احمد ياسين

احمد اسماعیل یاسین (۱۹۳۷-۲۰۰۲تقریبا ۶۸ کلن) چې په شیخ احمد یاسین پېژندل کېږي، د فلسطین د مقاومت اسلامی غورځنگ بنسټگر او د غزې د اسلامي ریاست رییس وو.[۲])

شیخ احمد یاسین
احمد اسماعیل یاسین
احمد ياسين
احمد ياسين

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۳۷
الجوره کلی چې د مجدل ولسوالۍ کې د غزې تړانګه په لوېديځ کې موقعيت لري
مړینه ۲۲ مارچ ۲۰۰۴
د غزې ښار   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فلسطين
ګوند دحماس بنسټګر
د غزه اسلامي شورا مشر
رکن د حماس اسلامي غورځنګ   د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د الازهر پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژوند سمول

شېخ احمد یاسین په ۱۳۱۷هجری لمریز چې له ۱۹۳۷ز کال سره سمون خوری، د غزې د تړانگې د مجدل ښارگوټی، په الجوري نومي ځای کې زېږېدلې دی. درې کلن ؤ، چې پلار یې ومړ، او له خپلې کورنۍ سره د ۱۹۴۸زکال له جگړې څخه وروسته د غزې تړانگې ته مهاجر شو.

شېخ احمد یاسین په ځوانه ځوانۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله فلج شو، مگر دې پېښې اتل شېیخ له ټولنیزو، سیاسي او خپلواکۍ غوښتونکیو فعالیتونو څخه راونه گرځاوه. زده کړې یې په همدې نیمه ځان پشپړې کړې، او د عربي ادب او اسلامی ښوونې ښوونکي په تو گه یې خپل فعالیتونه پرمخ بوتلل. د غزې په تړانگه کې به يې په جوماتونو کې خپل تبلیغ کاوه، او د لږ وخت په تېرېدو سره د غزې له نوموتو ویناوالو څخه وشمېرل شو.

سیاسي فعایتونه سمول

شېخ احمد یاسین په ۱۹۸۳زکال داسرایلو لخوا وسلې ساتلو او پوځي غورځنگ جوړونې په تور ونیول شو. او د محکمې لخوا په ۱۳ کاله بند محکوم شو.

حماس سمول

ده په ۱۹۸۷ز (۱۳۶۶هجري لمریز) کال د یو شمېر فعالو ملگرو په ملتیا په غزه کې د «حماس اسلامي غورځنگ» بنسټ کېښود.

په ۱۹۸۵ز کال د اسراییلو او حماس غورځنگ ترمنځ د اسیرانو د بدلون په لړ کې شېخ احمد یاسین پس له ۱۱ میاشتو بنده را خوشی شو. په ۱۹۸۸ز کې اسراییلي ځواکونو دده په کور برید وکړ او تحدید یې کړ، که له خپلو کارونو لاس پر سر نشي، نو لبنان ته به یې تعید کړي. د ۱۶ اکتوبر ۱۹۹۱ز د اسراييلو نظمامي محکمې د خپل قانون له مخې، چې دې ځوانان د اسرایيلي ځواکونو په تښتونه او وژنه تورن کړ او د تل لپاره یې په بدن محکوم کړ.

سرچينې: سمول

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14515305j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. Sheikh Ahmad Yassin