې اغېز وکړ، چې له ملي سوسيالېستانو پورې يو ناليکلی وړ نوم وتړي.[۱۷][۱۸][۱۹]
په ۱۹۳۳ ز کال کې هغه مهال چې اډولف هټلر د المان حکومت کې واک تر لاسه کړ، المان کې د “Nazi” اصطلاح کارونه لږه شوه، که څه هم د نازي ضد اتريشيانو د يادې اصطلاح او «نازي المان» کارونې ته دوام ورکړ او نازي نظام له هېواد څخه د باندې د نازي ضد او الماني تبعيد شويو وګړو له لورې نامتو شو. له دې څخه وروسته نوموړې اصطلاح نورو ژبو ته خپره شوه او په پای کې له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته بېرته المان ته راوړل شوه. په انګيسي ژبه کې ناادبي اصطلاح نه ګڼل کېږي او لکه د نازيزم او “denazification” په شان مشتقات لري. [۱۷]
تاريخچه
سمولريښې او لومړني کالونه: ۱۹۱۸ – ۱۹۲۳ ز
سمولياد ګوند له کوچنيو سياسي ډلو څخه د يو ملتپالې دريځ ټاکنې په مرسته وده وکړه، چې د لومړۍ نړيوالې جګړې په وروستيو کالونو کې رامنځته شول. په ۱۹۱۸ ز کال کې د “Freier Arbeiterausschuss fur einen guten Frieden” (د غوره سولې لپاره د کارکوونکو خپلواکه کمېټه) په نوم د المان په “Bremen” کې يو اتحاد جوړ شو. د ۱۹۱۸ د مارچ پر ۷ نېټه انټون ډريکسلر (Anton Drexler) چې يو سخت (لېوال) الماني ملتپال و، په مونيخ (Munich) کې د ياد اتحاد يوه څانګه جوړه کړه. ډريکسلر يو سيمه ييز قفل جوړونکی و، چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د پوځ پلوي هېواد ګوند (Fatherland Party) غړی و او د ۱۹۱۸ د نومبر د اوربند او ورپسې د اوښتونيزو نسکورېدنو سخت مخالف و. نوموړي د وخت د مبارز يا جنګيالي ملتپال نظرياتو پيروي وکړه. لکه: د ويرسېليس تړون (Treaty of Versailles) مخالفت، د سامي ضد (Antisemitic)، د شاهي پلوۍ ضد او مارکس پلوۍ ضد نظرياتو درلودل او همدرانګه د المانيانو پر لوړوالي باور لرل، چې د نوموړي د ادعا له مخې د ارين “Aryan” په نوم د غوره توکم (Herrenvolk) برخه وو. که څه هم نوموړي د يهوديانو تر واک لاندې خوځښت اوسېدلو له امله د پانګوالی نړيوال اصالت هم تورن کړ او په لومړۍ نړيواله جګړې کې د ګټې اخيستنې له امله يې د پانګه والۍ پلويان (کاپيټلېسټان) وغندل. ډريکسلر په المان کې د سياسي تاوتريخوالي او بې ثباتۍ لامل د ويمار جمهوريت (Weimar Republic) وګڼه، چې عوامو او په ځانګړي ډول ټېټو پوړونو يا ټولګيو ورته لاسرسی نه درلود. هغه د اقتصادي سوسياليزم له يوې بڼې سره د volkisch ملتپالنې د يو ځای کولو يا ګډون پر اړتيا باندې ټينګار وکړ، چې موخه يې د ملتپالنې ته متمايل د کارکوونکو د يو داسې نامتو خوځښت جوړول وه، چې د کمونيزم او نړيوال سياست راپورته کېدل وننګوي. دا ټول د ويمار “Weimar” په پوځي وزمه بېلابېلو ډلو لکه “’Freikorps” سره پېژندل شوې نمونې وې. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د ډريکسلر خوځښت د ځينو اغېزناکو څېرو پام او ملاتړ تر لاسه کړ. د خوځښت ملاتړي “Dietrich Eckart” چې يو ښه ژورنالېست و، د “Felix Graf von Bothmer” په نوم پوځي شخص يې د خوځښت په نښه کولو په موخه راوست، چې وار له مخه د ملي سوسياليزم د فکر څرګند يا نامتو ملاتړی و. وروسته په ۱۹۱۸ ز کال کې کارل هارر (Karl Harrer) په نوم ژورنالېست او د “Thule” ټولنې غړي ډرېکسلر او ځيني نور د “Politischer Arbeiter-Zirkel” (د کارکوونکو سياسي کړۍ) جوړولو ته خوښمن (قانع) کړل. غړو په دوره يي ډول د يهوديانو پر وړاندې د ملتپالنې او توکم پالنې موضوعګانو په اړه بحثونو لپاره سره وکتل. د ۱۹۱۸ په ډسمبر کې ډريکسلر د هغو سياسي اصولو پر بنسټ د يو نوي ګوند د رامنځته کولو پرېکړه وکړه، چې نوموړي د کارکوونکو له سياسي کړۍ سره د يوې غوره سولې لپاره د کارکوونکو د کمېټې د خپلې څانګې د يو ځای کولو په واسطه تاييد کړه. [۲۴]
سرچينې
سمول- ↑ Eatwell, Roger (1997). Fascism : a history. New York: Penguin Books. pp. xvii–xxiv, 21, 26–31, 114–40, 352. ISBN 0-14-025700-4. OCLC 37930848.
- ↑ McDonough 2003، م. 64.
- ↑ Mitchell 2008، م. 47.
- ↑ Grant 2004، مم. 30–34, 44.
- ↑ Fritzsche 1998.
- ↑ Evans 2008، م. 318.
- ↑ Gigliotti او Lang 2005، م. 14.
- ↑ Wildt 2012، مم. 96–97.
- ↑ Majer 2013، م. 39.
- ↑ Elzer 2003، م. 602.
- ↑ Maier 2004، م. 32.
- ↑ Burch 1964، م. 58.
- ↑ Curtis 1979، م. 36.
- ↑ Arendt 1951، م. 306.
- ↑ Hitler 1936، م. 10.
- ↑ Mautner 1944، م. 93–100.
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Rabinbach او Gilman 2013، م. 4.
- ↑ Harper n.d.
- ↑ Gottlieb او Morgensen 2007، م. 247.
- ↑ Griffen 1995، م. 105.
- ↑ Spector 2004، م. 137.
- ↑ Shirer 1991، م. 34.
- ↑ Kershaw 2008، م. 82.
- ↑ Abel 2012، م. 55.