اني بيسانټ

اني بيسانټ چې کورنی نوم يې ووډ “Wood” دی، د ۱۸۴۷ ز کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه وزېږېدله او د ۱۹۳۳ ز کال د سپټمبر پر ۲۰ نېټه د نږدې ۸۶ کالونو په عمر مړه شوه. نوموړې يوه برتانوي سوسيالېسته، عارفه، د ښځو د حقونو فعاله، ليکواله، ويناګره يا ويانده، د سياسي ګوند غړې، د زده کړو پوه او د انسان دوستۍ پلوې وه. هغه چې د انساني خپلواکۍ د اتلې په توګه ګڼل کېده، د ايرلېنډي او هندي دواړو ځاني خپلواکيو کلکه ملاتړې وه. بيسانټ په خپل امتياز له درې سوو څخه په زياتو کتابونو او رسالو په درلودلو سره د زياتو تاليفاتو ليکواله هم وه. د زده کړو د يوې کارشناسې په توګه يې له ونډو څخه يوه هم د بنارس هندو پوهنتون “Banaras Hindu University” د بنسټګرې په توګه اوسېدل وو. نوموړې د ۱۵ کالونو لپاره په انګليستان کې د کفر يا الحاد او پوهنيز مادي اصالت يوه عمومي وړاندې کوونکې او ملاتړې وه. د بيسانټ موخه بېوزل لپاره د دندې، د ژوند غوره حالتونو او مناسبو زده کړو برابرول وه. [۲۰]

اني بيسانټ
(انګلیسي: Annie Besant د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اني بيسانټ
اني بيسانټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Annie Wood)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ اکتوبر ۱۸۴۷[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
لندن [۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 20 سپټمبر 1933 (86 کاله)[۲][۱۴][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۵][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)
برېتانيا [۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱][۱۶]
خبريال [۱]
سياستوال [۱۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ازاداندي   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بيسانټ د هغه وخت د ملي مادي يا نامذهبي ټولنې “National Secular Society (NSS)”  يوه نامتو ويانده او همدرانګه يوه ليکواله او د چارلس براډلاف “Charles Bradlaugh” نږدې ملګرې شوه. دوی دواړه په ۱۸۷۷ ز کال کې د زيږون د اداره کولو د مبارز چارلس نولټون “Charles Knowlton” له لورې د يو کتاب د خپرولو له امله تر قانونې دعوې لاندې ونيول شول. د تور لګونې په پايله کې دواړه نامتو شول او براډلاف وروسته په ۱۸۸۰ ز کال کې د نارتامپټون “Northampton” لپاره د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو.

له هغې څخه وروسته بيسانټ د خونړۍ يکشنبې “Bloody Sunday” لاريون او د ۱۸۸۸ ز کال د لندن د سيال نجونو د اعتصاب يا کاري پريکون په ګډون د اتحاديې په چارو کې ښکېل شوه. نوموړې د فيبيان ټولنې “Fabian Society” او د مارکس پلوې سوسيال ديموکراتيک اتحاديې “Marxist Social Democratic Federation (SDF)” دواړو لپاره مخکښه ويانده وه. بيسانټ د ټاور هملېټس “Tower Hamlets” لپاره د لندن ښوونځي پلاوي “London School Board” ته غوره شوه او که څه هم ان هغه وخت يوازې په شمېر ښځې د رايې کارونې وړ وې، مګر بيسانټ ډېرې رايې تر لاسه کړې.

نوموړې په ۱۸۹۰ زکال کې له هيلينا بلاواټسکي “Helena Blavatsky” سره وکتل او د راتلونکو څو کالونو په موده کې يې په خدای پېژندنه يا عرفان کې لېوالتيا وده وکړه، په داسې حال کې چې په نامذهبي مسئلو کې يې ذوق کمزوری شو. بيسانټ د خدای پېژندنې يا عرفانې ټولنې “Theosophical Society” يوه غړې او د مضمون اړوند يوه نامتو ښوونکې شوه. د خپلې يادې برخې اړوند چارو په موخه يې هند ته سفر وکړ. په ۱۸۹۸ ز کال کې يې د مرکزي هندو ښوونځي “Central Hindu School” او په ۱۹۲۲ زکال يې د هند په بمبئی (نني بمبئي) کې د حيدراباد (سند) ملي پوهنتوني بورډ “Hyderabad (Sind) National Collegiate Board” په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. نوموړې په ۱۹۰۲ ز کال کې يې له هېواده د باندې د “Le Droit Humain” په نوم د ګډ فراماسيوني (د پټې ډلې د کړنو ډول) د نړيوالې کړنلارې لومړنی کورګی جوړ کړ. د راتلونکو څو کالونو په موده کې يې د برتانوي سترواکۍ په زياتو برخو کې دې ته ورته کورګي يا د پټې ډلې د يو ځای کېدلو ځايونه جوړ کړل. نوموړې په ۱۹۰۷ ز کال کې د خدای پېژندنې ټولنې مشره شوه، چې نړيوالې مرکزي ادارې يې هغه وخت په اديار “Adyar”، مدراس “Madras” او “Chennai” کې وې.

بيسانټ د هند ملي کانګرس “Indian National Congress” سره د يو ځای کېدلو له مخې د هند په سياست کې هم ښکېل شوه. کله چې په ۱۹۱۴ ز کال کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه، نوموړې په هند کې د ديموکراسۍ او په برتانوي سترواکۍ کې د نفوذ لرونکي دريځ لپاره د هلو ځلو په موخه د کورني حکومت اتحاديه “Home Rule League” پيل کړ. دا چاره د ۱۹۱۷ ز کال په وروستيو کې د هند ملي کانګرس د مشرې په توګه د نوموړې د ټاکنې لامل شوه. هغې د ۱۹۲۰ ز لسيزې په وروستيو کې تر خپل لاس لاندې رالوی شوي زوی جيديو کرېشنامورتي “Jiddu Krishnamurti” سره متحده ايالتونو ته سفر وکړ، چې بيسانټ يې په اړه ادعا وکړه، چې نوموړی نوی مسيحي او د بودا پلوی و. کرېشنامورتي په ۱۹۲۹ ز کال کې يادې ادعاوې رد کړي. بيسانټ له جګړې څخه وروسته په ۱۹۳۳ زکال کې د خپلې مړينې تر وخته پورې د هندي خپلواکۍ او خدای پېژندنې موخو لپاره مبارزې ته دوام وکړ.

د ژوند لومړي وختونه سمول

اني ووډ “Annie Wood” د ۱۸۴۷ ز کال د اکتوبر پر ۱ نېټه په لندن کې د پورتني منځني پوړ کورنۍ کې وزېږېدله. نوموړي د ويليم برټون پيرسسي ووډ “William Burton Persse Wood” (۱۸۱۶ – ۱۸۵۲) او ايميلي روچ موريس “Emily Roche Morris” (۱۸۷۴ کې مړه شوه) لور وه. د ووډ کورنۍ په اصل کې له “Devon” سيمې څخه ده او مشر کاکا يې )ښاغلی ماتيو ووډ “Sir Matthew Wood( د وېګ ډلې سياستپوه او هغه لومړنی بارونيټ [د برتانيا تر ټولو ښکته ميراثي وړ نوم] و، چې د “Page Wood” ښکته ميراثي وړ نوم لرونکی نسل هم د نوموړي زېږنده دی. د بيسانټ پلار انګرېز و، چې په دوبلين کې اوسېده او طبي سند يې تر لاسه کړ. د دوبلين د تثليث پوهنځي کې د ګډون ... مور يې د يو څه زياتې معتدل يا نرم مزاجه کورنۍ ايرلېنډۍ کاتوليک مذهبې وه. بيسانټ د خپل ايرلېنډي پښت د پاللو هڅه وکړه او په خپل ټول پېغلتوب کې يې د ايرلېنډي ځاني واک يا خودمختارۍ د انګېزې يا موخې ملاتړ وکړ. بيسانټ پينځه کلنه وه، چې پلار يې مړ شو او کورنۍ يې په نږدې بېوزلۍ يا تش لاسۍ کې پرېښودله. د نوموړې مور په هارو ښوونځي “Harrow School” کې د هلکانو لپاره د اوسېدلو او خوراک ځای (ليليې) د پرمخ وړلو په واسطه د کورنۍ ملاتړ وکړ. که څه هم مور يې د اني د ملاتړ توان نه درلود او خپله ملګرې ايلين مارياټ “Ellen Marryat” يې پر هغې د پام کولو لپاره وهڅوله. مارياټ دا خبره ډاډمنه کړه، چې ښې زده کړې يې درلودې. اني ته د ټولنې پر وړاندې د دندې او په برابر ډول د هغه څه په اړه پياوړی حس ورکړل شو، چې يوې خپلواکې ښځې تر لاسه کولی شول. نوموړې د يوې ځوانې ښځې په توګه په اروپا کې د پراخه سفر توان هم درلود. اني بيسانټ يوه انجيل پلوې وه، مګر وروسته ورڅخه وګرځېده. [۲۱][۲۲][۲۳]

بيسانټ په ۱۸۶۷ ز کال کې د شل کلنۍ په عمر له ۲۶ کلن پادري يا ملا فرنک بيسانټ “Frank Besant” (۱۸۴۰-۱۹۱۷) سره واده وکړ، چې د والټر بيسانټ کشر ورور و. نوموړی د پروتستانت کليسا انجيل پلوی [د پروتستانت هغه ډله، چې ځيني دودونه د حواريونو د زده کړې بنسټيز مرکز ګڼي] و، چې د هغې د ډېرو اندېښنو شريکونکی څرګند شو. نوموړې د واده په شپه په مانچستر کې د هغو ملګرو د کتنې له لارې نوره هم سياسي شوې وه، چې نوموړې يې د ايرلېنډي جمهوري غوښتونکي فيني ورورولۍ “Irish Fenian Brotherhood” د مانچستر شهيدانو “Manchester Martyrs” ډلې او انګليسي راډيکل ګوند غړو او همدرانګه د ښاري بېوزلو له حالتونو سره په اړيکه کې کړه. [۲۱][۲۴]

فرنک لږه موده وروسته د “Lincolnshire” په “Sibsey” کې د پاپ مرستیال شو. اني له خپل خاوند سره سيبسي ته لاړه. که څه هم واده يې يوه بدبختي وه، مګر د يو څو کالونو په موده کې يې د ارتر “Arthur” او مابيل “Mabel” په نومونو دوه ماشومانو وزېږېدل. لکه څرنګه چې اني بيسانټ په خپل ژوندليک کې وليکل: «موږ يوه بې انډوله جوړه وو». لومړۍ شخړه د پيسو او د اني د خپلواکۍ پر سر راپورته شوه. اني لنډې کيسې، د کوچنيانو کتابونه او مقالې وليکلې. دا چې واده شوې ښځې د شتمنۍ درلودلو قانوني حق نه درلود، نو فرنک د نوموړې ټولې ګټل شوې پيسې تر لاسه کولی شوې. سياست د دواړو جوړه نوره هم سره بېله کړه. بيسانټ د هغو چارچوکاټ جوړونکو ملاتړ پيل کړ، چې د يووالي راوستلو او غوره حالتونو د ګټلو لپاره يې هلې ځلې کولې. فرنک د توري ډلې غړی او د ځمکوالو او بزګرانو پر خوا و. د دوی تر منځ کړکېچ هغه وخت خورا زيات شو، چې اني په “Communion” [يو ډلګی عيسويان چې د يوې عقيدې او يوه انتظام څښتنان وو] کې ګډون رد کړ. نوموړې په ۱۸۷۳ زکال خپل خاوند پرېښود او بېرته لندن ته ستنه شوه. دوی په قانوني ډول بېل شول او اني خپل لور هم له ځان سره وېوړه. [۲۵]

بيسانټ د خپلې عقيدې يا ايمان پوښتل پيل کړل. نوموړې د نصيحت لپاره د کليسا مخکښو غړو ته مخه وکړه او د “Edward Bouverie Pusey” ليدلو ته لاړه، چې د انګلېنډ په کليسا کې د اکسفورډ خوځښت له مشرانو څخه و. کله چې بياسنټ له هغه څخه د خپلو پوښتنو د ځوابولو په موخه د کتابونو د سپارښتنې غوښتنه وکړه، نوموړي ورته وويل چې «تا وار له مخه ډېری هغه کتابونه لوستي دي». نوموړې د واده د بيا رغولو په موخه د وروستۍ بې پايلې هڅې د کولو په موخه بېرته فرنک ته ستنه شوه. [۲۴]

بېرکبېک سمول

د ۱۸۸۰ ز لسيزې په وروستيو کې بيسانټ په بېربيک ادبي او پوهنيزې موسسې کې زده کړې وکړې، چې مذهبي او سياسي فعاليتونه يې په کې د وېرې لامل شول. يو ځل د موسسې اداره کوونکو ونه غوښتل، چې د نوموړې د ازموينې پايلې خپرې کړي. [۲۶][۲۷]

بيسانټ د هغو علتونو سمول

بيسانټ د هغو علتونو يا موخو لپاره مبارزه وکړه، چې د نوموړې په فکر سمې وې او پيل يې په فکري خپلواکۍ، د ښځو له حقونو، ماديت، د زېږون اداره کولو، فابييان سوسياليزم او د کارګرو په حقونو سره وکړ. نوموړې د چارلس براډلاف تر څنګ د نامذهبي ملي ټولنې “National Secular Society” او د سويلي سيمې د اخلاقي ټولنې “South Place Ethical Society” مخکښه غړې وه. [۲۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 89
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118877453  — د نشر نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11891773x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Annie-Besant — subject named as: Annie Besant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c253df — subject named as: Annie Besant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/22822164 — subject named as: Annie Besant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Annie Besant — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=3012 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/besant-annie — subject named as: Annie Besant
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ https://www.wechanged.ugent.be/wechanged-database/
  10. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/12009 — subject named as: Annie Besant — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=7252 — subject named as: Annie Besant — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. subject named as: née WOOD AnnieA.B. Besant — CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=118798 — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: née WOOD AnnieA.B. Besant — CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=118798 — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  14. پیوستون : 118877453  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Безант Анни — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  15. née WOOD AnnieA.B. Besant
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  17. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/30735 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11891773x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/30121827
  20. "Besant, Annie | Theosophy World". www.theosophy.world. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Anne Taylor, 'Besant, Annie (1847–1933)', Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edn, Jan 2008 accessed 30 March 2015. Archived 8 April 2020 at the Wayback Machine.
  22. The Victorian Church, Part Two: 1860-1901. Wipf and Stock Publishers. April 2010. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781608992621. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. The Anthem Companion to Auguste Comte. Anthem Press. 15 May 2017. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857281944. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ""The Project Gutenberg eBook of Annie Besant, An Autobiography". www.gutenberg.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Annie Besant: an Autobiography (Unwin, 1908), 81.
  26. "Notable Birkbeckians". Birkbeck, University of London. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "The History of Birkbeck". Birkbeck, University of London. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. MacKillop, I. D. (1986) The British Ethical Societies, Cambridge University Press (Accessed 13 May 2014).