د افریقا صحرا


صحرا د  افریقا په لویه وچه کې دښته ده، چې د ۹۲۰۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۳۶۰۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت په لرلو سره، د نړۍ تر ټولو لویه ګرمه دښته او په ټولیز ډول درېیمه لویه دښته ده چې یوازې د انترکتیکا او د شمالي قطب له شمال نه کوچنۍ ده.[۱][۲][۳]

په دغه دښته کې د مدیترانې سمندرګي د حاصل خیزو ځمکو، د مغرب د اطلس غرونو، په مصر کې د نیل درې او سوډان پرته د شمالي افریقا ډېرې برخې شاملېږي. له ختیځ لوري نه ترسره سمندرګي، له شمال نه تر مدیترانې او له لویدیځ نه تر اتلانتیک سمندر پورې رسېږي. له سویل لوري نه د ساحل په واسطه، هغه نیمه وچ استوايي سوانايي کمربند چې د نایجر د سیند په شاخوا کې د سوډان په سیمه کې د افریقا د صحرا سویل ته موقعیت لري، محدوده کېږي. کولای شو صحرا په څو سیمو ووېشو چې لویدیځه صحرا، مرکزي هوقار غرونه، تیبیستي غرونه، ایر غرونه، تنره دښته او د لیبیا دښته په کې شاملېږي.[۴][۵][۶][۷]

د څو سوه زره کلونو لپاره، صحرا د ساوانا شنو ځمکو ترمنځ په ۲۰۰۰۰ کلنه دوره کې بدله شوې چې د لمر په چاپېر د ځمکې د څرځېدو پر مهال د هغې د محور د انقباض له امله رامنځته شوې او د شمالي افریقا مونسوني موقعیت یې بدل کړی.[۸]

جغرافیه

سمول

صحرا د الجزایر، چاد، مصر، لیبیا، مالي، موریتانیا، موراکو، نایجریا، لویدیځې صحرا، سوډان او تونس ډېرې برخې پوښي. مساحت یې ۹ میلیونه کیلومتر مربع (۳۵۰۰۰۰۰ مایل مربع) دی چې د افریقا لویې وچې ۳۱ سلنه جوړوي. که چېرې ټولې هغه سیمې چې په کلنۍ کچه د اورښت اندازه په کې له ۲۵۰ ملي متره کمه ده، په کې شاملې کړو، د صحرا مساحت به ۱۱ میلیون کیلومتر مربع (۴،۲۰۰،۰۰۰ مایل مربع) وي. دا د افریقا لویې وچې د لوی فزیوګرافیک وېش د درېو جلا فزیوګرافیکي ولایتونو نه یو دی.

صحرا تر ډېره له ډبرینو ریګي دښتو (ډبرینو فلاتونو) جوړه ده، ریګي (ریګيي سیندونه – ډېره برخه یې په ریګي غونډیو پوښل شوې) یوازې کوچنۍ برخه یې جوړوي، خو ډېرۍ ریګي غونډۍ یې ۱۸۰ متره (۵۹۰ فوټه) لوړوالی لري. باد او کله ناکله اورښت د دغې صحرا ځانګړنې، لکه : ریګي غونډۍ، روان ریګي ځایونه، ریګي سیندونه، ډبرین فلاتونه یا سطحې، ریګي دښتې (ریګي)، وچې درې (وادي)، وچ جهیلونه (اویډ) او مالګینې دښتې (شاټ او چوټ) جوړوي. تر ټولو غیرمعمول ځمکنی جوړښت یې په موریتانیا کې د صحرا سترګه ده.[۹][۱۰]

ډېری ژور رامنځته شوي غرونه، ګڼ شمېراور غورځوونکي( آتش فشانونه) له دغې صحرا راپورته شوي چې ایر غرونه، هوقار غرونه، صحرايي اطلس، تیبیستي غرونه، ادرار دیس ایفوګاس او د سره سمندرګي غونډۍ په کې شاملېږي. د صحرا لوړه څوکه، په شمالي چاد کې د تیبیستي غرونو په لړۍ کې د سپري غوروځونکې، ایمي کوسي څوکه ده.

مرکزي صحرا ډېره وچه ده، چې ډېر کم نباتي پوښښ لري. د صحرا شمالي او سویلي څنډې لوړې برخې، د شنو وښو او په لږه کچه صحرايي بوټو لرونکې سیمې لري. په وادي کې لنډې ونې لري چې نم په کې راټولېږي. د دغې لویې صحرا منځنۍ ډېره وچه برخه په څو فرعي برخو وېشل کېږي چې تنزروفت (Tanezrouft)، تنره، د لیبیا صحرا، ختیځه صحرا، د نوبيې صحرا او نورې برخې په کې شاملېږي. دغه سیمې ډېرې وچې دي او د څو کلونو لپاره په کې اورښت نه کېږي.

له شمال لوري نه، دغه صحرا په مصر او لیبیا کې د مدیترانې سمندرګي له څنډې سره موقعیت لري، خو په سرینایئکا او مغرب کې، صحرا د مدیترانې له ځنګلونو او د شمالي افریقا له سکرب اېکو سیمې (Mediterranean forest, woodland, and scrub eco-regions) سره په پوله پرته ده، چې ټول دغه ځایونه یې مدیترانه يي اقلیم لري، چې تود اوړی، یخ او باراني ژمی لري. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په سویل کې صحرا، د ساحل په واسطه محدوده کېږي، هغه وچ ساوانايي استوايي کمربند چې په اوړي کې باراني موسم لري او په ټوله افریقا کې له ختیځ نه لویدیځ ته پراختیا مومي. د هوا د حالاتو د معیارونو پربنست، د صحرا سویلي محدوده په کلني ډول د اورښت ۱۵۰ ملي متره (۵.۹ انچه) ایزوهېت (په نقشه کې باراني کرښه) لري (دا د اوږد مهال لپاره منځنۍ کچه ده، ځکه اورښت په کلني ډول بدلون مومي).[۱۵][۱۶][۱۷]

په صحرا کې پراته مهمو ښارونو کې د موریتانیا هېواد پلازمېنه نوواکشوت، د الجزایر هېواد تامنراست، ورقله، بشار، حاسي مسعود، غرادیه، الوادي، د مالي هېواد تیمبوکتو، د نایجریا هېواد آغادیز، د لیبا هېواد غات او د چاد هېواد فایا لارجو ښارونه شاملېږي.

وګړي، کلتور او ژبې

سمول

د صحرا وګړي بېلابېلې رېښې لري. له دې ډلې آمازیغ یان (بربریان) چې طوارق په کې شاملېږي، عرب شوې آمازي ډلې، لکه: حسینیه ژب ویونکي صحرایان، چې وګړي یې په زنګایانو کې شاملېږي، هغه قبیله چې نوم یې له تاریخ وړاندې زنګاوي ژبې نه پاتې شوی دی. د وګړو نورې اصلي ډلې یې توبو، نوبیا، زاګاوا، هاوسا، سونګهای، بیچا او فولاني دي.

عربي لهجې د صحرا له رایجو ویونکو ژبو نه دي. عربي، بربري، د امازیغ ترسرلیک لاندې د ژبو نور ډولونه :( چې ګوانچي ژبه په کې شاملېږی او د قناري ټاپوګانو اصلي بربریان ورباندې خبرې کوي، په کې شاملېږي) او بیجا ژبې چې د افریقايي – آسیایي یا هامیتو سامي له کورنۍ نه دي. د لویدیځې افریقا د ګاونډیو هېوادونو او د صحرا جوړوونکو ایالاتونو مرکزي حکومتونو پر خلاف، فرانسوي ژبه په سیمه کې د وګړو ترمنځ د سوداګرۍ او خبرو اترو پر مهال کمه کارول کېږي، د دغو سیمو وګړي د طوارقو او بربریانو له مشرانو او کلتور سره پیاوړې قومي او سیاسي اړیکې لري. له سیمه ییزو وګړو سره دیپلماسي تر ډېره په عربي ژبه ترسره کېږي، چې د بورکراتیکو چارو دودیزه ژبه وه. د بنسټونو ترمنځ د اختلافاتو او اړیکو منځګړیتوب، د هغو ژباړونکو له خوا ترسره کېده چې، د فرانسې له دولت سره به یې هوکړه لرله، چې د کینان په وینا: « د کلتورنو ترمنځ د منځګړیتوب فضا یې مستنده کړې» او د سیمې د کلتوري هویت په ساتلو کې یې زیاته مرسته کړې ده.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې

سمول
  1. Cook, Kerry H.; Vizy, Edward K. (2015). "Detection and Analysis of an Amplified Warming of the Sahara Desert". Journal of Climate. 28 (16): 6560. Bibcode:2015JCli...28.6560C. doi:10.1175/JCLI-D-14-00230.1.
  2. "Largest Desert in the World". نه اخيستل شوی 30 December 2011.
  3. "Is the World Full or Empty?". Story Maps. Story Maps. نه اخيستل شوی 19 October 2018.
  4. "Sahara." Online Etymology Dictionary. Douglas Harper, Historian. Retrieved 25 June 2007.
  5. "English-Arabic online dictionary". Online.ectaco.co.uk. 28 December 2006. Archived from the original on 9 March 2009. نه اخيستل شوی 12 June 2010. {{cite web}}: Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  6. Wehr, Hans (1994). A Dictionary of Modern Written Arabic (Arabic-English) (4th ed.). Wiesbaden: Otto Harrassowitz. p. 589. ISBN 978-0-87950-003-0.
  7. al-Ba'labakkī, Rūḥī (2002). al-Mawrid: Qāmūs 'Arabī-Inklīzī (په عربي) (16th ed.). Beirut: Dār al-'Ilm lil-Malāyīn. p. 689.
  8. Jennifer Chu (2 January 2019). "A "pacemaker" for North African climate". MIT News. نه اخيستل شوی 20 January 2020.
  9. Strahler, Arthur N. and Strahler, Alan H. (1987) Modern Physical Geography Third Edition. New York: John Wiley & Sons. ISBN 0-471-85064-0. p. 347
  10. کينډۍ:WWF ecoregion
  11. Wickens, Gerald E. (1998) Ecophysiology of Economic Plants in Arid and Semi-Arid Lands. Springer, Berlin. ISBN 978-3-540-52171-6
  12. Grove, A.T.; Nicole (2007) [1958]. "The Ancient Erg of Hausaland, and Similar Formations on the South Side of the Sahara". The Geographical Journal. 124 (4): 528–533. doi:10.2307/1790942. JSTOR 1790942.
  13. Bisson, J. (2003). Mythes et réalités d'un désert convoité: le Sahara (په فرانسوي). L'Harmattan.
  14. Walton, K. (2007). The Arid Zones. Aldine. ASIN B008MR69VM.
  15. Grove, A.T.; Nicole (2007) [1958]. "The Ancient Erg of Hausaland, and Similar Formations on the South Side of the Sahara". The Geographical Journal. 124 (4): 528–533. doi:10.2307/1790942. JSTOR 1790942.
  16. Bisson, J. (2003). Mythes et réalités d'un désert convoité: le Sahara (په فرانسوي). L'Harmattan.
  17. Walton, K. (2007). The Arid Zones. Aldine. ASIN B008MR69VM.
  18. Jane E. Goodman (2010) [2005]). Berber Culture on the World Stage: From Village to Video. Indiana University Press, ISBN 978-0-253-21784-4 pp. 49–68
  19. Jeremy Keenan, ed. (2013). The Sahara: Past, Present and Future. Routledge, ISBN 1-317-97001-2
  20. Ralph A. Austen. Trans-Saharan Africa in World History. Oxford University Press, 2010. ISBN 0-19-979883-4