ازاداندي یا ازاد اند یا فکر (په انګلیسي: freethought چې ځینې وخت free thought لیکل کېږي) یو پوهنپوهنیز لیدګوټ دی او داسې څرګندوي چې عقیدې نباید د اقتدار، دود، مکاشفې یا ګروهیز (جزمي) نص باندې ولاړې وي؛ بلکې د منطق، عقل او تجربي مشاهدې په څېر نورو مېتودونو له‌لارې باید عقیدو ته ورسېږو. د آکسفورډ انګلیسي قاموس له‌مخې، یو ازاداندی یا د ازاد اند خاوند داسې «یو وګړی دی چې د نورو د مفکورو او اندونو د منلو په ځای، خپلو مفکورو او اندونو ته (په ځانګړې توګه په مذهبي ښوونه کې) بڼه او رنګ وربخښي». په څرګنده توګه، په ځینو اوس‌مهالو تفکراتو کې، ازاد اند په غښتلي ډول د دودي ټولنیز یا مذهبي اعتقادي نظام د ردولو په معنی راڅرګندېږي. د ازاد اند ادراکي کارَونه د «ازاداندۍ» او د ازاد اند فعالان د «ازاداندو» په توګه پېژندل کېږي. نومهاله ازاداندو په باور، ازاد اند د ټولنې له ټولو ناوړو او توهمي تفکراتو څخه یوه طبیعي خپلواکي ده.[۱][۲][۳][۴][۵]

دغه ګړنه د لومړي ځل لپاره په اوولسمې پېړۍ کې وکارول شوه او داسې وګړو ته ویل کېده چې د دودیزو باورونو (چې ډېري یې په پټو سترګو پرته له کوم قید او شرط څخه منل شوي وو) د بنسټ په هکله یې څېړنې ترسره کولې. اوس‌مهال، ازاداندي له سیکولریزم، بې‌دینۍ (آتیزم)، اګنوسټېزم، بشرپالنې، روحانیت‌ځپنې او دین ته ګوتنیونې سره خورا نږدې اړیکه لري. په آکسفورډ انګلیسي قاموس کې د ازاداندۍ په تعریف کې ویل کېږي چې، «ازاداندي د دیني باورونو په مسایلو کې د عقل ازاد عمل، اقتدار ته په درناوي کې پرته له کوم محدودیته، د یوه ازاد اند خاوند د اصولو خپلونه ده». ازاد اند خاوندان پر دې باور دي چې د پوهې ستنې باید د واقعیتونو، علمي څېړنو او منطق پر بنسټ ولاړې وي. د ساینس کړکېچنه او نیوکپاله کارَونه د تاییدي پلویتوب، ادراکي پلویتوب، دودیز حکمت، ټولمنلي هڅوب، ښاري نکلونو، بې‌ځایه پلویتوب (قضاوت) یا فرقه‌پالنې له فکري تحدیدونکو اغېزو څخه خپلواکي ښیي.[۶]

تعریف سمول

د آدم لي په نامه یو آتیست لیکوال، ازاداندي، له مکاشفې، دود، کلیشه‌یی او ثابت باور او اقتدار څخه خپلواک یوه اند په توګه تعریفوي او دغه اند د آتیزم په پرتله د یوه «پراخ چتر» په څېر انګېري چې «د نارښتینولي، مذهبي مخالفت، شک او د نادودیز اند شنه‌زرغونه ځان کې رانغاړي».[۷][۸]

د «د عقیدې اخلاق» لیکنې (چې د نولسمې پېړۍ بریتانیایی ریاضي‌پوه او فیلسوف «ویلیام کېنګدون کلېفورد» لیکلې ده) د اصلي څرګندنې لنډیز په دې توګه دی: «دا تل، هر ځای کې او د هر چا لپاره ناسمه ده چې د نابشپړو شواهدو پر بنسټ پر یو څه باندې باور ولري». کله چې دغه لیکنه په ۱۸۷۰ ز لسیزه کې خپره شوه، نو د ازاداندو لپاره یو ستر شعار وګرځېده او د داسې یوه دریځ په څېر پاتې شو چې ازاداندو ته یې لوړ اخلاقي موقف ور په برخه کاوه. کلېفورد، په‌خپله د ازاد اند د غونډو سمبالوونکی او په ۱۸۷۸ ز کې د لېبرال متفکرانو د کانګرس ترسره شوې ناستې تر شا یو فعال ځواک ؤ. [۹][۱۰]

د دین په اړه، په ټولیزه توګه، ازاداندي پر دې باور دي چې د ماورای طبیعي ښکارندو د شتون د ملاتړ او تایید لپاره شته شواهد بشپړ نه‌دي. «له دین څخه خلاصون بنسټ» د څرګندونې له‌مخې، «د انجیل، عقیدې او یا د مسیحا له اصولو سره په مطابقت کې د غوښتنو لرونکی کس هېڅکله یو ازاداندی نه‌شي کېدای». د ازاد اند خاوند لپاره، مکاشفه او ایمان اعتبار نه‌لري، او ارتودوکسي (رښتینولي) د حقیقت تضمین نه‌دی» او «ازاداندي دغه ډاډ ته رسېدلي دي چې دیني ادعاوې د عقل د ازموینو پر وړاندې ټینګېدلای نه‌شي. پر یوه غیرحقیقي څیز باندې باور نه یوازې چې څه نه‌ترلاسه کېږي، بلکې د خرافاتو په بلهارځي کې د عقل د اړینو اوزارو په بلهارولو سره، هرڅه له‌لاسه ځي. ډېري ازاداندي دین/مذهب نه یوازې ناسم، بلکې زیانمن انګېري».[۱۱][۱۲]

تاریخ سمول

مخکېني نومهال خوځښتونه سمول

نیوک‌پال اند په هلنېستي مدیترانه، د ایرلند او ایران د تمدنونو د پوهې او حکمت په زانګو (لکه، د خیام (۱۰۴۸ تر ۱۱۳۱ ز) او د هغه غیرارتودوکسي تصوفي رباعیاتو پېر) او نورو تمدنونو کې غوړېدلی دی، لکه، له چینایيانو (د بېلګې په توګه: د ۱۱۲۷ تر ۱۲۷۹ ز کال پورې د سویلي سانګ شاهي کورنۍ سمندري ګرځېدنې رنسانس پېر ته مراجعه وکړئ) او د رمزي کېمیاګرۍ او طالع او ستورلېدنې پر بنسټ له بدعتي متفکرانو څخه نیولې، تر رنسانس او پروتستاني اصلاحاتو پورې.[۱۳]

نومهال خوځښتونه سمول

۱۶۰۰ ز کال د نومهالې ازاداندۍ په پېر کې د یوه عطف ټکي په توګه ګڼل کېږي. په دغه کال کې، د دومینیکن فرقې یو پخوانی راهب «جوردانو برونو» د عقایدو تفتیش کوونکو له‌لورې په ایټالیا کې اعدام شو.[۱۴][۱۵][۱۶]

اسټرالیا سمول

مخکې تر دوه‌یمې نړیوالې جګړې، اسټرالیا کې د پروتستانتیزم او کاتولیسیزم کچه خورا لوړه وه. وروسته له جګړې، اسټرالیا یوه خورا غښتلی سیکولر هېواد ته واوښت. دونالد هورن، د اسټرالیا یو ستر روښاندی، پر دې باور ؤ چې اسټرالیا وروسته له جګړې وروسته هوسا شو او د دغې هوساینې له امله، کلیسا تګ او مذهبي دودونو ته لېوالتیا خورا اغېزمنه شوه. هورن په خپل ستر اثر «بختور هېواد» (۱۹۶۴ ز) کې ویلي دي: «نور نو کلیساوې د ډېریو اسټرالیاییانو لپاره هومره اهمیت نه‌لري. که چېرې د هر چا لپاره یو ابدي خوشحاله ژوند شتون ولري… د اوسني ژوند خوند د ډېریو اسټرالیاییانو لپاره دومره زیات دی چې نور نو مذهب ورته هېڅ مفهوم نه‌لري». [۱۷]

بلجیم سمول

د بروکسل ازاد پوهنتون او وریج پوهنتون، د ازادې څېړنې له دوو کړیو سره (په هالندي او فرانسوي ژبې)، د نیوک‌پاله اند، غیرروحاني فلسفې او اخلاقو له خپلواکۍ څخه په دفاع کې، د سرچینې یا مرجع استدلال ردوي.

ترکیه سمول

د عثماني ټولواکمنۍ په وروستیو کلونو کې، د احمد رضا، توفیق فکرت، عبدالله جودت، کِلِچزاده حاکِه او جلال نوري ايلري په څېر د مشهورو څېرو د اثرونو پر مټ د ازاد اند غږ راپورته کړل شو. دغه روښاندي د ترکیې جمهوریت لومړني پېر باندې خورا اغېزمن تمام شول. فیلډ مارشال مصطفی کمال اتاترک، انقلابي سیاستوال، لیکوال او د سیوکولرې ترکیې ملي دولت بنسټ اېښودونکی، چې له ۱۹۲۳ ز څخه تر ۱۹۳۸ ز کال او خپل ژوند تر وروستیو پورې د دغه هېواد لومړی ولسمشر تېر شوی، د دغو مفکورو پالونکی ؤ. هغه په خپل هېواد کې ډېر اصلاحات راوړل او هېواد ته یې پرمختیایي کارونه ترسره کړل. د سرچینو له‌مخې، اتاترک یو ازاداندی ؤ او دین/مذهب ته د شک په سترګه کتل. هغه یو غیرمکتبي ډیِّست (خدای‌پاله) یا یو آتیست ؤ، چې د دین پر ضد او په ټوله کې د اسلام پر خلاف ؤ. د اتاترک په وینا، د ترکیې وګړي پر دې نه‌پوهېږي چې اسلام په رښتینې توګه څه دی او قرآن هم نه‌لولي. وګړي د عربي داسې ګړنو او عبارتونو تر اغېزې لاندې دي، چې په معنی یې نه‌پوهېږي او د خپلو آدابو او دودونو له‌مخې جوماتونو ته ځي. که چېرې ترکان قرآن ولولي او په هکله یې فکر وکړي، اسلام به پرېږدي. اتاترک په خپل اثر « هېوادوالو لپاره مدني معلومات – Vatandaş için Medeni Bilgiler» کې، د خپلې ملي‌پالې او انتقادي لیدلوري له‌دریځه، اسلام د عربانو دین ګڼي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د آتیزم ټولنه (Ateizm Derneği)، د منځني ختیځ او قفقاز لومړنۍ آتیستي رسمي ټولنه، په ۲۰۱۴ ز کال کې تاسیس شوه. دغه ټولنه د ترکیې له هغو غیرمذهبي او ازاداندو وګړو څخه د ملاتړ په موخه رامنځ‌ته شوې ده چې د خپلو لیدلورو له امله ورسره تعبیضي چلند کېږي. په ۲۰۱۸ ز کې په رسنیو کې داسې ګونګوسې تر غوږ کېدلې چې ګواکې د «آتیزم ټولنه» به، د هغه فشار له امله چې پر غړو باندې یې وضع کېږي او د دولت ملاتړو رسنیو د بریدونو له کبله، وتړل شي؛ خو په‌خپله ټولنې بیا روښانه کړه چې داسې څه نشته او ټولنه لا هم فعاله ده.[۲۷][۲۸]

سرچینې سمول

  1. "What is Freethought?". Freethought Lebanon (په انګلیسي ژبه کي). 2017-09-23. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Free thought – Definition of free thought by Merriam-Webster". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Freethinker – Definition of freethinker by Merriam-Webster". د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  5. "Nontracts". Archived from the original on ۰۴ اگسټ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  6. "who are the Freethinkers?". Freethinkers.com. 2018-02-13. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "What Is Freethought?". Daylight Atheism. 2010-02-26. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Adam Lee (October 2012). "9 Great Freethinkers and Religious Dissenters in History". Big Think. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Clifford, William K. "5. The Ethics of Belief". In Levin, Noah (المحرر). Philosophy of Western Religions. N.G.E. Far Press. د کتاب پاڼي 18–21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Becker, Lawrence and Charlotte (2013). Encyclopedia of Ethics (article on "agnosticism"). Routledge. د کتاب پاڼې 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135350963. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hastings, James (2003-01-01). Encyclopedia of Religion. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780766136830. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "What is a Freethinker? - Freedom From Religion Foundation". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Chinese History – Song Dynasty 宋 (www.chinaknowledge.de)
  14. Gatti, Hilary (2002). Giordano Bruno and Renaissance Science: Broken Lives and Organizational Power. Ithaca, New York: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 18–19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801487859. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۴. For Bruno was claiming for the philosopher a principle of free thought and inquiry which implied an entirely new concept of authority: that of the individual intellect in its serious and continuing pursuit of an autonomous inquiry… It is impossible to understand the issue involved and to evaluate justly the stand made by Bruno with his life without appreciating the question of free thought and liberty of expression. His insistence on placing this issue at the center of both his work and of his defense is why Bruno remains so much a figure of the modern world. If there is, as many have argued, an intrinsic link between science and liberty of inquiry, then Bruno was among those who guaranteed the future of the newly emerging sciences, as well as claiming in wider terms a general principle of free thought and expression. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Montano, Aniello (24 November 2007). Antonio Gargano (المحرر). Le deposizioni davanti al tribunale dell'Inquisizione. Napoli: La Città del Sole. د کتاب پاڼې 71. In Rome, Bruno was imprisoned for seven years and subjected to a difficult trial that analyzed, minutely, all his philosophical ideas. Bruno, who in Venice had been willing to recant some theses, become increasingly resolute and declared on 21 December 1599 that he 'did not wish to repent of having too little to repent, and in fact did not know what to repent.' Declared an unrepentant heretic and excommunicated, he was burned alive in the Campo dei Fiori in Rome on 17 February 1600. On the stake, along with Bruno, burned the hopes of many, including philosophers and scientists of good faith like Galileo, who thought they could reconcile religious faith and scientific research, while belonging to an ecclesiastical organization declaring itself to be the custodian of absolute truth and maintaining a cultural militancy requiring continual commitment and suspicion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 11 November 1997 باندې). Giordano Bruno.
  17. Buttrose, Larry. Sport, grog and godliness[مړه لينکونه], The Australian. Retrieved on 11 September 2009.
  18. Reşat Kasaba, "Atatürk", The Cambridge history of Turkey: Volume 4: Turkey in the Modern World, Cambridge University Press, 2008; کينډۍ:ISBN [[[:کينډۍ:Google books]] p. 163]; accessed 27 March 2015.
  19. [[[:کينډۍ:Google books]] Political Islam in Turkey by Gareth Jenkins, Palgrave Macmillan, 2008, p. 84]; کينډۍ:ISBN
  20. [[[:کينډۍ:Google books]] Atheism], Brief Insights Series by Julian Baggini, Sterling Publishing Company, Inc., 2009; کينډۍ:ISBN, p. 106.
  21. [[[:کينډۍ:Google books]] Islamism: A Documentary and Reference Guide], John Calvert John, Greenwood Publishing Group, 2008; کينډۍ:ISBN, p. 19.
  22. ...Mustafa Kemal Atatürk, founder of the secular Turkish Republic. He said: "I have no religion, and at times I wish all religions at the bottom of the sea..." [[[:کينډۍ:Google books]] The Antipodean Philosopher: Interviews on Philosophy in Australia and New Zealand], Graham Oppy, Lexington Books, 2011, کينډۍ:ISBN, p. 146.
  23. Phil Zuckerman, John R. Shook, The Oxford Handbook of Secularism, Oxford University Press, 2017, کينډۍ:ISBN, p. 167.
  24. Tariq Ramadan, Islam and the Arab Awakening, Oxford University Press, 2012, کينډۍ:ISBN, p. 76.
  25. Atatürk İslam için ne düşünüyordu?
  26. "The first Atheist Association in Turkey is founded". turkishatheist.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. . Turkey's Atheism Association threatened by hostility and lack of interest | Ahval. Ahval.