آر پي جي – ۲۹ (په روسي:РПГ-29 Вампир ) د ټانک ماتونکي روسي راکټي لانچر دی چی د ټانکونو او نورو زره پوښو اهدافو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه وسله کولای سی د ټانک ځانگړي زره پوښ چې د اېړا (ERA) په نوم یادېږي ویجاړ کړي. د آر پي جي راکټ لانچر په ۸۰ کلو کې په شوروي اتحاد کې د بالزاټ (Базальт) د طراحي شرکت لخوا جوړ شو. روسي پوځ په ۱۹۸۹ کال کې د دغې وسلې څخه په رسمي ډول کار واخیست. په اوس وخت کې دغه وسله د روسیې، اوکراین، ایران او سوریې د پوځونو په جگړیزو تجهیزاتو کې شامله ده. مگر یو څو نیمه پوځي ډلې لکه حزب الله، د مهدي پوځ او داسې نور هم د آر پي جي – ۲۹ وسله په واک کې لري.

RPG-29 آر پي جي – ۲۹
RPG-29 غورځونکی د PG-29V راکټ سره

ډول راکټ غورځونکی بم
جوړونکی هيواد د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد  د (P495) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کار نیټه
د کار موده له 1989–تر اوسه
کارونه لخوا د: روسيه, مېکسيکو, حزب الله
يوکراين, سوريه, پاکستان
جنګونه د لبنان جګړه ۲۰۰۶  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
صنعتي تاریخ
جوړونکی بازالټ, سېدېنا
قطر 105 ميتره  د (P2386) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د آر پي جي – ۲۹ مردک

د آر پي جي – ۲۹ زره سوری کوونکی وسله ده چی د اوږې څخه د هدف په لور توغېږی. وزن یی ۱۸،۸ کیلوگرام دی او د مرمۍ کلیبر یې ۱۰۵ م.م. دی. دغه وسله ۵۰۰ متره واټن وهلی شي. د آر پي جي – ۲۹ مردک کولای شي د ۷۵۰ م.م. تر پلن زره پوښ یا د ۱۵۰۰ م.م. پورې پلن دیوال ویجاړ کړي. دغه وسله د عراق په تور بارار کې هم خرڅېږي. قیمت یی تقریبًا ۵۰۰ ډالړه ده او د آر پي جي – ۲۹ وسله د یو مردک قیمت ۳۰۰ ډالرو ته رسېږي. د عراق مخالفینو د عراقي جگړې په وخت کې (۲۰۰۳ – ۲۰۱۱) د هغو وسلو په مرسته ۷۰ امریکایي ټانکونه ویجاړ کړل او د لبنان د جگړې په وخت کې (۲۰۰۶) د حزب الله ځواکونو ۲۰ اسرائیلی ټانکونه ویجاړ کړل.

امریکايي تانکونه

امریکا د عراق په جکړې کې په ځانگړي ډول د ام۱ آبرامس ټانکونه کارول. دغه ټانکونه قوي زره پوښ لري چې د یورانیوم څخه جوړ شوي دي. دغه یورانیمی زره پوښ په ځانگړي ډول د ټانک پر برج او د مخ پر برخې باندی پروت دی. مگر د ټانک پر اړخیزو ځایونو باندی یوازې کمزوری زره پوښ شته چی ۱۵۰ م.م. پلن دی. د دې په سبب دغه ټانک د اړخ لخوا حملې په مرسته ویجاړ کېدلای شي. د عراقي سرچینو له مخې دغه ټانک د آر بي جي – ۷ د اوو مردکو په مرسته یا د آر پي جي – ۲۹ د دوو مردکو په مرسته ویجاړېدلی شي.

سرچينې