نوی نازیزم

نوی نازیزم د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته هغه نظامي، اجتماعي او سیاسي خوزښتونه په بر کې نیسي چې د نازي مفکورې بیا ژوندې کولو او بیا ځای په ځای کولو په لټه کې دي.  نوي نازیان خپله مفکوره عملي کوی تر څو تنفر او د سپین پوستکو غوره توب تقویه کړي، په نژادي او قومي لږکیو ( چې یهودیت ضد مفکوره اوله اسلام ویره پکې شامل دی) یرغل وکړي او په ځینو مواردو کې فاشیستي دولت جوړ کړي. [۱][۲]

نوی نازیزم یو نړیواله ښکارنده ده چې په ډېرو هېوادونو کې منظمې استاذولۍ او نړیوالې شبکې لري. نوی نازیزم له یهودیت ضد، افراطي ملت پالنې، نژاد پالنې، له پردو ویرې، وړتیا پالنې، له همجنس ویرې، انتي رومانیزم، کمونیستي ضد مفکورو پورې اړونده  دوکتورینو څخه عناصرپه امانت ډول ترلاسه کوي او غواړي د هتلر ځای ناستي جرمني حکومت جوړ کړي. د ټول وژنې ردول ( دا په دې معني چې دا خلک هغه عام وژنه چې د هتلرله خوا په یهودانو باندې تر سره شوي دروغ بولي لوهغه یوه مبالغه او افسانه بولي) د نوي نازیزم په کړیو کې معمول دي.

نوي نازیان د نازې نښه کاروي اود آدولف هتلر او نورو نازي مشرانوتوصیف کوي. په ځینو اروپایي او د لاتينې امریکا په هېوادونو کې قانون د نازي پلوه، نژاد پالنه، ضد یهودیت او یا له همجنس وېره مفکورو په اظهار باندې بندیز لګولی. په ډیریو اروپایي هیوادونو کې په نازي اړونده سمبولونو باندې ( په تیره بیا په جرمني کي) بندیز لګول شوي تر څو نوی نازیزم له خنډ سره مخامخ کړي.  [۳]

تعریف سمول

د نوي نازیزم اصطلاح هر هغه خوزښت نظامي، ټولنیز او سیاسي خوزښت ته ویل کیږي چې د نازیزم د ټولې مفکورې یا د هغې د یوې برخې د بیا ژوندي کولو او ځای په ځای کولو په لټه کې وي. نوي نازيزم د هغو خوزښتونو مفکورې ته هم ويل کېږي چې ښایي د نازي له دوکتورین څخه عناصر واخلي چې په دې اصولو کې افراطي ملت پالنه، له کمونیزم سره ضدیت، نژاد پالنه، وړتیا  پالنه، له پردیو ویره پالنه، له همجنس وېره، له رومانیزم سره ضدیت له یهودو سره ضدیت شامل دي چې لړۍ یې د څلورم جرمني دولت جوړول دي. د عام وژنې ردول ( دا په دې معني چې دا خلک هغه عام وژنه چې د هتلرله خوا په یهودانو باندې تر سره شوي دروغ بولي او هغه یوه مبالغه او افسانه بولي) یوه معمولي خبره دی او د نازي سمبولونو کارولو او د آدولف هتلر تحسین پلوی دی. نوی نازیزم د ښي پلوه سخت دریزۍ یوه ځانکړې بڼه بلل کیږي. [۴][۵][۶]

د لرې شمال د اوسېدونکو نژادي اصول سمول

نوي نازي لیکولانو د نژاد یوډول معنوي او باطني اصول یا دوکتورین مطرح کړي دي چې د داروین له مادي علمي نژاد پالنې څخه یې ها خوا الهام اخیستی چې عمدتا په شلمه پېړۍ کې په انګلیسی ژبو ملتونو کې معمول دي. د میګویل سېرانوMiguel Serrano او جولیوس ایوولا Julius Evola ( دا هغه لیکوالان دي چې د نازیزم د انتقاد کوونکو له خوا لکه په سویل کې د فقر حقوقي مرکز له خوا تر نیوکې لاندې دي ) په شان څیرې چې د نوي نازیزم د نژاد پالنې په جوړولو کې اغېزمنې دي ادعا کوي چې د لرې شمال د اوسېدونکو آریانواجداد  په ډېرو لرو وختونو کې نظر اوسني وخت ته ډېر اوچت موجودات و چې له هغه عود څخه اغیزمن شوي و چې د تیلیوریک ( ځمکنیو خلکو) سره د یوځای کېدو له امله را منځ ته شوی و. د دې تیورې له مخې، که آریانان د ډېر پخوا د طلا پېر ته ګرځي نو اړینه ده چې د وینې خاطره بیداره کړي. ډېری وخت ځمکې ها خوا د لرې شمال اوسېدونکود مبداء په اړوند هم ادعاوې شته. دا ډول تیورګانې د Gnosticism ( د پخواني عیسویت روحانیت) او تنتریزم (هندوایزم ته نژدې یو خوزښت دی)  څخه اغیزمنې دي. د دې نژادي له مخې یهودان د نجابت، پاکۍ او ښکلا ضد بلل کیږي.   [۷]

ایکولوژي او چاپېر یال پالنه سمول

نوی نازیزم په تولیزه توګه ځان په چاپېریال کې  د وینې اوخاورې له تنوع سره په ليکه برابروي چې له ژورې ایکولوژۍ، ارګانیک تحرک او د حیواناتو له ساتنې مشترکه ریښه لري. دې تمایل ته کله کله ایکوفاشیزم وايي چې په اصلی جرمني نازیزم کې د ریجارد والتر داری   Richard Walther Darré چې له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۲ پورې د جرمني د خوړو وزیرو مطرح شو.   [۸][۹][۱۰]

تاریخ سمول

جرمني او اطریش ۱۹۴۵-۱۹۵۰ سمول

د نازي جرمني له ماتې وروسته، د حاکم ګوند نازیزم سیاسی مفکوره له بشپړې بې نظمۍ سره مخ شوه. د جرمني د ملي سوسیالیست کارګر ګوند وروستی مشر مارتین بورمن Martin Bormann و چې د ۱۹۴۵ زکال د مې په ۲ د برلین د جګړې په مهال مړ شو خو شوروي اتحاد د هغه مړینه نورې نړۍ ته ښکاره نه کړه او د هغه وروستی برخلیک د ډېرو کلونو لپاره یو راز پاتې شو. د هتلر په اړوند هم د توطیې نظریې را برسېره شوې چې د دې نظریو له مخې چې نوموړی په پټه له جګړې ژوندی وتلی او سویلي امریکا یا کوم بل ځای ته  به تښتېدلی وي.

د متفقینو د کنترول شورا په رسمي توګه ۱۹۴۵ ز کال د اکتوبر په ۱۰ د جرمني د ملي سوسیالیست کارګر ګوند منحل کړچې همدا د زاړه نازیزیم پای وبلل شو. د غیر نازی کولو یو بهیر پیل شو او د نارمبرګ Nuremberg محکمې پیل شوې چې په ترڅ کې یې د نازي ډیري مشران  او ایدیولوجیستان تر ۱۹۴۶ ز کال پورې په مرګ محکوم شول او ځينو یې ځان وژنه وکړه.

په لویدیځ او ختيځ کې د پخواني ګوند ژوندي پاتي شويو غړيو او نظاميانو له نوي واقعیت سره توافق وکړ او د نوي نازیزم د بیا رغولو سره یې علاقه ونه ښوده، که څه هم ،  په ۱۹۴۹ ز کال د ختیځ جرمني په ټاکنو کې د نازي ګوند یو شمېرملاتړي لکه فریتزروسلرFritz Rössler  د جرمني په محافظه کار ګوند Deutsche Rechtspartei کې نفوذ وکړ چې ۵ غړي یې وټاکل شول. روسلراو نور دنازې ګوند پرېښود چې د جرمني د سوسیالیست رادیکل ګوند د Otto Ernst Remer ( په دویمه نړیواله جګړه کې یو جرمني پوځي و) تر مشرۍ لاندې جوړ کړي. د سړې جګړې په پیل کې دې ګوند  د امریکا په وړاندې د شوروې ملاتړ وکړ.  

په اطریش کې ملي خپلواکي بیرته اعاده شوې وه، اود  ۱۹۴۷ اساسی قانون Verbotsgesetz په ښکاره ډول د جرمني د ملي سوسیالیست کارګر ګوند او هرډول اعاده یې غیر قانوني اعلان کړل. لویديځ جرمني دې ته ورته قانون تعدیل کړ ترڅو هغه ګوندونه تر موخې لاندې راولي چې جرمني د اساسي قانون په خلاف بلل، د دې قانون ۲۱ مادې دویمې فقرې د جرمني سوسیالیست ګوند باندې په ۱۹۵۲ کې له دې امله بندیز ولګاوه چې د لیبرالې دیموکراسۍ په ضد و.

د یوې پایلې په توګه، د جرمنې په نوي نازیزم پورې اړوند د نوي خوزښټ غړي د جرمني له محافظه کار ګوند سره چې په هغه کې Hans-Ulrich Rudel یوه مهمه څیره وه یو ځای شول. ځوانو غړیو Wiking-Jugend  ( په نوي نازي پورې اړوند سازمان) د نازي د ځوانانوسازمان په مادل جوړکړ. محافظه کار ګوند له ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۶۱ پورې څوځله ټاکنو ته ودرید خوپه هر ځل کې یې له ۱٪ څخه زیاتې رأیې یې تر لاسه نه کړې. Rudel په فرانسه کې زېږدلې Savitri Devi ( دا یوه نازي پلوه فاشیسته ښځه وه چې د نازیانو لپاره یې جاسوسي کوله) سره چې د ایسوتریک نازیزم  Esoteric Nazism ( دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نازیزم د کارول شوو رمزونو یوه لړۍ وه) طرفداره وه مرسته پیل کړه . د ۱۹۵۰ په لسیزو کې هغې یوشمېر کتابونه ولیکل لکه په ۱۹۵۸ ز کال کې د پیلګرمیج (Pilgrimage) چې دریم جرمني د تاریخي ځایونو په باره کې و، د برېښنا اولمرThe Lightning and the Sun په ۱۹۵۸ کال کې چې په دې کتاب کې هغه ادعا کوي چې هتلر د خداي یوه څیره وه. هغه د نازیزم په بیا ژوندي کولو کې  یواځې نه وه، د Artgemeinschaft  سازمان ( یوکفري او نازي سازمان و) چې د SS پخواني غړي Wilhelm Kusserow له خوا یې بنسټ کېښودل شو چې د نوي الحاد د خپرولو لپاره یې هڅه کوله. د جرمني په دیموکراتیک جمهوریت ( ختیځ جرمني) د SA یوه پخواني غړي د د جرمني ملي د یموکراتیک ګوند جوړ کړ. دې ګوند له هغو سره کسانو سره اړیکه ونیوه چې له ۱۹۴۵ څخه پخوا د نازي ګوند له خوا جذب شوي و. له هغوی سره یې د سیاسي خروج په اړوند مرسته وکړه ترڅو هغوی د نوي نازیزم د ملاتړ او یا د کمونیستي ضد مفکورې ته دورګرځېدو په اړوند ونه غولول شي. جوزف ستالین غوښتل چې دا خلک د جرمني په سیاست کې د شوروي د طرفدارۍ اولویديځ ضد فشار په توګه وکاروي. د شوروي د ستر دپلومات سیمیونوف په وینا، ستالین حتی دا وړاندیز وکړ چې هغوی کولای شي خپلې ورځپاڼې Völkischer Beobachter خپرولو ته دوام ورکړي. دا په داسي حال کې و چې په اطریش کې د SS‍ پخواني غړي ویلهلم لنګ Wilhelm Lang د وینا لوج Vienna Lodge په نامه یو پټه ډله جوړه کړه، هغه نازیزم او رمزپالنه لکه تورلمرBlack Sun ( دا په نازي جرمني کې یو ډول سمبول و چې رنګ یې تو راو د لمر په بڼه و) تر ویج کړل. [۱۱][۱۲]

سرچينې سمول

  1. Gay, Kathlyn (1997) Neo-Nazis: A Growing Threat. Enslow. p. 114. کينډۍ:Isbn. Quote: "Neo-Nazis ... use fear and violence in their efforts to destroy minorities. Their goal is to establish a "superior" society."(emphasis added)
  2. Staff (ndg) "Ideologies: Neo Nazi" Archived 12 February 2021 at the Wayback Machine. Southern Poverty Law Center. Quote: "While some neo-Nazi groups emphasize simple hatred, others are more focused on the revolutionary creation of a fascist political state." (emphasis added)
  3. * Werner Bergmann; Rainer Erb (1997). Anti-Semitism in Germany: The Post-Nazi Epoch Since 1945. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 91. OCLC 35318351. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56000-270-3. مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵. In contrast to today, in which rigid authoritarianism and neo-Nazism are characteristic of marginal groups, open or latent leanings toward Nazi ideology in the 1940s and 1950s الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Martin Polley (2000). A–Z of Modern Europe Since 1789. Routledge. د کتاب پاڼي 103. OCLC 49569961. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-18597-4. Neo-Nazism, drawing heavily both on the ideology and aesthetics of the NSDAP, emerged in many parts of Europe and elsewhere in the economic crises of the 1970s, and has continued to influence a number of small political groups. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Neo-Nazism". ApologeticsIndex. 2005-12-16. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۷. The term Neo-Nazism refers to any social, political and/or (quasi) religious movement seeking to revive Nazism. Neo-Nazi groups are racist hate groups that pattern themselves after Hitler's philosophies. Examples include: Aryan Nations, National Alliance الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. * Lee McGowan (2002). The Radical Right in Germany: 1870 to the Present. Pearson Education. د کتاب پاڼي 9, 178. OCLC 49785551. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-29193-5. مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Brigitte Bailer-Galanda; Wolfgang Neugebauer. "Right-Wing Extremism in Austria: History, Organisations, Ideology". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۲ باندې. Right-wing extremism can be equated neither with Nazism nor with neo-Fascism or neo-Nazism. Neo-Nazism, a legal term, is understood as the attempt to propagate, in direct defiance of the law (Verbotsgesetz), Nazi ideology or measures such as the denial, playing-down, approval or justification of Nazi mass murder, especially the Holocaust. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Martin Frost. "Neo Nazism". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. The term neo-Nazism refers to any social or political movement seeking to revive National Socialism, and which postdates the Second World War. Often, especially internationally, those who are part of such movements do not use the term to describe themselves. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Lee, Martin A. 1997. The Beast Reawakens. Boston: Little, Brown and Co, pp. 85–118, 214–34, 277–81, 287–330, 333–78. On Volk concept, and a discussion of ethnonationalist integralism, see pp. 215–18
  5. * Peter Vogelsang; Brian B. M. Larsen (2002). "Neo-Nazism". The Danish Center for Holocaust and Genocide Studies. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۷. Neo-Nazism is the name for a modern offshoot of Nazism. It is a radically right-wing ideology, whose main characteristics are extreme nationalism and violent xenophobia. Neo-Nazism is, as the word suggests, a modern version of Nazism. In general, it is an incoherent right-extremist ideology, which is characterised by 'borrowing' many of the elements that constituted traditional Nazism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Ondřej Cakl; Klára Kalibová (2002). "Neo-Nazism". Faculty of Humanities at Charles University in Prague, Department of Civil Society Studies. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۷. Neo-Nazism: An ideology which draws upon the legacy of the Nazi Third Reich, the main pillars of which are an admiration for Adolf Hitler, aggressive nationalism ("nothing but the nation"), and hatred of Jews, foreigners, ethnic minorities, homosexuals and everyone who is different in some way. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. What is right-wing extremism? Archived 16 June 2018 at the Wayback Machine. Bundesamt für Verfassungsschutz, n.d., retrieved 4 December 2017 (in English)
  7. (په 8 February 2015 باندې). New Book, Black Sun, Looks at Fringes of National Socialism. Southern Poverty Law Center
  8. (په 8 February 2015 باندې). Neo-Nazis cloak themselves in eco-rhetoric. DW
  9. (په 8 February 2015 باندې). Darker Shades of Green. Red Pepper
  10. (په 8 February 2015 باندې). Fascist Ecology: The "Green Wing" of the Nazi Party and its Historical Antecedents. Peter Staudenmaier
  11. Zubok, V. M. (Vladislav Martinovich) (2007). A failed empire: the Soviet Union in the Cold War from Stalin to Gorbachev. Chapel Hill: University of North Carolina Press. د کتاب پاڼي 89–90. OCLC 86090559. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8078-3098-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Evans, Richard J. (2008). The Third Reich at War. Penguin Books. د کتاب پاڼي 747–48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-311671-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)