التايي ژبې

ژبکورنۍ

التايي ژبې په منځنۍ اسیا او سایبریا کې یوه وړاندیز شوې ژبکورنۍ ده ( د تورکي ، منګولیايي او تونګوسیک ژبو په ګډون)، چې د دغو درېوو ژبو کورنیو، لکه اورالي التايي ژبې تر منځ د جوړښتي جلاوالي په موندلو سره، د هغې فرضیه نور د منلو وړ نه ده. که څه هم ډېری کلمې ، په ځانګړې توګه د تورکي ژبې څخه، منغولي ژبې ته لاره موندلې ده. [۱] [۲] [۳] [۴] [۵]

التايي ژبې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخې

ډلبندي

سمول

التايي ژبې د منځنۍ آسیا او اناتولیا څخه تر منګولیا او لویدیځ چین پورې د نړۍ په پراخو سیمو کې ویل کیږي. تورکي ژبې د ۲۹ خپلواکو څانګو سره د التايي ژبو ترټولو لوی او خورا متنوع ګروپ جوړوي. د دې کورنۍ ژبې، چې په یوریشیا کې مشهورې دي، په درېوو څانګو : تورکي ، منګولیايي او تونګسیک وېشل شوي دي:

1- تورکي: دې ډله کې پخوانۍ او نوې ييغوري ژبې، تاتاري ، تورکمني ، قرغزي ، اوزبکي ، ياکوتي ، چغتايي ، آذربايجاني تورکي او عثماني (اناتولي) تورکي ژبې شاملې دي.

د دې څانګې د ټولو ژبو په منځ کې ، عثماني تورکي ژبه پراخه ادبي پراختیا لري او په دې ژبه کې د عربي او فارسي کلمو زیات شمېر داخل شوی دي. لکه Beyaz(بیاض = سفید)، Garip (غریب)، Mutfak (مطبخ = آشپزخانه)، Kader (قدر = سرنوشت)، Pir (پیر = صاحب طریقت)، Sulta (سلطه)،Kervan (کاروان)، Turunç (ترنج)، Nar (انار)، Damat (داماد)[۶]

  1. منګوليايي: په دې څانګه کې د قلموک او بورياتيا قومونو ژبې شاملې دي.
  2. تونګوسي: په دې څانګه کې د منچورین قوم ژبې شاملې دي.

د پخوانیو ډلبنډۍ بطلان

سمول

ځینې په دې نظر دي چې جاپاني ژبې (د ۱۳۰ ميلیونه ویونکو سره) او کوریایی ژبې (د ۸۰ ميلیون ویونکو سره) د دې ژبې کورنۍ پورې اړه لري؛ خو ژبپوهان په دې اړه ورته نظر نه لري. همدارنګه، په تېرو وختونو کې، التایي ژبې او اورالي ژبې د اورالي التايي ژبو د لویې کورنۍ برخې ګڼل کېدې، مګر اوس، د عصري څېړنو پر بنسټ، دا نظریه د منلو وړ نه ده او په بشپړه توګه له منځه تللې ده. [۷]

د التايي ژبو شمېر او ويناوالو شمېر

سمول
د ژبې د ډلې نوم د ژبو شمېر د ويونکو شمېر (۲۰۱۹)
تورکي ۳۵ ۱۷۵ میلیونه
مغولي ۱۲ ۶ میلیونه
تونګوسي ۱۳ ۷۵ زره
التایي ژبې ۶۰ ۱۸۱ میلیونه

اړوند نور

سمول

سرچینې

سمول
  1. Georg et al. 1999: 73-74
  2. "While 'Altaic' is repeated in encyclopedias and handbooks most specialists in these languages no longer believe that the three traditional supposed Altaic groups, Turkic, Mongolian and Tungusic, are related." Lyle Campbell & Mauricio J. Mixco, A Glossary of Historical Linguistics (2007, University of Utah Press), pg. 7.
  3. "When cognates proved not to be valid, Altaic was abandoned, and the received view now is that Turkic, Mongolian, and Tungusic are unrelated." Johanna Nichols, Linguistic Diversity in Space and Time (1992, Chicago), pg. 4.
  4. "When cognates proved not to be valid, Altaic was abandoned, and the received view now is that Turkic, Mongolian, and Tungusic are unrelated." Johanna Nichols, Linguistic Diversity in Space and Time (1992, Chicago), pg. 4.
  5. "...[T]his selection of features does not provide good evidence for common descent" and "we can observe convergence rather than divergence between Turkic and Mongolic languages--a pattern than is easily explainable by borrowing and diffusion rather than common descent", Asya Pereltsvaig, Languages of the World, An Introduction (2012, Cambridge) has a good discussion of the Altaic hypothesis (pp. 211-216).
  6. فرهنگ جامع ترکی استانبولی به فارسی
  7. cf. e.g. Georg et al. 1999