ګئورګي مالنکوف
ګئورګي ماکسیمیلیانوویچ مالنکوف (۶ ډسمبر ۱۹۰۱- ۱۴ جنوري ۱۹۸۸ زکال) شوروي سیاستوال و چې د لنډې مودې لپاره یې له ژوزف ستالین وروسته د شوروي اتحاد د مشر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د کمونیست ګوند د سیاسي کمېټې په ټینګار ومنله چې د لومړي وزیر په توګه د پاتې کېدو او د شوروي اتحاد په ټولیز مشرتابه کې له نورو سره د مساوي حق لرلو په بدل کې د ګوندي دستګاه کنټرول خوشی کړي. له دې وروسته هغه له نیکیتا خرشچوف سره د واک پر سر ښکېل شو، چې له امله یې په ۱۹۵۵ زکال کې د لومړي وزارت له چوکۍ او په ۱۹۵۷ زکال کې د ګوند له سیاسي کمېټې واېستل شو. [۷][۸]
ګئورګي مالنکوف | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | اورینبرګ |
مړینه | مسکو [۳] |
تابعیت | روسي سترواکي |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۲۰–) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | روسي [۶] |
پوځي خدمت | |
وفاداري | شوروي اتحاد |
مقام | ډگر جنرال (۱۹۴۳–) |
جګړه/جګړې | ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه) |
سمول |
مالنکوف د خپل سیاسي ژوند پر مهال، له ولادمیر لینین سره د شخصي اړیکو له امله په پام وړ ډول د شوروي اتحاد په کمونیست ګوند کې وده وکړه. په ۱۹۲۵ زکال کې د ګوند د سوابقو د ارزونې مسئولیت وروسپارل شو. دغې چارې نوموړی له ستالین سره نږدې کړ ،هغه چې په بریالي ډول یې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د عمومي منشي چوکۍ خپله کړې وه او په ډي فکټو یا عملي بڼه د شوروي اتحاد مشر و. د دغې اړیکې له امله مالنکوف په ژوره توګه د ستالین د تصفیې په عملیاتو کې ښکېل شو او وروسته بیا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ورته د شوروي اتحاد د توغندیو جوړونې د پروګرام مسئولیت هم وروسپارل شو. نوموړي له ۱۹۴۶ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې د توغندویزې تکنالوژۍ لپاره د وزیرانو د شورا د ځانګړې کمېټې مشري هم پر غاړه لرله. ستالین ته د نږدې کس په توګه د خپل ځایګي د خوندیتوب په موخه، نوموړي په بریالي ډول وکولای شول، مارشال ګئورګي ژکوف بې اعتباره کړي او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې لیننګراد ته اړوند ټول ویاړونه له منځه یووړل، څو مسکو وکولای شي، د شوروي اتحاد د یوازنۍ کلتوري او سیاسي پلازمینې په توګه خپل ځایګی خوندي وساتي.[۹]
د ۱۹۵۳ زکال د مارچ په ۵ مه نېټه د ستالین له مړینې وروسته، مالنکوف له کوم جنجال پرته د لنډې مودې لپاره د وزیرانو شورا مشري (لومړی وزارت) او د ګوند د مرکزي کمېټې مشري پر غاړه واخیسته. په داسې حال کې چې یوازې ۹ ورځې وروسته د ګوند سیاسي کمېټې (هغه مهال ورته رئیسه پلاوی هم ویل کېده) په نوموړي فشار راووړ چې خپله دویمه څوکۍ پرېږدي خو اجازه یې ورکړه چې د لومړي وزیر په توګه پاتې شي. ورپسې مالنکوف د رئیسه پلاوي د مخکښ غړي او واکیال هېواد مشر په توګه تر هغه مهاله خدمت وکړ کله چې د ۱۹۵۴ زکال په لومړیو کې د ګوند لومړي سکرتر نیکیتا خرشچوف هغه تر خپل اغېز لاندې راوست. په ۱۹۵۵ زکال کې یې هغه اړ کړ، څو له لومړي وزارت استعفا ورکړی. په ۱۹۵۷ زکال کې د خرشچوف پر وړاندې د ګوند ضد ډلې د ناکامې کودتا وروسته، مالنکوف وړاندې له دې چې د ۱۹۶۱ زکال د نومبر په میاشت کې په بشپړ ډول له ګونده واېستل شي، په ۱۹۵۷ ز کال کې د ګوند له سیاسي کمېټې واېستل شو او همدغه کال قزاقستان ته تبعید شو. هغه په رسمي ډول له لنډې مودې وروسته له سیاست څخه تقاعد شو. په قزاقستان کې له لنډ مهال ژوند کولو وروسته، هغه بېرته مسکو ته راوګرځېد او خپل پاتې ژوند یې په عادي ډول هلته تېر کړ.[۱۰]
مخینه
سمولمالنکوف د روسي سترواکۍ په اورنبرګ کې وزېږېد. د هغه پلرني نیکونه په اتلسمه پېړۍ کې د عثماني سترواکۍ د رومیلا ایالت (اوس مهال شمالي مقدونیه) له اوهرید سیمې څخه دلته را کډه شوي وو. د هغوی یو شمېر د روسي سترواکۍ په پوځ کې د افسرانو په توګه خدمت وکړ. د هغه پلار په اورنبرګ ولایت کې یو بډایه بزګر و. ځوان مالنکوف به هم ځینې مهال له خپل پلار سره د هغه په سوداګرۍ او توکو د پلورلو په برخه کې مرسته کوله. مور یې د یو آهنګر لور او د یو ارتدوکس کشیش لمسۍ وه.[۱۱][۱۲][۱۳]
مالنکوف په ۱۹۱۷ زکال کې د روسیې له انقلاب څخه یوازې څو میاشتې وړاندې له اورنبرګ جمنازیوم څخه فارغ شو. [۱۳]
مسلک
سمولپه ۱۹۱۸ زکال کې مالنکوف له سره پوځ سره د یو داوطلب په توګه یوځای شو او له کمونیستانو سره یې په خوا کې د کورنۍ جګړې پر مهال له سپینو روسي ځواکونو سره جګړه وکړه. نوموړي په ۱۹۲۰ زکال کې د شوروي اتحاد له کمونیست ګوند سره یوځای شو او د کورنۍ جګړې پر مهال یې په ترکستان کې د سیاسي کمیسار په توګه د پروپاګند کولو په برخه کې کار وکړ. [۱۳]
کمونیست ګوند
سمولد روسیې له کورنۍ جګړې وروسته، مالنکوف په ډېرې چټکۍ سره د یو سخت سري بلشویک کمونیست په توګه شهرت پیدا کړ. هغه د کمونیست ګوند په لیکو کې وده وکړه او په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د مسکو په عالي پوځي تخنیکي ښوونځي کې د کمونیست سکرتر په توګه وګمارل شو. روسي سرچیني دا څرګندوي چې مالنکوف خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو پرځای د یو شوروي سیاستوال په توګه د چارو ترسره کولو ته دوام ورکړ. هغه هېڅکله د خپل پوهنتون زده کړې بشپړې نه کړې او سوابق یې په نامحدود ډول طبقه بندي شوي. دغه مهال مالنکوف له ویاچسلاو مالیشف سره چې وروسته د ایګور کورچاتوف په خوا کې د شوروي اتحاد د اټومي پروګرام مشر شو، نږدې ملګرتیا جوړه کړه.[۱۴][۱۵]
په ۱۹۲۴ زکال کې د ستالین پام مالنکوف ته شو او هغه یې د ګوند د مرکزي کمېټې په اداري پلاوي (اورګبرو) کې وګماره. په ۱۹۲۵ زکال کې مالنکوف د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې په ادارې پلاوي کې دنده ترسره کوله.[۱۶]
مالنکوف د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د غړو د سوابقو د ساتلو مسئولیت پر غاړه درلود؛ په راتلونکو لسو کلونو کې د هغه تر پام لاندې ۲ میلیونه دوسیې جوړې شوې. د دغه کار له امله مالنکوف له ستالین سره نږدې اړیکې پیدا کړې او وروسته یې د ګوند د تصفیې په جریان کې د خیانتونو په محاکمو کې تر ټولو زیاته ونډه لرله. په ۱۹۳۸ زکال کې هغه په داخلي چارو کې د خلکو د کمیسارۍ د مشر یژف په راپرځولو کې یو له کلیدي شخصیتونو څخه و. په ۱۹۳۹ زکال کې مالنکوف د کمونیست ګوند د کادري ادارې د مشر په توګه وټاکل شو چې هغه ته یې په پرسونل او د ګوند په بیروکراتیکو چارو واک ورکړ. همدغه کال هغه د مرکزي کمیټې غړیتوب او د دغې کمیټې منشي توب ترلاسه کړ چې له خپل پخواني اداري ځایګي څخه د ارګبرو بشپړ غړیتوب ته لوړ شو. د ۱۹۴۱ ز کال په فبروري میاشت کې مالنکوف د ګوند د سیاسي کمېټې یو له نوماندنو غړو وګرځېد. [۱۶][۱۴]
دویمه نړیواله جګړه
سمولد ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې په شوروي اتحاد باندې د جرمني له برید وروسته، مالنکوف د داخلي چارو د کمیسار بریا، ورشیلف او مولوتف په خوا کې د هېواد د دفاعي کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ او ستالین هم د دغې کمېټې مشري پر غاړه لرله. دغې کوچنۍ ډلې د هېواد په سیاسي او اقتصادي ژوند باندې بشپړ واک درلود او په دغه کمېټه کې د مالنکوف غړیتوب هغه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد له پنځو ځواکمنو کسانو څخه یو کړ. د ۱۹۴۱ او ۱۹۴۳ زکلونو ترمنځ په دفاعي کمېټه کې د مالنکوف اساسي مسئولیت دا و چې د پوځي جنګي الوتکو او اټومي وسلو د جوړولو له پرمختګ څارنه وکړي. په ۱۹۴۳ زکال کې، نوموړي ته همدارنګه د هغې کمېټې مسئولیت هم وسپارل شو چې له جګړې وروسته یوازې له لیننګراد پرته په آزادو شوو سیمو کې یې په اقتصادي بیا رغونه نظارت درلود. [۱۴]
د شوروي اتحاد اټومي توغندي
سمولستالین مالنکوف ته د بریا (د داخلي چارو کمیسار و) سره په همکارۍ د اټومي توغندیو جوړولو مسئولیت وروسپاره. مالنکوف د شوروي اتحاد د توغندئیز سیسټم د مشر په توګه وګومارل شو، د هغه ۳۳ کلن لومړی مرستیال دیمتري اوستینوف چې د توغندیو د برخې ساینس پوه و، وروسته د شوروي اتحاد په یو له پیاوړو دفاع وزیرانو واوښت. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال مالنکوف، اوستینوف او میخایل کرونیچف د شوروي اتحاد توغندئیز پروګرام پیل کړ چې ډېر ژر یې د جرمنې توغندويي صنعت هم ځانته جذب کړ. مالنکوف د جرمني توغندیو د V2 کمپنۍ په راخپلولو څار درلود چې له Peenemünde څخه د لا پراختیا په موخه مسکو ته ولېږدول شوه چې څو کلونه وروسته یې وسټوک توغندي جوړ کړل چې د سپوټنیک پر مدار څرخي. په ورته مهال ملنکوف ولګا سیند ته څېرمه د Kapustin Yar او په مسکو کې د Khrunichev توغندئیزو مرکزونو په څېر د فضايي مرکزونو د جوړولو په اړه د ستالین اوامر پلي کول.[۱۷][۱۸]
سرچينې
سمول- ↑ https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jx20040723002&CON_LNG=ENG — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/malenkow-georgi-maximilianowitsch — subject named as: Georgi Maximilianowitsch Malenkow
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jx20040723002 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61w2sk0 — subject named as: Georgy Malenkov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/45394193 — subject named as: Georgi Maksimilianovich Malenkov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/242496867
- ↑ Исследователи уточнили возраст соратника Сталина Георгия Маленкова
- ↑ Frankel, Benjamin (6 March 1992). The Cold War, 1945–1991: Leaders and other important figures in the Soviet Union, Eastern Europe, China, and the Third World. Gale Research – via Internet Archive.
Georgy Malenkov 14 jan.
- ↑ "World Wars: Stalin and the Betrayal of Leningrad". BBC History.
- ↑ Brown, Archie (1996). The Rise and Fall of Communism. HarperCollins Publishers. pp. 232–233. ISBN 978-0-06-113882-9.
- ↑ Zyankovich, Mikhail; Zenkovich, Nikolai (2005). Самые секретные родственники. ОЛМА Медиа Групп. pp. 248–249. ISBN 978-5-94850-408-7. OCLC 58799426.
- ↑ Haslam, Jonathan (2011). Russia's Cold War: From the October Revolution to the Fall of the Wall. Yale University Press. pp. 136–. ISBN 978-0-300-15997-4.
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Zubok, Vladislav; Pleshakov, Constantine (1996). Inside the Kremlin's cold war: from Stalin to Khrushchev. Cambridge, Mass: Harvard University Press. p. 140. ISBN 0674455320. OCLC 1073953317.
His ancestors were czarist military officers of Macedonian extraction
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ Paxton, John (2012). Leaders of Russia and the Soviet Union: from the Romanov dynasty to Vladimir Putin. Routledge. pp. 113–114. ISBN 978-1-57958-132-9.
- ↑ Paloczi-Horvath, George (1960). Khrushchev: the Road to Power (په انګليسي). London: Secker & Warburg. p. 146. OCLC 1080699367.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Volkogonov, Dmitry (1991). Stalin: Triumph and Tragedy (په انګليسي). New York: Grove Weidenfeld. ISBN 978-1-55958-216-2. OCLC 760566945.
- ↑ Volkogonov, Dmitry (1991). Stalin: Triumph and Tragedy (په انګليسي). New York: Grove Weidenfeld. ISBN 978-1-55958-216-2. OCLC 760566945.
- ↑ Knight, Amy (1993). Beria: Stalin's First Lieutenant. Princeton, N.J.: Princeton University Press. ISBN 0-691-03257-2. OCLC 27896869.