پښتون قامي جرګه خيبر

خيبر کې د پښتنو قامي جرګه چې ځينې يې پښتون قامي عدالت هم بولي، د پښتنو د دود يوه لويه جرګه وه، چې د پښتون مېشتو سيمو له کونج کونج نه پکې پښتنو برخه اخيستې وه. دا جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ګيله من وزير د جنازې مراسمو کې د مشر منظور پښتين له خوا اعلان شوه او د پښتون ژغورنې غورځنګ په هلو ځلو ترسره شوه، چې په دې غونډه کې له پښتون ژغورنې غورځنګ پرته نورو ټولو پښتني سياسي ګوندونو هم برخه اخيستې وه. دا جرګه د اکتوبر پر ۱۱ مه د خيبرپښتونخوا ايالت د خيبر درې په ريګي للمه سيمه کې ترسره شوه، چې درې ورځې دوام يې وکړ. په دې جرګه کې دومره زيات خلک راغلي وو، چې اته سوه ۸۰۰ جريبه ځمکه د هغوی د ځای کېدو لپاره کمه شوې وه.[۱]

جرګه او ترمخه يې پرتې ستونزې

سمول

په پښتونخوا کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو او ولسونو رايوځای کول او قانع کول

سمول

د واکمن حکومت له لوري په پاکستان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز لګول

سمول
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له جرګې وړاندې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او اکتوبر پنځمه د خیبرپښتونخوا امنیتي ځواکونو د جرګې په پنډغالي برید وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره په پنډغالي کې لګول شوې خېمې یې وسوځولې، درې ملګري ووژل، لسګونه نور یې ټپیان کړل او سلګونه هغه یې زنداني کړي دي.[۲]

د پښتون قامي عدالت يا پښتون قامي جرګې په ترسراوي بنديز

سمول

د جرګې ملاتړي مشران

سمول

په لر او بر کې يو شمېر سياسي مشرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پښتون قامي جرګه ترسره کول يوه ستره لاسته راوړنه بللې او ملاتړ يې ترې اعلان کړی دی، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

حامد کرزی

سمول

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خیبر کې د پښتنو د سترې قومي جرگې پر بریالي جوړېدو خوښي څرګندوي او په سیمه کې د ستونزو د اوارولو لپاره یې نیک او اغېزمن گام بولي، ددې قومي جرگې له پرېکړه لیکه خپل کلک ملاتړ اعلانوي او په خاصه توگه د جرگې د هغه غږ چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره وشو ستاینه او قدرداني کوي. پخوانی ولشمر جرگه یو ارزښتناک تاریخي دود بولي او د ستونزو د حل لپاره یې موثره طریقه گڼي. د خیبر په جرگه کې د ښځو د پراخ گډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرگندوي چې په سېمه کې مېشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي. حامد کرزی د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د ددې جرگې د جوړولو لپاره د منظورپښتین د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او د مشرانو او ولسونو له گډونه مننه کوي.[۳]

عبدالسلام ضعيف

سمول

د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر عبد السلام ضعیف بیا جرګې او پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، جرګه کې د ستم پر وړاندې د کړېدلو خلکو د فریاد د هیلو راټوکېدو نوی پړاو پیل شوی. ښاغلي ضعیف پر اېکس (ټوېټر) لیکلي: "د ظلم په وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکېدلو نوېی پړاو دی، د مظلومو ګډونوالو د خبرو څخه مالومېږي چې هلته د فریاد مرجع عادلانه نه وه او د ظلم په وړاندې تر تحمل پرته بله چاره نه لیدل کېده." پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر همداشان هیله ښودلې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ "خپلو موخو ته ورسېږي".[۴]

علي امين ګنډاپور

سمول

د خيبر پښتونخوا ايالت لومړی وزير علي امين ګڼداپور هم د جرګې ميدان ته ورغلی وو، خلکو ته يې په خپله وينا کې وويل چې جرګه هره پرېکړه وکړي، دی به يې قانون په حدود کې هرډول ملاتړ وکړي.[۵]

د جرګې پيل

سمول

پر جرګه بريد

سمول

د جرګې ګډونوال

سمول

جرګه کې د ښځو ونډه

سمول

پرمسائلو د بحث کميټې

سمول

دې جرګه کې د پښتونخوا د بېلابېلو سيمو او ولسواليو د استازو څخه د بحث اتيا ۸۰ کمېټې جوړې شوې، ترڅو په مسايلو باندې بحث وشي او ټول په پښتانه په متفقه توګه د خپلو تلف شوو حقونو يو لېست برابر کړي، چې څه بايد وشي او څنګه بايد وشي.

جرګه کې د ځايي چارواکو ګډون

سمول

د جرګې پرېکړه:

سمول

د خيبر پښتون قامي جرګه وروسته له درې ورځنيو بحثونو يو لړ پرېکړې وکړې چې په لاندې ډول دي:

  • دوو مياشتو کې دې د پاکستان پوځ او ټولې وسله والې ډلې زموږ له خاورې ووځي، که چېرې امن خرابوونکي قوتونه ونه وتل بيا به جرګه خپل بندوبست کوي چې څنګه له دغې خاورې او وطنه موږ هر هغه قوت وباسو چې په دې خاوره جنګ جوړوي.
  • پر ډيورنډ کرښه له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ:

"پر ډيورنډ کرښه چې څومره هم د تګ راتګ او تجارت دروازې دي له ۱۹۸۳ نيولې تر ۲۰۱۰ پورې چې په کومو قوانينو پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازه وه، له پاسپورت ويزې پرته، هغه دې بيا عملي شي." که چېرې دا پرېکړه عملي نشي پر "ډيورنډ کرښه د ګومرک يا پيسو ټولولو" دفترونو مخې ته جرګه پرلت کوي او هغه به بندوي.

  • د بېځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول او د بنديانو خوشي کېدل
د بېځایه شوو وګړو کورونه دې بېرته ورغول شي او خپلو ځایونو ته دې ستانه شي او د پښتنو ټول سیاسي بنديان دې خوشي کړل شي.[۶]
  • د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو حل:

جرګې پرېکړه وکړه چي د پښتنو تر منځ د قبایلي شخړو او قومي اختلافاتو د حل لپاره به يوه ځانګړې جرګه جوړيږي. دا جرګه به ټولو ضلعو ته ځي، په ځانګړي ډول کورمې ته، او هلته به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي.[۷]

  • د پښتنو په سيمو کې د يوه يونټ برېښنا بيه تر ۵ روپيو پورې:

"برېښنا د پښتون وطن پيداوار دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی چې دا به مفته وي خو دا په دې مانا نه ده چې برېښنا به نه وي. د پښتنو په نورو سيمو کې دوی په يوه يونټ له ۶۰ ډېرې روپۍ اخلي، اوس جرګې پرېکړه وکړه چې له نن ورځې پس به هيڅوک په يوه يونټ تر ۵ زياتې روپۍ نه ورکوي."[۸]

  • د دې وطن د شهيدانو لپاره د دې وطن د لادرکه، لاپته خلکو لپاره او د دې خاورې په ځمکه چې کومې قبضې شوې د هغو لپاره به په شريکه د پښتون وطن نماينده وکيلان راټولوي، په نړيوالو محکمو او هم دلته په عدالتونو کې به په ګډه دا جرګه وکالت کوي.[۹]
  • له ټولې پښتونخوا به ۲۴۰ زره ځوانان به د جرګې د پرېکړو عملي کولو لپاره کار کوي
د دې جرګې د پرېکړو عملي کولو لپاره به د هرې ضلعې او هر ګوند نه درې درې زره ځوانان چې ټول ۲۴۰ زره کېږي، په غير مسلح او سوله ييزې تګلارې سره به پر خپله خاوره د مسايلو حل لټوي.

جرګې پرېکړه وکړه د ۸۰ کسانو کمېټه چې د ټولو ضلعو استازي په کې دي د ټولو وسايلو مالومات راټولوي. کوم وسايل چې د ملت په ګټه وي هغه به پرېږدي په کومو وسايلو چې څوک غاصب شوي هغه به بندوي.

  • له دې وروسته به هيڅوک خپله خور لور په بدو کې د سورې په شکل نه ورکوي.
  • له افغان طالبانو غوښتنه چې د نجونو ښوونځي دې پرانيزي.

سرچينې

سمول
  1. "خیبر کې د پښتنو قامي جرګې پرېکړه لیک". بي بي سي.
  2. "خیبر کې د پښتنو قامي جرګه د یوه پرېکړه‌لیک په اعلان سره پای ته ورسېده؛ ایا دغه پرېکړه‌لیک به عملي شي؟". ازادي راډيو.
  3. "خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته ځینې غبرګونونه".
  4. "خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته ځینې غبرګونونه".
  5. "علي‌امین ګنډاپور: د جرګې د پرېکړو ملاتړ به کوم". بي بي سي.
  6. https://www.bbc.com/pashto/live/cx2kel83305t?page=1
  7. https://www.bbc.com/pashto/live/cx2kel83305t?page=1
  8. https://www.bbc.com/pashto/live/cx2kel83305t?page=1
  9. https://www.bbc.com/pashto/live/cx2kel83305t?page=1