الجزایر

(له الجېريا نه مخ گرځېدلی)
  

د الجزاير د خلکو ډيموکراټيک جمهوريت (عربي: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية) , يا الجيريا (عربي: الجزائر)، د افريقا په سهېل کې يو هېواد دی چې ولسمشريز نظام لري.

الجزایر
الجزایربیرغ الجزایرنښان

Location of  الجزایر  (dark green)
Location of  الجزایر  (dark green)

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۲۸°شمال ۱°ختیځ / 28°شمال 1°ختيځ / 28; 1   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 2381741 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه الجزيره   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې عربي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۳ جولای ۱۹۶۲  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 19 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 10 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې د الجزایر دینار   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری ښي لورۍ [۴]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ DZ  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +213  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

دا هېواد د افريقا په لويه وچه کې دوهم لوی هېواد دی. دا هېواد په سهېل ختيځ کې د تونس سره، په ختيځ کې د ليبيا سره، په سوېل ختيځ کې د نايجېر سره، په سوېل لوېديځ کې د مالي او ماوريتانيا او په لوېديځ کې د ماراکو سره گډې نړېوالې پولې لري, لویدیځه صحرا, په لوېديځ کې. د الجزایر اساسي قانون اسلام, عرب, او آمازيغ (بربر) هېواد. د الجېريا نوم د الجزاير د ښار د نوم نه راوتلی دی , د عربي لغت الجزائر، چې په پښتو ژباړه کې د ټاپوگان په مانا دی، دا نوم هغه څلورو ټاپوګانو خوا ته اشاره کوي چې د الجزاير د ښار د سمندر غاړې نه په سيند کې تر ۱۵۲۵ زېږيز کال پورې پرتې وې چې بيا وروسته د همدغه هېواد د وچې برخې وگرځېدلې.

الجزایر د الجزایر د خلکو دیموکراتیک جمهوریت له رسمي نوم سره د افریقا په شمال کې پروت هېواد دی. په ختيځ کې له لیبیا؛ په سویل ختيځ کې له نایجیریا؛ په سویل لویديځ کې له مالي، موریتانیا او لویديځې بېدیا؛ په لویديځ کې له مراکش؛ په شمال کې د مدیترانې سیند سره پوله لري. دا د افریقا په شمال کې د مغرب سیمې یوه برخه بلل کېږي. دا هېواد نيمه-وچه جغرافیه لري او د نفوس ډېره برخه یې د شمال په حاصل‌خېزه برخه کې ژوند کوي او دا صحرا د سویل پر جغرافه واکمنه ده. الجزایز ۲۳۸۱۷۴۱ کیلومتره مربع (۹۱۹۵۹۵) مساحت لري. چې په دې توګه د افریقا په کچه د مساحت له پلوه لسم لوی هېواد دی. الجزایر د ۴۴ میلیونه نفوس له لرلو سره د افریقا نهم د نړۍ په کچه ۳۲م ګڼ‌نفوسه هېواد دی. پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار يې الجزیره دی چې د مدیترانې سمندرغاړو کې پروت دی. [۵]

په الجزایر کې لرغونې لړۍ، تمدونونه او امپراتورۍ دا دي:

لرغونې نیومدیان،فینیکیان، بونیقیان، رومیان، وندالیان، بیزانسان، امویان، عباسیان، رستمیان، ادریسیان، اغلابیان، فاطمیان، زیریدیان، حمادیان، المرویان، موحدان، اسبانیان، اسپانویان، عثمانیان او فرانسوي استعماري امپراتوري. د الجزایر د نفوس لوی اکثریت مسلمان شوي عرب- بابر دي چې عربي او بېربري ژبې د رسمي ژبو په توګه کاروي. له دې سره په ځينو برخو کې فرانسوي ژبه د یوې اداري او ښونیزې ژبې په توګه کارول کېږي. د خبرو کولو لپاره اصلي ژبه الجزایري عربي ده.     

الجزیره یو نیمه ولسمشریز جمهوریت دی چې سیمه‌يېزې ټاکنیزې حوزې يې له ۵۸ ولایتونو او ۱۵۴۱ کامیونونه (په الجزایر کې تر ټولو کوچنی اداري واحد، ژباړن) لري. الجزایر د افریقا په شمال کې یو سیمه‌ييز ځواک او په نړیوالو چارو کې یومتوسط ځواک دی. دا هېواد د ټولو غیر جزیره‌يي افریقايي هېوادونو تر منځ د انساني پرمختګ تر ټولو لوړ شاخص لري او تر ډېره د انرژۍ د صادراتو پر بنسټ د دې لويې وچې له لویو اقتصادونو څخه دی. الجزایر نړۍ په کچه د تېلو د شپاړسمې زېرمې او د طبعيي ګازو د زېرمو له لرلو سره د نړۍ نهم هېواد دی. سېناترېک د تېلو ملي کمپنۍ په افریقا کې تر ټولو لوی شرکت دی چې اروپا ته د طبعيي ګاز لوی مقدار تأمینوي. د الجزایر پوځ د افریقا له لویو پوځونو څخه یو دی چې په‌دې قاره کې د تر ټولو زیاتې دفاعيي بودیجې لرونکی دی. دا هېواد افریقا اتحادیې، د عربو اتحادیې، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان (OIC)، د نړۍ د تېلو د تولید او صادراتو سازمان (OP EC)، ملګرو ملتونو او د عربو د مغرب اتحادیې غړی دی.

نوم

د نوم نورې بڼې يې دا دي: په عربي ژبه: الجزائر په رومي ژبه ال‌-جـ‌‌‌زا- یر، په الجزایري عربي: الدزاير چې په رومي ال‌- د‌زایر؛ په بیربري ژبه: لیزایر چې په بیربري ژبه داسې لیکل کېږي: ⵍⴻⵣⴰⵢⴻⵔ؛ بیربري ژبه لزّاير؛ په فرانسوي ژبه الجېریا. په رسمي ډول د الجزایر د خلکو دیموکراتیک جمهوریت (په عربي ژبه: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية)، په رومي: al-Jumhūriyya al-Jazāʾiriyya ad-Dīmuqrāṭiyya aš-Šaʿbiyya؛ په بیربري ژبه: تګ‌ډوډا ټایمېګډېټ ټای‌فرانټ تأزرېت په بیربري ژبه (ⵜⴰⴳⴷⵓⴷⴰ ⵜⴰⵎⴳⴷⴰⵢⵜ ⵜⴰⵖⵔⴼⴰⵏⵜ ⵜⴰⴷⵣⴰⵢⵔⵉⵢⵜ) بیربري ژبه: تڨذوذا تازايريت تاماڨذايت تاغرفانت، په فرانسوي ژبه رېپابلېک الجېرین ډيموکراتک اېټ پاپیولرې، چې اختصاري بڼه يې (RADP) ده.    [۶]

ایتمولوژي/ د کلیمي ريښه پېژندنه

د دې هیېواد نوم له الجزایر ښار څخه اخیستل شوی دی چې په ترتیب سره د عربي ژبې له ال‌-جزایر (الجزائر، «ټاپو»)، د پخوانیو بني مزغنه جزایرو (جزائر بني مزغنة، د مزغنه ټبرجزیرې) له لنډه شوې بڼې څخه اخیستل شوې، چې د ال-ادریسي په څېر د منځنۍ پېړۍ د جغرافیه پوهانو له‌خوا کارول شوې.  [۷][۸][۹]

تاریخ

له تاریخ څخه مخکې او لرغونې تاريخچه

د عین‌حنچ (الجزایر) څخه نږدې ۱.۸ میلیون کلن ډبریز مصنوعیات د افریقا په شمال کې د لرغون‌پېژندنې د تر ټولو پخوانیو موادو په توګه په پام کې نیول کېږي. پرې کړل شوي هډوکني او ډبریز مصنوعیات چې عین‌بوچریت د تېلو زېرمې ته څېرمه ترلاسه شوې او څېړل شوي نږدې ۱.۹ میلیون کاله پخواني دي او پخواني ډبریز اثار ان تر ۲.۴ میلیون کلونو پورې لرغونتوب لري. په دې توګه د عین بوچریت شواهد ښيي چې د انسانانو نیکونو تر هغه څه چې تصور کېږي ډېر مخکې د افریقا په شمال کې د مدیترانې په څنډو کې ژوند کاوه. د افریقا له ختيځ څخه شواهد  په ځواکمن ډول د ډبریزو وسایلو د لومړنۍ جوړونې او کارونې اړوند تیت‌والی ښيي یا د افریقا په شمال او ختيځ کې د ډبرو د تېکنالوژۍ څو سرچينې استدلالوي. [۱۰]

د نېندارټال وسایلو جوړوونکو د شام تبرونو ته ورته د لوالوئزي او موستري په سبک تبرونه (۴۳۰۰۰) تولید کړل. الجزایر د ډبرمهال په منځني دور کې د ډبري وسایلو د جوړونې د پرمختګ د وضعیت له پلوه تر ټولو لوړ ځای درلود. د دې دور وسایل چې نږدې له ميلاد څخه ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې پيلېږي د اتریان (د تبسه په سویل کې د لرغون‌پېژندنې سايت له نوم Bir el Ater څخه اخیستل شوی) په نوم ياديږي. [۱۱][۱۲][۱۳]

د افریقا په شمال کې د تېغ جوړونې لومړنۍ صنایع د اېبرومرېسین/ Iberomaurusian په نوم یاديږي (چې تر ډېره د اوران په سیمه کې پرتې دي). داسې برېښي چې دې صنعت به له ميلاد څخه ۱۵۰۰۰ تر  

۱۰۰۰۰ کاله مخکې د مغرب په ټولو ساحلي سيمو کې پراختیا موندلې وي. د نيلوتیک تمدن ښايي په لومړيو کې له ميلاد څخه ۱۱۰۰۰ کاله مخکې يا هم د ۲۰۰۰ څخه ۶۰۰۰ کاله مخکې پراختیا موندلې وي. دغه ژوند چې په تاسیلي ناجر نقاشیو کې په غني ډول انځور شوی تر کلاسیکې دورې په الجزیره کې غالب و. په پای کې د افریقا د شمال د خلکو مخلوط په یو بېل لرغوني نفوس بدل شو، چې د افریقا د شمال لرغوني اوسېدونکي شول او بربریان ونومول شول، چې د افریقا د شمال لرغونو خلک دي.  [۱۴][۱۵]

تاریخ

جغرافیه

کلتور

اقتصاد

سرچینه

کينډۍ:د عرب ليګ غړي هېوادونه

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. موضوع: 3
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. http://chartsbin.com/view/edr
  5. "Africa: largest countries by area 2020". Statista (په انګليسي). نه اخيستل شوی 9 February 2022.
  6. Proclamación de la República argelina, Journal officiel de la republique algerienne, 1st year, 1st issue, 1962, páge 5.
  7. LLC, Forbidden Fruits (30 January 2013). iAfrica – Ancient History UNTOLD (په انګليسي). Forbidden Fruit Books LLC.
  8. Bazina, Abdullah Salem (2010). The spread of Islam in Sub-Saharan in Africa (په عربي). Al Manhal. ISBN 978-9796500024. Archived from the original on 16 December 2018. نه اخيستل شوی 25 November 2018.
  9. al-Idrisi, Muhammad (12th century) Nuzhat al-Mushtaq
  10. Sahnouni; et al. (14 December 2018). "1.9-million- and 2.4-million-year-old artifacts and stone tool–cutmarked bones from Ain Boucherit, Algeria". Science. 362 (6420): 1297–1301. Bibcode:2018Sci...362.1297S. doi:10.1126/science.aau0008. hdl:10072/383164. PMID 30498166. S2CID 54166305. نه اخيستل شوی 22 November 2021.
  11. Sahnouni, Mohamed; de Heinzelin, Jean. "The Site of Ain Hanech Revisited: New Investigations at this Lower Pleistocene Site in Northern Algeria" (PDF). Journal of Archaeological Science. Archived from the original (PDF) on 10 May 2013. نه اخيستل شوی 14 January 2013.
  12. "Research at Ain Hanech, Algeria". Stoneageinstitute.org. Archived from the original on 12 July 2012. نه اخيستل شوی 14 January 2013.
  13. Eric Delson; Ian Tattersall; John Van Couvering; Alison S. Brooks (2004). Encyclopedia of Human Evolution and Prehistory: Second Edition. Routledge. p. 32. ISBN 978-1-135-58228-9.
  14. Brett, Michael; Fentress, Elizabeth (1997). "Berbers in Antiquity". The Berbers. Wiley-Blackwell. ISBN 978-0-631-20767-2.
  15. Henn, Brenna M.; Botigué, Laura R.; Gravel, Simon; Wang, Wei; Brisbin, Abra; Byrnes, Jake K.; Fadhlaoui-Zid, Karima; Zalloua, Pierre A.; Moreno-Estrada, Andres; Bertranpetit, Jaume; Bustamante, Carlos D.; Comas, David (12 January 2012). "Genomic Ancestry of North Africans Supports Back-to-Africa Migrations". PLOS Genetics. 8 (1): e1002397. doi:10.1371/journal.pgen.1002397. PMC 3257290. PMID 22253600.