کينډۍ:خبرونه/آرشیف/۲۰۲۴
< کينډۍ:خبرونه | آرشیف
ډسمبر
سمول- ۲۰۲۴ ډسمبر ۸: د سوریې حکومت په بشپړ ډول وپرځېدی او ددغه هیواد ولسمشر (بشار الاسد) پلازمینه دمشق پرېښود.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۵: په کریپټو کرنسۍ کي د یوه بیټکواین ارزښت نن ورځ تر یولک ډالر پورته سو.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۵: د فرانسې پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر، میشل بارنیه حکومت ته د نه باور رایې په ورکولو سره د نوموړي حکومت تر درېیو میاشتو واکمنۍ وروسته وپرځاوه.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۲: پر ښځو باندي د بندیزونو په لړ کي طالبانو پخپل وروستي فرمان کي ددوی پاته پرانیستي مرکزونه (چي د قابله ګۍ درسونه پکښي ویل کېدل) هم وتړل.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱: د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو (جبهة النصرة) ددغه هیواد مهم شمالي ښار حلب په بشپړه توګه لاندي کړ.
اکتوبر
سمول- ۲۰۲۴ اکتوبر ۱۷ مه: د حماس غورځنګ تر ټولو ځواکمن سياسي او پوځي مشر یحیی سنوار د اسرائيلو لخوا په شهادت ورسېد.
- ۲۰۲۴ اکتوبر ۱۴ مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين په مشرۍ په خيبرپښتونخوا ایالت په خيبر کې جوړه شوې پښتون قامي جرګه پای ته ورسېده.
اګسټ
سمول- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۹ مه: متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ ز کال تر اپرېل پورې اسراییلو ته ټولې هوایي الوتنې لغوه کړې.
- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۸ مه: د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف افغانستان ته د سفر پر مهال له افغان حکومت سره پنځه اقتصادي هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۷ مه: د اندونېزيا حکومت خپله پلازمېنه په رسمي ډول له جاکارتا څخه نوسانترا ته ولېږدوله.
- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۲ مه: د روسيې کورسک سیمي ته د اوکرایني ځواکونو تر ننوتلو وروسته روسي ځواکونو هم د اوکراین پلازمېنه کییف تر سخت اور لاندې ونیوو.