ګوهر شاد بیګم

ګوهر شاد بېګم ( مړه 1457 جولای 19) په افغانستان کي د تیموریانو د امپراتور شاه رخ مېرمن وه.

عباسی ایوان په عتیق انګړ کي
د اخنګان مقبره، چیري چي د ګوهر شاد خور ګوهر تاج ښخه ده. معمارۍ د افغانستان د تیموریانو د دورې یوه ښه بیلګه ده.

ژوند

سمول

ګوهرشاد بېګم د غیاث الدین ترخان لور وه، چي د تیمور د واکمنۍ پر مهال یو مهم او با نفوذه مشر ګڼل کېدی. د کورنیو دودونو له مخي د ترخان لقب د چنګیز خان لخوا په شخصي توګه یادي کورنۍ ته ورکړل سوی وو.

واده

سمول

ګوهر شاد له شاه رخ سره په ۱۳۸۸ کال کي واده وکړ، او په ۱۳۹۴ کال کي یې زوی الغ بیګ وزېږېد. د هرات د تاریخ پر اساس دا یو ډېر ښکلۍ واده وو.

ګوهر شاد د خپلو وروڼو ترڅنګ چي په هرات کي د تیموریانو په دربار کي مدیران وه، د تیموریانو په تاریخ کي خورا مهم رول لوبولی دی. په 1405 کي هغې د تیموریانو پلازمینه له سمرقند څخه هرات ته انتقال کړه.

ګوهر شاد د هرات د مصلح کمپلیکس په جوړولو کي هم مهم رول درلود.

د هغې تر سرپرستۍ لاندي په افغانستان او سیمه کي پارسي ژبه او پارسي کلتور ډېره وړه وکړه. ګوهرشاد او میړه یې د هنرونو پراخه ملاتړ کاوه، او د سیمي هنرمندان، معماران، فیلسوفان او شاعران یې دربار ته راجلب کړه چې نن ورځ هرات د شاعر جامي په ګډون مهمي څېرې لري. د تیموریانو د معمارۍ نوموتي بیلګي نن هم په هرات کي شتون لري.

 
په هرات کي یو قبر

وروستي کلونه

سمول

په 1447 کي د خپل میړه له مړیني وروسته ګوهر شاد د خپلي خوښې لمسی په تخت کښېناوه. نوموړې مېرمن د لسو کلونو لپاره هغه د دجلي څخه د چین تر سرحدونو پوري د یوې پراخي امپراتورۍ اصلي واکمنه سوه. ګوهرشاد د ۸۰ کلونو په عمر ، د ۱۴۵۷ کال د جولای په ۱۹ مه د سلطان ابو سعید په حکم اعدام سول.

مزار

سمول

د ګوهر شاد مقبره د هغې مدرسې ترڅنګ ده کوم چي نوموړي پخپله واکمنۍ کي جوړه کړې وه، او منار یې تر نن ورځي پوري پاته دی.

میراث

سمول

په کابل کي د ښځو پوهنتون په ۲۰۰۳ کال کي د ګوهر شاد په نوم پرانیستل سو [۱]

ګوهر شاد په ۱۴۱۸ کال کي د خراسان په مشهد کي یو جومات ( "مسجد ګوهرشاد" ) هم درلود. د هغې خور، ګوهر تاج هم په خراسان کې قبر لري.