د حماس اسلامي غورځنگ
د ويکيخبرونو ليکنه
د حماس اسلامي غورځنگ د (حرکة المقاومة الاسلامية) لنډيز دی، ددې ويي مانا ده، غښتلې او زړور. دا غورځنگ د فلسطين يو له خپلواکۍ غوښتونکيو غورځنگونو څخه دی، چې هم سياسي، ټولنيز او پوځي اړخونه لري. د حماس ډله د اسراييلو د زور زياتي په مقابل کې د فلسطينيانو د حقوقو مدافع ډله ده، چې د شېخ احمد ياسين په لاس کال ۱۹۸۷ز د غزې په تړانگه کې جوړ شو.
حماس
حرکة المقاومة الاسلامیة | |
---|---|
مشر | خالد مشعل اسماعیل هانیه |
بنسټ اېښودنه | ۱۹۸۷ |
بنسټ اېښودونکې | شېخ احمد یاسین |
دین | اسلام |
سیاسي اېډیالوجی | اسلامپاله- ناسیونالیست عرب |
اصلي څای | غزه |